د سندونو تاييد شوې کاپيانې
تاييد شوو کاپيانو (beglaubigte Kopie) اصطلاح يا (Sie müssen das beglaubigen lassen) جمله مو خامخا ډېره اورېدلې ده. په ځانګړي ډول پوهنتون ته د نومليکنې پر مهال او يا هم په شتندس امت کې ځينې وخت د سندونو د تاييد شوو کاپيانو غوښتنه کيږي. تاييد شوې کاپي څه ته وايي؛ زه ولې اړتيا ورته لرم او چېرته يې ترلاسه کولای شم؟ دلته په دې اړه بشپړ مالومات او ګټور لېنکونه ترلاسه کولای شئ.
د فراغت د بهرنيو سندونو د رسمي کولو لپاره د جرمني ويزه
د دې لپاره چې په بهر کې د حرفوي يا لوړو زدهکړو بشپړوونکي وکړای شي په جرمني کې په خپل مسلک کې کار وکړي، بايد په جرمني کې د خپل فراغت سندونه رسميکړي. دا کار د رسمي کولو د ادارو يا (Anerkennungsstellen) له لارې کيږي. ځينې وخت ښايي د ځينې سندونو کموالی د دې سبب شي چې د يو چا د فراغت سندونه په بشپړ ډول رسمينه شي. که تاسې هم له داسې حالت سره مخ ياست، کولای شئ په جرمني کې د مسلکيتوب (Qualifizierungsprogramm) په پروګرامونو کې ګډون وکړئ. دا پروګرام ښايي يو مسلکي کورس او يا هم د دندې لپاره د جرمني ژبې زدهکړه وي.
يادونه: که غواړئ خپل تحصیلي اسناد په جرمني کې د کار لپاره تایید کړئ، کولی شئ د استوګنې قانون (§16d Aufenthaltsgesetz) له مخې د استوګنې اجازه ترلاسه کړئ. د دې لپاره باید ثابته کړئ چې د کار وړاندیز د یو مسلکي کار لپاره دی. ( د کلیسایي فعالیتونو یا د نرسینګ مسلکونو لپاره ځینې استثناوې یا اسانتیاوې شته).
که جرمني ته د تحصیلي سندونو د ارزونې (Qualifikationsanalyse) ترسره کولو یا ازموینې ورکولو لپاره راځئ، کولی شئ د استوګنې اجازه ترلاسه کړئ. د دا ډول استوګنې اجازه د تر ټولو ډېرو ۶ میاشتو لپاره ورکول کیږي. په عمومي توګه د دې اجازې لپاره، له خپلې تحصیلي کچې سم د جرمني ژبې A2 سند ته هم اړتیا لرئ. همدارنګه باید ثابته کړئ چې تاسې د "Qualifikationsanalyse" لپاره بلنه ترلاسه کړې ده.
په جرمني کې د بهرنيو اسنادو رسمي کول
که څوک د خپل هېواد مسلکي، د پوهنتون يا ښوونځي د فراغت سندونه ولري، کولای شي په جرمني کې يې رسمي يا تاييد کړي. د سندونو د رسمي کولو شونتيا پر (Anabin) وېبسایټ کتلی شئ. د رسمي کولو په پروسه کې به ستاسې سندونه په جرمني کې له ورته سندونو سره پرتله شي او که معادل وګڼل شي نو هماغه شان رسميت به ومومي. په بله وينا، د مسلکي سندونو د رسمي کولو مانا ارزونه ده او که پايله مثبت وه، ستاسې سندونه به تاييد شي او په جرمني کې به له اړوند سند سره معادل وبلل شي. په دې ډول به تاسې په جرمني کې د کار لپاره ډېر چانسونه ولرئ.
د بهرنيو سندونو ټول درلودونکي په جرمني کې د خپلو سندونو رسمي کولو حق لري. په دې برخه کې ستاسې د استوګنې د اجازې حالت او تابعيت هېڅ رول نه لري.
يادونه: له جرمني بهر کسان بايد د مسلکي سندونو د رسمي کولو لپاره په جرمني کې د کار يا زدهکړو د وړانديز يا قرارداد په شان يو سند د ثبوت په توګه وړاندې کړي.