جرمني ماهرو کارګرو ته اړتيا لري. که جرمني ته د ماهرو کارگرو په توګه راتګ او دلته کار کول غواړئ، بايد د استوګنې اړونده اجازه ترلاسه کړئ. دې اجازې ته د مسلکي دندې لپاره د استوګنې اجازه (Aufenthaltserlaubnis zur Ausübung einer qualifizierten Beschäftigung) وايي او د استوګنې قانون د ۱۸ ب مادې د لومړي بند له مخې ورکول کيږي. له اروپايي ټولنې پرته د نورو هېوادونو وګړي بايد د دې اجازې له ترلاسه کولو وړاندې د جرمني ويزه ترلاسه کړي او بيا جرمني ته له رارسېدو وروسته اړونده اجازه واخلي او کار پيل کړي. دلته د دې ويزې او استوګنې د اجازې په اړه بشپړ مالومات درکوو.
که غواړئ په جرمني کې د يوه مسلکي کس په توګه کار وکړئ او په جرمني کې له کوم شرکت څخه د کار وړانديز يا تړون (قرارداد) ولرئ، کولای شئ د استوګنې د اجازې غوښتنه هم وکړئ. مسلکي کسان هغو کسانو ته ويل کيږي چې د جرمني د مسلکي زدهکړو او د لوړو زدهکړو د فراغت معادل او يا دلته رسمي شوی سند ولري. تخصصي دندې هغو دندو ته ویل کيږي چې د حرفوي زدهکړو يا د پوهنتون د فراغت سند ته اړتيا لري.
که د جرمني ويزې ته اړتيا لرئ، بايد خپل هېواد يا سيمه کې د جرمني سفارت يا کنسولګرۍ سره وخت واخلئ او د ورتګ پر مهال اړين سندونه له ځان سره يوسئ. په ياد مو وي چې د ويزې ترلاسه کول ښايي ډېر وخت ونيسي.
که ويزې ته اړتيا نه لرئ، جرمني ته له راتګ وروسته بايد د بهرنيانو چارو په اړونده اداره (Ausländerbehörde) کې د کار لپاره د استوګنې د اجازې غوښتنه وکړئ.
دا چې د کومو هېوادونو وګړي جرمني ته د تګ لپاره ويزې ته اړتيا لري، د جرمني د بهرنيو چارو وزارت پر وېبسایټ (auswaertiges-amt.de) يې کتلای شئ.
زموږ په بل څپرکي (د جرمني اوږدمهاله ويزه) کې د ټولو هغو سندونو لړ موندلای شئ چې د جرمني د ويزې ترلاسه کولو لپاره ورته اړتيا ده.
د اصولو له مخې د استوګنې د دې ډول اجازې ترلاسه کولو لپاره بايد لاندې اضافي سندونه هم ولرئ:
- د مسلکي او حرفوي يا لوړو زدهکړو د فراغت داسې سند ولرئ چې په جرمني کې په رسمي توګه ومنل شي.
- په جرمني کې د کار قرارداد لرئ او يا يې يو روښانه او ډاډمن وړنديز لرئ.
- که عمر مو له ۴۵ کالو زيات وي، بايد ثابته کړئ چې په زړواليکې کافي تقاعد لرئ او يا مو معاش د هېواد د فدرالي وزارت له لوري له ټاکل شوي حداقل معاش څخه زيات او يا په هماغه اندازه دی. اوس مهال (۲۰۲۳ کال) د دې معاش ناخالصه کلنۍ اندازه ۴۸٫۱۸۰ يورو ده.
د اصولو له مخې بايد د جرمني د کار ادارې يا (Bundesagentur für Arbeit) تاييد هم ولرئ. دا کار به د هغه سفارت له لارې وشي، کوم چې تاسې د ويزې غوښتنه ترې کوئ. ځکه نو تاسې ته اړتيا نشته چې خپله دا کار وکړئ.
جرمني ته له راتګ وروسته بايد د دريو مياشتو په موده کې د بهرنيانو چارو په اړونده اداره (Ausländerbehörde) کې ځان ثبت کړئ او د استوګنې د اجازې غوښتنه وکړئ. د دې کار لپاره بايد د پورته يادو شوو سندونو تر څنګ، په جرمني کې د ثبت او کرايي کور د سندونو په ګډون ټول سندونه له ځان سره ولرئ. په ياد مو وي چې د دې ادارې کارکوونکي ستاسې غوښتنه ارزوي او دا ارزونه ښايي څو مياشتې وخت ونيسي.
د اصولو له مخې د کار لپاره د استوګنې اجازه د ۴ کالونو لپاره ورکول کيږي. که د کار د قرارداد موده مو لنډه وي، د استوګنې اجازه هم د همدې مودې له مخې تنظيميږي.
که چېرته کار له لاسه ورکړئ؛ د استوګنې اجازه مو هم باطليږي. البته په داسې وختونو کې بايد هر څومره ژر بله دنده ومومئ او بيا د استوګنې اجازې غوښتنه وکړئ.
په جرمني کې د استوګنې د قانون او مقرراتو له مخې د هدف بدلون (Zweckwechsel) د استوګنې موخې بدلولو اصول اومقررات دي. ددې اصول او مقرراتو په اساس یو کس کولی شي د خپلې استوګنې د اجازې ډول بدل کړي.
دبېلګې په ډول د استوګنې موخه او د هدف بدلون (Zweckwechsel) په دې مانا ده چې يو کس د محصل په توګه جرمني ته راغلی، اوس هغه کولای شي خپله د محصلي استوګنې اجازه په بلې یوې بدله او د ماهرو کارګرانو استوګنې اجازه او ورسره په جرمني کې د کارکولو اجازه ترلاسه کړي.
د ماهرو او مسلکي کارګرانو کډوالۍ د نوي قانون (Fachkräfteeinwanderungsgesetzes) او اصولو له مخې د مسير له بدلون (Spurwechsels) فرصت څخه په ګټې اخېستنې او د (۱۸ الف، ۱۸ ب، یا ۱۹ ث مادو دویم بند) له مخې، د ماهرو کارګرو لپار شونې ده چې له د پنا غوښتنې له پروسې ځان وباسياو د استوګنې اجازه ترلاسه کړي. دا قانون دهغه چا لپاره دی چې د ۲۰۲۳ کال د مارچ میاشتې له ۲۹ نېټې مخکې جرمني ته دپناه غوښتونکي په توګه راغلی او د پناه غوښتنه یې کړې وي. په راتلونکي کې هغه کسان او د کورنۍ غړي يې (nach § 10 Abs. 3 Satz 4 AufenthG) چې پورته معیار پوره کړي، کولای شي خپله د پناه غوښتنه بیرته واخلي او د ماهرو ګارګرو د استوګنې اجازې ترلاسه کولو لپاره غوښتنه وکړي.
خو پام مو وي: لومړی مو باید د خپلې پناه غوښتنې پروسې د بریالیتوب چانسونه وارزوئ او دا کار دا خپلې ښيګڼې درلودلی شي. د بېلګې په توګه په جرمني کې اوسېدل به مو په کار پورې تړلې نه وي، خو که د ماهرو کارګرو د استوګنې اجازه ترلاسه کړئ نو دا به له کار سره تړلې اجازه وي. تاسې باید دا هم ثابته کړئ، چې په رښتيا یو ماهر کارګر ياست او دا ځکه چې د ځينو هیوادونو د فراغت سندونه په جرمني کې معادل نه بلل کیږي او نه تاییديږي. دا چې سندونه په جرمني کې څنګه رسمي کيږي، په دې اړه د په جرمني کې د بهرنیو سندونو د رسمي کولو څپرکي کې لا ډېر مالومات لوستلی شئ.
دا مو هم باید په یاد وي چې د پناه غوښتنې پروسې د ارزونې په موده کې نه شئ کولی د ماهرو ګارګرانو د استوګنې اجازې ترلاسه کولو لپاره غوښتنه وکړئ. دا کار له ارزونې وروسته کولی شئ. غوره به وي چې په دې اړه له پرېکړې مخکې مشوره وکړئ.
د کار په اړه نور مالومات زموږ په نورو مالوماتي څپرکيو (د کار تړون) او (د کارکوونکو حقونه) کې موندلای شئ.
د جرمني د ويزې ترلاسه کولو د شرطونو په اړه دلته بشپړ مالومات موندلای شئ.
په دې وېبسایټ کې د محصلينو، استادانو او کډوالو لپاره د جرمني د ژوند په اړه ګټور مالومات وړاندې کيږي.