په جرمني کې د زېږېدونکو ماشومانو د استوګنې اجازه

په جرمني کې د زېږېدونکو ماشومانو د استوګنې اجازه
په جرمني کې د زېږېدونکو ماشومانو او هغوی د ميندو او پلرونو د استوګنې اجازه څه ډول ده؟

نړۍ ته د ماشوم راتګ له خوښيو سره مل وي. له کډوالو او مهاجرو سره د دې خوښۍ تر څنګ د امېدوارۍ، د ماشومانو روزنې او د هغوی د استوګنې د اجازې يا قبولۍ په اړه پوښتنې وي چې ځوابونه يې ښايي ډېر مهم وي. دلته په دې اړه بشپړ مالومات درکوو.

نړۍ ته د ماشوم راتګ له خوښيو سره مل وي. له کډوالو او مهاجرو سره د دې خوښۍ تر څنګ د امېدوارۍ، د ماشومانو روزنې او د هغوی د استوګنې د[...]

د ماشومانو او نویو ځوانانو خونديتوب

د ماشومانو او نویو ځوانانو خونديتوب
ماشومان د څه شي اجازه لري؟

په جرمني کې تر ۱۴ کالونو عمر لرونکو کسانو ته ماشومان (Kinder) او له ۱۴ تر ۱۸ کالونو د عمر لرونکو کسانو ته نوي ځوانان (Jugendliche) ويل کيږي او د خونديتوب لپاره يې ځانګړي تدابير په پام کې نيول کيږي. د بېلګې په توګه، له الکولو او نشه‌يي توکو څخه د دوی لرې ساتل او يا هم بارونو او کلبونو ته له تللو څخه د دوی راګرځول يادولای شو. د دې تر څنګ د ويډيوګانو کتلو او ګېمونو کارولو پر وړاندې هم ځينې محدوديتونه شته. د دې ډول تدابيرو په اړه بشپړ مالومات د ماشومانو او نويو ځوانانو د خونديتوب قانون لري او پر (Jugendschutzgesetz) يې موندلای شئ.

په جرمني کې تر ۱۴ کالونو عمر لرونکو کسانو ته ماشومان او له ۱۴ تر ۱۸ کالونو د عمر لرونکو کسانو ته نوي ځوانان ويل کيږي او د خونديتوب[...]

د ماشومانو مالي ملاتړ او نفقه

د ماشومانو مالي ملاتړ او نفقه
زه او زما ماشوم څه حقونه لرو؟

د ماشومانو درلودل ډېر ښه دي خو لګښتونه یې ډېر وي او ځینې وخت د دې لګښتونو پوره کول سخت وي. په ځانګړې توګه کله چې مور او پلار سره جلا شي. ښایي د والدینو تر منځ د دې پر سر شخړه رامنځته شي چې باید د ماشوم د ساتنې لپاره څومره پیسې ورکړي. په جرمني کې د ماشومانو پیسې د ساتنې په حقونو پورې اړوندېږي، دا چې څوک باید چا ته د نفقې لپاره څومره پیسې ورکړي، په اړه یې قوانین شته. دلته به تاسې د ماشوم د ساتنې او پالنې د لګښتونو يا نفقې په اړه مالومات ولولئ کوم چې په جرمني ژبه کې ورته (Unterhaltszahlungen für Kinder) وايي.

د ماشومانو درلودل ډېر ښه دي خو لګښتونه یې ډېر وي او ځینې وخت د دې لګښتونو پوره کول سخت وي. په ځانګړې توګه کله چې مور او پلار سره[...]

مورنۍ ژبه

مورنۍ ژبه
د مورنۍ ژبې کورسونه چېرته موندلای شم؟

که کولای شئ په جرمني ژبه خبرې وکړئ؛ دا به په جرمني کې ستاسې ژوند آسانه کړي او د دندې د موندلو لپاره يو مهم ګام دی. د جرمني ژبې د زدکړې مانا دا نه ده چې تاسې بايد خپله مورنۍ ژبه هېره کړئ. ماشومان په چټکۍ خپله مورنۍ ژبه هېروي. په نننۍ سره نږدې کېدونکې نړۍ کې په څو ژبو پوهېدل او ژبنيز مهارتونه ستر امتياز ګڼل کيږي. دلته به تاسې د بېلابېلو ژبو د کورسونو په اړه مالومات درکړو.

که کولای شئ په جرمني ژبه خبرې وکړئ؛ دا به په جرمني کې ستاسې ژوند آسانه کړي او د دندې د موندلو لپاره يو مهم ګام دی. د جرمني ژبې د[...]

په جرمني کې د سرپرستۍ حق (Sorgerecht)

په جرمني کې د سرپرستۍ حق (Sorgerecht)
په جرمني کې ميندې او پلرونه کوم مسؤوليتونه او حقونه لري؟

مورولي او پلارولي ستره دنده ده او له ډېرو مسؤوليتونو سره تړلې ده. په جرمني کې د دې مسؤوليتونو ډېره برخه د سرپرستۍ په حق يا قانون (Sorgerect) کې ځای پرځای شوې ده. د دې قانون لپاره د مدني قانون ۱۶۲۶ ماده (§ 1626 des Bürgerlichen Gesetzbuches) ډېره مهمه ده. په دې ماده کې روښانه شوې ده چې والدين بايد د ماشومانو ښه ساتنه وکړي او له زورزياتي پرته يې پالنه وکړي. په دې ډول د جرمني دولت د سرپرستۍ د قانون په مرسته غواړي د ماشومانو له ښې ساتنې او پالنې ډاډ ترلاسه کړي. په همدې حال کې والدين کولای شي د ماشومانو لپاره په ځانګړو مسلو کې خپله پرېکړه وکړي خو د دې تر څنګ بايد د ماشوم خوښه هم په پام کې ونيسي. له همدې کبله په سرپرستۍ کې د ماشوم رضا هم ډېره مهمه ده.

د جرمني په قوانينو کې د ماشومانو قانون (Kindschaftsrecht) د ماشوم او والدينو تر منځ اړيکې تنظيموي. د سرپرستۍ حق د ماشومانو د قانون[...]

په جرمني کې د ماشومانو اداره (Jugendamt)

په جرمني کې د ماشومانو اداره (Jugendamt)
د ماشومانو (او ځوانانو) د ادارې دنده څه ده؟

په جرمني کې د ماشومانو اداره يا يوګندامت ډېرې دندې لري او کابو هره کورنۍ لږ تر لږه په ژوند کې يو ځل له دې ادارې سره په اړيکه کې کيږي. دا ادره يوازې د ځورول شوو او هغو ماشومانو ساتنه او پالنه نه کوي چې پاملرنه نه ورته کيږي؛ بلکې له کورنيو سره د ماشومانو  او نويو ځوانانو په ساتلو او پاللو کې مرسته هم کوي. که له خپلو ماشومانو سره ستونزه لرئ؛ کولای شئ هر وخت د دې ادارې له مامورينو سره اړيکه ونيسئ. همدا شان که ماشومان د خپلې کورنۍ له غړيو سره ستونزه ولري؛ کولای شي له دې ادارې سره مشوره وکړي او د خپلو ستونزو په اړه خبر ورکړي.

مهم: د ماشومانو اداره په جرمني کې د ټولو کورنيو مسؤوليت لري. دا خبره په تابعيت او د استوګنې د اجازې له ډول سره اړه نه لري.

په جرمني کې د ماشومانو اداره يا يوګندامت ډېرې دندې لري او کابو هره کورنۍ لږ تر لږه په ژوند کې يو ځل له دې ادارې سره په اړيکه کې[...]

په جرمني کې د ماشومانو پالنه

په جرمني کې د ماشومانو پالنه
څوک له والدينو سره د ماشومانو په پالنه کې مرسته کوي؟

ميندې او پلرونه يوازې د ماشومانو د لويولو دنده نه لري، بلکې د هغوی د روزنې او پالنې دنده هم پر غاړه لري. دا چې خپل اولادونه څه ډول روزئ، ټاکنه ستاسې په لاس کې ده. په ډېرو کورنيو کې له ماشومانو او ځوانانو سره جنجالونه او دعوې د ورځني ژوند برخه وي. په ورځني ژوند، وړکتون او ښوونځيو کې د ماشومانو غوښتنې زياتې وي او دوی ډېر وخت له فشار او سټرېس سره مخ کيږي.

آیا ماشوم مو ټوله شپه ژاړي؟ ماشوم مو ملګري نه شي موندلای؟ نوي ځوان شوي بچيان نور ستاسې خبرو ته غوږ نه ږدي او د شپې ډېر ناوخته کور ته راځي؟ ماشوم مو ډېر وخت شخړې کوي او په خپله کوټه کې يوازې پاته کيږي؟ ماشوم مو ټول وخت له کمپيوټر او موبایل سره تېروي؟ ماشوم مو په ښوونځي کې او يا له پوليسو سره جنجال کړی دی؟...اندېښنه مه کوئ. تاسې له خپلو ستونزو سره یوازې نه ياست. په جرمني کې د مشورتي ادارو او مرستندويو بنسټونو يوه پراخه شبکه د ماشومانو په روزنه او پالنه کې له والدينو سره مرسته کوي.

مهم: په جرمني کې څوک د ماشومانو د وهلو او رټلو اجازه نه لري. د مدني قانون د ۱۶۳۱ بند له مخې ماشومانو ته بدني يا روحي سزا او شکنجه ورکول منعه دي. په دې بنديز کې د بېلګې په شان په څپېړه وهل، نتل، بندي کول، له وېښتو کشول، پوستکی چيچل، غاښ لګول، تهديدول او دې ته ورته نورې ناوړه کارونه شامل دي. که يوګندامت د وړکتون، ګاونډيانو يا ښوونځي له لارې په دې کړنو خبر شي، قانوني ګامونه به واخلي او په دې اړه به پلټنې وکړي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (د ځوانانو او ماشومانو اداره يا يوګندامت) کې لوستلای شئ.

ميندې او پلرونه يوازې د ماشومانو د لويولو دنده نه لري، بلکې د هغوی د روزنې او پالنې دنده هم پر غاړه لري. دا چې خپل اولادونه څه ډول[...]

په جرمني کې د مېرمنو امېدواري

په جرمني کې د مېرمنو امېدواري
په جرمني کې امېدوارو مېرمنو ته کوم امتيازونه ورکول کيږي؟

له ډېر انتظار وروسته امېدواره شوې ياست او يا هم ناڅاپه او بې پلانه: هر ډول چې وي؛ امېدواري او نړۍ ته د نويو ماشومانو راتلل يو ستر بدلون دی. دا کار ښايي ستاسې ژوند پر بل مخ واړوي. دلته به ولولئ چې څه ډول مرسته ترلاسه کړئ؛ کوم حقونه لرئ او د څه لپاره تياری ونيسئ.

له ډېر انتظار وروسته امېدواره شوې ياست او يا هم ناڅاپه او بې پلانه: هر ډول چې وي؛ امېدواري او نړۍ ته د نويو ماشومانو راتلل يو ستر[...]