د دې لپاره چې په بهر کې د حرفوي يا لوړو زدهکړو بشپړوونکي وکړای شي په جرمني کې په خپل مسلک کې کار وکړي، بايد په جرمني کې د خپل فراغت سندونه رسميکړي. دا کار د رسمي کولو د ادارو يا (Anerkennungsstellen) له لارې کيږي. ځينې وخت ښايي د ځينې سندونو کموالی د دې سبب شي چې د يو چا د فراغت سندونه په بشپړ ډول رسمينه شي. که تاسې هم له داسې حالت سره مخ ياست، کولای شئ په جرمني کې د مسلکيتوب (Qualifizierungsprogramm) په پروګرامونو کې ګډون وکړئ. دا پروګرام ښايي يو مسلکي کورس او يا هم د دندې لپاره د جرمني ژبې زدهکړه وي.
يادونه: که غواړئ خپل تحصیلي اسناد په جرمني کې د کار لپاره تایید کړئ، کولی شئ د استوګنې قانون (§16d Aufenthaltsgesetz) له مخې د استوګنې اجازه ترلاسه کړئ. د دې لپاره باید ثابته کړئ چې د کار وړاندیز د یو مسلکي کار لپاره دی. ( د کلیسایي فعالیتونو یا د نرسینګ مسلکونو لپاره ځینې استثناوې یا اسانتیاوې شته).
که جرمني ته د تحصیلي سندونو د ارزونې (Qualifikationsanalyse) ترسره کولو یا ازموینې ورکولو لپاره راځئ، کولی شئ د استوګنې اجازه ترلاسه کړئ. د دا ډول استوګنې اجازه د تر ټولو ډېرو ۶ میاشتو لپاره ورکول کیږي. په عمومي توګه د دې اجازې لپاره، له خپلې تحصیلي کچې سم د جرمني ژبې A2 سند ته هم اړتیا لرئ. همدارنګه باید ثابته کړئ چې تاسې د "Qualifikationsanalyse" لپاره بلنه ترلاسه کړې ده.
تاسې کولای شئ په جرمني کې د فراغت د بهرنيو سندونو د رسمي کولو د پروسې د پیل او ارزونې لپاره هم د استوګنې اجازه ترلاسه کړئ. د دې کار لپاره بايد لومړی خپل سندونه يوې اړونده ادارې ته وسپارئ. که دا اداره پرېکړه وکړي چې د د سندونو د رسمي کولو لپاره ځينې نورو سندونو ته هم اړتيا ده او تاسې هم وکړای شئ د جرمني ژبې د A2 په کچه خبرې وکړئ، کولای شئ دې پروسې ته په جرمني کې دوام ورکړئ.
د سندونو رسمي کولو لپاره يوه اداره پر (anerkennung-in-deutschland.de) وېبسایټ موندلای شئ. تر (Beratung im Ausland) برخه لاندې د دې کار له پیل مخکې سلا هم کولای شئ. له دې ادارو ځينې يې په اړوندو هېوادونو کې وي. له دې پرته په جرمني کې هم له (Make it in Germany) ادارې سره د انلاين يا د (۰۰۴۹۳۰۱۸۱۵۱۱۱۱) ټليفون شمېرې له لارې اړيکه نيولای شئ. د دې ادارې کارکوونکي په انګليسي او جرمني ژبو خبرې کوي او هره دوشنبه تر پنجشبنه د سهار له اتو بجو بيا د مازديګر تر ۴ بجو ستاسې اړيکو ته ځواب وايي. البته په ياد مو وي چې له بهرنيو هېوادونو به دې شمېرې ته ټليفون کول لګښت ولري.
د سندونو د رسمي کولو په اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (په جرمني کې د بهرنيو سندونو رسمي کول) کې هم لوستلای شئ.
که د جرمني ويزې ته اړتيا لرئ، بايد خپل هېواد يا سيمه کې د جرمني سفارت يا کنسولګرۍ سره وخت واخلئ او د ورتګ پر مهال اړين سندونه له ځان سره يوسئ. په ياد مو وي چې د ويزې ترلاسه کول ښايي ډېر وخت ونيسي.
که ويزې ته اړتيا نه لرئ، جرمني ته له راتګ وروسته بايد د بهرنيانو چارو په اړونده اداره (Ausländerbehörde) کې د سندونو د رسمي کولو لپاره د استوګنې د اجازې غوښتنه وکړئ.
دا چې د کومو هېوادونو وګړي جرمني ته د تګ لپاره ويزې ته اړتيا لري، د جرمني د بهرنيو چارو وزارت پر وېبسایټ (auswaertiges-amt.de) يې کتلای شئ.
زموږ په بل څپرکي (د جرمني اوږدمهاله ويزه) کې د ټولو هغو سندونو لړ موندلای شئ چې د جرمني د ويزې ترلاسه کولو لپاره ورته اړتيا ده.
د بهرنيو سندونو د رسمي کولو د ويزې ترلاسه کولو لپاره لاندې اضافي سندونه هم بايد ولرئ:
- د رسمي کولو د يوې ادارې له لوري داسې سند چې وښيي د دې مسلکيتوب اړين دی.
- په بهر کې د حرفوي مسلکي يا لوړو زدهکړو د فراغت سند.
- د مسلکيتوب په اړوند پروګرام کې د ګډوڼ سند.
- د جرمني ژبې د زدهکړې سند درلودل؛ د دې کار لپاره بايد لږ ترلږه د جرمني ژبې A2 سند ولرئ.
- د سندونو د رسمي کولو او مسلکيتوب د ارزونې په موده کې د ژوند د لګښتونو پوره کولو د توان ثبوت. دا کار باید یا د بلاک اکونټ په بڼه وي چې په میاشت کې لږ تر لږه ۱۰۲۷ یورو (۲۰۲۴) ولري. یا هم د ژوند لګښتونو ورکولو لپاره يو ژمنللیک (Verpflichtungserklärung) ولرئ. په دې اړه نور مالومات "د ملي ویزې لپاره ژمنلیک" په څپرکي کې موندلی شئ.
که غواړئ زدهکړې د یوې مسلکي دندې په ترڅ کې ترسره کړئ، لاندې اضافي سندونو ته هم اړتيا ده:
- ستاسو د کار قرارداد
او
- د کارګمارونکي یو لیک، چې تاسې به د کار په ترڅ کې د زدهکړې سند ترلاسه کړئ.
پاملرنه: بلاک اکونټ له هغو فرصتونو يو دی چې په مرسته يې خپله مالي وړتيا ثابتولی شئ. په دې اکونټ کې بايد د ژوند د لګښتونو لپاره کافي پیسې ولرئ. اوس مهال په جرمني کې د زدهکړو پر مهال د ژوند د هرې مياشتې لپاره ۱۰۲۷ يورو ټاکل شوې دي. دا پیسې په جرمني کې ستاسې په اکونټ کې بلاک کيږي او بيا هره مياشت يوازې تر ۱۰۲۷ يورو پورې ترې ايستلی شئ. که څوک په اکونټ کې زياتې پیسې ولري، کېدای شي له دې ډېرې هم وباسي.
جرمني ته له راتګ وروسته بايد د دريو مياشتو په موده کې د بهرنيانو چارو په اړونده اداره (Ausländerbehörde) کې ځان ثبت کړئ او د استوګنې د اجازې غوښتنه وکړئ. د دې کار لپاره بايد د پورته يادو شوو سندونو تر څنګ، په جرمني کې د ثبت او کرايي کور د سندونو په ګډون ټول سندونه له ځان سره ولرئ. په ياد مو وي چې د دې ادارې کارکوونکي ستاسې غوښتنه ارزوي او دا ارزونه ښايي څو مياشتې وخت ونيسي.
د اصولو له مخې د بهرنيو مسلکي سندونو د رسمي کولو لپاره د استوګنې اجازه تر ۲۴ مياشتو پورې ورکول کيږي او د مسلکيتوب د ارزونې په پای کې د ۱۲ مياشتو لپاره تمديدېدای شي. دا کار هغه مهال کيږي چې څوک وغواړي د بېلګې په توګه دوهم ځل ازموينه ورکړي.
مهم: د جرمني ته له راتګ وروسته، تاسې باید خپله ویزه په استوګنې اجازه بدله کړئ. غوره ده چې دا کار په وخت ترسره کړئ، ځکه چې ویزه اکثره اوږده موده نلري او د بهرنیانو يا اوسلنډربېهورده ادارې ډیر وخت نیسي څو یو نوبت درکړي. پام مو وي چې خامخا په وخت سره د بهرنیانو له ادارې سره اړیکه ونیسئ او اړین غوښتنلیکونه د استوګنې اجازې له پای ته رسیدو مخکې وړاندې کړئ!
کولای شئ د مسلکيتوب د ارزونې (Qualifizierungs-Maßnahme) تر څنګ، په اونۍ کې ۲۰ ساعته کار وکړئ. که په خپل مسلک کې، له يوه شرکت څخه د کار ډاډمن وړانديز لرئ، کولای شئ له لسو ساعتونو ډېر کار هم وکړئ. البته د جرمني د کار اداره بايد دا خبره تاييد کړي او د دې کار لپاره بايد دوی ته د کاري وړانديز په اړه خبر ورکړئ. اړوند مامور ستاسې غوښتنه ارزوي او بيا تاسې ته د دې کار لپاره د کار اجازه درکوي. په خپله شاوخوا کې د کار ادارې يوه څانګه پر (arbeitsagentur.de) وېبسایټ موندلای شئ.
که د سندونو له بريالۍ ارزونې وروسته يو کار، اوسبيلډونګ او يا د لوړو زدهکړو لپاره یو ځای ومومئ، کولای شئ د ماهر کارګر، اوسبيلډونګ او يا لوړو زدهکړو ترسره کوونکي په توګه د استوګنې اجازه ترلاسه کړئ. د دې اجازې غوښتنه له اړونده اوسلنډربېهورده ادارې کولای شئ.
پاملرنه: له اوسلنډربېهورده سره بايد پر وخت اړيکه ونيسئ او غوښتنليک د استوګنې اجازې له پای ته رسېدو مخکې وړاندې کړئ،
که کار مو نه وي موندلی، کولای شئ د کار د لټون ويزه (§20 AufenthG) ترلاسه کړئ. د دې ويزې غوښتنه هم له خپلې اړونده اوسلنډربېهورده ادارې کولای شئ.
د سندونو د رسمي کولو په اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (د بهرنيو سندونو رسمي کول) او د کار موندلو په اړه نور مالومات په بل څپرکي (د کار موندل او غوښتنه) کې لوستلای شئ
په جرمني کې د بهرنيو تحصيلي او کاري سندونو د رسمي کولو په اړه د نورو مالوماتو لپاره دلته ورشئ.
د جرمني د ويزې ترلاسه کولو د شرطونو په اړه دلته بشپړ مالومات موندلای شئ.
د Netzwerk IQ اداره کولای شي ستاسې سره په جرمني کې د مسلکي سندونو په رسمي کولو کې مرسته وکړي.