معلوليت لرونکي کسان

معلوليت لرونکي کسان
په جرمني کې معلول کسان کوم حقونه لري؟

ډېرو کسانو ته د معلوليت يا معلولو کسانو له يادېدو سره، په ويلچر کې ناست کسان فکر ته ورځي. خو د دې تر څنګ ځينې داسې معلوليتونه هم شته چې په ظاهره نه ليدل کيږي. د بېلګې په توګه ذهني يا اروايي ستونزې او نورې مزمنې ناروغۍ هم په معلوليت کې راځي. البته دا مهمه نه ده چې معلوليت د پيدا کېدو له وخته دی او که وروسته د کومې پېښې يا ناروغۍ له کبله رامنځته شوی دی. 

دلته موږ د معلولو کسانو لپاره د درملنې او نورو حقونو په اړه مالومات درکوو.

ډېرو کسانو ته د معلوليت يا معلولو کسانو له يادېدو سره، په ويلچر کې ناست کسان فکر ته ورځي. خو د دې تر څنګ ذهني يا اروايي ستونزې او[...]

په جرمني کې معلوليت لرونکو کسانو ته د استوګنې اجازه او پنا

په جرمني کې معلوليت لرونکو کسانو ته د استوګنې اجازه او پنا
معلول کډوال په جرمني له کومو حقونو برخمن دي؟

جرمني ته راتګ او دلته د پناغوښتنې پروسه د ټولو کډوالو لپاره ستونزمن دي. البته معلول کسان بيا د نورو په پرتله له لا ډېرو ستونزو سره مخ وي. دلته موږ د معلولو کسانو لپاره د پناغوښتنې او نورو اړونده حقونو په اړه مالومات درکوو. پر دې د پاسه دلته د معلولو کډوالو لپاره د ځانګړو حالتونو په اړه هم مالومات لوستلای شئ. د معلوليت په اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (معلوليت لرونکي کسان) کې لوستلی شئ.

جرمني ته راتګ او دلته د پناغوښتنې پروسه د ټولو کډوالو لپاره ستونزمن دي. البته معلول کسان بيا د نورو په پرتله له لا ډېرو ستونزو سره[...]

په کور کې د اړمن کس پالنه (Häusliche Pflege)

په کور کې د اړمن کس پالنه (Häusliche Pflege)
په کور کې اړمن کې څنګه پالل کېدای شي او څه حقونه لري؟

په جرمني کې ډېر کسان په يوه پالنځای يا د زړو کسانو په هايم کې د اوسېدو پر ځای په کور کې پالنه غوره کوي. دا کسان کولای شي په کور کې د خپلو دوستانو يا د پالنې د خدمتونو او يا هم دواړو له لوري وپالل شي. دې ډول پالنې ته ګرځنده (ambulant) يا کورنۍ (häusliche“ Pflege) پالنه وايي.

که څوک د پالنې له بيمې سره ثبت وي او اړونده اداره دې خدمتونو ته ستاسې اړتيا تاييد کړي؛ د دې پالنې د يوې برخې لګښتونه به د بيمې همدا اداره ورکړي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (پالنه او پرستاري) کې لوستلای شئ.

دلته موږ پالنې ته د اړمنو کسانو د حقونو او په کور کې د پالنې په اړه مالومات چمتو کړي دي. همدا شان د پالونکو د حقونو په اړه هم مالومات درکوو.

په جرمني کې ډېر کسان په يوه پالنځای يا د زړو کسانو په هايم کې د اوسېدو پر ځای په کور کې پالنه غوره کوي. دا کسان کولای شي په کور کې[...]