مهاجرت

د ويزې، استوګنې اجازې او تابعيت په اړه هر څه

په جرمني کې د زېږېدونکو ماشومانو د استوګنې اجازه

په جرمني کې د زېږېدونکو ماشومانو د استوګنې اجازه
په جرمني کې د زېږېدونکو ماشومانو او هغوی د ميندو او پلرونو د استوګنې اجازه څه ډول ده؟

نړۍ ته د ماشوم راتګ له خوښيو سره مل وي. له کډوالو او مهاجرو سره د دې خوښۍ تر څنګ د امېدوارۍ، د ماشومانو روزنې او د هغوی د استوګنې د اجازې يا قبولۍ په اړه پوښتنې وي چې ځوابونه يې ښايي ډېر مهم وي. دلته په دې اړه بشپړ مالومات درکوو.

نړۍ ته د ماشوم راتګ له خوښيو سره مل وي. له کډوالو او مهاجرو سره د دې خوښۍ تر څنګ د امېدوارۍ، د ماشومانو روزنې او د هغوی د استوګنې د[...]

اوسبيلډونګزډولډونګ Ausbildungsduldung

اوسبیلډونګ‌زډولډونګ
څنګه کولای شو له رد وروسته هم په جرمني کې پاته شو؟

اوسبليډونګزډولډونګ (Ausbildungsduldung) د استوګنې قانون د ۶۰c مادې له مخې ورکول کيږي او د هغو کسانو لپاره په جرمني کې د پاته کېدو يو فرصت دی چې د پنا غوښتنه يې رد شوې وي. له دې ډولډونګ سره کولی شئ په جرمني کې پاته شئ او اوسبيلډونګ ترسره کړئ. 

يادونه: د ۲۰۲۴ کال د مارچ له لومړۍ نېټې. راهيسې له جرمني په وتلو مکلفو کسانو ته د استوګنې قانون د ۱۶gمادې له مخې د اوسبيلډونګ د استوګنې اجازه (Ausbildungs-Aufenthaltserlaubnis nach) هم ورکول کيږي. د دې اجازې ترلاسه کولو لپاره بايد د ژوند لګښتونه پوره کړئ او يا هم د (SGBIII) له مخې اوسبیلډونګ د تامين پیسې ترلاسه کړئ. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (د حرفوي زده‌کړو لپاره د استوګنې اجازه (§16g AufenthG)) کې ولولئ.

که په برياليتوب د د اوسبیلډونګ له پای ته رسولو وروسته کار ومومئ، تاسې ته به د دوو نورو کالونو لپاره په جرمني کې د استوګنې اجازه درکړل شي (۲+۳ قانون).

 دې خبرې ته په کتو غوره ده چې جرمني ته له رارسېدو سملاسي وروسته د جرمني ژبې په زده‌کړه تمرکز وکړئ او اوسبیلډونګ پیل کړئ. په دې ډول که وروسته مو د پنا غوښتنه رد شي، کولای شئ د اوسبیلډونګ‌ډولډونګ ترلاسه کولو غوښتنه وکړئ. که د پنا غوښتنه مو پخوا رد شوي وي او اوس ډولډونګ ولرئ، ښايي د اوسبیلډونګ پیلولو ګټور درته تمام شي.

که مې د پنا غوښتنه رد شي، کولی شم بیا هم په جرمني کې پاتې شم؟ د دې خبرې ځواب هو دی. د نورو چانسونو تر څنګ يو فرصت اوسبيلډونګ دی؟[...]

خوندي هېوادونه

خوندي هېوادونه
خوندي هېوادونه کومو هېوادونو ته وايي؟

په جرمني کې د پناغوښتنې د اصطلاحاتو په لړ کې ځينې ادارې يا رسنۍ د امن هېوادونو (sicheren Herkunftsländern) يا خوندي دولتونو (sicheren Herkunftsstaaten) اصطلاح کاروي. دلته تاسې ته د دې اصطلاح په اړه مالومات درکوو او روښانه کوو چې د دې هېوادونو د اوسېدونکو لپاره د پناغوښتنې پروسه څه ډول ترسره کيږي.

په جرمني کې د پناغوښتنې د اصطلاحاتو په لړ کې ځينې ادارې يا رسنۍ د امن هېوادونو يا خوندي دولتونو اصطلاح کاروي. دلته تاسې ته د دې[...]

د ادغام يا انټګراڅيون کورسونه

جرمني ژبه او د انټګراڅيون کورسونه
څنګه کولای شم جرمني ژبه زده کړم؟

که جرمني ته تازه راغلي ياست، ښايي په دې به پوهېږئ چې د جرمني ژبې نه زده‌کړه يوه ستره ستونزه ده. د دې لپاره چې د بېلګې په ډول د بهرنيانو چاردو په اداره (Ausländerbhörde) يا د ټولنيزو خدمتونو د ادارې له کارکوونکو سره خبرې وکړئ، بايد په جرمني ژبه وپوهېږئ. همدا شان که غواړئ په جرمني کې واوسېږئ او وغواړئ چې له خلکو سره اړيکې ولرئ، په پوهنتون کې زده‌کړه کول غواړئ يا مسلکي روزنې او يا هم دنده تر لاسه کول غواړئ نو بايد جرمني ژبه مو زده وي. د انټګراڅيون (Integrationskurs) يا ادغام په کورسونو کې د جرمني ژبې تر څنګ د جرمني د کلتور او تاريخ په اړه هم مالومات درکول کيږي.

که جرمني ته تازه راغلي ياست؛ ښايي په دې به پوهېږئ چې د جرمني ژبې نه زدکړه يوه ستره ستونزه ده. د دې لپاره چې د بېلګې په ډول د[...]

د اروپايي ټولنې د اوږدمهاله استوګنې اجازه

د اروپايي ټولنې د اوږدمهاله استوګنې اجازه
کولای شم د اروپايي‌ ټولنې د اوږدمهاله استوګنې اجازه ترلاسه کړم؟

د استوګنې د دايمي اجازې تر څنګ د استوګنې د اجازې يو بل ډول هم شته چې د اروپايي ټولنې د اوږدمهاله استوګنې اجازه (Daueraufenthalt – EU) ورته وايي او د دايمي استوګنې د اجازې يو ځانګړی ډول دی. د دې اجازې په درلودلو او د ځينو ځانګړو شرطونو په پوره کولو سره په نورو اروپايي هېوادونو کې هم د استوګنې او کار اجازه ترلاسه کولای شئ. دا اجازه هم نامحدوده ده او د جرمني د دايمي استوګنې د اجازې تر څنګ يې ترلاسه کولای شئ. د جرمني د دايمي استوګنې اجازې په اړه بشپړ مالومات زموږ په بل څپرکي کې ترلاسه کولای شئ.

د استوګنې د دايمي اجازې تر څنګ د استوګنې د اجازې يو بل ډول هم شته چې د اروپايي ټولنې د اوږدمهاله استوګنې اجازه ورته وايي او د دايمي[...]

د اروپايي ټولنې شين کارت

د اروپايي ټولنې شين کارت
د اروپايي ټولنې شين کارت څه ډول ترلاسه کولای شو

د اروپايي ټولنې شين يا آسماني کارت (Blaue Karte EU) د امريکا د متحده‌ ايالتونو زرغون کارت ته ورته دی. د دې کارت ترلاسه کوونکي د کارت د ترلاسه کولو له نېټې څخه په جرمني کې د لږ تر لږه څلورو کالونو ژوند کولو اجازه لري او هغو اکاډميکو کسانو ته ورکول کيږي چې په جرمني کې کار کول غواړي. د دې کارت مقررات د استوګنې په قانون او اروپايي ټولنې په قوانينو کې روښانه شوي دي.  دا کارت په جرمني کې اوسېدونکي او يا له جرمني بهر دواړه کسان ترلاسه کولای شي.

مهم: د اروپايي ټولنې د شنه کارت تعديل شوي قوانين د ۲۰۲۳ کال د نومبر مياشتې له اتلسمې نېټې راهيسې پلي کيږي او له مخې يې د نوي شنه کارت ترلاسه کولو شرطونه اسانه شوي دي. دا شرایط د استوګنې قانون په (§§ 1818b18c, 18g und 19f ) مادو کې روښانه شوي او د اروپايي ټولنې په (EU-Richtlinie 2021/1883) کې درج شوي دي.

د شنه کارت ترلاسه کوونکي کولای شي د اسوګنې قانون د 18g مادې له مخې د استوګنې د ملي اجازې غوښتنه وکړي. دا کارت د اکاډميکو متخصصينو، د فراغت سند نه درلودونکو خو تجربه لرونکو  IT ماهرينو او لوړو زده‌کړو د محصلينو (tertiären Bildungsprogrammen) لپاره په زړه دی.

د اروپايي ټولنې د نوي شنه کارت ګټې: په نويو مقرراتو کې ډېر مسلکونه ځای پر ځای شوي دي او د تر ټولو لږ معاش حد راټيت شوی دی. اوس د دې کارت لپاره د جرمني ژبې د زده‌کړې سند هم نه غوښتل کيږي. دا خبره د دې کسانو د کورنۍ د غړو راوستلو په اړه هم صدق کوي. يوه مهمه خبره د ديمي استوګنې اجازې اسانه ترلاسه کول دي. په دې برخه کې د ټولنيزو بيمو د ونډو اړوند کار لپاره لږ موده په پام کې نيول کيږي. د دې تر څنګ د استوګنې د دايمي اجازې لپاره د جرمني ژبې د زده‌کړې حد هم راټيت شوی دی او يوازې د A1 سند کفايت کوي.

يادونه: له ډنمارک او ايرلنډ پرته د اروپايي ټولنې په ټولو هېوادونو کې د شنه کارت غوښتنه کولای شئ. البته د کلني معاش د اندازې په شان ځينې شرطونه ښايي توپير ولري.

که په دې اړه نورې پوښتنې لرئ، کولای شئ زموږ د ټولنيز فورم له لارې يې پوښتئ او ځوابونه ترلاسه کړئ.

.د اروپايي ټولنې شين يا آسماني کارت د امريکا د متحده‌ ايالتونو زرغون کارت ته ورته دی. د دې کارت ترلاسه کوونکي د کارت د ترلاسه کولو[...]

د استوګنې اجازې د موخې او تګلوري بدلون (Zweckwechsel und Spurwechsel)

د موخې او تګلوري بدلون (Zweckwechsel und Spurwechsel)

د مسلکي کارکوونکو د مهاجرت د نوي قانون په تعدیلاتو کې د موخې او د تګلوري بدلون (Zweckwechsel und Spurwechsel) په نوم فرصتونه شته. کله چې جرمني ته راځئ، ستاسې استوګنه تل په ځانګړو شرایطو پورې تړلې وي. تاسې اړتیا لرئ چې د بېلګې په توګه ویزه ولرئ او یا د اړتیا په وخت کې د پنا غوښتنه وکړئ. یوه ویزه تل د یوې ځانګړې موخې، یعنې د سفر له هدف سره تړلې وي. په اصولو کې تاسې د دې هدف لپاره د استوګنې اجازه ترلاسه کوئ. کله چې تاسې په جرمني کې یاست او غواړئ چې د استوګنې اجازه بدله کړئ، دا اصطلاح د "موخې بدلون" په نوم یادیږي. په دې حالت کې اکثره وخت د ویزې پروسې بشپړولو ته اړ کېږئ.

په دې برخه کې بېلابېل امکانات او محدوديتونه شته. د پناغوښتنې لپاره د راتګ پر مهال یو ځانګړی فرصت شته. دا فرصت "د تګلوري بدلون" په نوم یادیږي. تر اوسه پورې د پناغوښتنې لپاره د داخليدو په وخت کې یو سخت بندیز پلی کېده. اوس نوي قوانین غواړي چې ځانګړو پناغوښتونکو ته اجازه ورکړي چې په ځانګړې توګه د مسلکي کارګرانو په توګه، د کار بازار ته ولاړ شي. د دې کار لپاره باید د پنا غوښتنه بیرته واخیستل شي. آیا دا کار معقول دی او که نه، په اړوند کس پورې اړه لري. د موخې او د تګلوري بدلون په اړه نور مالومات مو دلته ستاسو لپاره راټول کړي دي.

د مسلکي کارکوونکو د مهاجرت د نوي قانون په تعدیلاتو کې د موخې او د تګلوري بدلون (Zweckwechsel und Spurwechsel) په نوم فرصتونه شته. 

د بېلابېلو جنسيتونو لرونکو (LGBTQIA+) لپاره پنا او د استوګنې اجازه

د بېلابېلو جنسيتونو لرونکو (LGBTQIA+) لپاره پنا او د استوګنې اجازه
د بېلابېلو جنسيتونو لرونکي کسان د کډوال په توګه کوم حقونه لري؟

په جرمني کې د ژوند په لومړيو اونيو يا مياشتو کې هر څوک له ستونزو سره مخ کيږي. البته د بېلابېلو جنسيتونو لرونکي (LGBTQIA+) بايد د نورو کسانو په پرتله له ډېرو ستونزو سره مبارزه وکړي. دلته به د دې کسانو لپاره د حقونو او فرصتونو په اړه مالومات ترلاسه کړئ.

په جرمني کې د ژوند په لومړيو اونيو يا مياشتو کې هر څوک له ستونزو سره مخ کيږي. البته د بېلابېلو جنسيتونو لرونکي (LGBTQIA+) بايد د[...]

د جرمني تابعيت څه ډول اخستل کيږي؟

د جرمني تابعيت څه ډول اخستل کيږي؟
د جرمني د پاسپورت يا تابعيت اخستل څنګه کيږي؟

ډېر هغه کسان چې جرمني ته راځي، ډېر وخت په دې فکر کې وي چې کله به د جرمني د تابعيت غوښتنه کوي. د جرمني د تابعيت د نورو ګڼو ګټو تر څنګ يو کس کولای شي د جرمني يا اروپايي ټولنې په ټاکنو کې رايه ورکړي او يا خپله له يوې سيمې کانديد شي. د دې تر څنګ د جرمني د پاسپورت يا تابعيت ترلاسه کوونکي د نړۍ ډېرو هېوادونو ته له ويزې پرته سفر  کولای شي او اجازه لري چې د اروپايي ټولنې په هر هېواد کې، د استوګنې له کوم اضافي سند پرته کار او ژوند وکړي. همدا شان د اوسلنډربېهورده په شان ادارو ته له تګه خلاصېږئ او ارام ژوند کولای شئ.

که والدين مو د جرمني‌تابعيت ولري او يا تاسې په جرمني کې زېږېدلي ياست او مور او پلار مو ځينې ځانګړي شرطونه پوره کړي؛ په اتومات ډول د جرمني تابعيت ترلاسه کوئ. په دې اړه نور مالومات زموږ‌ بل څپرکي (ماشومان او  د استوګنې اجازه) کې لوستلای شئ. له دې پرته که څوک په جرمني کې هم نه وي زېږېدلي او مور او پلار يې هم جرمني تابعيت ونه لري؛ کولای شي د جرمني تابعيت ترلاسه کړي. دې کار ته ښاروند کېدل يا (Einbürgerung) وايي.

پاملرنهد تابعیت د نوي قانون پلي کېدل پيل شوي دي. دا قانون د ۲۰۲۴ کال د جون له ۲۷مې نېټې څخه نافذ دی.  تر ټولو مهم بدلونونه په لاندې ډول دي:

د استوګنې موده لنډېدل:

  • په جرمني کې د تابعیت اخیستلو لپاره د استوګنې اړینه موده له ۸ څخه ۵ کالونو ته کمه شوه.
  • د ښو ادغام شوو کسانو لپاره د تابعیت اخیستلو حق له ۶ کالونو استوګنې څخه ۳ کالونو ته راټیټ شوی دی

څوګونی تابعیت: اوس هر څوک کولی شي دوهګونی تابعیت او څوګونی تابعیت ولري. مخکې دا یوازې د ځینې تابعیت لرونکو کسانو لپاره ممکن وو.

د ځینې خلکو لپاره اسانتیاوې: پخواني مېلمانه کارګران او تړون لرونکي کارګران (ترکان) اړتیا نه لري چې د B1 جرمني ژبې مهارتونو لیکلی ثبوت وړاندې کړي او د تابعیت ازموینه پاس کړي. د دوی لپاره په جرمني ژبه خبرې کول کافي دي.

د ازاد ډیموکراتیک اساسي نظم ته ژمنتیا: نوی اضافه شوی ژمنتوب دا دی چې په هولوکاست کې د جرمني مسؤوليت، په ځانګړې توګه د يهودانو د ژوند د خونديتوب لپاره (§ 10 Abs. 1 S. 1 Nr. 1a StAG) منئ. 

د ژوندانه د لګښتونو پوره کولو لپاره استثناوې: د ژوندانه د لګښتونو پوره کولو لپاره اسانتيا یوازې د لږو خلکو لپاره استثنا دي. په دې اړه نور مالومات لاندې په "زه باید د تابعیت لپاره کوم شرایط پوره کړم؟" برخه کې موندلی شئ

ډېر هغه کسان چې جرمني ته راځي، ډېر وخت په دې فکر کې وي چې کله به د جرمني د تابعيت غوښتنه کوي. د جرمني د تابعيت د نورو ګڼو ګټو تر[...]

د جرمني د اوږدمهاله ويزې لپاره ژمنليک

د جرمني د اوږدمهاله ويزې لپاره ژمنليک
کولای شم د يو چا د ويزې لپاره ژمنليک وړاندې کړم؟

له اروپايي ټولنې پرته د نورو ډېری هېوادونو وګړي د جرمني د اوږدمهاله ويزې يا ملي ويزې (Nationales Visum) غوښتنه کوي، بايد په جرمني‌ کې د پاته کېدو پر مهال د خپل ژوند د لګښتونو پوره کولو د وړتيا لپاره د کافي پیسو يا شتمنۍ ثبوت وړاندې کړي. که څوک خپله کافي پیسې ونه لري،  په جرمني کې يو بل څوک کولای شي تر ځانګړو شرطونو لاندې د ده لپاره د ژوند د لګښتونو ورکولو ژمنليک وړاندې کړي. دا کس ښايي ستاسې يو داسې خپل، ملګری، شرکت او يا کومه اداره يا بنسټ وي چې د کافي پیسو درلودلو ثبوت وړاندې کولای شي. دې ډول ثبوت يا تضمين ته ژمنليک (Verpflichtungserklärung) وايي. دا ژمنليک بيا د ويزې غوښتلو پر مهال د مالي ملاتړ د ثبوت په توګه وړاندې کولای شئ. البته دا ژمنليک د ټولو ويزو لپاره نه دی او يوازې د لاندې اوږدمهاله ويزو لپاره وړاندې کيږي:

  • د زده‌کړو ويزه
  • د حرفوي زده‌کړو يا اوسبيلډونګ ويزه
  • د کار د لټون ويزه
  • د واده کولو ويزه
  • د ژبې د کورس يا ښوونځي ويزه
  • د د حرفوي زده‌کړو يا اوسبيلډونګ او لوړو زده‌کړو د لټون ويزه
  • د کورنۍ د غړو راوستلو ويزه
  • د منلو د ايالتي پروګرامونو اړوند، د استوګنې قانون د ۲۳مې مادې لومړي بند له مخې ويزه

دلته به د دې ډول ويزو لپاره د ژمنليک په اړه ټول مالومات ولولئ. د اوږدمهاله ويزو ترلاسه کولو په اړه بشپړ مالومات زموږ په بل څپرکي (د جرمني اوږدمهاله ويزه) کې لوستلای شئ. د لنډمهاله ويزو لپاره د ژمنليک وړاندې کولو په اړه نور مالومات بيا په بل مالوماتي څپرکي (د ليدلو ويزې لپاره ژمنليک) کې ولولئ.

له اروپايي ټولنې پرته د نورو ډېری هېوادونو وګړي د جرمني د اوږدمهاله ويزې يا ملي ويزې غوښتنه کوي، بايد په جرمني‌ کې د پاته کېدو پر[...]

د جرمني د حرفوي زده‌کړو ويزه (Visum für eine Ausbildung)

د جرمني د حرفوي زده‌کړو ويزه (Visum für eine Ausbildung)
څه ډول کولی شم جرمني ته د حرفوي زده‌کړو لپاره ولاړ شم؟

په جرمني کې د حرفوي زده‌کړو يا اوسبيلډونګ په ترسره کولو سره د کار ډېر او غوره چانسونه په لاس درځي. که په خپل هېواد کې ژوند کوئ او غواړئ په جرمني کې حرفوي زده‌کړې ترسر کړئ، بايد د دې موخې لپاره د جرمني د استوګنې اجازه ترلاسه کړئ. دې اجازې ته د حرفوي زده‌کړو لپاره د استوګنې اجازه (Aufenthaltserlaubnis zum Zweck des Ausbildung) وايي او د جرمني د استوګنې قانون د ۱۶الف مادې له مخې ورکول کيږي. له اروپايي ټولنې پرته د نورو ډېری هېوادونو وګړي اړ دي چې لومړی د حرفوي زده‌کړو لپاره ويزه (Visum zum Zweck des Ausbildung) او بيا د استوګنې ياده شوې اجازه ترلاسه کړي. له دې ويزې سره جرمني ته په قانوني ډول راتلای شئ او دلته اوسبيلډونګ يا حرفوي زده‌کړې پيلولای شئ.

په جرمني کې د حرفوي زده‌کړو يا اوسبيلډونګ په ترسره کولو سره د کار ډېر او غوره چانسونه په لاس درځي. که په خپل هېواد کې ژوند کوئ او[...]

د جرمني د زده‌کړو ويزه (Visum zum Studieren)

د جرمني د زده‌کړو ويزه (Visum zum Studieren)
څه ډول کولای شم په جرمني‌کې زده‌کړې وکړم؟

په جرمني کې ډېر پوهنتونونه او د لوړو زده‌کړو ګڼ بنسټونه شته. دلته له ټولې نړۍ څخه ګڼ محصلان په زده‌کړو بوخت دي. که په خپل هېواد کې ژوند کوئ او غواړئ په جرمني کې زده‌کړه وکړئ، بايد د دې موخې لپاره د جرمني د استوګنې اجازه ترلاسه کړئ. دې اجازې ته د زده‌کړو لپاره د استوګنې اجازه (Aufenthaltserlaubnis zum Zweck des Studiums) وايي او د جرمني د استوګنې قانون د ۱۶ب مادې له مخې ورکول کيږي. له اروپايي ټولنې پرته د نورو ډېری هېوادونو وګړي اړ دي چې لومړی د زده‌کړو ويزه (Visum zum Zweck des Studiums) او بيا د استوګنې ياده شوې اجازه ترلاسه کړي. له دې ويزې سره جرمني ته په قانوني ډول راتلای شئ او دلته زده‌کړې پيلولای شئ. د يادونې وړ ده چې دا مسله د اروپايي ټولنې د وګړو لپاره نه ده او دوی کولی شي د اراسموس په شان د زده‌کړو په پروګرامونو کې د اروپا په بېلابېلو پوهنتونونو کې زده‌کړې وکړي.

په جرمني کې ډېر پوهنتونونه او د لوړو زده‌کړو ګڼ بنسټونه شته. دلته له ټولې نړۍ څخه ګڼ محصلان په زده‌کړو بوخت دي. که په خپل هېواد کې[...]

د جرمني د ليدلو يا شېنګن ويزه (Besuchervisum)

د جرمني د ليدلو يا شېنګن ويزه (Besuchervisum)
کولای شم له جرمني څخه ليدنه وکړم؟

د شېنګن او اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو له پرته د ډېری هېوادونو وګړي جرمني ته د تګ لپاره ويزې ته اړتيا لري. دا چې د کومو هېوادونو وګړي جرمني ته د تګ لپاره ويزې ته اړتيا لري، د جرمني د بهرنيو چارو وزارت پر وېبسایټ (auswaertiges-amt.de) يې کتلای شئ.

په دې څپرکي کې د جرمني د ليدلو يا شېنګن  ويزې په اړه مالومات درکوو. په رسمي ډول د دې ويزې نوم (Schengen Visa Typ C) دی او د ګرځندوی ويزې يا توريستي ويزې په نوم هم ياديږي. که غواړئ په جرمني کې زده‌کړه يا کار وکړئ او هلته ډېر پاته کېدل غواړئ، بايد يو بل ډول ويزه ترلاسه کړئ. دې ويزې ته (Nationales Visum Typ D) وايي او په اړه يې مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي کې لوستلای شئ.

د شېنګن او اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو له پرته د ډېری هېوادونو وګړي جرمني ته د تګ لپاره ويزې ته اړتيا لري. دا چې دا څه ډول ویزه[...]

د جرمني د ليدلو يا شېنګن ويزې لپاره ژمنليک

د جرمني د ليدلو يا شېنګن ويزې لپاره ژمنليک
کولای شم د يو چا د ويزې لپاره ژمنليک وړاندې کړم؟

که له اروپايي ټولنې پرته د نورو ډېری هېوادونو وګړي غواړي جرمني ته د خپلو دوستانو يا کورنۍ د غړو ليدلو لپاره راشي، کولای شي لنډمهاله ويزه ترلاسه کړي. د دې ويزې ترلاسه بايد په جرمني‌ کې د پاته کېدو پر مهال د خپل ژوند د لګښتونو پوره کولو د وړتيا لپاره د کافي پیسو يا شتمنۍ ثبوت وړاندې کړي. که څوک خپله کافي پیسې ونه لري،  په جرمني کې يو بل څوک کولای شي تر ځانګړو شرطونو لاندې د ده لپاره د ژوند د لګښتونو ورکولو ژمنليک وړاندې کړي. دا کس ښايي ستاسې يو داسې خپل، ملګری، شرکت او يا کومه اداره يا بنسټ وي چې د کافي پیسو درلودلو ثبوت وړاندې کولای شي. دې ډول ثبوت يا تضمين ته ژمنليک (Verpflichtungserklärung) وايي. دا ژمنليک بيا د ويزې غوښتلو پر مهال د مالي ملاتړ د ثبوت په توګه وړاندې کولای شئ.

دلته به د لنډمهاله يا شېنګن ويزو لپاره د ژمنليک په اړه ټول مالومات ولولئ. د لنډمهاله ويزو ترلاسه کولو په اړه بشپړ مالومات زموږ په بل څپرکي (د جرمني د ليدلو ويزه) کې لوستلای شئ. د اوږدمهاله ويزو لپاره د ژمنليک وړاندې کولو په اړه نور مالومات بيا په بل مالوماتي څپرکي (د اوږدمهاله ويزې لپاره ژمنليک) کې ولولئ.

که له اروپايي ټولنې پرته د نورو ډېری هېوادونو وګړي غواړي جرمني ته د خپلو دوستانو يا کورنۍ د غړو ليدلو لپاره راشي، کولای شي لنډمهاله[...]

د جرمني ملي ويزه (Nationales Visum Typ D)

د جرمني ملي ويزه (Nationales Visum Typ D)
کولای شم جرمني ته ولاړ شم او هلته د اوږدې مودې لپاره پاته شم؟

د درېيمو هېوادونو (Drittstaaten) هغه اوسېدونکي چې غواړي په جرمني کې له درې مياشتو زيات پاته شي او يا دلته کار وکړي، بايد اوږدمهاله ويزه ترلاسه کړي. د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو،  استرالیا، اسرائيل، جاپان،کاناډا،نوی زيلاند،د کوریا جمهوریت،  انګلستان او شمالي ایرلند او د امریکا متحده ایالاتونو له اتباعو پرته د نورو ټولو هېوادونو وګړي، په جرمني کې د زيات وخت پاته کېدو لپاره اړ دي څو دا ډول ويزه ترلاسه کړي. دې اوږدمهاله ويزې ته (Nationales Visum Typ D) وايي.

هغه کسان چې غواړي جرمني‌ ته له درې مياشتو د کم وخت لپاره راشي، کولای شي يو بل د  ليدلو يا ګرځندوی ويزه ترلاسه کړي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (د ليدلو ويزه) کې لوستلای شئ.

د درېيمو هېوادونو (Drittstaaten) هغه اوسېدونکي چې غواړي په جرمني کې له درې مياشتو زيات پاته شي او يا دلته کار وکړي، بايد اوږدمهاله[...]

د حرفوي زده‌کړو لپاره د استوګنې اجازه (§16g AufenthG)

د حرفوي زده‌کړو لپاره د استوګنې اجازه (§16g AufenthG)

د استوګنې قانون د (§ 16g AufenthG) مادې  سره سم د حرفوي زده‌کړو لپاره د استوګنې اجازه (Aufenthaltserlaubnis zur Berufsausbildung) د ۲۰۲۴ کال د مارچ له پيل څخه د هغو کسانو لپاره چې بايد له جرمني ووځي، د اوسبيلډونګزډولډونګ بديل دی. دا دواړه ټاکنې د اوسبيلډونګ يا حرفوي زده‌کړو لپاره په جرمني کې ستاسې پاتې کیدل تضمینوي. البته اوسبيلډونګزډولډونګ لا هم ورکول کيږي. د حرفوي زده‌کړو لپاره د استوګنې اجازه څو ګټې لري. دلته د دې اجازې د ترلاسه کولو په اړه بشپړ مالومات ولولئ.

د حرفوي زده‌کړو لپاره د استوګنې اجازه د هغو کسانو لپاره د استوګنې يا پاته کېدو یو غوراوی دی، چې د پناغوښتنې پروسې په جریان کې یې[...]

د خونديتوب د حالت يا قبولۍ له لاسه ورکول

د خونديتوب د حالت يا قبولۍ له لاسه ورکول
د قبولۍ د بېرته له لاسه ورکولو شونتيا شته؟

د خونديتوب د بېرته اخستلو په پروسه  (Widerrufsverfahren) کې د هغو کسانو حالت يو ځل بيا ارزول کيږي چې د پناغوښتونکي يا کډوالو په توګه قبول شوی وي او يا هم فرعي خونديتوب او يا پر ډيپورټ د بنديز له مخې د استوګنې اجازه ولري. د دې مانا دا ده چې د مهاجرت او کډوالۍ فدرالي اداره (BAMF) ګوري چې يو کس لا هم خونديتوب ته اړتيا لري او که نه. ځکه نو دا پروسه په هغو کسانو پلې کيږي چې د پنا غوښتنې له پروسې وروسته يې مثبت ځواب ترلاسه کړی وي.

يوازې په محدودو قضيو کې د يو چا خونديتوب بېرته اخستل کيږي. له دې سره سره دا مهمه ده چې د خونديتوب د بېرته اخستلو پروسې ته ځانونه له وړاندې ښه تيا کړئ او مخکې له مخکې له يوې مشورتي ادارې يا وکيل سره په دې اړه خبرې وکړئ.

د خونديتوب د بېرته اخستلو په پروسه  کې د هغو کسانو حالت يو ځل بيا ارزول کيږي چې د پناغوښتونکي يا کډوالو په توګه قبول شوی وي او يا[...]

د شخصي کاروبار لپاره د جرمني ويزه

د شخصي کاروبار لپاره د جرمني ويزه
کولای شم جرمني ته د کاروبار لپاره ولاړ شم؟

د شخصي کاروبار پيلول او يا يو شرکت درلودل د ډېرو کسانو هيله ده. که غواړئ په جرمني کې دا کار پيل کړئ خو لا هم له جرمني او اروپايي ټولنې بهر ژوند کوئ، بايد د جرمني د کاروبار ويزه (Visum zur Selbständigkeit) او يا هم د شخصي کاروبار لپاره د استوګنې اجازه (Aufenthaltserlaubnis zur Ausübung einer selbständigen Tätigkeit) ترلاسه کړئ. دلته په دې اړه ټول مالومات درکوو.

د شخصي کاروبار پيلول او يا يو شرکت درلودل د ډېرو کسانو هيله ده. که غواړئ په جرمني کې دا کار پيل کړئ خو لا هم له جرمني او اروپايي[...]

د فراغت د بهرنيو سندونو د رسمي کولو لپاره د جرمني ويزه

د فراغت د بهرنيو سندونو د رسمي کولو لپاره د جرمني ويزه
کولای شم په جرمني کې د خپل فراغت سندونه رسمي کړم؟

د دې لپاره چې په بهر کې د حرفوي يا لوړو زده‌کړو بشپړوونکي وکړای شي په جرمني کې  په خپل مسلک کې کار وکړي، بايد په جرمني کې د خپل فراغت سندونه رسمي‌کړي. دا کار د رسمي کولو د ادارو يا (Anerkennungsstellen) له لارې کيږي. ځينې وخت ښايي د ځينې سندونو کموالی د دې سبب شي چې د يو چا د فراغت سندونه په بشپړ ډول رسمينه شي. که تاسې هم له داسې حالت سره مخ ياست، کولای شئ په جرمني کې د مسلکيتوب (Qualifizierungsprogramm) په پروګرامونو کې ګډون وکړئ. دا پروګرام ښايي يو مسلکي کورس او يا هم د دندې لپاره د جرمني ژبې زده‌کړه وي.

يادونه: که غواړئ خپل تحصیلي اسناد په جرمني کې د کار لپاره تایید کړئ، کولی شئ د استوګنې قانون (§16d Aufenthaltsgesetz) له مخې د استوګنې اجازه ترلاسه کړئ. د دې لپاره باید ثابته کړئ چې د کار وړاندیز د یو مسلکي کار لپاره دی. ( د کلیسایي فعالیتونو یا د نرسینګ مسلکونو لپاره ځینې استثناوې یا اسانتیاوې شته).

که جرمني ته د تحصیلي سندونو د ارزونې (Qualifikationsanalyse) ترسره کولو یا ازموینې ورکولو لپاره راځئ، کولی شئ  د استوګنې اجازه ترلاسه کړئ. د دا ډول استوګنې اجازه د تر ټولو ډېرو ۶ میاشتو لپاره ورکول کیږي. په عمومي توګه د دې اجازې لپاره، له خپلې تحصیلي کچې سم د جرمني ژبې A2 سند ته هم اړتیا لرئ. همدارنګه باید ثابته کړئ چې تاسې د "Qualifikationsanalyse" لپاره بلنه ترلاسه کړې ده.

د دې لپاره چې په بهر کې د حرفوي يا لوړو زده‌کړو بشپړوونکي وکړای شي په جرمني کې  په خپل مسلک کې کار وکړي، بايد په جرمني کې د خپل[...]

د ليدلو يا شېنګن ويزې لپاره بلنليک لېږل

د ليدلو يا شېنګن ويزې لپاره بلنليک لېږل
د ويزې لپاره بلنليک څه ډول لېږل کيږي؟

غواړئ د خپلې کورنۍ غړي، ملګري يا د کاروبار شريکان جرمني ته راوغواړئ؟ د درېيمو هېوادونو خلکو ته جرمني د ليدلو ويزې (Besuchervisum) ترلاسه کولو لپاره د نورو سندونو تر څنګ يو بلنيک (Einladungsschreiben) هم اړين دی. له دې ليک سره تاسې تاييدوئ چې يو  ځانګړی کس جرمني ته راغواړئ. د دې ليک ليکلو لپاره بايد ځينې شرطونه پوره کړئ. دلته د دې شرطونو او بلنليک په اړه بشپړ مالومات درکوو. د ليدلو يا ملاقات د ويزې په اړه بشپړ مالومات زموږ په بل څپرکي (د ليدلو يا شېنګن ويزه) کې ولولئ.

غواړئ د خپلې کورنۍ غړي، ملګري يا د کاروبار شريکان جرمني ته راوغواړئ؟ د درېيمو هېوادونو خلکو ته جرمني د ليدلو ويزې ترلاسه کولو لپاره[...]

د ماهرو کارګرو لپاره د جرمني ويزه

د ماهرو کارګرو لپاره د جرمني ويزه
څه ډول کولای شم د جرمني د کار ويزه ترلاسه کړم؟

جرمني ماهرو کارګرو ته اړتيا لري. که جرمني ته د ماهرو کارگرو په توګه راتګ او دلته کار کول غواړئ، بايد د استوګنې اړونده اجازه ترلاسه کړئ. دې اجازې ته د مسلکي دندې لپاره د استوګنې اجازه (Aufenthaltserlaubnis zur Ausübung einer qualifizierten Beschäftigung) وايي او د استوګنې قانون د ۱۸ ب مادې د لومړي بند له مخې ورکول کيږي. له اروپايي ټولنې پرته د نورو هېوادونو وګړي بايد د دې اجازې له ترلاسه کولو وړاندې د جرمني ويزه ترلاسه کړي او بيا جرمني ته له رارسېدو وروسته اړونده اجازه واخلي او کار پيل کړي. دلته د دې ويزې او استوګنې د اجازې په اړه بشپړ مالومات درکوو. 

جرمني ماهرو کارګرو ته اړتيا لري. که جرمني ته راتګ او کار کولای غواړئ، بايد د استوګنې اړونده اجازه ترلاسه کړئ. دې اجازې ته د مسلکي[...]

د څېړنې لپاره د جرمني ويزه

د څېړنې لپاره د جرمني ويزه
کولای شم جرمني ته ولاړ شم او د څېړونکي په توګه کار وکړم؟

په جرمني کې  ډېر په زړه پورې څېړنيز بنسټونه شته. که غواړئ په جرمني کې څېړنه وکړئ خو لا هم له جرمني او اروپايي ټولنې د باندې اوسئ، بايد جرمني ته د راتګ لپاره ويزه او بيا د استوګنې قانون د ۱۸ د مادې له مخې د څېړنې لپاره د استوګنې اجازه ترلاسه کړئ.

په جرمني کې  ډېر په زړه پورې څېړنيز بنسټونه شته. که غواړئ په جرمني کې څېړنه وکړئ خو لا هم له جرمني او اروپايي ټولنې د باندې اوسئ،[...]

د کار موندنې لپاره د فرصت کارت

د کار موندنې لپاره د فرصت کارت

د ۲۰۲۴ کال د جون له لومړۍ نېټې څخه، د استوګنې قانون د شلمې الف او ب مادو له مخې  د فرصت کارت (Chancenkarte) ورکول کيږي. په دې توګه به وړ ماهر کارکوونکي د کار موندلو لپاره په جرمني کې د پاتې کیدو فرصت ترلاسه کړي. د دې کار لپاره، باید دا کسان ځینې شرایط پوره کړي. دلته په دې اړه بشپړ مالومات درکوو.

د فرصت کارت د استوګنې يو ډول اجازه ده چې ماهرو يا متخصصو کارکوونکو ته ورکول کيږي. 

د کورنيو پنا غوښتنه

د کورنيو پنا غوښتنه
د کورنۍ پناغوښتنې لپاره کوم فرصتونه شته؟

هغه کسان چې په جرمني کې د پناغوښتونکي، مهاجر يا پناغوښتونکي په توګه له پېژندل کېدو او يا له فرعي خونديتوب ترلاسه کولو وروسته د خپلې کورنۍ غړي جرمني ته راولي؛ کولای شي بيا وروسته د دوی لپاره د کورنۍ پناغوښتنه وکړي. د دې پناغوښتنې مانا دا ده چې ستاسې د کورنۍ غړي هم بايد ستاسې په شان د استوګنې اجازه او نور اړوند حقونه ترلاسه کړي.

هغه کسان چې په جرمني کې د پناغوښتونکي، مهاجر يا پناغوښتونکي په توګه له پېژندل کېدو او يا له فرعي خونديتوب ترلاسه کولو وروسته د خپلې[...]

د کډوالو لپاره د جرمني د دايمي استوګنې اجازه

د کډوالو لپاره د جرمني د دايمي استوګنې اجازه
آيا کولای شم په جرمني کې د تل لپاره پاته شم؟

که جرمني ته راغلي ياست او د سياسي يا بشردوستانه دلايلو له مخې مو د اوسېدو اجازه ترلاسه کړې وي، له پينځو او د ځانګړو شرطونو په پوره کولو سره له درې کالونو کولای شئ په جرمني کې د دايمي استوګنې د اجازې غوښتنه وکړئ.

د دايمي استوګنې اجازې ته د مېشتېدلو اجازه (unbefristete Aufenthaltserlaubnis يا Niederlassungserlaubnis) هم وايي. د دايمي استوګنې اجازه بيا بيا تمديديدو ته اړتيا نه لري او په درلودلو يې تاسې کولای شئ د جرمني په هر ځای کې ژوند وکړئ.

د جرمني د دايمي استوګنې د اجازې تر څنګ د استوګنې د اجازې يو بل ډول هم شته چې د اروپايي ټولنې د دايمي استوګنې اجازه (Daueraufenthalt – EU) ورته وايي. د دې اجازې په درلودلو د اروپايي ټولنې په نورو هېوادونو کې هم د استوګنې اجازه ترلاسه کولای شئ. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي کې لوستلای شئ.

که جرمني ته د ماهر کاګر په توګه او يا د اروپايي ټولنې د شنه کارت په وسيله راغلي ياست، کولای شئ د دايمي استوګنې اجازې په اړه مالومات په بل څپرکي کې ولولئ.

زه په جرمني کې د څه ډول استوګنې حق لرم؟ کولای شم په جرمني کې د ژوند کولو دايمي اجازه ترلاسه کړم؟ په جرمني کې د دايمي استوګنې د[...]

له واده سره د ناتړلې استوګنې اجازه

له واده سره د ناتړلې استوګنې اجازه
کولای شم له بېلېدو وروسته هم په جرمني کې ژوند وکړم؟

د بېلېدو (طلاق) او يا د مېړه یا ښځې د مړينې له کبله د يوې اړيکې له پای ته رسېدو وروسته ډېرې پوښتنې رامنځته کيږي. که څوک د جرمني تابعيت ونه لري، ډېر وخت د استوګنې تازه اجازه ترلاسه کوي. دا کار هغه مهال کيږي چې څوک جرمني ته له خپل مېړه يا ښځې سره د يوځای کېدلو له لارې راغلي وي. د مقابل کس له مړينې يا بېلېدلو وروسته د دې کس د استوګنې د اجازې ډول بدليږي. البته دا کس کولای شي د ځانګړو شرطونو په پوره کولو سره بيا هم په جرمني کې پاته شي. د پاته کېدلو دې حق ته له واده سره د ناتړلې استوګنې اجازه (eheunabhängige Aufenthaltsrecht) وايي.

د مقابل کس له مړينې يا بېلېدلو وروسته د دې کس د استوګنې د اجازې ډول بدليږي. البته دا کس کولای شي د ځانګړو شرطونو په پوره کولو سره[...]

په جرمني کې د استوګنې ازمایښتي اجازه

په جرمني کې د استوګنې ازمایښتي اجازه
دا نوی قانون به راسره د استوګنې د دایمې اجازه اخیستلو کې مرسته وکړي؟

د جرمني د استوګنې د ازمایښتي اجازې نوی قانون (§104c Aufenthaltsgesetz) د ۲۰۲۲ز کال د ډسمبر میاشتې له ۳۱ نېټې وروسته نافذ او د ۲۰۲۳ز کال د جنوري‌ له لومړی وروسته پلي کېږي.‌ د دغه استوګنې د اجازې موده به ۱۸ میاشتې وي،‌ دا اجازه به هغه کسانو ته ورکول کېږي چې پنځه کاله یې په جرمني‌ کې له ډولډونګ يا ډولډونګ لایت سره ژوند کړی وي،‌ کوم جرم یې نه وي‌ کړئ او د جرمني‌ اساسي قانون ته ژمن وي.‌ د دې تر څنګ تاسو باید په دغه ۱۸ میاشتو کې دننه د اوږد مهاله استوګنې اجازې د تر لاسه کولو شرطونه پوره کړئ په ځانګړې توګه هغه د استوګنې اجازه چې د §25a   او 25b§ قانون په اساس ورکول کېږي.‌ که په دغه ۱۸ میاشتو کې د دې کار په کولو بریالي نه شئ بیا به ډولونګ درکړل شي.‌

اړین

که ډولډونګ لرئ، په دې اړه‌ باید له وکیل سره مشوره وکړئ،‌ چې ایا تاسو کولی شئ د §25a  او 25b§ قانون د مادو په اساس د استوګنې اجازه تر لاسه کړئ.‌ د دې ډول استوګنې اجازې د تر لاسه کولو لپاره باید مخکې له مخکې ځینې شرطونه پوره کړئ.‌ د دغه شرطونه په اړه ډولډونګ څه ډول په قبولۍ بدلولی شم؟ په څپرکي‌ لا ډېر مالومات لوستلی شئ.‌

د استوګنې د ازمایښتي اجازې موده یوازې ۱۸ میاشتې ده.‌

په جرمني کې د استوګنې د اجازې (قبولۍ) ډولونه

په جرمني کې د استوګنې د اجازې (قبولۍ) ډولونه
په جرمني کې د استوګنې کوم ډول اجازه ترلاسه کولای شم؟

که جرمني ته د سياسي يا بشري دلايلو له مخې راغلي ياست او غواړئ دلته پاته شئ؛ کولای شئ د پنا غوښتنه وکړئ.

 که دا غوښتنه ومنل شي؛ تاسې ته به د استوګنې اجازه درکړل شي. په جرمني کې د د مهاجرو د خونديتوب يا قبولۍ درې اصلي ډولونه شته: کډوالو ته د پنا حق (Asylberechtigung) ورکول کيږي؛ د د مهاجرت خونديتوب حالت يې په رسميت (Flüchtlingsschutz) پېژندل کېږي او يا هم فرعي خونديتوب (Subsidiärer Schutz) ورکول کيږي. د دې دريو ډولونو تر څنګ ښايي د بمف (BAMF) اداره تاسې ته  له ډيپورټ څخه د ملي‌ممانعت حق (nationales Abschiebungsverbot) درکړي. که ستاسې د استوګنې د اجازې وخت تېر شي خو د پنا لپاره مو لا هم دلايل پر ځای وي؛ کولای شئ د استوګنې د دايمي اجازې غوښتنه وکړئ او يا هم د اوسېدو د اجازې وخت تمديد کړئ.

که جرمني ته د سياسي يا بشري دلايلو له مخې راغلي ياست او غواړئ دلته پاته شئ؛ کولای شئ د پنا غوښتنه وکړئ.

په جرمني کې د حرفوي يا لوړو زده‌کړو د لټون ويزه

په جرمني کې د حرفوي يا لوړو زده‌کړو د لټون ويزه
کولای شم په جرمني کې حرفوي‌ يا لوړې زده‌کړې ترسره کړم؟

په جرمني کې د حرفوي يا لوړو زده‌کړو بشپړول ستاسې لپاره د کار غوره چانسونه رامنځته کوي. البته له بهر څخه ډېر وخت په جرمني‌کې د اوسبيلډونګ يا لوړو زده‌کړو د ځای موندل اسان نه دي. د دې کار لپاره د استوګنې قانون د ۱۷مې مادې له مخې د ويزې اخستل او بيا په جرمني کې د اوسېدو لپاره د استوګنې اجازه ترلاسه کول اړين دي. له دې اجازې سره په قانوني ډول په جرمني کې اوسېدای شئ او دلته د ځان لپاره يو اوسبيلدونګ يا د لوړو زده‌کړو ځای پلټلی شئ. دلته به د اوسبيلدونګ يا لوړو زده‌کړو د ځای موندلو لپاره د استوګنې اجازې ترلاسه کولو د شرطونو په اړه بشپړ مالومات ترلاسه کړئ.

د ۲۰۲۴ز کال له مارچ میاشتې څخه د استوګنې قانون ۱۷مه ماده په لاندې شرایطو پلي کېږي:

۱. د استوګنې اجازې د اخیستلو لپاره مو باید عمر حد اکثر ۳۵ کاله وي.‌

۲. د جرمني ژبې د زده کړې ‌‌ B1سند بسنه کوي، چې پخوا ‌B2 غوښتل کېدو.

۳. د استوګنې د اجازې موده ۹ میاشتې شوې ده.‌

۴. کولی شئ، په اوونۍ کې ۲۰ ساعته کار وکړئ او د کار ازمایښتي موده دوه اوونۍ ده.

۵. د استوګنې اجازې موخه بدلول د بلې ويزې له غوښتلو پرته شوني دي. د بېلګې په توګه که څوک د ( §§ 16 a, b, 19 c Abs. 2 und § 18 a, b und g AufenthG) له مخې مسلکي دنده پيل کړي.

په جرمني کې د حرفوي زده‌کړو بشپړول ستاسې لپاره د کار غوره چانسونه رامنځته کوي. البته له بهر څخه ډېر وخت په جرمني‌کې د اوسبيلډونګ[...]

په جرمني کې د دايمي استوګنې اجازه

په جرمني کې د دايمي استوګنې اجازه
کولای شم په جرمني کې د دايمي استوګنې اجازه ترلاسه کړم؟

کولی شم په جرمني کې د دايمي استوګنې اجازه ترلاسه کړم؟

د دايمي استوګنې اجازه (Niederlassungserlaubnis) يا (unbefristete Aufenthaltserlaubnis) په جرمني کې د نامحدودې مودې لپاره د ژوند کولو اجازه ده. د استوګنې د اجازې د نورو ډولونو پر خلاف، دا اجازه د تل لپاره معتبره ده او نوي کولو ته اړتيا نه لري. د دې اجازې په وسيله کولای شئ په جرمني کې له محدوديت پرته کار وکړئ.

د دايمي استوګنې د اجازې ترلاسه کولو لپاره بايد لاندې شرطونه پوره کړئ:

  • له لږ تر لږه ۵ کالونو راهیسې په جرمني کې د ژوند کولو اجازه لرئ.
  • د خپل ځان او کورنۍ د ژوند لګښتونه خپله برابرولای شئ. په بله وينا، له جاب‌سنټر يا سوسيال څخه مرسته نه ترلاسه کوئ. د ماشومانو پيسې يا کينډرګېلډ او د میندو او پلرونو پيسې يا اېلټرن‌ګېلد له دې څخه استثنا دي او ستاسې حالت نه اغېزمنوي.
  • د جرمني ژبې د ‌(B1) په کچه خبرې کول او د اړوند سند درلودل بل شرط دی.
  • د لږ تر لږه ۶۰ مياشتو لپاره مو د تقاعد د بيمې ونډه ورکړې وي. د دې ونډې اندازه مهمه نه ده. د تقاعد د بيمې په اړه بشپړ مالومات زموږ په بل څپرکي (په جرمني کې د تقاعد بيمه) کې ولولئ.
  • د ځان او کورنۍ د غړو لپاره د اوسېدو د کافي ځای درلودل بل شرط دی. د کور د مساحت اندازه هم په هر ايالت کې توپير کوي. د ډېرو مالوماتو لپاره د خپلې سيمې اوسلنډربېهورده ادارې او يا يوه نږدې مشورتي مرکز ته ورشئ.
  • د کار اجازه لرئ.
  • په برياليتوب د بلدتيا (Orientierungskurs) کورس بشپړول هم له دې شرطونو يو دی. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (انټګراڅيون کورسونه) کې لوستلای شئ.
  • بايد کومه جرمي سابقه ونه لرئ. د وړو جرمونو لپاره د ۹۰ ورځو د عايد په اندازه جريمه او تر درېيو مياشتو ځنډول شوې جزاوې ښایي ستاسې حالت اغېزمن نه کړي.

البته د ځينو کسانو ل‍پاره ښايي د دايمي استوګنې اجازې ترلاسه کول اسانه وي.

زه په جرمني کې د څه ډول استوګنې حق لرم؟ کولای شم په جرمني کې د ژوند کولو دايمي اجازه ترلاسه کړم؟ په جرمني کې د دايمي استوګنې د[...]

په جرمني کې د کار لټولو ويزه

په جرمني کې د کار لټولو ويزه
کولای شم په جرمني کې د ځان لپاره کار ولټوم؟

په جرمني کې ډېر شرکتونه د ماهرو کارکوونکو په لټه کې دي. که څوک د يوې دندې لپاره اړين سندونه او وړتيا ولري، ښايي په جرمني کې کار ومومي او ژوند وکړي. البته له بهر څخه په جرمني کې د کار لټون اسان نه دی. د دې کار لپاره د استوګنې قانون د ۲۰مې مادې له مخې، هغو کسانو ته ويزه ورکول کيږي‌ له درېيمو هېوادونو څخه د جرمني ته د کار د لټولو لپاره راځي. له دې ويزې په قانوني ډول جرمني ته راتلای شئ او دلته د ځان لپاره يو مناسب کار يا دنده موندلای شئ. په دې څپرکي کې د دې ويزې ترلاسه کولو په اړه بشپړ مالومات درکوو.

په جرمني کې ډېر شرکتونه د ماهرو کارکوونکو په لټه کې دي. که څوک د يوې دندې لپاره اړين سندونه او وړتيا ولري، ښايي په جرمني کې کار[...]

په جرمني کې معلوليت لرونکو کسانو ته د استوګنې اجازه او پنا

په جرمني کې معلوليت لرونکو کسانو ته د استوګنې اجازه او پنا
معلول کډوال په جرمني له کومو حقونو برخمن دي؟

جرمني ته راتګ او دلته د پناغوښتنې پروسه د ټولو کډوالو لپاره ستونزمن دي. البته معلول کسان بيا د نورو په پرتله له لا ډېرو ستونزو سره مخ وي. دلته موږ د معلولو کسانو لپاره د پناغوښتنې او نورو اړونده حقونو په اړه مالومات درکوو. پر دې د پاسه دلته د معلولو کډوالو لپاره د ځانګړو حالتونو په اړه هم مالومات لوستلای شئ. د معلوليت په اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (معلوليت لرونکي کسان) کې لوستلی شئ.

جرمني ته راتګ او دلته د پناغوښتنې پروسه د ټولو کډوالو لپاره ستونزمن دي. البته معلول کسان بيا د نورو په پرتله له لا ډېرو ستونزو سره[...]

Freiwillige Rückkehr

Freiwillige Rückkehr
Wer unterstützt mich?

Wenn Sie als Migrant*in in Deutschland sind und überlegen, in Ihr Herkunftsland zurückzukehren, können Sie finanzielle und organisatorische Unterstützung für Ihre freiwillige Rückkehr oder Weiterreise bekommen. In Deutschland ist dies durch das REAG/GARP-Programm möglich, das durch die Internationale Organisation für Migration (IOM) umgesetzt wird. Neben der Übernahme der Reisekosten können Sie auch finanzielle Starthilfe erhalten. Diese soll Ihnen bei Ihrem Neustart im Herkunftsland oder einem aufnahmebereiten Drittland helfen. Die Hilfen können Sie im Rahmen von REAG/GARP bekommen, die allerdings abhängig von Ihrer Staatsangehörigkeit sind. 

Wenn Sie als Migrant*in in Deutschland sind und in Ihr Herkunftsland zurückkehren möchten, können Sie finanzielle Hilfe bekommen.

څنګه کولای شم د کورنۍ غړي جرمني ته راولم؟

څنګه کولای شم د کورنۍ غړي جرمني ته راولم؟
کولای شم د کورنۍ غړي مې جرمني ته راولم؟

په جرمني کې واده شوو خلکو او کورنيو ته ځانګړی ارزښت ورکول کيږي خو له دې سره سره جرمني ته د کورنۍ د غړو راوستل ستونزمن دي. دا چې تاسې د خپلې کورنۍ غړي جرمني ته راوستلای شئ او کنه، ستاسې د استوګنې له اجازې سره اړه لري. د دې تر څنګ بايد ځينې نور شرطونه هم پوره شي.

دلته موږ هغو کسانو ته مالومات ورکوو چې جرمني ته د کار، زده‌کړو يا دې ته ورته بل کس په توګه راغلي‌دي. کډوال کولای شي د خپلو کورنيو د غړو د راوستلو په اړه د کورنيو يا د ژوند له ملګرو او بچيانو سره د يوځای کېدلو بل څپرکي ولولي.

په جرمني کې واده شوو خلکو او کورنيو ته ځانګړی ارزښت ورکول کيږي خو له دې سره سره جرمني ته د کورنۍ د غړو راوستل ستونزمن دي. دا چې[...]

ډولډونګ څه ډول په قبولۍ بدلولای شو؟

ډولډونګ څه ډول په قبولۍ بدلولای شو؟
ډولډونګ لرونکي کسان د استوګنې اجازې ترلاسه کولو کوم فرصتونه لري؟

په جرمني کې ډېر کسان د کلونو لپاره له ډولډونګ سره اوسيږي. ډېر مهال د ډولډونګ د اعتبار موده د ډېرو کالو لپاره غځول کيږي او درلودونکي يې ښايي په‌ پای کې د استوګنې معمول اجازه ترلاسه کړي. البته د استوګنې د نورمال اجازې ترلاسه کولو لپاره بايد ځينې ځانګړي شرطونه پوره کړئ. د خپلو شرطونو په اړه له يوه مشورتي مرکز سره اړيکه ونيسئ. په خپله سيمه کې مشورتي ادارې زموږ د سيمه‌ييز لټون پر پاڼه موندلای شئ. هلته د خپل ښار نوم او د پنا غوښتنې، استوګنې اجازې يا قانوني مشورې توري وپلټئ. 

يادونه: هغه کسان چې هويت يې نامالوم وي او يا پله بله وينا د خپل هېواد تذکره يا پاسپورت ونه لري، د استوګنې قانون د ۶۰ ب مادې له مخې یو ډول ډولډونګ ورکول کيږي چې لايت ډولډونګ نوميږي. د دې ډولډونګ درلودونکو ته د ډولډونګ موده، په جرمني کې کې د استوګنې په کالونو کې نه شمېرل کيږي. د بېلګې په توګه که دوی وغواړي د جرمني پاسپورت واخلي، د دې ډولډونګ موده به ورته حساب نه شي. په دې اړه نور مالومات زموږ په راتلونکي بل څپرکي کې لوستلای شئ. 

د استوګنې له ازمايښتي اجازې سره خبره بدله ده. په پام کې ده چې له دې اجازې سره ډولډونګ لرونکو ته د دايمي استوګنې زمينه برابره شي. په دې حالت کې لایت ډولډونګ موده له ډولډونګ څخه د مخکې مودې په توګه شمېرل کيږي. په دې اړه بشپړ مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (د استوګنې ازمويښتي اجازه) کې ولولئ.

 

په جرمني کې ډېر کسان د کلونو لپاره له ډولډونګ سره اوسيږي. ډېر مهال د ډولډونګ د اعتبار موده د ډېرو کالو لپاره غځول کيږي او درلودونکي[...]

کاري ډولډونګ (Beschäftigungsduldung)

کاري ډولډونګ (Beschäftigungsduldung)
د کاري ډولډونګ ترلاسه کولو شرطونه څه دي؟

د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې راهيسې د ډول‍ډونګ يو نوی ډول ورکول کيږي چې کاري ډولډونګ يا بشیفتيګونګزډولډونګ يې بولي. دا ډولډونګ د جرمني د استوګنې قانون د ۶۰ د مادې له مخې ورکول کيږي. کاري ډولډونګ هغو کسانو ته ورکول کيږي چې اوس مهال کار کوي او تر څنګ يې ځينې نور اړوند شرطونه پوره کړي وي. دا ډول ډولډونګ د نورمال ډولډنګ په پرتله دوې مهمې ښېګڼې لري: اول: د کاري ډولډونګ لرونکي نه ډيپورت کيږي. دوهم: له يوې ټاکلې مودې وروسته د کاري ډولډونګ لرونکو ته د استوګنې عادي اجازه ورکول کيږي.

مهم: د کاري ډولډونګ ترلاسه کولو لپاره د غوښتنليک ورکولو وروستۍ نېټه د ۲۰۲۳ کال د سمبر مياشتې ۳۱مه وه. اوس دا مهلت په پام کې نه نيول کيږي او کولای شئ له دې وروسته هم د دې ډول ډولډونګ غوښتنه وکړئ.

د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې وروسته د ډول‍ډونګ يو نوی ډول ورکول کيږي چې کاري ډولډونګ يا بشیفتيګونګزډولډونګ يې بولي. کاري[...]

کم‌عمره بې‌سرپرسته پناغوښتونکي

کم‌عمره بې‌سرپرسته پناغوښتونکي
آيا کم‌عمره کسان هم د پنا غوښتنه کولای شي؟

هر څوک چې عمر يې له ۱۸ کلو ټيټ وي او يوازې جرمني ته راشي، د کم‌عمره کډوال (UMF) په توګه ثبتيږي. د یوازې راتګ دليل ښايي جرمني ته پر لاره د والدينو له لاسه ورکول يا له وطنه یوازې راتګ وي. په داسې حالت کې دلته ستاسې د پنا غوښتلو پروسه له بالغو کسانو يا هغو ماشومانو سره چې له خپلو ميندو او پلرونو يا نورو لويو سرپرستانو سره جرمني ته راغلي دي، په بشپړ ډول توپير کوي.

هر څوک چې عمر يې له ۱۸ کلو ټيټ وي او يوازې جرمني ته راشي؛ د کم‌عمره کډوال په توګه ثبتيږي. د یوازې راتګ دليل ښايي جرمني ته پر لاره د[...]

کډوال او جرمني ته د کورنۍ د غړو راوستل

کډوال او جرمني ته د کورنۍ د غړو راوستل
کوم کډوال کولای شي د خپلې کورنۍ غړي جرمني ته راولي؟

جرمني ته د کورنۍ د غړو راوستلو لپاره ځينې مقررات پلي کيږي چې بايد په پام کې ونيول شي. له دې ډلې د کورنۍ د غړو په راوستلو کې ستاسې د اوسېدو د اجازې ډول مهم رول لري. که د پناغوښتنې پروسه مو جريان لري يا ډولډونګ ولرئ، جرمني ته د خپلې کورنۍ غړي نه شئ راوستلای. د پناغوښتنې او په جرمني کې د استوګنې د قوانينو سره سم يوازې هغه کسان د خپلې کورنۍ غړي راوستلای شي چې د پناغوښتنه يې منل شوي وي. هغه کسان چې د فرعي خونديتوب حق لري؛ له ځانګړو شرايطو لاندې کولای شي د خپلې کورنۍ غړي راولي.

دلته موږ هغو کسانو ته مالومات ورکوو چې جرمني ته د کډوال په توګه راغلي ‌دي. هغه کسان چې کډوال نه دي او يا يې دلته د کار يا زده‌کړو له لارې ويزه ترلاسه کړې وي او په جرمني کې د استوګنې اجازه لري، کولای شي د خپلو کورنيو د غړو د راوستلو په اړه د کورنيو يا د ژوند له ملګرو او بچيانو سره د يوځای کېدلو بل څپرکی ولولي.

جرمني ته د کورنۍ د غړو راوستلو لپاره ځينې مقررات پلي کيږي چې بايد په پام کې ونيول شي. له دې ډلې د کورنۍ د غړو په راوستلو کې ستاسې د[...]