د جنسي اړيکو له لارې لېږدېدونکې ناروغۍ
ځينې ناروغۍ ښايي د جنسي اړيکو له لارې ولېږدي. دې ناروغيو ته (sexuell übertragbare Krankheiten) يا (sexuell übertragbare Infektionen) وايي. دا ناروغۍ په اسانۍ لېږدي او ښايي وروسته د ککړو شوو کسانو ژوند تريخ کړي. دا ناروغۍ يوازې په ځانګړو کسانو کې نه وي، بلکې ټول هغه کسان پرې ککړېدای شي چې جنسي اړيکي نيسي.
په دې څپرکي کې د جنسي اړيکو له لارې د اېچ آی وي، اېډز او هيپاتايتس په شان ناروغيو په اړه مالومات ترلاسه کولای شئ. په دې به هم پوه شئ چې په جرمني کې چېرته د دې ناروغيو معاينات په ناپېژانده توګه کولای شو. په دې به هم پوه شئ چې طبي او رواني مرسته چېرته ترلاسه کولای شئ او نور څنګه ژغورلای شئ.
د کارکوونکو حقونه
په جرمني کې د کار حقونه ډېر پېچلي دي؛ ځکه په دې اړه ډېر مقررات او بېلابېل قانونونه پلي کيږي. دا مهمه ده چې هر څوک د کارکوونکي په توګه په خپلو حقونو پوه وي. خپل حقونه يوازې هغه وخت غوښتلای او ترلاسه کولای شئ چې په اړه يې مالومات ولرئ.
معلوليت لرونکي کسان
ډېرو کسانو ته د معلوليت يا معلولو کسانو له يادېدو سره، په ويلچر کې ناست کسان فکر ته ورځي. خو د دې تر څنګ ځينې داسې معلوليتونه هم شته چې په ظاهره نه ليدل کيږي. د بېلګې په توګه ذهني يا اروايي ستونزې او نورې مزمنې ناروغۍ هم په معلوليت کې راځي. البته دا مهمه نه ده چې معلوليت د پيدا کېدو له وخته دی او که وروسته د کومې پېښې يا ناروغۍ له کبله رامنځته شوی دی.
دلته موږ د معلولو کسانو لپاره د درملنې او نورو حقونو په اړه مالومات درکوو.
په جرمني کې اروايي او ذهني روغتيا ته پاملرنه
زموږ او ستاسې له ډلې ډېرو سخت حالتونه تجربه کړي دي او ځيني کسان ښايي اوس له فشار، ډار، تاوتريخوالۍ يا بېوسۍ سره مخ وي. دا حالت ښايي په اصلي هېواد، پر لار او يا هم په جرمني کې رامنځته شي. له دې تجربو او احساساتو سره مخ کېدل او مبارزه اسانه نه دي. په داسې حالت کې د ستړيا او اظطراب په شان حالت بيخي عادي دی خو مهمه دا ده چې په ښه توګه د ځان ساتنه وکړو او د اړتيا پر مهال د خپلو تجربو او شونو رامنځته کېدونکو ستونزو د شريکولو لپاره مرسته وغواړو.
دلته به د ټولنيزې- ارواپوهنيزې مرستې ترلاسه کولو په اړه ټول مالومات ترلاسه کړئ.
په جرمني کې توپيري چلند يا تبعيض
په جرمني کې د بېلو ځانګړنو له مخې له يوه چا سره توپيري چلند منع دی، خو بيا هم ډېر خلک له تبعيض څخه اغېزمن دي. دا تبعيض ښايي د کورونو موندلو پر مهال، په کار، دولتي ادارو، ښوونځيو، د ډاکټرانو کتنځايونو يا د پوليسو په ادارو کې وليدل شي. په دې ډول د ورځني ژوند په هره برخه کې له توپيري چلند سره د مخامخېدلو شونتيا شته. کلب ته نه پرېښول کېږئ، ځکه معلول ياست؟ د حجاب له کبله دنده درنه کړل شوه؟ په ښوونځي کې مو له ماشومانو سره بد چلند وشو، ځکه په جرمني ژبه سم نه پوهيږي؟ په بس کې پوليسو يوازې ستاسې پلټنه وکړه، ځکه د پوستکي رنګ مو بل ډول و؟ ټکسي چلوونکي ستاسې له وړلو انکار وکړ، ځکه تاسې همجنسبازه ياست؟ دا ټول د تبعيض بېلګې دي او ورسره مخ شوو کسانو ته د بېوسۍ او غوسې احساس ورکوي.
البته تاسې بايد له دې کبله تبعيض بېځوابه پرې نږدئ؛ د توپيري چلند پر وړاندې د مبارزې او غږ پورته کولو حق لرئ. په جرمني کې د اصلي ټاټوبي او استوګنې د اجازې له په پام کې نيولو پرته، ټول کسان د ځان د دفاع حق لري. د جرمني په اساسي قانون کې د بنسټيز بشري حق په توګه يوه ماده ستاسې ملاتړ کوي او تر څنګ يې د مساوي چلند په قانون (AGG) کې هم يادونه شوې ده. او کولای شئ د توپيري چلند ترسره کوونکی محکمې ته کش کړئ. ځينې وخت دا ډول شکايت په جنجال ارځي.