(Freiberufler) آزاد کار
ډېر کسان دا هیله لري چې خپل کار ولري او خپله د خپل ځان رييس شي. هر څوک کولای شي د خپل کار نظريې ته پراختيا ورکړي او خپلواک واوسي. هغه څوک چې خپله يو کار پيلوي؛ (Existenzgründung) ورته وايي. د خپل کار درلودونکي په توګه تاسې خپله پرېکړه کوئ چې څه وخت او څه کار وکړئ. البته آزاد کار ډېر کار او زيار ته اړتيا لري. په دې حالت کې تاسې د هر څه مسؤوليت لرئ او بايد ډېرو شيانو ته پام وکړئ. د آزاد کار پر مهال مو ښايي عايد ثابت نه وي او کله ناکله ښايي له زيان سره هم مخ شئ.
په دې څپرکي کې به د آزاد کار د پیلولو او اړونده موضوعاتو په اړه ګټور مالومات ترلاسه کړئ. که څوک آزاد کارکوونکی يا (Freelancer) نه وي؛ کولای شي د کاروبار يا سوداګرۍ په نامه زموږ په بل څپرکي کې په دې اړه بشپړ مالومات ترلاسه کړي.
شرکتي کار يا خدمتي دنده
شرکتي کار د لنډمهالي ګمارنې (Zeitarbeit / Leiharbeit) يا د خدمتي ماموريت په نامه هم يادولای شو. دا ډول کارکوونکي له يوه شرکت سره قرارداد لري او دا شرکت بيا دوی نورو کمپنيو او ادارو ته د کار يا د لنډمهالي ماموريت لپاره ليږي. دا کار ښايي هغه مهال وشي چې نور شرکتونه په بېړني ډول د کار لپاره يوه مامور ته اړتيا ولري او د خدمتي کارکوونکو له شرکت څخه يو مامور پور کړي. دا کار کوونکي په نوي شرکت کې کار کوي خو د شرکت د اصلي مامورينو له ډلې نه شمېرل کيږي او معاش به يې د پور ورکوونکي شرکت له خوا ورکړل شي. د لنډمهالې ګمارنې شرکت په بشپړ ډول ستاسې د کارونو مسؤول دی او تاسې بايد د رخصتۍ په شان شيانو غوښتنه له دوی څخه وکړئ. دا شرکت به ستاسې د ټولنيزې بيمې لګښتونه هم ورکړي.
يادونه: لنډمهالی ګمارنه يا شرکتي کار د لنډ وخت لپاره د کار په مانا نه ده. په دې ډول کار کې تاسې د اصولو له مخې د لنډمهالي کار د يوه شرکت له لوري د بشپړ وخت لپاره ګمارل کېږئ او يوازې کارځايونه يا دفترونه مو وخت پر وخت بدليږي رابدليږي. په معمول ډول له ګمارونکي شرکت سره ستاسې د کار قراداد دايمي دی.
لنډمهالی ګمارنه ډېر وخت د فلزي صنايعو او الکتريکي برخو او د خونديتوب، لوجستيک، ترانسپورت، اداري او دفتري چارو کې ترسره کيږي. البته ښايي دا کارکوونکي په عمومي ډول په ټولو څانګو کې کار وکړي. ځينې وخت د لنډمهالې ګمارنې د شرکتونو له لوري ان نامسلکي کارګر هم غوښتل کيږي او دنده ورکول کيږي.
پانګونه او کاروبار
ډېر کسان دا هیله لري چې خپل کار ولري او خپله د خپل ځان رييس شي. هر څوک کولای شي د خپل کار نظريې ته پراختيا ورکړي او خپلواک واوسي. هغه څوک چې خپله يو کار پيلوي؛ (Existenzgründung) ورته وايي. د خپل کار درلودونکي په توګه تاسې خپله پرېکړه کوئ چې څه وخت او څه کار وکړئ. البته سوداګري او د تجارت کار ډېر زيار ته اړتيا لري. په دې حالت کې تاسې د هر څه مسؤوليت لرئ او بايد ډېرو شيانو ته پام وکړئ. د سوداګرۍ پر مهال که څوک ډېره پانګونه وکړي؛ ښايي د زيان پر مهال ډېره سرمايه هم له لاسه ورکړي.
په دې څپرکي کې به سوداګرۍ يا کاروبار د پیلولو او اړونده موضوعاتو په اړه ګټور مالومات ترلاسه کړئ. که څوک غواړي يو دوکان پرانيزي يا کوم شرکت خلاص کړي؛ کاروباري يا سوداګر ګڼل کيږي. که څوک رستورانت، دوکان يا فابريکه خلاصول غواړي؛ هغه بايد ثبت کړي او نورې قانوني مرحلې يې په پام کې ونيسي.
که څوک د ډاکټر، وکيل يا ژباړن په شان آزاد کارکوونکی يا (Freelancer) وي؛ کولای شي د د آزاد کار په په نامه زموږ په بل څپرکي کې په دې اړه بشپړ مالومات ترلاسه کړي.
پرکتيکوم
د عملي زدهکړو يا پرکتيکوم په مرسته کولای شئ د کار تجربه ترلاسه کړئ او د دندې ترلاسه کولو لپاره ښه فرصتونه ومومئ. په ډېرو ښوونځيو او پوهنتونونو کې له زدهکوونکو غوښتل کيږي چې د زدهکړو پر مهال په ځينې اجباري پرکتيکومونو کې برخه واخلي. دلته به تاسې د پرکتيکوم ترسره کوونکي په توګه د خپلو حقونو، د پرکتيکوم ترسره کولو د ګټو او له پرکتيکوم پیلولو مخکې د مهمو مسايلو په اړه مالومات ولولئ.
په جرمني کې د محصلانو لپاره کار
که څوک زدهکړه کوي او د بافوګ (BAföG) په شان مالي ملاتړ نه لري؛ ښايي د تحصيل تر څنګ کار او پیسو ګټلو ته هم اړ شي څو وکولای شي خپل خرڅ او خوراک برابر کړي. په داسې حالاتو کې فرعي دنده يا (Nebenjob) ترسره کولای شئ. دا مهمه نه ده چې تاسې په خپله راتلونکې مسلکي څانګه کې کار کوئ که نه، خو دا ډول دنده د کاري تجربې او پیسو تر څنګ د ګټورو اړيکو جوړولو لپاره هم ښه ده. د داسې دندو ترسره کولو پر مهال ښايي له ځينو پوښتنو سره مخ شئ. د بېلګې په توګه، بيمه به مې څوک ورکوي؟ دا دنده پر بافوګ څه اغېز لري؟ دلته دې او دې ته ورته نورو ګڼو پوښتنو ته ځوابونه وايو.
يادونه: د ښوونځيو زدهکوونکي د کار اجازه نه لري.
په جرمني کې وړې دندې يا مينيجاب (Minijob)
ځينې زدهکوونکي، متقاعد کسان، د کورونو مېرمنې يا نارينه او نور کسان يوازې او يا د بلې دندې تر څنګ مينيجاب يا وړه نده هم ترسره کوي او په دې توګه په خپل عايد هره مياشت يو څه پیسې ورزياتوي. دلته د دې ډول دندو په اړه بشپړ مالومات درکوو.