د اروپايي ټولنې شين کارت
د اروپايي ټولنې شين يا آسماني کارت (Blaue Karte EU) د امريکا د متحده ايالتونو زرغون کارت ته ورته دی. د دې کارت ترلاسه کوونکي د کارت د ترلاسه کولو له نېټې څخه په جرمني کې د لږ تر لږه څلورو کالونو ژوند کولو اجازه لري او هغو اکاډميکو کسانو ته ورکول کيږي چې په جرمني کې کار کول غواړي. د دې کارت مقررات د استوګنې په قانون او اروپايي ټولنې په قوانينو کې روښانه شوي دي. دا کارت په جرمني کې اوسېدونکي او يا له جرمني بهر دواړه کسان ترلاسه کولای شي.
مهم: د اروپايي ټولنې د شنه کارت تعديل شوي قوانين د ۲۰۲۳ کال د نومبر مياشتې له اتلسمې نېټې راهيسې پلي کيږي او له مخې يې د نوي شنه کارت ترلاسه کولو شرطونه اسانه شوي دي. دا شرایط د استوګنې قانون په (§§ 18, 18b, 18c, 18g und 19f ) مادو کې روښانه شوي او د اروپايي ټولنې په (EU-Richtlinie 2021/1883) کې درج شوي دي.
د شنه کارت ترلاسه کوونکي کولای شي د اسوګنې قانون د 18g مادې له مخې د استوګنې د ملي اجازې غوښتنه وکړي. دا کارت د اکاډميکو متخصصينو، د فراغت سند نه درلودونکو خو تجربه لرونکو IT ماهرينو او لوړو زدهکړو د محصلينو (tertiären Bildungsprogrammen) لپاره په زړه دی.
د اروپايي ټولنې د نوي شنه کارت ګټې: په نويو مقرراتو کې ډېر مسلکونه ځای پر ځای شوي دي او د تر ټولو لږ معاش حد راټيت شوی دی. اوس د دې کارت لپاره د جرمني ژبې د زدهکړې سند هم نه غوښتل کيږي. دا خبره د دې کسانو د کورنۍ د غړو راوستلو په اړه هم صدق کوي. يوه مهمه خبره د ديمي استوګنې اجازې اسانه ترلاسه کول دي. په دې برخه کې د ټولنيزو بيمو د ونډو اړوند کار لپاره لږ موده په پام کې نيول کيږي. د دې تر څنګ د استوګنې د دايمي اجازې لپاره د جرمني ژبې د زدهکړې حد هم راټيت شوی دی او يوازې د A1 سند کفايت کوي.
يادونه: له ډنمارک او ايرلنډ پرته د اروپايي ټولنې په ټولو هېوادونو کې د شنه کارت غوښتنه کولای شئ. البته د کلني معاش د اندازې په شان ځينې شرطونه ښايي توپير ولري.
که په دې اړه نورې پوښتنې لرئ، کولای شئ زموږ د ټولنيز فورم له لارې يې پوښتئ او ځوابونه ترلاسه کړئ.
د استوګنې اجازې د موخې او تګلوري بدلون (Zweckwechsel und Spurwechsel)
د مسلکي کارکوونکو د مهاجرت د نوي قانون په تعدیلاتو کې د موخې او د تګلوري بدلون (Zweckwechsel und Spurwechsel) په نوم فرصتونه شته. کله چې جرمني ته راځئ، ستاسې استوګنه تل په ځانګړو شرایطو پورې تړلې وي. تاسې اړتیا لرئ چې د بېلګې په توګه ویزه ولرئ او یا د اړتیا په وخت کې د پنا غوښتنه وکړئ. یوه ویزه تل د یوې ځانګړې موخې، یعنې د سفر له هدف سره تړلې وي. په اصولو کې تاسې د دې هدف لپاره د استوګنې اجازه ترلاسه کوئ. کله چې تاسې په جرمني کې یاست او غواړئ چې د استوګنې اجازه بدله کړئ، دا اصطلاح د "موخې بدلون" په نوم یادیږي. په دې حالت کې اکثره وخت د ویزې پروسې بشپړولو ته اړ کېږئ.
په دې برخه کې بېلابېل امکانات او محدوديتونه شته. د پناغوښتنې لپاره د راتګ پر مهال یو ځانګړی فرصت شته. دا فرصت "د تګلوري بدلون" په نوم یادیږي. تر اوسه پورې د پناغوښتنې لپاره د داخليدو په وخت کې یو سخت بندیز پلی کېده. اوس نوي قوانین غواړي چې ځانګړو پناغوښتونکو ته اجازه ورکړي چې په ځانګړې توګه د مسلکي کارګرانو په توګه، د کار بازار ته ولاړ شي. د دې کار لپاره باید د پنا غوښتنه بیرته واخیستل شي. آیا دا کار معقول دی او که نه، په اړوند کس پورې اړه لري. د موخې او د تګلوري بدلون په اړه نور مالومات مو دلته ستاسو لپاره راټول کړي دي.
د جرمني د حرفوي زدهکړو ويزه (Visum für eine Ausbildung)
په جرمني کې د حرفوي زدهکړو يا اوسبيلډونګ په ترسره کولو سره د کار ډېر او غوره چانسونه په لاس درځي. که په خپل هېواد کې ژوند کوئ او غواړئ په جرمني کې حرفوي زدهکړې ترسر کړئ، بايد د دې موخې لپاره د جرمني د استوګنې اجازه ترلاسه کړئ. دې اجازې ته د حرفوي زدهکړو لپاره د استوګنې اجازه (Aufenthaltserlaubnis zum Zweck des Ausbildung) وايي او د جرمني د استوګنې قانون د ۱۶الف مادې له مخې ورکول کيږي. له اروپايي ټولنې پرته د نورو ډېری هېوادونو وګړي اړ دي چې لومړی د حرفوي زدهکړو لپاره ويزه (Visum zum Zweck des Ausbildung) او بيا د استوګنې ياده شوې اجازه ترلاسه کړي. له دې ويزې سره جرمني ته په قانوني ډول راتلای شئ او دلته اوسبيلډونګ يا حرفوي زدهکړې پيلولای شئ.
د جرمني د زدهکړو ويزه (Visum zum Studieren)
په جرمني کې ډېر پوهنتونونه او د لوړو زدهکړو ګڼ بنسټونه شته. دلته له ټولې نړۍ څخه ګڼ محصلان په زدهکړو بوخت دي. که په خپل هېواد کې ژوند کوئ او غواړئ په جرمني کې زدهکړه وکړئ، بايد د دې موخې لپاره د جرمني د استوګنې اجازه ترلاسه کړئ. دې اجازې ته د زدهکړو لپاره د استوګنې اجازه (Aufenthaltserlaubnis zum Zweck des Studiums) وايي او د جرمني د استوګنې قانون د ۱۶ب مادې له مخې ورکول کيږي. له اروپايي ټولنې پرته د نورو ډېری هېوادونو وګړي اړ دي چې لومړی د زدهکړو ويزه (Visum zum Zweck des Studiums) او بيا د استوګنې ياده شوې اجازه ترلاسه کړي. له دې ويزې سره جرمني ته په قانوني ډول راتلای شئ او دلته زدهکړې پيلولای شئ. د يادونې وړ ده چې دا مسله د اروپايي ټولنې د وګړو لپاره نه ده او دوی کولی شي د اراسموس په شان د زدهکړو په پروګرامونو کې د اروپا په بېلابېلو پوهنتونونو کې زدهکړې وکړي.
د شخصي کاروبار لپاره د جرمني ويزه
د شخصي کاروبار پيلول او يا يو شرکت درلودل د ډېرو کسانو هيله ده. که غواړئ په جرمني کې دا کار پيل کړئ خو لا هم له جرمني او اروپايي ټولنې بهر ژوند کوئ، بايد د جرمني د کاروبار ويزه (Visum zur Selbständigkeit) او يا هم د شخصي کاروبار لپاره د استوګنې اجازه (Aufenthaltserlaubnis zur Ausübung einer selbständigen Tätigkeit) ترلاسه کړئ. دلته په دې اړه ټول مالومات درکوو.
د فراغت د بهرنيو سندونو د رسمي کولو لپاره د جرمني ويزه
د دې لپاره چې په بهر کې د حرفوي يا لوړو زدهکړو بشپړوونکي وکړای شي په جرمني کې په خپل مسلک کې کار وکړي، بايد په جرمني کې د خپل فراغت سندونه رسميکړي. دا کار د رسمي کولو د ادارو يا (Anerkennungsstellen) له لارې کيږي. ځينې وخت ښايي د ځينې سندونو کموالی د دې سبب شي چې د يو چا د فراغت سندونه په بشپړ ډول رسمينه شي. که تاسې هم له داسې حالت سره مخ ياست، کولای شئ په جرمني کې د مسلکيتوب (Qualifizierungsprogramm) په پروګرامونو کې ګډون وکړئ. دا پروګرام ښايي يو مسلکي کورس او يا هم د دندې لپاره د جرمني ژبې زدهکړه وي.
يادونه: که غواړئ خپل تحصیلي اسناد په جرمني کې د کار لپاره تایید کړئ، کولی شئ د استوګنې قانون (§16d Aufenthaltsgesetz) له مخې د استوګنې اجازه ترلاسه کړئ. د دې لپاره باید ثابته کړئ چې د کار وړاندیز د یو مسلکي کار لپاره دی. ( د کلیسایي فعالیتونو یا د نرسینګ مسلکونو لپاره ځینې استثناوې یا اسانتیاوې شته).
که جرمني ته د تحصیلي سندونو د ارزونې (Qualifikationsanalyse) ترسره کولو یا ازموینې ورکولو لپاره راځئ، کولی شئ د استوګنې اجازه ترلاسه کړئ. د دا ډول استوګنې اجازه د تر ټولو ډېرو ۶ میاشتو لپاره ورکول کیږي. په عمومي توګه د دې اجازې لپاره، له خپلې تحصیلي کچې سم د جرمني ژبې A2 سند ته هم اړتیا لرئ. همدارنګه باید ثابته کړئ چې تاسې د "Qualifikationsanalyse" لپاره بلنه ترلاسه کړې ده.
د ماهرو کارګرو لپاره د جرمني ويزه
جرمني ماهرو کارګرو ته اړتيا لري. که جرمني ته د ماهرو کارگرو په توګه راتګ او دلته کار کول غواړئ، بايد د استوګنې اړونده اجازه ترلاسه کړئ. دې اجازې ته د مسلکي دندې لپاره د استوګنې اجازه (Aufenthaltserlaubnis zur Ausübung einer qualifizierten Beschäftigung) وايي او د استوګنې قانون د ۱۸ ب مادې د لومړي بند له مخې ورکول کيږي. له اروپايي ټولنې پرته د نورو هېوادونو وګړي بايد د دې اجازې له ترلاسه کولو وړاندې د جرمني ويزه ترلاسه کړي او بيا جرمني ته له رارسېدو وروسته اړونده اجازه واخلي او کار پيل کړي. دلته د دې ويزې او استوګنې د اجازې په اړه بشپړ مالومات درکوو.
د څېړنې لپاره د جرمني ويزه
په جرمني کې ډېر په زړه پورې څېړنيز بنسټونه شته. که غواړئ په جرمني کې څېړنه وکړئ خو لا هم له جرمني او اروپايي ټولنې د باندې اوسئ، بايد جرمني ته د راتګ لپاره ويزه او بيا د استوګنې قانون د ۱۸ د مادې له مخې د څېړنې لپاره د استوګنې اجازه ترلاسه کړئ.
د کار موندنې لپاره د فرصت کارت
د ۲۰۲۴ کال د جون له لومړۍ نېټې څخه، د استوګنې قانون د شلمې الف او ب مادو له مخې د فرصت کارت (Chancenkarte) ورکول کيږي. په دې توګه به وړ ماهر کارکوونکي د کار موندلو لپاره په جرمني کې د پاتې کیدو فرصت ترلاسه کړي. د دې کار لپاره، باید دا کسان ځینې شرایط پوره کړي. دلته په دې اړه بشپړ مالومات درکوو.
په جرمني کې د حرفوي يا لوړو زدهکړو د لټون ويزه
په جرمني کې د حرفوي يا لوړو زدهکړو بشپړول ستاسې لپاره د کار غوره چانسونه رامنځته کوي. البته له بهر څخه ډېر وخت په جرمنيکې د اوسبيلډونګ يا لوړو زدهکړو د ځای موندل اسان نه دي. د دې کار لپاره د استوګنې قانون د ۱۷مې مادې له مخې د ويزې اخستل او بيا په جرمني کې د اوسېدو لپاره د استوګنې اجازه ترلاسه کول اړين دي. له دې اجازې سره په قانوني ډول په جرمني کې اوسېدای شئ او دلته د ځان لپاره يو اوسبيلدونګ يا د لوړو زدهکړو ځای پلټلی شئ. دلته به د اوسبيلدونګ يا لوړو زدهکړو د ځای موندلو لپاره د استوګنې اجازې ترلاسه کولو د شرطونو په اړه بشپړ مالومات ترلاسه کړئ.
د ۲۰۲۴ز کال له مارچ میاشتې څخه د استوګنې قانون ۱۷مه ماده په لاندې شرایطو پلي کېږي:
۱. د استوګنې اجازې د اخیستلو لپاره مو باید عمر حد اکثر ۳۵ کاله وي.
۲. د جرمني ژبې د زده کړې B1سند بسنه کوي، چې پخوا B2 غوښتل کېدو.
۳. د استوګنې د اجازې موده ۹ میاشتې شوې ده.
۴. کولی شئ، په اوونۍ کې ۲۰ ساعته کار وکړئ او د کار ازمایښتي موده دوه اوونۍ ده.
۵. د استوګنې اجازې موخه بدلول د بلې ويزې له غوښتلو پرته شوني دي. د بېلګې په توګه که څوک د ( §§ 16 a, b, 19 c Abs. 2 und § 18 a, b und g AufenthG) له مخې مسلکي دنده پيل کړي.
په جرمني کې د کار لټولو ويزه
په جرمني کې ډېر شرکتونه د ماهرو کارکوونکو په لټه کې دي. که څوک د يوې دندې لپاره اړين سندونه او وړتيا ولري، ښايي په جرمني کې کار ومومي او ژوند وکړي. البته له بهر څخه په جرمني کې د کار لټون اسان نه دی. د دې کار لپاره د استوګنې قانون د ۲۰مې مادې له مخې، هغو کسانو ته ويزه ورکول کيږي له درېيمو هېوادونو څخه د جرمني ته د کار د لټولو لپاره راځي. له دې ويزې په قانوني ډول جرمني ته راتلای شئ او دلته د ځان لپاره يو مناسب کار يا دنده موندلای شئ. په دې څپرکي کې د دې ويزې ترلاسه کولو په اړه بشپړ مالومات درکوو.