څه ته بايد پام وکړم؟
A man being sick at home

که ناروغ ياست او نه شئ کولای کارځای ته ولاړ شئ؛ حق لرئ چې کور پاته شئ. د کار ورکوونکې اداره يا چارواکي حق لري چې ستاسې د ناروغۍ لپاره د ډاکټر د ورکول شوي سند غوښتنه وکړي. په عامه اصطلاح دې سند ته (Krankschreibung) او په رسمي ژبه کې ورته (Arbeitsunfähigkeitsbescheinigung) وايي.

په څه بايد وپوهېږم؟
څه وخت بايد خپل ريیس له ناروغۍ خبر کړم؟

خپل رييس ته بايد د ناروغۍ په لومړۍ ورځ خبر ورکړئ او ورته ووايئ چې ناروغ ياست او کار ته نه شئ راتللای. البته اړتيا نشته چې ووايئ کومه ناروغي لرئ. که اټکل کولای شئ چې څو ورځې به ناروغ ياست؛ په دې اړه هم بايد خبر ورکړئ. د ناروغۍ په اړه خبر د ټليفوني اړيکې، مسېج يا برېښناليک له لارې ورکولای شئ.

د ډاکټر سند (Krankschreibung) کله اړين دی؟

د کار خاوند کولای شي د ناروغۍ له اولې ورځې د ډاکتر تاييدليک وغواړي. له هغې اولې ورځې چې کار ته ولاړ نه شئ؛ بايد له ډاکټره دا سند ترلاسه کړئ. په ځينو ادارو کې د يوې يا دوو ورځو ناروغۍ رخصت لپاره د ډاکټر سند نه غوښتل کيږي او که ناروغي او ورسره رخصت درې ورځې يا له دې زيات شي؛ بايد د کار خاوند ته د ډاکټر تاييدليک وښودل شي. دا چې ستاسې په اداره کې کوم ډول قوانين پلي کيږي؛ مخامخ له خپل رييس څخه پوښتلای شئ.

 

يادونه: د ناروغۍ د رخصت لپاره د ډاکټر تاييدليک بايد ټولې هغه ورځې په بر کې ونيسي په کومو کې چې تاسې کار ته نه ياست تللي.

د ناروغۍ د رخصت سند څه ډول دی؟

که د ناروغۍ له کبله ډاکټر ته ځئ؛ ورته ووايئ چې د رخصت لپاره يو تاييدليک (Krankschreibung) درکړي. ډاکټر ستاسې له تشخيص وروسته پرېکړه کوي چې د څو ورځو لپاره رخصت درته وليکي. د رخصتۍ تاييدليک‌ درې برخې لري:

 

  • لومړۍ پاڼه د روغتيايي بيمې د ادارې لپاره دی.اړوند ډاکټران دا پاڼه خپله د بيمې ادارې ته ليږي.
  • دوهمه پاڼه ستاسې لپاره ده.
  • درېيمه پاڼه يې د کار ورکوونکي شرکت يا ادارې لپاره ده. په دې پاڼه کې د ناروغۍ د رخصت موده ليکل کيږي خو د ناروغۍ په اړه څه نه وايي. د کار ورکوونکې اداره يا ستاسې رييس/ريیسه ستاسې د ناروغۍ په اړه نه پوهيږي او په اړه يې د پوښتلو حق نه لري.

د ۲۰۲۳ کال له پيل راهيسې د دولتي بيمې درلودونکو ته د ناروغۍ ډيجيټل سند ورکول کيږي. ډاکټر ستاسې د ناروغۍ تاييدليک په الکترونيکي بڼه ستاسې روغتيايي بيمې ته ليږي او د کار ورکوونکی له هماغه ځايه خبريږي. له دې سره سره بايد ناروغان د کار ورکوونکو ته په خپله د خپلې ناروغۍ په اړه خبر ورکړي.

که د کار ورکوونکې اداره د رخصت پر پاڼه باور ونه کړي؛ څه وکړم؟

که د کار خاوند مو باور ونه کړي چې تاسې په رښتيا ناروغ ياست او يا د کار توان نه لرئ؛ کولای شي ستاسې د روغتيايي بيمې شرکت ته خبر ورکړي. دا شرکت به بيا د روغتيايي بيمو د طبي ازموينې اداره (Medizinischen Dienst der Krankenkasse) خبره کړي څو پلټنه وکړي.

د ناروغۍ د رخصت پر مهال هم معاش راکول کيږي؟

دا خبره ستاسې د ناروغۍ له وخت سره تړلې ده.

-       که د ناروغۍ د رخصت موده مو له ۶ اونيو کمه وي؛ د اصولو له مخې بشپړ معاش درکول کيږي.

-       که د رخصت موده مو له شپږ اونيو ډېره شي او د کار خاوند مو معاش بند کړي؛ د روغتيايي بيمې له لوري د ناروغۍ د پیسو (Krankengeld) په نامه د معاش بديل درکول کيږي. البته دا پیسې له اصلي معاش څخه يو څه کمې وي.

که د ناروغۍ د رخصت سند ولرم؛ بايد کور پاته شم؟

دا خبره ستاسې د ناروغۍ له حالت سره اړه لري. که ډاکټر په کور کې د استراحت تجويز کړی وي؛ بايد کور پاته شئ. که په کور کې د پاته کېدو اړتيا نه وي؛ کولای شئ بهر ولاړ شئ او يا چېرته سفر وکړئ.

که بچيان مې ناروغ وي؛ کور پاته کېدلای شم؟

هو. د دې کار لپاره د ماشومانو د ناروغۍ د پیسو قانون (Kinderkrankengeldgesetz) شته. که ډاکټر تاييد کړي چې د چا بچيان ناروغ دي او پالنې ته اړتيا لري، دولتي روغتيايي بيمه د اړوند کس د رخصت د ورځو پیسې ورکوي. په دې توګه هر پلار يا هره مور د يوه ماشوم پر سر په کال کې ۳۰ ورځې رخصت اخستلای شي. د مور او پلار دواړو لپاره د يوه بچي پر سر د ناروغۍ رخصتي ۶۰ ورځې ده. يوازې مور يا يوازې پلار بيا يوازې دا ټولې ۶۰ ورځې رخصت اخستلای شي. د ډېرو بچيانو درلودلو پر مهال دا رخصتي د هر مور او پلار لپاره ۶۴ ورځې (ټولټال ۱۳۰ ورځې) ده. يوازې پالونکې مور يا يوازې پالونکی پلار بيا دا ټولې ۱۳۰ ورځې رخصت خپله اخستلای شي.

 

البته دا قانون يوازې هغه وخت پلی کيږي چې:

  • د ماشوم عمر له ۱۲ کالو ټيټ وي او يا د معلوليت له کبله ځانګړې پالنې (Betreuung) ته اړتيا ولري.
  • له ډاکټر څخه داسې سند ترلاسه کړئ چې وښيي د ماشوم پالنه مو اړينه ده.
  • په کور کې مو بل داسې څوک نه وي چې د ماشوم پالنه وکړي.
کولای شم د ټليفون په وسيله د ناروغۍ تاييدليک (krankschreiben) ترلاسه کړم؟

د کورونا پر مهال، د ټليفون له لارې د ناروغۍ سند اخستل کېده او په ۲۰۲۳ کال کې يو ځل پرېکړه وشوه چې د دې پر ځای بايد په خپله له ډاکټر څخه دا تاييدليک ترلاسه شي وروسته بيا د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر مياشتې په اوومه نېټه پرېکړه وشوه چې له دې وروسته ناروغان کولای شي د عادي ناروغيو لپاره له ډاکټر څخه د ټليفوني اړيکې په وسيله هم د ناروغۍ د تاييدليک غوښتنه وکړي. په دې ډول د ناروغۍ سند ترلاسه کولای او له کاره رخصت اخستلای شئ.

مهم

د ناروغۍ پر مهال مو خامخا د کار خاوند يا ادارې ته د نه راتګ په اړه خبر ورکړئ او د ډاکټر له لوري د رخصتۍ درکول شوې پاڼې په يوه اونۍ کې د ننه د روغتيايي بيمې ادارې او کارځای ته ولېږئ.