کار
د جابسنټر، سندونو رسمي کولو او کار موندلو په شان سکالوګانې
(Freiberufler) آزاد کار
ډېر کسان دا هیله لري چې خپل کار ولري او خپله د خپل ځان رييس شي. هر څوک کولای شي د خپل کار نظريې ته پراختيا ورکړي او خپلواک واوسي. هغه څوک چې خپله يو کار پيلوي؛ (Existenzgründung) ورته وايي. د خپل کار درلودونکي په توګه تاسې خپله پرېکړه کوئ چې څه وخت او څه کار وکړئ. البته آزاد کار ډېر کار او زيار ته اړتيا لري. په دې حالت کې تاسې د هر څه مسؤوليت لرئ او بايد ډېرو شيانو ته پام وکړئ. د آزاد کار پر مهال مو ښايي عايد ثابت نه وي او کله ناکله ښايي له زيان سره هم مخ شئ.
په دې څپرکي کې به د آزاد کار د پیلولو او اړونده موضوعاتو په اړه ګټور مالومات ترلاسه کړئ. که څوک آزاد کارکوونکی يا (Freelancer) نه وي؛ کولای شي د کاروبار يا سوداګرۍ په نامه زموږ په بل څپرکي کې په دې اړه بشپړ مالومات ترلاسه کړي.
جابسنټر
که څوک په جرمني کې ژوند کوي او د خپل ځان يا کورنۍ د غړو د ژوند لګښتونه پوره نه کړای شي، له دولت څخه مرسته ترلاسه کوي. د دې مرستو ترلاسه کولو لپاره يو مهم ځای جابسنټر دی. جابسنټر د ځينو شرايطو په پوره کولو سره له هغو کسانو سره مرسته کوي چې تر اوسه يې په جرمني کې کار نه وي کړی، له يوه کال راهيسې اوزګار وي او يا هم په کار کې کم معاش اخلي. دغه مرستې ته د اړمنو کسانو پیسې یا هم Burgergeld ویل کېږي چې پخوا ورته د بېکارۍ لومړی ډول پیسې نوم کارېده. د جابسنټر کارکوونکي له تاسې سره د کار موندلو لپاره هم مرسته کوي. که د کار لپاره اړتيا وي، جابسنټر به ستاسې د ژبې د کورس او يا اضافي زدهکړو (Weiterbildungen) لګښتونه هم پر غاړه واخلي.
د جرمني د ماليې سيستم
په مارکېټ، رستورانت، د تېلو په ټانک او معاش یا نورو ټولو ځايونو کې يو ډول نه يو ډول ماليه ورکوو. ماليه د دولت لپاره د عايد اساسي سرچينه ده او په دې وسيله حکومت خپلې چارې ترسره کوي. د جرمني حکومت د وړکتونونو، ښوونځيو، پوهنتونونو، روغتونونو، سړکونو ودانولو او د ښوونکو، پوليسو او نورو دولتي مامورينو د معاشونو ورکولو او نورو ډېرو کارونو مسؤول دی. له ماليې ټولولو پرته دولت ته ستونزمنه ده چې دا چاره ترسره کړي.
البته ماليې د ځينو نورو موخو لپاره هم اخستل کيږي. د سګرټو په شان د ضرري شيانو په ماليه اخستلو دولت غواړي د ضرري توکو کارولو مخه ونيسي. په تنباکو د لوړې ماليې له کبله د سګرټو بيه لوړيږي او ښايي ځينې کسان يې له همدې کبله پرېږدي. له بل پلوه هڅه کيږي چې د ماليو په مرسته ټولنيز عدالت پياوړی شي. هغه کسان چې ډېرې پیسې ګټي؛ د لږ عايد لرونکو کسانو په پرتله ډېره ماليه ورکوي.
د دندې لپاره د جرمني ژبې کورسونه
که د انټګراڅيون يا د جرمني ژبې بل کورس مو بشپړ کړی وي او غواړئ نوره جرمني ژبه هم زده کړئ؛ کولای شئ د دندې لپاره د جرمني ژبې په کورس (Deutsch für den Beruf - Berufssprachkurse) کې ګډون وکړئ. دې کورس ته (berufsbezogene Deutschsprachförderung) هم وايي. دا کورس به له تاسې سره مرسته وکړي چې د جرمني د کار په مارکېټ کې ګام کېږدئ او يا زدهکړو ته دوام ورکړئ.
د سندونو تاييد شوې کاپيانې
تاييد شوو کاپيانو (beglaubigte Kopie) اصطلاح يا (Sie müssen das beglaubigen lassen) جمله مو خامخا ډېره اورېدلې ده. په ځانګړي ډول پوهنتون ته د نومليکنې پر مهال او يا هم په شتندس امت کې ځينې وخت د سندونو د تاييد شوو کاپيانو غوښتنه کيږي. تاييد شوې کاپي څه ته وايي؛ زه ولې اړتيا ورته لرم او چېرته يې ترلاسه کولای شم؟ دلته په دې اړه بشپړ مالومات او ګټور لېنکونه ترلاسه کولای شئ.
د فراغت د بهرنيو سندونو د رسمي کولو لپاره د جرمني ويزه
د دې لپاره چې په بهر کې د حرفوي يا لوړو زدهکړو بشپړوونکي وکړای شي په جرمني کې په خپل مسلک کې کار وکړي، بايد په جرمني کې د خپل فراغت سندونه رسميکړي. دا کار د رسمي کولو د ادارو يا (Anerkennungsstellen) له لارې کيږي. ځينې وخت ښايي د ځينې سندونو کموالی د دې سبب شي چې د يو چا د فراغت سندونه په بشپړ ډول رسمينه شي. که تاسې هم له داسې حالت سره مخ ياست، کولای شئ په جرمني کې د مسلکيتوب (Qualifizierungsprogramm) په پروګرامونو کې ګډون وکړئ. دا پروګرام ښايي يو مسلکي کورس او يا هم د دندې لپاره د جرمني ژبې زدهکړه وي.
يادونه: که غواړئ خپل تحصیلي اسناد په جرمني کې د کار لپاره تایید کړئ، کولی شئ د استوګنې قانون (§16d Aufenthaltsgesetz) له مخې د استوګنې اجازه ترلاسه کړئ. د دې لپاره باید ثابته کړئ چې د کار وړاندیز د یو مسلکي کار لپاره دی. ( د کلیسایي فعالیتونو یا د نرسینګ مسلکونو لپاره ځینې استثناوې یا اسانتیاوې شته).
که جرمني ته د تحصیلي سندونو د ارزونې (Qualifikationsanalyse) ترسره کولو یا ازموینې ورکولو لپاره راځئ، کولی شئ د استوګنې اجازه ترلاسه کړئ. د دا ډول استوګنې اجازه د تر ټولو ډېرو ۶ میاشتو لپاره ورکول کیږي. په عمومي توګه د دې اجازې لپاره، له خپلې تحصیلي کچې سم د جرمني ژبې A2 سند ته هم اړتیا لرئ. همدارنګه باید ثابته کړئ چې تاسې د "Qualifikationsanalyse" لپاره بلنه ترلاسه کړې ده.
د ماليې د حساب تصفيه (Steuererklärung)
د ماليې محاسبه او تصفيه (Steuererklärung) په عمومي ډول د عايد (Einkommenssteuer) مهمې ماليې ته اشاره کوي. دا ماليه له هغو پیسو اخستل کيږي چې تاسې يې د کال په اوږدو کې ترلاسه کوئ يا ګټئ. دا پیسې ښايي د يوه کارکوونکي يا مامور په توګه ستاسې معاش، عايد، د سوداګرۍ ګټه او يا هم د بېلګې په ډول د ساتل شوو پیسو سود او يا د کورونو کرايه وي. د ماليو د بېلابېلو ډولونو په اړه د مالوماتو لپاره زموږ بل څپرکی (د جرمني د ماليې سيستم) وګورئ.
د ماليې د تصفيې سندونه په کال کې يو ځل د ماليې ادارې (Finanzamt) ته وړاندې کيږي. دا چې څوک بايد د ماليې د تصفيې سندونه ورکړي او که نه؛ له ځينو لاملونو سره اړه لري: د اصولو له مخې ازاد کارکوونکي او سوداګر يا شرکتونه بايد د ماليې حسابونه تصفيه کړي او ځان ډاډمن کړي چې خپل عايد يې د ماليې ادارې ته روښانه کړی دی او د هغو ماليه يې ورکړې ده. که څوک ګمارل شوی وي او دنده يا کار ولري؛ د کار ورکوونکې اداره يا کس به يې د عايد ماليه په اتومات ډول د (Lohnsteuer) ډول له معاش څخه کمه او د ماليې ادارې ته وليږي. په دې حالت کې د ماليې د تصفيې سندونو وړاندې کولو ته اړتيا نشته. البته بيا هم د ماليې د تصفيې سندونه وړاندې کول ګټور وي؛ ځکه ښايي د ماليې ادارې ښايي له تاسې ډېرې پیسې اخيستې وي. په دې ډول ښايي د ماليې د تصفيې له سندونو وړاندې کولو وروسته د ماليې اداره بېرته يو څه پیسې درکړي.
د ميندو او پلرونو رخصتي (Elternzeit)
د والدينو رخصتي يا الټرنڅایټ له کار څخه رخصت دی چې د وړو ماشومانو ميندې او پلرونه يې غوښتنه کولای او اخستلای شي. که غواړئ له خپلو بچيانو سره ډېر وخت تېر کړئ؛ دا رخصت واخلئ. د الټرنڅایټ پر مهال معاش نه درکول کيږي او يا يې يوازې يوه وړه برخه ورکول کيږي. په جرمني کې ډېر ميندې او پلرونه له دې رخصته ګټه اخلي؛ ځکه دوی غواړي له ماشومانو سره د هغوی د ژوند په لومړيو کالونو کې ډېر وخت تېر کړي. د الټرنڅايټ له ختمېدو وروسته کولای شئ بېرته خپل کار ته وروګرځئ.
دا چې د الټرنڅایټ پر مهال څه ډول د ځان او کورنيو خرڅ برابر کړئ؛ د الټرنګېلډ په نوم زموږ بل څپرکی وګورئ.
د کار موندل او غوښتنه
په جرمني کې د کار مارکېټ بېلابېل قوانين او مقررات لري. د دې تر څنګ تاسې هم بايد د دندې ترلاسه کولو لپاره ځينې شرايط پوره کړئ. ډېر ګمارونکي خپل کارکوونکي په خپله څانګه کې د هغوی د سندونو او مدارکو له مخې غوره کوي خو له اړونده سندونو پرته هم د دندې پيدا کولو چانس شته.
دلته به تاسې د دندې ترلاسه کولو لپاره د ضروري ګامونو په اړه مالومات ترلاسه کړئ او په هغو لارو چارو به وپوهېږئ چې د دندې ترلاسه کولو لپاره ستاسې چانس زياتوي.
لاندې ټکي بايد مخکې له مخکې په ياد ولرئ:
- د جرمني په ډېرو کمپنيو کې په جرمني ژبه خبرې کيږي. ځينې وخت انګليسي ژبه هم کارول کيږي خو په ډېری دندو کې تاسې اړ ياست چې په جرمني ژبه خبرې اترې وکړئ. د جرمني ژبې د زده کولو لپاره ډېرې لارې شته. په دې اړه ډېر مالومات زموږ د ژبو د زدهکړې په څپرکيو کې وګورئ.
- په جرمني کې د کار له پیل وړاندې د کار اجازې ته اړتيا ده. د پنا غوښتونکو د کار اجازې په اړه نور مالومات زموږ د کار اجازې په څپرکي کې ولولئ. د مهاجرو او د کار لپاره راغلو کسانو د کار اجازه د هغوی د استوګنې له اجازه سره تړلې ده. په ويزه راغلو کسانو او نورو کډوالو لپاره د کار اجازې مالومات زموږ په بل څپرکي (جرمني ته مهاجرت) کې ولولئ.
د کار موندلو لپاره مرسته له کومه ځايه ترلاسه کولای شو؟
په يوه نوي هېواد کې د کار او يا زدهکړو پيلول ښايي اسانه نه وي. له همدې کبله په جرمني کې د جابسنټر او کار ادارو له لوري له نويو راغلو کسانو سره مرسته کيږي. هلته د کار موندلو او يا غوښتنليک لېږلو لپاره مرسته ترلاسه کولای شئ. يا هم ښايي يو کوپون ترلاسه کړئ چې په مرسته يې په روزنيزو دورو کې ګډون کولای شئ. په دې ډول کولای شئ د کار بازار ته لاره ومومئ.
په دې څپرکي کې د کار موندلو لپاره د شته فرصتونو او وړانديزونو په اړه مالومات درکوو.
د کار موندنې لپاره د فرصت کارت
د ۲۰۲۴ کال د جون له لومړۍ نېټې څخه، د استوګنې قانون د شلمې الف او ب مادو له مخې د فرصت کارت (Chancenkarte) ورکول کيږي. په دې توګه به وړ ماهر کارکوونکي د کار موندلو لپاره په جرمني کې د پاتې کیدو فرصت ترلاسه کړي. د دې کار لپاره، باید دا کسان ځینې شرایط پوره کړي. دلته په دې اړه بشپړ مالومات درکوو.
د کار پر مهال د ناروغۍ ثبتول
که ناروغ ياست او نه شئ کولای کارځای ته ولاړ شئ؛ حق لرئ چې کور پاته شئ. د کار ورکوونکې اداره يا چارواکي حق لري چې ستاسې د ناروغۍ لپاره د ډاکټر د ورکول شوي سند غوښتنه وکړي. په عامه اصطلاح دې سند ته (Krankschreibung) او په رسمي ژبه کې ورته (Arbeitsunfähigkeitsbescheinigung) وايي.
د کارکوونکو حقونه
په جرمني کې د کار حقونه ډېر پېچلي دي؛ ځکه په دې اړه ډېر مقررات او بېلابېل قانونونه پلي کيږي. دا مهمه ده چې هر څوک د کارکوونکي په توګه په خپلو حقونو پوه وي. خپل حقونه يوازې هغه وخت غوښتلای او ترلاسه کولای شئ چې په اړه يې مالومات ولرئ.
د کارکوونکو شورا او د کارګرو ټولنه
د کارکوونکو يا مامورينو شوراګانې او د کارګرو ټولنې (Betriebsräte und Gewerkschaften) د دې لپاره جوړيږي چې د کارکوونکو حقونه خوندي کړي. د کارکوونکو شوراګانې په سترو شرکتونو کې جوړيږي خو د کارګرو ټولنې بيا د يوه ځانګړي صنعت يا کسب د کارګرو د حقونو خوندي کولو لپاره جوړيږي. دلته به ولولئ چې دا ډول ټولنې يا شوراګانې څه ډول جوړيږي او څه ډول يې غړيتوب اخستلای شو.
شرکتي کار يا خدمتي دنده
شرکتي کار د لنډمهالي ګمارنې (Zeitarbeit / Leiharbeit) يا د خدمتي ماموريت په نامه هم يادولای شو. دا ډول کارکوونکي له يوه شرکت سره قرارداد لري او دا شرکت بيا دوی نورو کمپنيو او ادارو ته د کار يا د لنډمهالي ماموريت لپاره ليږي. دا کار ښايي هغه مهال وشي چې نور شرکتونه په بېړني ډول د کار لپاره يوه مامور ته اړتيا ولري او د خدمتي کارکوونکو له شرکت څخه يو مامور پور کړي. دا کار کوونکي په نوي شرکت کې کار کوي خو د شرکت د اصلي مامورينو له ډلې نه شمېرل کيږي او معاش به يې د پور ورکوونکي شرکت له خوا ورکړل شي. د لنډمهالې ګمارنې شرکت په بشپړ ډول ستاسې د کارونو مسؤول دی او تاسې بايد د رخصتۍ په شان شيانو غوښتنه له دوی څخه وکړئ. دا شرکت به ستاسې د ټولنيزې بيمې لګښتونه هم ورکړي.
يادونه: لنډمهالی ګمارنه يا شرکتي کار د لنډ وخت لپاره د کار په مانا نه ده. په دې ډول کار کې تاسې د اصولو له مخې د لنډمهالي کار د يوه شرکت له لوري د بشپړ وخت لپاره ګمارل کېږئ او يوازې کارځايونه يا دفترونه مو وخت پر وخت بدليږي رابدليږي. په معمول ډول له ګمارونکي شرکت سره ستاسې د کار قراداد دايمي دی.
لنډمهالی ګمارنه ډېر وخت د فلزي صنايعو او الکتريکي برخو او د خونديتوب، لوجستيک، ترانسپورت، اداري او دفتري چارو کې ترسره کيږي. البته ښايي دا کارکوونکي په عمومي ډول په ټولو څانګو کې کار وکړي. ځينې وخت د لنډمهالې ګمارنې د شرکتونو له لوري ان نامسلکي کارګر هم غوښتل کيږي او دنده ورکول کيږي.
ټولنيزې بيمې
جرمني د ټولنيزو بيمو يو ډېر ښه سيستم لري. د دې سيستم له مخې ټول کسان د بېکارۍ، ناروغۍ، پالنې ته د اړتیا، په کار کې د پېښو يا حادثو او په لوړ عمر کې د مفلسۍ د ګواښونو پر وړاندې بيمه کيږي. په دې اړه قوانين او مقررات د دولت له خوا برابر او کنټروليږي. د يادو شوو بيمو پلي کېدل د ټولنيزو بيمو د بنسټونو پر غاړه دي. په دې بنسټونو کې د روغتيايي بيمې شرکتونه، د سوداګرۍ اتحاديه، د کار اداره او د جرمني د تقاعد د بيمې ادارې شاملې دي.
پانګونه او کاروبار
ډېر کسان دا هیله لري چې خپل کار ولري او خپله د خپل ځان رييس شي. هر څوک کولای شي د خپل کار نظريې ته پراختيا ورکړي او خپلواک واوسي. هغه څوک چې خپله يو کار پيلوي؛ (Existenzgründung) ورته وايي. د خپل کار درلودونکي په توګه تاسې خپله پرېکړه کوئ چې څه وخت او څه کار وکړئ. البته سوداګري او د تجارت کار ډېر زيار ته اړتيا لري. په دې حالت کې تاسې د هر څه مسؤوليت لرئ او بايد ډېرو شيانو ته پام وکړئ. د سوداګرۍ پر مهال که څوک ډېره پانګونه وکړي؛ ښايي د زيان پر مهال ډېره سرمايه هم له لاسه ورکړي.
په دې څپرکي کې به سوداګرۍ يا کاروبار د پیلولو او اړونده موضوعاتو په اړه ګټور مالومات ترلاسه کړئ. که څوک غواړي يو دوکان پرانيزي يا کوم شرکت خلاص کړي؛ کاروباري يا سوداګر ګڼل کيږي. که څوک رستورانت، دوکان يا فابريکه خلاصول غواړي؛ هغه بايد ثبت کړي او نورې قانوني مرحلې يې په پام کې ونيسي.
که څوک د ډاکټر، وکيل يا ژباړن په شان آزاد کارکوونکی يا (Freelancer) وي؛ کولای شي د د آزاد کار په په نامه زموږ په بل څپرکي کې په دې اړه بشپړ مالومات ترلاسه کړي.
پرکتيکوم
د عملي زدهکړو يا پرکتيکوم په مرسته کولای شئ د کار تجربه ترلاسه کړئ او د دندې ترلاسه کولو لپاره ښه فرصتونه ومومئ. په ډېرو ښوونځيو او پوهنتونونو کې له زدهکوونکو غوښتل کيږي چې د زدهکړو پر مهال په ځينې اجباري پرکتيکومونو کې برخه واخلي. دلته به تاسې د پرکتيکوم ترسره کوونکي په توګه د خپلو حقونو، د پرکتيکوم ترسره کولو د ګټو او له پرکتيکوم پیلولو مخکې د مهمو مسايلو په اړه مالومات ولولئ.
په جرمني کې تقاعد کېدل
هغه کسان چې په جرمني کې د عمر له زياتېدو سره کار کول پرېږدي، متقاعد شوي (Rentner*innen) بلل کيږي. اوس مهال په جرمني کې د تقاعد عمر ۶۷ کاله دی. ډېر کسان اندېښنه لري چې ښايي له تقاعد کېدلو وروسته کافي پیسې ترلاسه نه کړي. په زړوالي کې غريبي، په جرمني کې ورځ په ورځ په يوه زياتېدونکې ستونزه بدليږي. په عمومي ډول هغه کسان چې د کاري ژوند پر مهال يې لږ عايد درلودلی وي، د تقاعد پر مهال ډېر د بېپیسهګۍ له ستونزو سره مخ کيږي. له همدې کبله غوره ده چې مخکې له مخکې د تقاعد ددورې غم وخوړل شي. دلته موږ تاسې ته روښانوو چې د جرمني د تقاعد د بيمې سيستم څه ډول کار کوي او له بيمې پرته نور کوم فرصتونه شته چې د تقاعد پر مهال له موږ سره مرسته وکړي.
په جرمني کې د بهرنيو اسنادو رسمي کول
که څوک د خپل هېواد مسلکي، د پوهنتون يا ښوونځي د فراغت سندونه ولري، کولای شي په جرمني کې يې رسمي يا تاييد کړي. د سندونو د رسمي کولو شونتيا پر (Anabin) وېبسایټ کتلی شئ. د رسمي کولو په پروسه کې به ستاسې سندونه په جرمني کې له ورته سندونو سره پرتله شي او که معادل وګڼل شي نو هماغه شان رسميت به ومومي. په بله وينا، د مسلکي سندونو د رسمي کولو مانا ارزونه ده او که پايله مثبت وه، ستاسې سندونه به تاييد شي او په جرمني کې به له اړوند سند سره معادل وبلل شي. په دې ډول به تاسې په جرمني کې د کار لپاره ډېر چانسونه ولرئ.
د بهرنيو سندونو ټول درلودونکي په جرمني کې د خپلو سندونو رسمي کولو حق لري. په دې برخه کې ستاسې د استوګنې د اجازې حالت او تابعيت هېڅ رول نه لري.
يادونه: له جرمني بهر کسان بايد د مسلکي سندونو د رسمي کولو لپاره په جرمني کې د کار يا زدهکړو د وړانديز يا قرارداد په شان يو سند د ثبوت په توګه وړاندې کړي.
په جرمني کې د محصلانو لپاره کار
که څوک زدهکړه کوي او د بافوګ (BAföG) په شان مالي ملاتړ نه لري؛ ښايي د تحصيل تر څنګ کار او پیسو ګټلو ته هم اړ شي څو وکولای شي خپل خرڅ او خوراک برابر کړي. په داسې حالاتو کې فرعي دنده يا (Nebenjob) ترسره کولای شئ. دا مهمه نه ده چې تاسې په خپله راتلونکې مسلکي څانګه کې کار کوئ که نه، خو دا ډول دنده د کاري تجربې او پیسو تر څنګ د ګټورو اړيکو جوړولو لپاره هم ښه ده. د داسې دندو ترسره کولو پر مهال ښايي له ځينو پوښتنو سره مخ شئ. د بېلګې په توګه، بيمه به مې څوک ورکوي؟ دا دنده پر بافوګ څه اغېز لري؟ دلته دې او دې ته ورته نورو ګڼو پوښتنو ته ځوابونه وايو.
يادونه: د ښوونځيو زدهکوونکي د کار اجازه نه لري.
په جرمني کې د کار تړون يا قراراداد
د يوې دندې موندل ښايي تاسې ستړي کړي خو هغه شېبه په زړه پورې وي چې د خپلې خوښې دندې لپاره د هو ځواب ترلاسه کړئ. مخکې له دې چې کار پیل کړئ، بايد د کار تړون په غور ولولئ او ځان پرې وپوهوئ.
په جرمني کې د کار لټولو ويزه
په جرمني کې ډېر شرکتونه د ماهرو کارکوونکو په لټه کې دي. که څوک د يوې دندې لپاره اړين سندونه او وړتيا ولري، ښايي په جرمني کې کار ومومي او ژوند وکړي. البته له بهر څخه په جرمني کې د کار لټون اسان نه دی. د دې کار لپاره د استوګنې قانون د ۲۰مې مادې له مخې، هغو کسانو ته ويزه ورکول کيږي له درېيمو هېوادونو څخه د جرمني ته د کار د لټولو لپاره راځي. له دې ويزې په قانوني ډول جرمني ته راتلای شئ او دلته د ځان لپاره يو مناسب کار يا دنده موندلای شئ. په دې څپرکي کې د دې ويزې ترلاسه کولو په اړه بشپړ مالومات درکوو.
په جرمني کې د کډوالو لپاره د کار اجازه
په جرمني کې د کار اجازې په تر لاسه کولو کې ستاسې د اوسېدنې او پناغوښتنې حالت پرېکړه کوونکی دی. په اصل کې جرمني ته له راتګ وروسته په لومړيو دريو مياشتو کې د کار اجازه نه لرئ خو که د پناغوښتونکي په توګه مخکې له مخکې په رسميت پېژندل شوي ياست؛ دا شرايط تغيير کوي. دلته په دې اړه بشپړ مالومات موندلای شئ.
هغه کسان چې د کډوال په توګه نه بلکې په ويزه جرمني ته راغلي وي او يا راځي، د کار د اجازې په اړه بشپړ مالومات زموږ په نورو مالوماتي څپرکيو (جرمني ته مهاجرت) کې موندلای شي.
په جرمني کې ناقانونه يا تور کار
هغه کسان چې په جرمني کې کار کوي، بايد ماليه او د ټولنيزو بيمو ونډه ورکړي. که څوک دا کار ونه کړي، کار يې تور بلل کيږي او ستره جزا لري. له ثبت پرته د پټ او تور کار ترسره کوونکي او د کار ورکوونکي دواړه له درنو جريمو سره مخ کيږي. دلته د تور يا ناقانونه کار د پېژندلو او همدا شان په دې برخه کې د مرستې ترلاسه کولو په اړه مالومات درکوو. همدا شان د تور کار له کبله مو د استوګنې د اجازې لپاره په خطرونو هم خبروو.
په جرمني کې وړې دندې يا مينيجاب (Minijob)
ځينې زدهکوونکي، متقاعد کسان، د کورونو مېرمنې يا نارينه او نور کسان يوازې او يا د بلې دندې تر څنګ مينيجاب يا وړه نده هم ترسره کوي او په دې توګه په خپل عايد هره مياشت يو څه پیسې ورزياتوي. دلته د دې ډول دندو په اړه بشپړ مالومات درکوو.
څه ډول کولای شم د ځان لپاره ښه دنده ومومم؟
که له ماشومانو پوښتنه وشي چې غواړې څه شی جوړ شې؟ سملاسي يو ځواب درکوي. وروسته بيا د دې پوښتنې ځواب يو څه سختيږي. په جرمني کې ډېرې زياتې دندې شته او د هغو لپاره د زدهکړو يا اوسبیلډونګ د وړ څانګې غوره کول د هر چا لپاره اسانه نه دي. ځکه د جرمني د کار ادارې (Die Agentur für Arbeit) ډېر زيات مالومات راټول کړي دي او ډېر مرستندوی مواد يې چمتو کړي څو له خلکو سره د دندو په ټاکلو کې مرسته وکړي.
ګوښه کېدل يا د کاري تړون لغوه کېدل
کابو ټول کسان د کاري تړون يا قرارداد له فسخه کېدلو وېره لري خو هر تړون ښايي په قانوني ډول نه وي لغوه شوی. له همدې کبله اړينه ده چې په خپلو حقونو او له د تړون له ختمېدلو وروسته د اړينو ګامونو په اړه ځان پوه کړئ. دلته هغو کسانو ته هم مالومات ورکوو چې غواړي خپل تړون په خپله خوښه ختم کړي.