جاب‌سنټر

جاب‌سنټر
جاب‌سنټر له چا سره مالي مرسته کوي؟

که څوک په جرمني کې ژوند کوي او د خپل ځان يا کورنۍ د غړو د ژوند لګښتونه پوره نه کړای شي، له دولت څخه مرسته ترلاسه کوي. د دې مرستو ترلاسه کولو لپاره يو مهم ځای جاب‌سنټر دی. جاب‌سنټر د ځينو شرايطو په پوره کولو سره له هغو کسانو سره مرسته کوي چې تر اوسه يې په جرمني کې کار نه وي کړی، له يوه کال راهيسې اوزګار وي او يا هم په کار کې کم معاش اخلي. دغه مرستې ته د اړمنو کسانو پیسې یا هم Burgergeld ویل کېږي چې پخوا ورته د بېکارۍ لومړی ډول پیسې نوم کارېده. د جاب‌سنټر کارکوونکي له تاسې سره د کار موندلو لپاره هم مرسته کوي. که د کار لپاره اړتيا وي، جاب‌سنټر به ستاسې د ژبې د کورس او يا اضافي زده‌کړو (Weiterbildungen) لګښتونه هم پر غاړه واخلي.

که څوک په جرمني کې ژوند کوي او د خپل ځان يا کورنۍ د غړو د ژوند لګښتونه پوره نه کړای شي، له دولت څخه مرسته ترلاسه کوي. د دې مرستو[...]

ټولنيزې بيمې

ټولنيزې بيمې
کوم ډول بيمې اجباري دي؟

جرمني د ټولنيزو بيمو يو ډېر ښه سيستم لري. د دې سيستم له مخې ټول کسان د بېکارۍ، ناروغۍ، پالنې ته د اړتیا، په کار کې د پېښو يا حادثو او په لوړ عمر کې د مفلسۍ د ګواښونو پر وړاندې بيمه کيږي. په دې اړه قوانين او مقررات د دولت له خوا برابر او کنټروليږي. د يادو شوو بيمو پلي کېدل د ټولنيزو بيمو د بنسټونو پر غاړه دي. په دې بنسټونو کې د روغتيايي بيمې شرکتونه، د سوداګرۍ اتحاديه، د کار اداره او د جرمني د تقاعد د بيمې ادارې شاملې دي.

جرمني د ټولنيزو بيمو يو ډېر ښه سيستم لري. د دې سيستم له مخې ټول کسان د بېکارۍ، ناروغۍ، پالنې ته د اړتیا، په کار کې د پېښو يا حادثو[...]

په جرمني کې تقاعد کېدل

په جرمني کې تقاعد کېدل
له تقاعد وروسته ما ته څومره معاش يا د تقاعد پیسې راکول کيږي؟

هغه کسان چې په جرمني کې د عمر له زياتېدو سره کار کول پرېږدي، متقاعد شوي (Rentner*innen) بلل کيږي. اوس مهال په جرمني کې د تقاعد عمر ۶۷ کاله دی. ډېر کسان اندېښنه لري چې ښايي له تقاعد کېدلو وروسته کافي پیسې ترلاسه نه کړي. په زړوالي کې غريبي، په جرمني کې ورځ په ورځ په يوه زياتېدونکې ستونزه بدليږي. په عمومي ډول هغه کسان چې د کاري ژوند پر مهال يې لږ عايد درلودلی وي، د تقاعد پر مهال ډېر د بې‌پیسه‌ګۍ له ستونزو سره مخ کيږي. له همدې کبله غوره ده چې مخکې له مخکې د تقاعد ددورې غم وخوړل شي. دلته موږ تاسې ته روښانوو چې د جرمني د تقاعد د بيمې سيستم څه ډول کار کوي او له بيمې پرته نور کوم فرصتونه شته چې د تقاعد پر مهال له موږ سره مرسته وکړي.

هغه کسان چې په جرمني کې د عمر له زياتېدو سره کار کول پرېږدي؛ متقاعد شوي بلل کيږي. ډېر کسان اندېښنه لري چې ښايي له تقاعد کېدلو[...]