کرايي کور

د کورونو د کرايې، کډه کولو او کور موندلو په اړه لارښوونې

WBS يا د سوسيالي کورونو اجازه‌ليک

WBS يا د سوسيالي کورونو اجازه‌ليک
څنګه کولای شم په جرمني کې ارزانه کرايي کور ومومم؟

د (Wohnberechtigungsschein) په نامه د ارزانه کور کرايه کولو د وړتيا سند ښيي چې تاسې د هغو کورونو د کرايه کولو حق لرئ چې د دولت په مرسته جوړ شوي او کرايه يې کمه ده. دولت د کورونو د ودانولو يا بيا رغولو پر مهال له کورونو له خاوندانو يا شرکتونو سره مرسته کوي او بيا دا کورونه د (WBS) سند درلودونکو ته په ارزانه بيه په کرايه ورکول کيږي. دا سند د يوه کس لپاره يوه د يوې کوټې د کرايې اجازه ورکوي. که د کورنۍ غړي ډېر وي؛ د هغو شمېر ته په کتو د کوټو نيولو حق لرئ. په دې څپرکي کې به تاسې ته وښيو چې څنګه (WBS) تر لاسه کړئ او د هغه د تر لاسه کولو لپاره کوم اسنادو ته اړتيا لرئ.

WBS څه ته وايي؟ په هنډبوک جرمني کې د WBS، ارزانه کورونو، او نورو ورته مسايلو په اړه زيات مالومات موندلای شئ.

بشپړوونکې يا اختياري بيمې

بشپړوونکې يا اختياري بيمې
کومو بيمو ته اړتيا ده او ګټورې دي؟

له پنځو اجباري بيمو (روغتيايي، اوږدمهاله پاملرنه، تقاعد، پېښو او بېکاري) پرته په جرمني کې ځينې نورې اختياري بيمې هم شته. که څه هم د دوی په عنوان کې، د بېلګې په ډول د مسؤوليت بيمه کې (Haftpflichtversicherung) ځينې وخت اجبار (Pflicht) ذکر کيږي خو په اصل کې يې ټاکل په خپله خوښه دي. دا ډول ډېری بيمې تاسې له مالي ګواښونو ژغوري. ستاسې د ژوند حالت ته په کتو ښايي ځينې يې ستاسې لپاره ګټورې وي.

له پنځو اجباري بيمو (روغتيايي، اوږدمهاله پاملرنه، تقاعد، پېښو او بېکاري) پرته په جرمني کې ځينې نورې اختياري بيمې هم شته. که څه هم د[...]

جاب‌سنټر

جاب‌سنټر
جاب‌سنټر له چا سره مالي مرسته کوي؟

که څوک په جرمني کې ژوند کوي او د خپل ځان يا کورنۍ د غړو د ژوند لګښتونه پوره نه کړای شي، له دولت څخه مرسته ترلاسه کوي. د دې مرستو ترلاسه کولو لپاره يو مهم ځای جاب‌سنټر دی. جاب‌سنټر د ځينو شرايطو په پوره کولو سره له هغو کسانو سره مرسته کوي چې تر اوسه يې په جرمني کې کار نه وي کړی، له يوه کال راهيسې اوزګار وي او يا هم په کار کې کم معاش اخلي. دغه مرستې ته د اړمنو کسانو پیسې یا هم Burgergeld ویل کېږي چې پخوا ورته د بېکارۍ لومړی ډول پیسې نوم کارېده. د جاب‌سنټر کارکوونکي له تاسې سره د کار موندلو لپاره هم مرسته کوي. که د کار لپاره اړتيا وي، جاب‌سنټر به ستاسې د ژبې د کورس او يا اضافي زده‌کړو (Weiterbildungen) لګښتونه هم پر غاړه واخلي.

که څوک په جرمني کې ژوند کوي او د خپل ځان يا کورنۍ د غړو د ژوند لګښتونه پوره نه کړای شي، له دولت څخه مرسته ترلاسه کوي. د دې مرستو[...]

د عامه خپرونو پیسې (Rundfunkbeitrag) څه ته وايي؟

د عامه خپرونو پیسې (Rundfunkbeitrag) څه ته وايي؟
د ټلويزيون او راډيو پیسې ولې غوښتل کيږي؟

که ټلويزون يا راډيو روښانه کړئ؛ ډېر چينلونه کتلای شئ. هغه شرکتونه چې دا چينلونه او خپرونې چلوي؛ په دوو ډلو وېشل کيږي: شخصي خپرندويه ادارې او دولتي خپرونديه بنسټونه. شخصي ادارې د اعلانونو له لارې تمويليږي. خو د ARD، ZDF او نورو په شان دولتي يا عامه خپرندويه رسنۍ د خپرونو د هغو پیسو له لارې تمويليږي چې د عامو خلکو له لوري ورکول کيږي. ټول هغه کسان چې په جرمني کې د استوګنو په توګه ثبتيږي؛ بايد دا پیسې ورکړي څو وکړای شي له دې عامه خپرونو ګټه واخلي. البته که په عمل کې څوک له دې خپرونو ګټه اخلي يا نه؛ دا پیسې ترې غوښتل کيږي. د خپرونو د پیسو د راټولولو چارې د (Rundfunkbeitragsstaatsvertrag) ادارې له لوري پر مخ وړل کيږي.

که ټلويزون يا راډيو روښانه کړئ؛ ډېر چينلونه کتلای شئ. هغه شرکتونه چې دا چينلونه او خپرونې چلوي؛ په دوو ډلو وېشل کيږي: شخصي خپرندويه[...]

د کور د کرایې تړون/قرارداد

د کور د کرایې تړون/قرارداد
د کور د کرایې د تړون له لاسلیک مخکې باید څه شي ته پام وشي؟

د کورونو مالکانو او کرایه کوونکو ترمنځ د قانوني اړیکو سند ته د کرایې تړون ویل کېږي – نو ځکه مهمه ده چې دا تړون له لاسلیک کولو مخکې په دقت ولوستل شي. دلته به پوه شئ چې د کور د کرایې په تړون کې باید کومو شیانو ته پام وکړئ.

د کورونو مالکانو او کرایه کوونکو ترمنځ د قانوني اړیکو سند ته د کرایې تړون ویل کېږي – نو ځکه مهمه ده چې دا تړون له لاسلیک کولو مخکې[...]

د کورونو د مرستې پیسې (Wohngeld)

د کورونو د مرستې پیسې (Wohngeld)
څوک د کورونو د مرستې پیسې ترلاسه کولی شي؟

د کورونود مرستې پیسې يا وونګېلډ (Wohngeldیوه ټولنیزه مرسته ده چې د ټیټ عاید لرونکو کسانو ته ورکول کيږي. دا مرسته د کرایې لګښتونو په پوره کولو کې مرسته کوي. دلته موږ روښانوو چې د کورونو مرستې پیسې څه دي، څوک يې مستحق دي، څومره ترلاسه کولی شئ او څنګه یې بايد غوښتنه وشي.

د کورونو د مرستې پیسې يا وونګېلډ (Wohngeldیوه ټولنیزه مرسته ده چې د ټیټ عاید لرونکو کسانو ته ورکول کيږي. دا مرسته د کرایې لګښتونو[...]

له کرايي کور څخه وتل (Auszug)

له کرايي کور څخه وتل (Auszug)
کله چې کرايي کور پرېږدې، څه ته بايد پام وکړئ؟

له کرایې له کور څخه وتل یا نوي کور ته کډه کول جنجالي کار دی او ډېره ستړيا لري. دلته به تاسې ته وښيو چې څه ته پام وکړئ او کوم ګامونه اړين دي، څو هر څه په اسانۍ ترسره شي.

له کرایې له کور څخه وتل یا نوي کور ته کډه کول جنجالي کار دی او ډېره ستړيا لري. دلته به تاسې ته وښيو چې څه ته پام وکړئ او کوم ګامونه[...]

په جرمني کې ثبتېدل یا Anmeldung

په جرمني کې ثبتېدل یا Anmeldung
چېرته او څنګه ځان ثبتولای شم؟

په اصل کې هر هغه څوک چې جرمني ته راځي او غواړي له دريو مياشتو زيات پاته شي، بايد په دوو اونيو کې د ننه له اړونده ادارو سره د اوسېدو د ځای پته او خپلې ځانګړنې ثبت (Anmeldung) کړي. همدا شان هغه کسان چې په جرمني کې له يوه ځايه بل ته کډه کوي، بايد د خپل اوسېدو د ځای پته ثبت کړي.

د استوګنې د ثبت سند د بېلګې په توګه هغه وخت مهم وي کله چې تاسو نوې پېژندپاڼه یا پاسپورټ ترلاسه کوئ، د اوسېدو اجازه‌لیک غواړئ یا تمدیدوئ، بانکي حساب پرانیزئ یا کور کرایه کوئ. دغه سند د ماشومانو پیسو یا د واده لپاره د نوم لیکنې پر مهال هم غوښتل کيږي.، کارګمارونکي، ښوونځي او ادارې هم ډیری وخت د دې سند غوښتنه کوي. دلته به د کور يا استوګنځي پتې د ثبتولو يا لغوه کولو په اړه مالومات ولولئ.

مهم: دا ثبتېدل د پناغوښتنې له پروسې سره اړه نه لري او پناغوښتونکي بايد پر دې ثبتېدلو د پاسه ځانونه د مهاجرو په اداره (Ausländerbehörde) کې هم ثبت کړي. د کډوالو د ثبت د پروسې په اړه نور مالومات (د پناغوښتونکي په توګه ثبتېدل) په څپرکي کې ولولئ.

په جرمني کې د مهاجرو کمپونه

په جرمني کې د مهاجرو کمپونه
د مهاجرو د کمپونو د يوه استوګن په توګه کوم حقونه لرم؟

د آلمان د مهاجرو په کمپونو يا د لومړنيو منلو په مرکزونو کې ډېر وخت په زيات شمېر کسان په محدودو ځايونو کې ژوند کوي. ځکه نو د دې لپاره چې ټول استوګن يو له بل سره په آرامۍ ژوند وکړي؛ ځينې قوانين او مقررات پلي کيږي او د کمپونو مامورين يې له پلي کولو ځان ډاډه کوي. دا قوانين د يوه اصل په توګه له څو استثنايي حالاتو پرته په ټولو مرکزونو کې پلي کيږي.

د آلمان د مهاجرو په کمپونو يا د لومړنيو منلو په مرکزونو کې ډېر وخت په زيات شمېر کسان په محدودو ځايونو کې ژوند کوي. ځکه نو د دې[...]

په جرمني کې د کثافاتو بېلول

په جرمني کې د کثافاتو بېلول
څنګه کولای شم په‌ آلمان کې کثافات په سمه توګه سره بېل کړم؟

د کثافاتو بېلول په دې مانا دي چې د غورځول کېدونکو شيانو بېلابېل ډولونه سره جلا شي او بېل بېل ريسایکل شي. په جرمني کې د کثافاتو بېلول د مصرفوونکو له لوري پیليږي. په دې مانا چې هر کور د کثافاتو بېلابېل ستلونه لري او هر شی په جلا ستلونو  يا کانتيرونه کې اچول کيږي.

په جرمني کې د کثافاتو يوه ستره برخه بېرته کارول يا په نورو توکو اړول کيږي کيږي او دا کار د لومړنيو موادو د سرچينو له خونديتوب او طبيعت ساتنې سره مرسته کوي. له دې سره سره د ريسايکل صنعتګر او سون موادو توليدوونکي له کثافاتو ګټه اخلي او د خپلو ګټو لپاره له يو بل سره سيالي کوي. ځکه خو ځينې کسان د کثافاتو د بېلوالي هدف ته د شک په سترګه ګوري او په دې اړه بحثونه کوي. په هر حال د کثافاتو له توليد څخه مخنيوی د حل تر ټولو غوره او اسانه لار ده.

په څو رنګونو د کثافت‌دانيو شتون ښيي چې په دې اړه تېروتنه کېدلای شي. په دې برخه کې وړې تېروتنې هم د ريسايکل برخې کارکوونکي اړ کوي څو د ريسايکل پر مهال بيا کثافات سره بېل کړي. که موږ او تاسې په سمه توګه کثافات سره بېل کړو؛ د دې اضافه کار مخنيوی به وشي او د چاپېريال له ساتنې سره مرسته شوې وي.

په جرمني کې کثافات څه ډول سره بېلولای شم؟ په هنډبوک جرمني کې د بيا کارول کېدونکو بوتلونو، کوتيو، برقي ضايعاتو او زړو جامو د ځای پر[...]

په جرمني کې د کرايي کور موندل

په جرمني کې د کرايي کور موندل
څنګه کولای شم په جرمني کې د اوسېدو لپاره کور ومومم؟

په وړو ښارونو او کليو کې حالت ښه دی خو د جرمني په لويو ښارونو کې د وړ کور پيدا کول يو څه ستونزمن دي او د معاملو د رهنما دفترونو د فيس تر څنګ کرايې لوړې دي. د کورونو د موندلو لپاره معمول لاره په انټرنېټ کې پلټنه ده. ګڼ انټرنېټي وېبساټونه او پاڼې د کورونو د اعلانونو لپاره طرحه شوي او په دې اړه ډېرې خبرتياوې خپروي. بله سرچينه ښايي ورځپاڼې وي خو د دې لپاره چې وړ او له خپلو شرايطو سره سم کور ومومئ، لاندې مالومات ولولئ.

په وړو ښارونو او کليو کې حالت ښه دی خو د جرمني په لويو ښارونو کې د وړ کور پيدا کول يو څه ستونزمن دي او د معاملو د رهنما دفترونو د[...]

په جرمني کې د کرایي کور موندل

په جرمني کې د کرایي کور موندل
کله چې نوي کور ته کډه کوو، کومو شیانو ته پام کول اړین دی؟

د جرمنی په ډېرو ښارونو کې د نوي کور موندل یوه ننګونه ده. کله چې په پای کې یو کور ومومئ، ډېر کارونه شته لکه د تړون کتنه، د بریښنا او انټرنیټ خدماتو لپاره تړون او د کډې کولو پلان جوړول چی باید ترسره شي. په دې لارښود کې ټول هغه مهم ټکي بیان شوي چې باید په پام کې ونیول شي. د دې پاڼې په پای کې یو چکلیست شته چې د ښه پلان جوړولو لپاره ستاسې سره مرسته کوي.

د جرمنی په ډېرو ښارونو کې د نوي کور موندل یوه ننګونه ده. کله چې په پای کې یو کور ومومئ، ډېر کارونه شته لکه د تړون کتنه، د بریښنا او[...]

په جرمني کې شوفا

په جرمني کې شوفا
شوفا څه شی ده او ولې ورته اړتيا ده؟

د کور يا دوکان د کرايه کولو پر مهال د کور خاوندان، شرکتونه يا کرايه ورکوونکي د شوفا د حساب د تصفيې د سند غوښتنه کوي. که له بانکونو د پور غوښتنه کوئ؛ دوی به هم د شوفا يو پوښتنليک وغواړي او يا به يې خپله ترلاسه کړي. حتا که ټليفون يا موټر په مياشتني قسط اخلئ؛ ستاسې قرارداد به د شوفا اړوند ماده ولري. دا کارونه د (Schufa Holding AG) کمپنۍ اړوند کيږي کومه چې د پورونو د پلټنې شرکت دی او له شرکتونو او د هغوی د مشتريانو د پورونو د پروسې په اړه مالومات راټولوي. شوفا هالډېنګ ستاسې د پخوانيو حسابونو تاريخ ګوري او د راتلونکو حسابونو د ورکړې په اړه د شمېرو له مخې ستاسې د چلند وړاندوينه کوي. دې پروسې ته د کرېدېت درجه‌بندي وايي.

شوفا هالډېنګ د شوفا د راپور لپاره پیسې غواړي. د جرمني د قانون له مخې تاسې په کال کې يو ځل د شوفا راپور په وړيا ډول ترلاسه کولای شئ. د دې راپور له مخې پوهېږئ چې کوم مالومات خوندي شوي؛ له کومه ځايه ترلاسه شوي او چا ته لېږل شوي.

مهم: ځينې کسان ښايي په ورځپاڼو يا انټرنېټي اعلانونو کې د شوفا له غوښتنې پرته قرضه وړاندې کړي. په دې کسانو باور مه کوئ؛ ځکه يوه ستره برخه يې درغلګر دي.

د کور يا دوکان د کرايه کولو پر مهال د کور خاوندان، شرکتونه يا کرايه ورکوونکي د شوفا د حساب د تصفيې د سند غوښتنه کوي. که له بانکونو[...]