زده‌کړې

ژبه، ښوونځی، لوړې زده‌کړې، حرفوي زده‌کړې او نور

د ادغام يا انټګراڅيون کورسونه

جرمني ژبه او د انټګراڅيون کورسونه
څنګه کولای شم جرمني ژبه زده کړم؟

که جرمني ته تازه راغلي ياست، ښايي په دې به پوهېږئ چې د جرمني ژبې نه زده‌کړه يوه ستره ستونزه ده. د دې لپاره چې د بېلګې په ډول د بهرنيانو چاردو په اداره (Ausländerbhörde) يا د ټولنيزو خدمتونو د ادارې له کارکوونکو سره خبرې وکړئ، بايد په جرمني ژبه وپوهېږئ. همدا شان که غواړئ په جرمني کې واوسېږئ او وغواړئ چې له خلکو سره اړيکې ولرئ، په پوهنتون کې زده‌کړه کول غواړئ يا مسلکي روزنې او يا هم دنده تر لاسه کول غواړئ نو بايد جرمني ژبه مو زده وي. د انټګراڅيون (Integrationskurs) يا ادغام په کورسونو کې د جرمني ژبې تر څنګ د جرمني د کلتور او تاريخ په اړه هم مالومات درکول کيږي.

که جرمني ته تازه راغلي ياست؛ ښايي په دې به پوهېږئ چې د جرمني ژبې نه زدکړه يوه ستره ستونزه ده. د دې لپاره چې د بېلګې په ډول د[...]

د جرمني د پوهنتونونو سيستم

د جرمني د پوهنتونونو سيستم
څنګه کولای شم د جرمني په يو پوهنتون کې زده‌کړه وکړم؟

د جرمني په پوهنتونونو کې زدکړه، د زدکړو د يوه نړيوال سند د ترلاسه کولو او د جرمني ژبې د مهارتونو پياوړي کولو لپاره ښه فرصت دی. په جرمني کې سلګونه پوهنتونونه، د موزيک اکاډمۍ، د تطبيقي علم پوهنتونونه، د هنر کالجونه او د فلم ښوونځي فعال دي. د دوی له منځه د وړ پوهنتون ټاکل اسانه کار نه دی. له دې مخکې چې په يوه ځانګړي پوهنتون کې زدکړې پیل کړئ؛ بايد د زدکړو او درجې ترلاسه کولو په اړه ښه غور وکړئ.

که څه هم ځينې پوهنتونونه په انګليسي تدريس کوي خو يوه زياته برخه پوهنتونونه په جرمني ژبه دي. همدا شان د دولتي پوهنتونونو تر څنګ ځينې خصوصو پوهنتونونه هم شته چې ښايي زيات فيس واخلي. پوهنتون ته له نوم‌ليکنې وړاندې بايد د جرمني ژبې ازموينه ترسره کړئ او تاييد کړئ چې پخواني ترلاسه کړي سندونه مو په جرمني کې په رسميت پېژندل کيږي. دلته د دې ټولو موضوعاتو په اړه مالومات درکوو. لا زيات مالومات زموږ په نورو څپرکيو (پوهنتون ته نوم ليکنه) او (د زده‌کړو تمويل) کې لوستلای شئ.

د جرمني په پوهنتونونو کې زدکړه، د زدکړو د يوه نړيوال سند د ترلاسه کولو او د جرمني ژبې د مهارتونو پياوړي کولو لپاره ښه فرصت دی. 

د جرمني پوهنتونونو ته نوم‌ليکنه

د جرمني پوهنتونونو ته نوم‌ليکنه
څنګه کولای شم د جرمني په يوه پوهنتون کې داخله وکړم؟

له دې پرته چې څوک په جرمني کې ژوند کوي او که نه دلته په پوهنتونو کې لوړې زده‌کړې د راتلونکي کاري ژوند لپاره ډېر چانسونه په لاس درکوي. البته د محصل په توګه پیل ډېر آسانه نه دی. تاسې باید ډېر شرطونه پوره کړئ او ډېرو قوانينو ته پام وکړئ. دا چې څه ډول په جرمني کې د تحصيل لپاره ځای ومومو او څه ډول هغه ته غوښتنه وړاندې کړئ او يا په بهر کې پیل شوې لوړې زده‌کړې څه ډول دلته بشپړې کړئ؛ دلته ځوابونه او مالومات درکوو.

له دې پرته چې څوک په جرمني کې ژوند کوي او که نه، دلته په پوهنتونو کې لوړې زده‌کړې د راتلونکي کاري ژوند لپاره ډېر چانسونه په لاس[...]

د جرمني ژبې زده‌کړه

د جرمني ژبې زده‌کړه
چېرته جرمني ژبه زده کولای شم؟

د جرمني ژبې د زده‌کړې يا ځواکمنولو ل‍پاره ګڼ فرصتونه شته. که انټګراڅيون کورس يا د دندې لپاره د جرمني ژبې کورس مو هم نه وي ترسره کړی، کولای شئ جرمني ژبه زده يا پياوړې کړئ. دلته د جرمني ژبې د وړيا يا ارزانه کورسونو او فرصتونو په اړه مالومات درکوو.

د جرمني ژبې د زده‌کړې يا ځواکمنولو ل‍پاره ګڼ فرصتونه شته. که انټګراڅيون کورس يا د دندې لپاره د جرمني ژبې کورس مو هم نه وي ترسره کړی[...]

د دندې لپاره د جرمني ژبې کورسونه

د دندې لپاره د جرمني ژبې کورسونه
څنګه کولای شم تر لوړې کچې د جرمني ژبې زده‌کړې ته دوام ورکړم؟

که د انټګراڅيون يا د جرمني ژبې بل کورس مو بشپړ کړی وي او غواړئ نوره جرمني ژبه هم زده کړئ؛ کولای شئ د دندې لپاره د جرمني ژبې په کورس (Deutsch für den Beruf - Berufssprachkurse) کې ګډون وکړئ. دې کورس ته (berufsbezogene Deutschsprachförderung) هم وايي. دا کورس به له تاسې سره مرسته وکړي چې د جرمني د کار په مارکېټ کې ګام کېږدئ او يا زده‌کړو ته دوام ورکړئ.

که د انټګراڅيون يا د جرمني ژبې بل کورس مو بشپړ کړی وي او غواړئ نوره جرمني ژبه هم زده کړئ؛ کولای شئ د دندې لپاره د جرمني ژبې په کورس[...]

د سندونو تاييد شوې کاپيانې

د سندونو تاييد شوې کاپيانې
تاييد شوې کاپي څه ته وايي؛ زه ولې اړتيا ورته لرم او چېرته يې ترلاسه کولای شم؟

 تاييد شوو کاپيانو (beglaubigte Kopie) اصطلاح يا (Sie müssen das beglaubigen lassen) جمله مو خامخا ډېره اورېدلې ده. په ځانګړي ډول پوهنتون ته د نوم‌ليکنې پر مهال او يا هم په شتندس امت کې ځينې وخت د سندونو د تاييد شوو کاپيانو غوښتنه کيږي. تاييد شوې کاپي څه ته وايي؛ زه ولې اړتيا ورته لرم او چېرته يې ترلاسه کولای شم؟ دلته په دې اړه بشپړ مالومات او ګټور لېنکونه ترلاسه کولای شئ.

آيا د سندونو تصديق ته اړتيا لرئ؟ موږ په هنډبوک جرمني کې تاسې ته د تاييد شوو کاپيانو، رسمي ټاپې او د جرمني په ادارو کې د سندونو د[...]

د فراغت د بهرنيو سندونو د رسمي کولو لپاره د جرمني ويزه

د فراغت د بهرنيو سندونو د رسمي کولو لپاره د جرمني ويزه
کولای شم په جرمني کې د خپل فراغت سندونه رسمي کړم؟

د دې لپاره چې په بهر کې د حرفوي يا لوړو زده‌کړو بشپړوونکي وکړای شي په جرمني کې  په خپل مسلک کې کار وکړي، بايد په جرمني کې د خپل فراغت سندونه رسمي‌کړي. دا کار د رسمي کولو د ادارو يا (Anerkennungsstellen) له لارې کيږي. ځينې وخت ښايي د ځينې سندونو کموالی د دې سبب شي چې د يو چا د فراغت سندونه په بشپړ ډول رسمينه شي. که تاسې هم له داسې حالت سره مخ ياست، کولای شئ په جرمني کې د مسلکيتوب (Qualifizierungsprogramm) په پروګرامونو کې ګډون وکړئ. دا پروګرام ښايي يو مسلکي کورس او يا هم د دندې لپاره د جرمني ژبې زده‌کړه وي.

يادونه: که غواړئ خپل تحصیلي اسناد په جرمني کې د کار لپاره تایید کړئ، کولی شئ د استوګنې قانون (§16d Aufenthaltsgesetz) له مخې د استوګنې اجازه ترلاسه کړئ. د دې لپاره باید ثابته کړئ چې د کار وړاندیز د یو مسلکي کار لپاره دی. ( د کلیسایي فعالیتونو یا د نرسینګ مسلکونو لپاره ځینې استثناوې یا اسانتیاوې شته).

که جرمني ته د تحصیلي سندونو د ارزونې (Qualifikationsanalyse) ترسره کولو یا ازموینې ورکولو لپاره راځئ، کولی شئ  د استوګنې اجازه ترلاسه کړئ. د دا ډول استوګنې اجازه د تر ټولو ډېرو ۶ میاشتو لپاره ورکول کیږي. په عمومي توګه د دې اجازې لپاره، له خپلې تحصیلي کچې سم د جرمني ژبې A2 سند ته هم اړتیا لرئ. همدارنګه باید ثابته کړئ چې تاسې د "Qualifikationsanalyse" لپاره بلنه ترلاسه کړې ده.

د دې لپاره چې په بهر کې د حرفوي يا لوړو زده‌کړو بشپړوونکي وکړای شي په جرمني کې  په خپل مسلک کې کار وکړي، بايد په جرمني کې د خپل[...]

د لوري موندنې لومړني کورسونه

د لوري موندنې لومړني کورسونه
د لوري موندنې په لومړنيو کورسونو کې کوم شيان زده کيږي؟

په يوه بل هېواد کې نوی ژوند پيلول اسانه کار نه دی. يوازې د ژبې زده‌کړه نه ده، بلکې په ورځني ژوند کې هم بايد لاره او ګودر وموندل شي. په ځانګړې توګه د کډوالو لپاره نوی ژوند ستونزمن وي او نه شي کولای په اسانۍ له نوي ژوند سره ځان برابر کړي. له همدې کبله په جرمني کې د لوري موندنې لومړني کورسونه (Erstorientierungskurse) وړاندې کيږي. په دې کورسونو کې د جرمني ژبې لومړنۍ کلمې او جملې زده کوئ او په جرمني کې د ژوند په اړه مهم مالومات درکول کيږي. د بېلګې په توګه دا زده کوئ چې امبولانس ته څه ډول زنګ وهل کيږي او په جرمني کې کوم دودونه او رواجونه شته.

مهم: ډېر کډوال کولای شي جرمني ته رارسېدو سملاسي وروسته د ادغام يا انټګراڅيون کورس پيل کړي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (د انټګراڅيون کورسونه) کې ولولئ.

په دې کورسونو کې د جرمني ژبې لومړنۍ کلمې او جملې زده کوئ او په جرمني کې د ژوند په اړه مهم مالومات درکول کيږي.

د ښوونځيو حرفوي زده‌کړې

د ښوونځيو حرفوي زده‌کړې
آيا زه حرفوي زدکړې يا Ausbildung ترسره کولای شم؟

که غواړئ په جرمني کې دنده ومومئ؛ ضرور نه ده چې يوازې لوړې زده‌کړې ولرئ. تاسې کولای شئ په يوه مسلک کې د حرفوي روزنې يا اوسبيلډونګ دوره بشپړه کړئ. په دې برخو کې زده‌کړې له يوه تر درې‌نيمو کالو وخت نيسي. په ځينو برخو کې اوسبيلډونګ يوازې په ښوونځي کې ترسره کيږي (Schulische Ausbildung)؛ خو په ځينو نورو کې د ښوونځي د درسونو تر څنګ په شرکتونو کې عملي کار هم ورکول کيږي (Duale Ausbildung). په دې څپرکي کې تاسې ته د ښوونځيو د اوسبیلډونګ په اړه مالومات درکوو. د دوه‌ګوني اوسبیلډونګ په اړه بشپړ مالومات زموږ په بل څپرکي کې ولولئ. د ښوونځيو اوسبيلډونګ په افغانستان کې له مسلکي ښوونځيو، تخنيکم او سوريه کې له منځنيو انستيتيوتونو سره د پرتلې وړ دی خو په جرمني کې دا سيستم د لوړو تدريسي تخنيکونو او زياتو علمي معيارونو درلودونکی دی. د اوسبيلډونګ له بشپړولو سره تاسې د هماغې څانګې مسلکي کس ګڼل کېږئ او په جرمني کې دې ډول کسانو ته زياته اړتيا ده. همدا شان دا کسان له عادي کاريګرو ډېرو پیسې ګټلای شي. ځکه نو ښايي په دې برخه کې زده‌کړې ستاسې د راتلونکي مسلکي او شخصي ژوند جوړولو ل‍پاره مهمې وي.

که غواړئ په جرمني کې دنده ومومئ؛ ضرور نه ده چې يوازې لوړې زده‌کړې ولرئ. تاسې کولای شئ په يوه مسلک کې د حرفوي روزنې يا اوسبيلډونګ[...]

دوه‌ګونې وظيفوي حرفوي زدکړې يا Duale Ausbildung

دوه‌ګونې وظيفوي حرفوي زدکړې يا Duale Ausbildung
آيا زه حرفوي زدکړې يا Ausbildung ترسره کولای شم؟

که غواړئ په جرمني کې دنده ومومئ؛ ضرور نه ده چې يوازې لوړې زده‌کړې ولرئ. تاسې کولای شئ په يوه مسلک کې د حرفوي روزنې يا اوسبيلډونګ دوره بشپړه کړئ. په جرمني کې په شاوخوا ۳۳۰ بېلابېلو څانګو کې حرفوي زده‌کړې کيږي. په دې برخو کې زده‌کړې له يوه تر درې‌نيمو کالو وخت نيسي. په ځينو برخو کې اوسبيلډونګ يوازې په ښوونځي کې ترسره کيږي (Schulische Ausbildung) خو په ځينو نورو کې د ښوونځي د درسونو تر څنګ په شرکتونو کې عملي کار هم ورکول کيږي (Duale Ausbildung). په دې څپرکي کې د دوه‌ګوني اوسبیلډونګ په اړه مالومات درکوو. د ښوونځيو د اوسبیلډونګ په اړه بشپړ مالومات زموږ په بل څپرکي کې ولولئ. اوسبيلډونګ په افغانستان کې له مسلکي ښوونځيو، تخنيکم او سوريه کې له منځنيو انستيتيوتونو سره د پرتلې وړ دی خو په جرمني کې دا سيستم د لوړو تدريسي تخنيکونو او زياتو علمي معيارونو درلودونکی دی. د اوسبيلډونګ له بشيړولو سره تاسې د هماغې څانګې مسلکي کس ګڼل کېږئ او په جرمني کې دې ډول کسانو ته زياته اړتيا ده او له فراغت وروسته د عادي کارګرو په پرتله، ډېرې پیسې ګټلای شي. ځکه نو ښايي په دې برخه کې زده‌کړې ستاسې د راتلونکي مسلکي ژوند جوړولو ل‍پاره مهمې وي.

که غواړئ په جرمني کې دنده ومومئ؛ ضرور نه ده چې يوازې لوړې زده‌کړې ولرئ. تاسې کولای شئ په يوه مسلک کې د حرفوي روزنې يا اوسبيلډونګ[...]

پرکتيکوم

پرکتيکوم
څنګه کولای شم په جرمني کې عملي زده‌کړې يا پرکتيکوم ومومم؟

د عملي زده‌کړو يا پرکتيکوم په مرسته کولای شئ د کار تجربه ترلاسه کړئ او د دندې ترلاسه کولو لپاره ښه فرصتونه ومومئ. په ډېرو ښوونځيو او پوهنتونونو کې له زده‌کوونکو غوښتل کيږي چې د زده‌کړو پر مهال په ځينې اجباري پرکتيکومونو کې برخه واخلي. دلته به تاسې د پرکتيکوم ترسره کوونکي په توګه د خپلو حقونو، د پرکتيکوم ترسره کولو د ګټو او له پرکتيکوم پیلولو مخکې د مهمو مسايلو په اړه مالومات ولولئ.

د عملي زده‌کړو يا پرکتيکوم په مرسته کولای شئ د کار تجربه ترلاسه کړئ او د دندې ترلاسه کولو لپاره ښه فرصتونه ومومئ. په ډېرو ښوونځيو[...]

په جرمني کې د بهرنيو اسنادو رسمي کول

په جرمني کې د بهرنيو سندونو رسمي کول
څنګه کولای شم د خپلو زدکړو اسناد په جرمني کې رسمي کړم؟

که څوک د خپل هېواد مسلکي، د پوهنتون يا ښوونځي د فراغت سندونه ولري، کولای شي په جرمني کې يې رسمي يا تاييد کړي. د سندونو د رسمي کولو شونتيا پر (Anabin) وېبسایټ کتلی شئ. د رسمي کولو په پروسه کې به ستاسې سندونه په جرمني کې له ورته سندونو سره پرتله شي او که معادل وګڼل شي نو هماغه شان رسميت به ومومي. په بله وينا، د مسلکي سندونو د رسمي کولو مانا ارزونه ده او که پايله مثبت وه، ستاسې سندونه به تاييد شي او په جرمني کې به له اړوند سند سره معادل وبلل شي. په دې ډول به تاسې په جرمني کې د کار لپاره ډېر چانسونه ولرئ.

د بهرنيو سندونو ټول درلودونکي په جرمني کې د خپلو سندونو رسمي کولو حق لري. په دې برخه کې ستاسې د استوګنې د اجازې حالت او تابعيت هېڅ رول نه لري.

يادونه: له جرمني بهر کسان بايد د مسلکي سندونو د رسمي کولو لپاره په جرمني کې د کار يا زده‌کړو د وړانديز يا قرارداد په شان يو سند د ثبوت په توګه وړاندې کړي.

په ځينې مسلکونو کې د کار لپاره د اسنادو رسمي کول ضروري دي څو د هغو پر بنسټ د کار اجازه تر لاسه کړئ. د بېلګې په توګه د ډاکټر په توګه[...]

په جرمني کې د زده‌کړو او ګډون لپاره مالي مرسته

په جرمني کې د زده‌کړو او ګډون لپاره مالي مرسته
څه ډول کولای شم د زده‌کړو او ګډون د مرستندويې بستې غوښتنه وکړم؟

د ښوونځيو اړوند په علمي يا تفريحي سفر کې ګډون، د موس‍يقۍ د يوې وسيلې زده‌کړه، په سپورتي کلب کې ګډون او دې ته ورته نور فعاليتونه پیسو ته اړتيا لري او ډېرې کورنۍ يې لګښتونه نه شي پوره کولای. د دې لپاره چې د لږ عايد لرونکې کورنۍ د ښوونځيو او ازادو وختونو په فعاليتونو کې ګډون وکړای شي، د زده‌کړو اوګډون بسته (Bildungs- und Teilhabepaket) شته. له دې بستې سره د جرمني دولت، د ښوونځيو او هورت د غرمنيو خوړو، د زده‌کړو لپاره خصوصي مرستې (Nachhilfe)، په سپورتي کلبونو يا د موزيک په ټولنو کې د ګډون په شان د ښوونځيو او ازادو وختونو په ځانګړو فعاليتونو کې د ګډون ملاتړ کوي.

د ښوونځيو اړوند په علمي يا تفريحي سفر کې ګډون، د موس‍يقۍ د يوې وسيلې زده‌کړه، په سپورتي کلب کې ګډون او دې ته ورته نور فعاليتونه[...]

په جرمني کې د زده‌کړو تمويل

په جرمني کې د زده‌کړو تمويل
څنګه کولای شم د زده‌کړو لګښتونه ورکړم؟

که غواړئ د جرمني په پوهنتونونو کې زدکړه وکړئ؛ ښايي د تمويل په اړه يې پوښتنې ولرئ. له نېکه مرغه د جرمني ډېری عامه پوهنتونونه د زدکړو لپاره هېڅ يا ډېر لږ لګښت (Studiengebühren) اخلي؛ ځکه د دولت له لوري يې مالي ملاتړ کيږي. له دې سره سره د کتابونو او نورو درسي موادو د اخستلو لپاره پیسو ته اړتيا ده. د هر سمستر په سر کې د سمستر د ونډې (Semesterbeitrag) لګښت ورکول کيږي او دا‌پیسې د کافټريا، د محصلينو ليليې، اداري خدمتونو او نورو ورته فعاليتونو لپاره کارول کيږي. پر دې سربېره د اوسېدلو د ځای کرايه، خوراک څښاک او کتابونه پېرل هم ستاسې پر غاړه دي. ټول پوهنتونونه د محصلينو لپاره ارزانه ليليې لري. د محصلينو لپاره په عامه ترانسپورت، کلتوري غونډو او نورو برخو کې ګڼ تخفيفونه په پام کې نيول کيږي.

 

ستاسې مالي حالت ته کتو د زدکړو لپاره ګڼ مالي امکانات شته. د محصلينو لپاره د کار تر څنګ ډېر محصلين د زدکړو لپاره دولتي قرضې تر لاسه کوي چې بافوګ يې بولي. د دې تر څنګ د جرمنيانو او بهرنيانو ټولو لپاره ګڼ سکالرشيپونه او نور ملاتړي پروګرامونه هم شته.

که تاسې د بافوګ ترلاسه کولو مستحق نه ياست؛ د زدکړو پرمخ بېولو لپاره ځينې نورې آسانتياوې هم شته. له دې ډلې سکالرشيپونه يا تحصيلي برسونه، ځانګړې قرضه، يا فرعي کار (Nebenjob) يادولای شو. له دې ډلې ډېر يې يو له بل سره د يوځای هم اخستلای شو.

که غواړئ د جرمني په پوهنتونونو کې زدکړه وکړئ؛ ښايي د تمويل په اړه يې پوښتنې ولرئ. له نېکه مرغه د جرمني ډېری عامه پوهنتونونه د زدکړو[...]

په جرمني کې د زده‌کړو مالي مرسته يا بافوګ (BAföG)

BAföG
په جرمني کې له چا سره د زده‌کړو لپاره مالي مرسته کيږي؟

د کاري ژوند يا کريير جوړولو لپاره لوړې زده‌کړې مهمې دي خو د لوړو زده‌کړو پر مهال پیسې په سختۍ موندل کيږي. په جرمني کې د زده‌کړو د تمويل لپاره دولتي پروګرام شته چې (Bundesausbildungsförderungsgesetz) يا بافوګ نوميږي. که څوک خپله او يا يې والدين لږ عايد ولري او جرمني ته د زده‌کړو په ويزه نه وي راغلي، کولای شي د بافوګ غوښتنه وکړي او يوه ټاکلې اندازه پیسې ترلاسه کړي.

يادونه: بافوګ د اوسبيلډونګ ترسره کوونکو او د ښوونځيو زده‌کوونکو ته هم  ورکول کيږي. په دې څپرکي کې اړوند مالومات د محصلينو لپاره دي.

بافوګ څه شی دی؟ ایا زه بافوګ تر لاسه کولئ شم؟ دلته به یې په اړه بشپړ مالومات ولولئ. 

په جرمني کې د لوړو زده‌کړو سندونه

په جرمني کې د لوړو زده‌کړو سندونه
په جرمني کې له لوړو د فراغت کوم سند ترلاسه کولای شم؟

د اروپايي ټولنې د يوه غړي هېواد په توګه جرمني هم له دوه‌زرم کال وروسته د خپلو پوهنتونونو سيستم له نورو اروپايي هېوادونو سره برابر کړی دی. دې کار ته (Bologna-Prozess) وايي. د لېسانس او ماسټرۍ نويو سندونو په عملي‌توګه د پخواني دېپلوم او (Magister Artium) ځای نيولی. له دې سره سره ښايي ځينې پوهنتونونه اوس هم زاړه سندونه وکاروي ځکه ټولو پوهنتونونو بولوګنا پروسه نه ده بشپړه کړې. دا دواړه سندونه له اوسنۍ ماسټرۍ له سندونو سره معادل دي.

د اروپايي ټولنې د يوه غړي هېواد په توګه جرمني هم له دوه‌زرم کال وروسته د خپلو پوهنتونونو سيستم له نورو اروپايي هېوادونو سره برابر[...]

په جرمني کې د محصلانو لپاره کار

په جرمني کې د محصلانو لپاره کار
محصلان د څومره پیسو ګټلو او کار کولو اجازه لري؟

که څوک زده‌کړه کوي او د بافوګ (BAföG) په شان مالي ملاتړ نه لري؛ ښايي د تحصيل تر څنګ کار او پیسو ګټلو ته هم اړ شي څو وکولای شي خپل خرڅ او خوراک برابر کړي. په داسې حالاتو کې فرعي دنده يا (Nebenjob) ترسره کولای شئ. دا مهمه نه ده چې تاسې په خپله راتلونکې مسلکي څانګه کې کار کوئ که نه، خو دا ډول دنده د کاري تجربې او پیسو تر څنګ د ګټورو اړيکو جوړولو لپاره هم ښه ده. د داسې دندو ترسره کولو پر مهال ښايي له ځينو پوښتنو سره مخ شئ. د بېلګې په توګه، بيمه به مې څوک ورکوي؟ دا دنده پر بافوګ څه اغېز لري؟ دلته دې او دې ته ورته نورو ګڼو پوښتنو ته ځوابونه وايو.

يادونه: د ښوونځيو زده‌کوونکي د کار اجازه نه لري. 

که څوک زده‌کړه کوي او د بافوګ په شان مالي ملاتړ نه لري؛ ښايي د تحصيل تر څنګ کار او پیسو ګټلو ته هم اړ شي څو وکولای شي خپل خرڅ او[...]

په جرمني کې د ښوونځيو سيستم

په جرمني کې د ښوونځيو سيستم
د جرمني د ښوونځيو سيستم څه ډول دی؟

د جرمني په ټولو فدرالي ايالتونو کې د ښوونځيو سيستم يو له بل سره توپير لري. له دې سره سره د جبري زدکړو سيستم په هر چا پلی کيږي او د درجو سيستم يو شان دی. د هر ايالت د ښوونځي د فراغت سندونه په ټول جرمني کې منل کيږي. دلته د جرمني د ښوونځيو د سيستم، شخصي تدريس او په ښوونځيو کې د ځورونې (Mobbing) په اړه مالومات ترلاسه کولای شئ.

د جرمني په ټولو فدرالي ايالتونو کې د ښوونځيو سيستم يو له بل سره توپير لري. له دې سره سره د جبري زدکړو سيستم په هر چا پلی کيږي او د[...]

په جرمني کې وړکتون – کيتا يا کينډرګاټن

په جرمني کې وړکتون – کيتا يا کينډرګاټن
په جرمني کې د ماشوم‌ساتنې کوم خدمتونه شته؟

په جرمني کې وړکتونونو يا کيتا ته د ماشومانو لېږل جبري نه دي. البته ماشومان کولای شي کيتا يا وړکتون ته له تګ سره هلته ملګري ومومي، لوبې وکړي او زده‌کړه وکړي. همدا شان دوی هلته جرمني ژبه او نور اساسي مهارتونه زده‌ کولای شي. د دې تر څنګ به ماشومان د ښوونځيو لپاره هم تيار شي. په دې ډول، وړکتون ته د ماشومانو له لېږلو سره تاسې توانېږئ چې په خپل انټګراڅيون کورس، لوړو زده‌کړو يا اوسبیلډونګ تمرکز وکړئ.

په جرمني کې وړکتونونو يا کيتا ته د ماشومانو لېږل جبري نه دي. البته ماشومان کولای شي کيتا يا وړکتون ته له تګ سره هلته ملګري ومومي،[...]

په جرمني کې ښوونځي ته د ماشومانو شاملول

په جرمني کې ښوونځي ته د ماشومانو شاملول
څه ډول کولای شم خپل ماشومان په ښوونځي کې شامل کړم؟

د ښوونځي لومړۍ  ورځ ښايي ځينو ماشومانو ته د ژوند سخته او ځينو ته خوشالوونکې ورځ وي. په ښوونځي کې ماشومان د لوستلو، ليکلو او حساب تر څنګ ډېر ملګري هم مومي. له همدې کبله ډېر ښوونځي او کورنۍ د ښوونځي د لومړی ورځ په بېلابېلو مراسمو پيلوي. البته له دې ورځې مخکې هم بايد ځينې تيارۍ ونيول شي. دلته به ولولئ چې ماشومان کله بايد په ښوونځيو کې شامل شي او د دې کار لپاره بايد څه وشي.

د يادونې وړ ده چې ښوونځي ته له تګ وړاندې د ښوونځيو د شاملېدو ازموينه (Schuleingangsuntersuchung) هم ترسره کيږي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي کې ولولئ.

د ښوونځي لومړۍ  ورځ ښايي ځينو ماشومانو ته د ژوند سخته او ځينو ته خوشالوونکې ورځ وي. په ښوونځي کې ماشومان د لوستلو، ليکلو او حساب تر[...]

څوک له ما سره د اوسبیلډونګ په موندلو کې مرسته کوي؟

څوک له ما سره د اوسبیلډونګ په موندلو کې مرسته کوي؟
څوک له ما سره د اوسبیلډونګ په موندلو کې مرسته کوي؟

د اوسبیلډونګ لپاره د يوه ځای موندل په معمول ډول يو څه ستونزمن دي. پلټونکي بايد ډېر وخت د دې کار لپاره د جرمني ژبې د زده‌کړې په شان ځينې معيارونه پوره کړي. همدا شان ښايي په اړونده څانګه کې د پرکيتکوم د ترسره کولو پوښتنه هم وشي. دا کسان د غوښتنليک وړاندې کولو او انټرويو پر مهال ښايي له نورو کسانو سره په سيالۍ کې راشي. که څوک دا کارونه ونه شي کړای؛ ښايي په آسانۍ د اوسبیلډونګ مارکېټ ته لار پيدا نه کړي.

دا چې ډېری کډوالو ته د اوسبیلډونګ موندل سخت دي؛ په جرمني کې ډېرې مرستندويې ادارې او بنسټونه شته چې په دې برخه کې مرسته کوي. په دې دفترونو کې ډېر يې د تيارۍ د کورسونو په ګډون د مخامخ مشورې، روزنې او لارښوونې په شان بېلابېل وړانديزونه لري.

د اوسبیلډونګ لپاره د يوه ځای موندل په معمول ډول يو څه ستونزمن دي. پلټونکي بايد ډېر وخت د دې کار لپاره د جرمني ژبې د زده‌کړې په شان[...]

ښوونځيو ته د شاملېدو ازموينه

ښوونځيو ته د شاملېدو ازموينه
ښوونځيو ته د شاملېدو د ازموينې پر مهال څه پيښيږي؟

په جرمني کې ټول ماشومان په ۶ يا اووه کلنۍ کې ښوونځي ته ځي. دا چې ماشوم کله ښوونځی پيل کړي، ډېر وخت د ماشوم ميندې او پلرونه پرېکړه کوي او دا پرېکړه اسانه نه وي. له همدې کبله د ماشومانو ډاکټرانو له والدينو سره په دې برخه کې مرسته کوي. دوی ماشومان معاينه کوي او ګوري چې هغوی ښوونځي ته د تګ لپاره تيار دي او که يو کال نور هم بايد انتظار وکړي. دې معايناتو ته ښوونځيو ته د ورتګ يا شاملېدو ازموينه (Schuleingangsuntersuchung) وايي. دا ازموينه د ټولو ماشومانو لپاره وړيا او ښوونځيو ته له تګ وړاندې جبري ده.

په جرمني کې ټول ماشومان په ۶ يا اووه کلنۍ کې ښوونځي ته ځي. دا چې ماشوم کله ښوونځی پيل کړي، ډېر وخت د ماشوم ميندې او پلرونه پرېکړه[...]