د ادغام يا انټګراڅيون کورسونه

جرمني ژبه او د انټګراڅيون کورسونه
څنګه کولای شم جرمني ژبه زده کړم؟

که جرمني ته تازه راغلي ياست، ښايي په دې به پوهېږئ چې د جرمني ژبې نه زده‌کړه يوه ستره ستونزه ده. د دې لپاره چې د بېلګې په ډول د بهرنيانو چاردو په اداره (Ausländerbhörde) يا د ټولنيزو خدمتونو د ادارې له کارکوونکو سره خبرې وکړئ، بايد په جرمني ژبه وپوهېږئ. همدا شان که غواړئ په جرمني کې واوسېږئ او وغواړئ چې له خلکو سره اړيکې ولرئ، په پوهنتون کې زده‌کړه کول غواړئ يا مسلکي روزنې او يا هم دنده تر لاسه کول غواړئ نو بايد جرمني ژبه مو زده وي. د انټګراڅيون (Integrationskurs) يا ادغام په کورسونو کې د جرمني ژبې تر څنګ د جرمني د کلتور او تاريخ په اړه هم مالومات درکول کيږي.

که جرمني ته تازه راغلي ياست؛ ښايي په دې به پوهېږئ چې د جرمني ژبې نه زدکړه يوه ستره ستونزه ده. د دې لپاره چې د بېلګې په ډول د[...]

د جرمني ژبې زده‌کړه

د جرمني ژبې زده‌کړه
چېرته جرمني ژبه زده کولای شم؟

د جرمني ژبې د زده‌کړې يا ځواکمنولو ل‍پاره ګڼ فرصتونه شته. که انټګراڅيون کورس يا د دندې لپاره د جرمني ژبې کورس مو هم نه وي ترسره کړی، کولای شئ جرمني ژبه زده يا پياوړې کړئ. دلته د جرمني ژبې د وړيا يا ارزانه کورسونو او فرصتونو په اړه مالومات درکوو.

د جرمني ژبې د زده‌کړې يا ځواکمنولو ل‍پاره ګڼ فرصتونه شته. که انټګراڅيون کورس يا د دندې لپاره د جرمني ژبې کورس مو هم نه وي ترسره کړی[...]

د دندې لپاره د جرمني ژبې کورسونه

د دندې لپاره د جرمني ژبې کورسونه
څنګه کولای شم تر لوړې کچې د جرمني ژبې زده‌کړې ته دوام ورکړم؟

که د انټګراڅيون يا د جرمني ژبې بل کورس مو بشپړ کړی وي او غواړئ نوره جرمني ژبه هم زده کړئ؛ کولای شئ د دندې لپاره د جرمني ژبې په کورس (Deutsch für den Beruf - Berufssprachkurse) کې ګډون وکړئ. دې کورس ته (berufsbezogene Deutschsprachförderung) هم وايي. دا کورس به له تاسې سره مرسته وکړي چې د جرمني د کار په مارکېټ کې ګام کېږدئ او يا زده‌کړو ته دوام ورکړئ.

که د انټګراڅيون يا د جرمني ژبې بل کورس مو بشپړ کړی وي او غواړئ نوره جرمني ژبه هم زده کړئ؛ کولای شئ د دندې لپاره د جرمني ژبې په کورس[...]

د لوري موندنې لومړني کورسونه

د لوري موندنې لومړني کورسونه
د لوري موندنې په لومړنيو کورسونو کې کوم شيان زده کيږي؟

په يوه بل هېواد کې نوی ژوند پيلول اسانه کار نه دی. يوازې د ژبې زده‌کړه نه ده، بلکې په ورځني ژوند کې هم بايد لاره او ګودر وموندل شي. په ځانګړې توګه د کډوالو لپاره نوی ژوند ستونزمن وي او نه شي کولای په اسانۍ له نوي ژوند سره ځان برابر کړي. له همدې کبله په جرمني کې د لوري موندنې لومړني کورسونه (Erstorientierungskurse) وړاندې کيږي. په دې کورسونو کې د جرمني ژبې لومړنۍ کلمې او جملې زده کوئ او په جرمني کې د ژوند په اړه مهم مالومات درکول کيږي. د بېلګې په توګه دا زده کوئ چې امبولانس ته څه ډول زنګ وهل کيږي او په جرمني کې کوم دودونه او رواجونه شته.

مهم: ډېر کډوال کولای شي جرمني ته رارسېدو سملاسي وروسته د ادغام يا انټګراڅيون کورس پيل کړي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (د انټګراڅيون کورسونه) کې ولولئ.

په دې کورسونو کې د جرمني ژبې لومړنۍ کلمې او جملې زده کوئ او په جرمني کې د ژوند په اړه مهم مالومات درکول کيږي.