د مسلکي کارکوونکو د مهاجرت د نوي قانون په تعدیلاتو کې د موخې او د تګلوري بدلون (Zweckwechsel und Spurwechsel) په نوم فرصتونه شته. کله چې جرمني ته راځئ، ستاسې استوګنه تل په ځانګړو شرایطو پورې تړلې وي. تاسې اړتیا لرئ چې د بېلګې په توګه ویزه ولرئ او یا د اړتیا په وخت کې د پنا غوښتنه وکړئ. یوه ویزه تل د یوې ځانګړې موخې، یعنې د سفر له هدف سره تړلې وي. په اصولو کې تاسې د دې هدف لپاره د استوګنې اجازه ترلاسه کوئ. کله چې تاسې په جرمني کې یاست او غواړئ چې د استوګنې اجازه بدله کړئ، دا اصطلاح د "موخې بدلون" په نوم یادیږي. په دې حالت کې اکثره وخت د ویزې پروسې بشپړولو ته اړ کېږئ.
په دې برخه کې بېلابېل امکانات او محدوديتونه شته. د پناغوښتنې لپاره د راتګ پر مهال یو ځانګړی فرصت شته. دا فرصت "د تګلوري بدلون" په نوم یادیږي. تر اوسه پورې د پناغوښتنې لپاره د داخليدو په وخت کې یو سخت بندیز پلی کېده. اوس نوي قوانین غواړي چې ځانګړو پناغوښتونکو ته اجازه ورکړي چې په ځانګړې توګه د مسلکي کارګرانو په توګه، د کار بازار ته ولاړ شي. د دې کار لپاره باید د پنا غوښتنه بیرته واخیستل شي. آیا دا کار معقول دی او که نه، په اړوند کس پورې اړه لري. د موخې او د تګلوري بدلون په اړه نور مالومات مو دلته ستاسو لپاره راټول کړي دي.
د جرمني د استوګنې په قانون کې د "موخې بدلون" اصطلاح دې ته وايي چې یو کس د خپلې استوګنې هدف بدلولی شي. دا مقرره خلکو ته اجازه ورکوي چې د استوګنې حالت بدل کړي، یعنې په عموم کې د یوې استوګنې له ډول څخه بل ته واوړي. د بېلګې په توګه، د "موخې بدلون" کولی شي په دې مانا وي چې یو څوک چې په تحصيلي ویزې سره جرمني ته داخل شوی، اجازه واخلي چې د استوګنې حالت بدل کړي، څو په جرمني کې کار وکړي. هغه به بیا د کارکوونکي په توګه د استوګنې اجازه ترلاسه کړي. موږ لاندې ستاسې لپاره ځینې مالومات او بېلګې راټولې کړي دي. د خپل انفرادي حالت په اړه د نورو مالوماتو لپاره کولی شئ مشوره ترلاسه کړئ. تاسې کولی شئ خپلې پوښتنې زموږ د ټولنيز فورم له لارې وکړئ او ځواب ترلاسه کړئ.
په اصولو کې، تاسې تل باید له وړ ویزې سره جرمني داخل شوي یاست (§ 5Abs. 2 AufenthG). یعنې، د ويزې هدف باید د استوګنې له هدف سره سمون ولري. همدارنګه تل دا ښه ده چې لومړی د هغه هدف لپاره د استوګنې اجازه ترلاسه کړئ چې تاسې د هغې لپاره جرمني ته داخل شوي یاست. یعنې که تاسې د تحصيل ویزه ترلاسه کړې وي، نو وروسته له داخلېدو باید د بهرنیانو چارو يا اوسلنډربېهورده ادارې ته د زدهکړو لپاره د استوګنې اجازه ترلاسه کولو لپاره ورشئ.
کله چې د بل ډول استوګنې اجازې ټول شرایط پوره کړئ او غواړئ چې هغې ته بدل شئ، کولی شئ د بهرنیانو چارو له ادارې څخه د بدلون غوښتنه وکړئ (Zweckwechsel). د بېلګې په توګه، تاسې د زده کړو لپاره استوګنې اجازه لرئ او بیا مو په جرمني کې واده کړی دی یا دنده پیدا کړې ده او يا ورته نور.
يادونه: په ډیرو مواردو کې ښايي اړ شئ څو د نوې استوګنې د موخې لپاره د ویزې پروسه بشپړه کوړئ. په دې مانا چې باید بیرته خپل هېواد ته سفر وکړئ او له هغه ځایه د ویزې غوښتنه وکړئ. دا خبره د راتګ او استوګنې د موخې، شخصي انفرادي حالت او د بهرنیانو چارو ادارې د چلند پر بنسټ توپیر کوي او ډیر ځله په بیلابیلو ډولونو سره ترسره کیږي. د استوګنې ځينې موخې شته چې ترمنځ یې په اسانه بدلون کولی شئ؛ د بېلګې په توګه د مسلکي کارکوونکو د استوګنې اجازه، خو ځینې چې په کې دا ډول بدلون ستونزمن دی. په ځینو کې حتی بندیز هم شته او ښايي په هغو کې بدلون ممکن نه وي. د بېلګې په توګه، د پناغوښتنې پروسې په جريان کې د کاري مهاجرت له مخې د استوګنې اجازې په ترلاسه کولو بنديز دی. په بله وينا، دا کار په اصولو کې شونی نه دی. خو له نوي قانون سره، ځینې کسانو ته اجازه ورکول شوې چې که هغوی خپله پناغوښتنه بیرته واخلي، د مسلکي کارګر په توګه د استوګنې اجازه ورکړل شي. په دې اړه نور معلومات په "د تګلوري بدلون" برخه کې موندلی شئ. د GGUA په نوم له کډوالو سره د مرستې ادارې د موخو بدلون لپاره یو جدول جوړ کړی دی. جدول ښيي چې پرته له دې چې د ویزې پروسه بیا بشپړه کړئ، له نويو مقرراتو سره کوم بدلونونه ممکن دي. هیله ده په یاد ولرئ چې په جدول کې دا لنډيز هیڅ تضمین نه وړاندې کوي او پریکړه تل په فرد پورې اړه لري.
دا جدول دلته کتلی شئ.
په جدول کې رنګونه:
سور: بدلون په قانوني توګه منعه دی.
ژیړ: بدلون معمولا ناشونی دی، مګر په استثنایی حالتونو کې شونی کیدی شي.
شين: بدلون شونی دی، مګر په ډیرو مواردو کې دا د مهاجرت ادارې يا اوسلنډربېهورده چارواکو په واک کې دی.
مهم: د ځان ډاډه کولو لپاره په خپله سيمه کې له مشورتي مرکز او يا وکيل څخه مشوره وغواړئ. که بیا هم بله کومه لاره نه وینئ او د ویزې پروسه باید په واقعیت کې بشپړه کړئ، هڅه وکړئ مخکې له سفر څخه د بهرنیانو چارو له ادارې يا اوسلنډربېهورده څخه یو ډول موافقه ترلاسه کړئ. ډاډ ترلاسه کړئ چې دوی تاسې ته تایید کړي چې کله د ویزې پروسه بشپړه کړئ، تاسې به د اقامت غوښتل شوې اجازه ترلاسه کړئ.
د ۲۰۲۳ کال د نومبر له ۱۸مې نیټې د رسمي اوسبيلډونګ سند درلودونکو مسلکي کسانو (§ 18a AufenthG) او د پوهنتون د فراغت له رسمي شوي سند سره مسلکي کسانو لپاره (§ 18b AufenthG) لپاره نوي قوانین پلي کيږي. دغه قوانین اوس د مستحق کېدو معیارونه (Anspruchsnormen) ګڼل کیږي. په دې مانا چې که ستاسې سندونه رسمي شوي وي او نور شرایط پوره کړئ، تاسې به د استوګنې اجازه ترلاسه کړئ. له دې بدلون سره، د استوګنې قانو د ۱۸ الف او ۱۸ ب مادو له مخې د استوګنې اجازه ترلاسه کول اسانه شوي دي. دا د بېلګې په توګه د هغو کسانو لپاره هم پلي کیږي چې له رسمي شوو مسلکي سندونو په جرمنيکې له ويزې پرته ژوند کوي (د بېلګې په توګه که څوک په بل "شینګن هیواد" کې د استوګنې اجازه ولري).
ښه ده چې پوه شئ: له نويو مقرراتو سره، د استوګنې اجازه د هر وړ مسلک لپاره پلې کیږي. وړ په دې مانا چې لږترلږه دوه کلنه مسلکي زده کړې شرط ګڼل کیږي. بل دا چې د زدهکړې سند باید په جرمني کې په رسميت وپیژندل شي. سربیره پردې، معاش هم باید کافي وي. د زدهکړې او مسلک تر منځ نور کوم رسمي اړیکه نشته. په دې ډول تاسې کولی شئ بل وړ کار هم وکړئ.
که تاسې په جرمني کې د مسلکي کس په توګه کار کول غواړئ، باید مخکې له سفر څخه د اړونده ویزې غوښتنه وکړئ.
بله لاره دا ده چې د لیدلو يا شېنګن ویزې سره جرمني ته سفر وکړئ. که له سفر وروسته د مسلکي کس په توګه کار ومومئ، کولی شئ د بهرنیانو ادارې يا اوسلنډربېهورده ته د مسلکي کس په توګه د استوګنې اجازې ترلاسه کولو غوښتنه وړاندې وکړئ. البته پام مو وي چې د پروسس وخت عموماً د اجازې له وخت څخه زیات دی. په دې صورت کې، بايد بېرته له جرمني ووځئ او په دې ډول ښايي د استوګنې اجازه درنه کړل شي.
پاملرنه: که مخکې له دې چې جرمني ته راشئ، د دندې لپاره له کار ورکونکي سره اړیکه نیولې وي، تاسې ته به وویل شي چې تاسې باید مخکې له راتګ څخه د اړونده ویزې غوښتنه کړې وای.
يادونه: له ویزې پرته د لنډ مهاله استوګنې لپاره کولی شئ تر ځانګړو شرايطو لاندې له بهرنیانو ادارې يا اوسلنډربېهورده څخه لنډمهالی سند (Fiktionsbescheinigung) ترلاسه کړئ. په دې مانا چې تاسې ته به تر هغې چې ستاسې غوښتنه ځوابيږي، يو لنډمهالی سند درکړل شي. خو دا یوازې د استرالیا، اسراییل، جاپان، کاناډا، نیوزیلینډ، سویلي کوریا، امريکا متحده ايالاتو یا د بريتانيا د اتباعو لپاره پلي کیږي - او که تاسې د ویزې پروسې د بشپړولو ته اړ نه یاست.
د مسلکي کس په توګه د استوګنې اجازې ترلاسه کولو لپاره نور مالومات زموږ په "د جرمني ملي ويزه" یا "د مسلکي کس ویزه" په څپرکیو کې موندلی شئ.
په عادي حالت کې د شینګن ویزې وخت غځول ممکن نه دي. یوازې لږ استثناوې شته چې په هغو کې د شینګن ویزې وخا د ملي ویزې په توګه غځول کیدی شي. د دې لپاره ډېر سخت شرایط پلي کيږي. د بېلګې په توګه که بیرته سفر د بشري دلایلو (لکه ناروغي) یا د شديد تاوتريخوالي له امله (د سفر ناشونتيا، جګړهییزې شخړې) ممکن نه وي (§ 6 Abs. 2 S. 2 د استوګنې قانون). همدارنګه د جدي شخصي دلایلو یا د سیاسي ګټو د ساتنې لپاره هم د شینګن ویزې وخت، د ملي ویزې په توګه غځول کیدی شي.
په ياد مو وي چې دا استثناوې ډېرې نادرې دي. په عمل کې باید دې خبرې ته تمه ونه کړئ.
نه. پرته له دې چې د زدهکړو لپاره د ویزې پروسه بشپړه کړئ، تاسو نه شئ کولی د شېنګن ويزه او يا د لنډې مودې د سفر ويزه (§ 16b AufenthG) د زدهکړو لپاره د استوګنې په اجازه واړوئ (§ 39 Nr. 3 AufenthV).
په جرمني کې د زدهکړو په اړه نور مالومات د زدهکړو لپاره ویزه په برخه کې موندلی شئ.
هو، دا کار شونی دی او په اسانه د موخې بدلون (erleichterten Zweckwechsel) په نوم یادېږي. په دې مانا چې که مخکې له مخکې خپله اړونده اوسلنډربېهورده اداره خبره کړئ او هغوی موافقه وکړي، تاسې کولی شئ د روزنې ځای بدل کړئ. پام مو وي چې د ځینو ځانګړو حرفوي روزنو، لکه د ځانګړي اشپز روزنه (Spezialitätenkoch) لپاره، ځانګړې مقررات پلي کيږي (§ 19 c Abs. 1 AufenthG). د روزنې په اړه نور مالومات په د حرفوي روزنې لپاره ویزه په څپرکي کې موندلی شئ.
هو، تاسې کولی شئ د زدهکړو د استوګنې سند د کار لپاره د استوګنې ټولو سندونو ته واړوئ. البته يو محدوديت شته (§ 16 b Abs. 4 AufenthG): که دا کار د زدهکړو له پای ته رسېدو مخکې کوئ، نه شئ کولی ځینې لنډمهالې دندې غوره کړئ، لکه مرستندويه يا AuPair، رضاکارانه خدمت، ځانګړی اشپز او د ژبې ښوونکي (§§ 10-15 BeschV). البته که تاسې او اړوند کار اړين شرطونه پوره کړای شئ، کولی شئ په بل هر ډول سند يې بدل کړئ. دا د هغو حالتونو لپاره هم صدق کوي چې که تاسې خپله زدهکړې پرېږدئ.
يادونه: د ټولو موخو د بدلونونو لپاره او په ځانګړي توګه د زدهکړو د پرېښودو په حالت کې، باید د زدهکړو په جریان کې او د استوګنې له معتبر سند سره، د کار کولو لپاره داستوګنې اجازې غوښتنه وکړئ او شرایط پوره کړئ. تاسې باید د کار قرارداد هم ولرئ. له دې پرته د قانوني پاتې کېدو د تشې له ګواښ سره مخ کېږئ او له جرمني په وتلو مکلف ياست. د دې خبرې مانا دا ده چې اوسلنډربېهورده اداره کولی شي تاسې ته د وتلو امر وکړي.
که د کډوال په توګه قبول شوي ياست او يا د فرعي خونديتوب سند لرئ، کولی شئ د اروپايي ټولنې شين کارت ترلاسه کړئ. دا کارت هغه مسلکي کسان چې د پوهنتون رسمي شوی سند لري، ترلاسه کوي. د دې کارت ترلاسه کولو لپاره بايد له خپل مسلک سره برابر د دندې وړاندیز ولرئ. همدا شان تمه کیږي چې معاش مو باید لوړ وي. نور مالومات په "شين کارت" څپرکي کې ترلاسه کولای شئ.
هو. که اړين شرطونه پوره کړئ، کولای شئ د استوګنې د بل ډول اجازې غوښتنه وکړئ. د بېلګې په توګه د استوګنې لاندې اجازې غوښتل کیدای شي: د ماهر مسلکي کس په توګه د استوګنې اجازه (د ۱۸a او ۱۸b مادو پر بنسټ) یا د اوسبيلډونګ يا حرفوي زدهکړو ترسره کوونکي په توګه د استوګنې اجازه(د ۱۶a مادې پر بنسټ). پاملرنه: د استوګنې قانون (د ۱۹f مادې ۱ بند ۱ او ۲ بند ۲، ۳) له مخې د زده کړې لپاره استوګنې اجازې (د ۱۶b ماده)، د اروپايي اتحادیې لپاره د مطالعوي عملي کار (د ۱۶e ماده)، د زدهکړو د پيلولو غوښتنې (د ۱۷مې مادې ۲ بند)، څېړنې (د ۱۸d ماده)، د اروپايي رضاکارانه خدمت (د ۱۹e ماده) او د اروپايي ټولنې شنه کارت (د ۱۸g ماده) لپاره یو بندیز شته . البته بیا هم د ۲۴مې مادې له مخې د استوګنې له اجازې سره زدهکړې کولی شئ. یوازې د زدهکړې لپاره د استوګنې اجازې ته بدلول ممکن نه دی. که د مسلکي کس په توګه د ۱۸الف یا ب مادې پر اساس د استوګنې اجازه ترلاسه کړئ او د ۲۴مې مادې له مخې د استوګنې اجازه پرېږدئ، کولی شئ د اروپايي ټولنې شين کارت ترلاسه کړئ. په دې ډول بیا د شنه کارت ترلاسه کولو لپاره لار پرانیستل کیږي.
دا چې د ۲۴ مادې له مخې د استوګنې اجازې پرېښودل او د بل ډول استوګنې اجازې ترلاسه کول په عمومي ډول معقول دي او که نه، تل له فردي حالتونو او شونتياوو سره اړه لري.
مهم: مخکې له دې چې د استوګنې اجازه بدله کړئ، خامخا مشوره ترلاسه کړئ. که د استوګنې اجاز یوازې له دندې یا زدهکړې سره تړلې وي، تل يې د لاسه ورکولو ګواښ شته.
ښه ده چې پوه شئ: په ځینو حالتونو کې دا هم امکان لري چې د استوګنې دوه ډوله اجازې ولرئ. په دې اړه له بهرنیو چارو د ادارې يا اوسلنډربېهورده سره خبرې وکړئ او که اړتیا وي، د خپل حالت لپاره له یو وکیل سره مشوره وکړئ.
د تګلوري بدلون موخه پناهغوښتونکو ته د استوګنې د اجازې او مسلکي شاليد جوړولو فرصت په لاس ورکوي. د تګلوري بدلون همدا شان له شرکتونو سره مرسته کوي چې ماهر کارګر پیدا کړي. که ماهر کارګر یاست او یا هم ښه مسلکي پوهه لرئ، کولی شئ د پنا غوښتنه مو لغوه کړئ او د تګلوري د بدلون غوښتنه وکړئ. د استوګنې قانون (10 Abs. 3 Satz 4 AufenthG) له مخې دا مقرره ستاسې پر مېرمن/خاوند او ماشومانو هم پليکېږي. له بده مرغه د پناغوښتنې په جریان کې د استوګنې د اجازې غوښتنه نه شئ کولی؛ د بېلګې په توګه که غواړئ چې د ماهر کارګر په توګه د استوګنې اجازه تر لاسه کړئ. د دې لپاره مو باید لومړی له بمف (BAMF) څخه د پناهغوښتنه لغوه کړئ.
مهم: که د پناه غوښتنه مو د اداري محکمې څخه مخکې لغوه کړئ، نو منفي ځواب به ترلاسه کړئ. د پناغوښتنې د لغوه کولو لپاره باید وکیل ونیسئ.
په یاد ولرئ: لومړی باید په دې ځان پوه کړئ چې د پنا غوښتنه مو قبلېږي او که نه، که چېرې قبوله شي ډېره مو په ګټه ده. له پناهغوښتنې وروسته چې تاسو ته د استوګنې اجازه درکول کېږي، هغه د یوې مشخصې دندې لپاره نه ده؛ په داسې حال کې چې د ماهر کارګر په توګه ستاسې د استوګنې اجازه یوازې د مشخصې دندې لپاره درکول کېږي. همدارنګه دا هم باید مالومه کړئ چې په حقیقي مانا د یوه ماهر کارګر په توګه کار کولی شئ او که نه، ځکه معمولا په جرمني کې د سندونو رسمي کول اسانه نه دي. د سندونو د رسمي کولو لپاره زموږ د بهرنیو سندونو رسمي کول څپرکی ولولئ.
که د پنا غوښتنه مو کړې وي او لا هم د ځواب په تمه یاست، تر ځانګړو شرایطو لاندې د تګلوري د بدلون غوښتنه کولی شئ. د استوګنې قانون (§ 10 Abs. 3 Satz 4 AufenthG) له مخې دا مقرره ستاسو پر مېرمن/خاوند او ماشومانو هم پلي کېږي. د تګلوري د بدلون لپاره مو باید لومړی د پناه غوښتنه لغوه کړئ او لاندې شرایط پوره کړئ:
د پنا غوښتنه مو باید د ۲۰۲۴ کال د مارچ مياشتې تر ۲۹مې نېټې پورې کړې وي.
او
د پنا غوښتنه مو رد شوې (unanfechtbar abgelehnt) نه وي.
او
داسې ماهر کارګر وئ چې د مسلکي زدهکړو یا هم پوهنتون سند مو د استوګنې قانون د ۱۸a او ۱۸b مادو له مخې رسمي شوی وي.
يا
د استوګنې قانون (§ 19c Abs. 2 AufenthG) له مخې د مسلکي عملي کار وړتیا ولرئ.
په یاد ولرئ: یوازې هغه کسان چې پورتني سخت شرایط پوره کولی شئ د تګلوري د بدلون غوښتنه کولی شي. په دې اړه ښه فکر وکړئ او باید له پرېکړې مخکې له وکیل سره مشوره وکړئ. دا ځکه چې باید دا خطر ډېر په بېړه پر غاړه وانخلئ چې د پناغوښتنې چانس مو هم له لاسه ورکړئ. د تګلوري بدلون یوازې له تاسې سره مرسته کوي چې د استوګنې اجازه ژر تر لاسه کړئ، خو د پناغوښتنه د استوګنې د اجازې تر څنګ خوندیتوب هم درکوي. که د تګلوري د بدلون غوښتنه کوئ د پناغوښتنې چانس له لاسه ورکوئ. دا خبره په ځانګړې توګه هغه مهال مهمه ده چې د استوګنې قانون د ۱۹c مادې له مخې بدلون غواړئ. په دې حالت کې بايد له وړاندې د اوسلنډربېهورده ادارې تاييد ولرئ. دوی کولی شي خو مکلف نه دي چې تاسې ته د استوګنې دا ډول اجازه درکړي.
مخکې له دې چې د استوګنې قانون د د ۱۸a مادې له مخې، له مسلکي اوسبیلډونګ سره ماهر کارګر وپېژندل شئ باید لاندې شرطونه پوره کړئ:
په جرمني کې د مسلکي اوسبیلډونګ یا هم په بهر کې د داسې مسلکي زدهکړو سند درلودل چې په جرمني کې رسمي شوی وي. د بهرنیو سندونو د رسمي کولو په اړه لا ډېر مالومات د بهرنیو سندونو رسمي کول په څپرکي کې لوستلی شئ. مسلکي اوسبيلډونګ هغه اوسبيلډونګ ته وايي چې لږ تر لږه دوه کاله يې دوام کړی وي.
همدرانګه مو مسلک باید د پام وړ دندې ولري. دا پدې مانا ده چې داسې یو مهارت او مسلکي وړتیا لرئ چې په یوه مشخصه مسلکي دوره کې مو زده کړی دی. دا مهمه نه ده چې فعاليت دې له ښوونیزه منځپانګې سره مطاقت ولري.
د کار لپاره د کارموندنې د فدرالي ادارې تایید ته اړتیا لرئ.
مقايسوي کاري شرایط هم باید په نظر کې ونیول شي، دا په دې مانا چې معاش باید له سیمهییزو او رشتهيي ستندردونو سره مطابقت ولري.
که مو عمر له ۴۵ کالونو څخه ډېر وي، او د لومړی ځل لپاره د استوګنې قانون د ۱۸a مادې له مخې د استوګنې اجازې غوښتنه کوئ، باید لاندې شرطونه پوره کړې: (اوسنی عاید په نظر کې نه نیول کېږي)
د میاشتې معاش مو باید ۴۱۵۲،۵۰ یورو ناخالصې او یا هم په کلنۍ توګه ۴۹۸۳۰ یورو وي. (دا د عمومي تقاعد بیمې د کلنۍ ارزونې په حد کې له ۵۵ سلنه سره سمون لري.)
يا هم
د کافي تقاعدي تدارکاتو ثبوت وړاندې کړئ.
په یاد مو وي چې ځينې استثناوې هم شته. د بېلګې په توګه دا چې که په کار کې عامه ګټې، په ځانګړې توګه سیمهییزې، اقتصادي او یا هم د کار بازار ته اړوند ګټې موجودې وې او یا مو عاید تر ټاکلي حد لږ ټیټ او عمر مو لږ څه زیات وي.
د دې لپاره چې د استوګنې قانون د د ۱۸b مادې له مخې، د پوهنتون له رسمي شوي سند سره ماهر کارګر وبلل شئ، لاندې شرطونه باید پوره کړئ:
باید د جرمني او یا هم د جرمني په معیار برابر د پوهنتون تایید شوی سند ولرئ. تاسې کولی شئ تر خپلو علمي وړتیاوو ښکته هم کار وکړئ.
د کار لپاره د جرمني فدرال حکومت د کار ادارې تایید ته اړتیا لرئ.
مقايسوي کاري شرایط هم باید په نظر کې ونیول شي، دا په دې مانا چې معاش باید له سیمهییزو او رشتهيي ستندردونو سره مطابقت ولري.
په عمر پخو یا زړو کسانو لپاره ځانګړې قاعده شته. که مو عمر تر ۴۵ کلنۍ زیات وي او د استوګنې قانون د ۱۸b مادې له مخې د استوګنې اجازې غوښتنه کوئ، باید لاندې شرطونه پوره کړې: (اوسنی عاید په نظر کې نه نیول کېږي)
د میاشتې معاش مو باید ۴۱۵۲،۵۰ یورو ناخالصې او یا هم په کلنۍ توګه ۴۹۸۳۰ یورو وي. (دا د عمومي تقاعد بیمې د کلنۍ ارزونې په حد کې له ۵۵ سلنه سره سمون لري.)
يا هم
د کافي تقاعدي تدارکاتو ثبوت وړاندې کړئ.
په یاد مو وي چې ځينې استثناوې هم شته. د بېلګې په توګه دا چې که په کار کې عامه ګټې، په ځانګړې توګه سیمهییزې، اقتصادي او یا هم د کار بازار ته اړوند ګټې موجودې وې او یا مو عاید تر ټاکلي حد لږ ټیټ او عمر مو لږ څه زیات وي.
دا چې د استوګنې قانون د ۱۹cمادې له مخې د مسلکي او عملي پوهې د درلودنکي کس (ausgeprägten berufspraktischen Kenntnissen) په توګه وپېژندل شئ باید لاندې شرطونه پوره کړئ:
لږ تر لږه مو دوه کاله په بهر کې مسلکي زدهکړې کړي وي او هلته یې سند رسمي شوی وي او یا هم د پوهنتون سند ولرئ. په جرمني کې د دې سندونو رسمي کولو ته اړتیا نشته.
يادونه: د ZAB ادارې باید روښانه کړې وي چې ستاسې سند د (Auskunft zur Berufsqualifikation) او (Zeugnisbewertung) په چوکاټ کې، په اصلي هېواد کې رسمي شوی دی. د دې سند غوښتنه باید په خپله وکړئ. د ای ټي برخې متخصیصینو لپاره په بهر کې د سندونو رسمي کول اړين نه دي.
او
باید مسلکي کار مو کړی وي. دا په دې مانا ده چې د کار کولو لپاره لږ تر لږه دوه کالي مسلکي زدهکړې یا هم د پوهنتون سند ته اړتیا ده.
او
په تېرو پنځو کالونو کې د لږ تر لږه دوه کاله مسلکي کار تجربه ولرئ.
او
په میاشتنۍ توګه مو معاش ۳۳۹۸ ناخالصې یورو او په کلنۍ توګه باید ۴۰۷۷۰ یورو وي. په دې برخه کې استثناوې د ټولنيز تړون اړوند (tarifgebundene Betriebe) شرکتونو باندې پلې کيږي.
که مو عمر له ۴۴ کلونو څخه ډېر او په لومړي ځل د ( § 19c Abs. 2) له مخې د تګلوري د بدلون غوښتنه کوئ، ناخالص مياشتنی عايد مو بايد ۴۱۵۲ یورو او کلنی بايد ۴۹۸۳۰ یورو وي. په دې برخه کې هم ځينې استثناوې شته.
پاملرنه! د پنا غوښتنې له لغوه کولو مخکې باید له وکیل سره مشوره وکړئ. لومړی باید په دې ځان پوه کړئ چې د پنا غوښتنه مو قبلېږي او که نه. که چېرې قبوله شي ډېره مو په ګټه ده، ځکه له پنا غوښتنې وروسته چې تاسې ته د استوګنې اجازه درکول کېږي هغه د یوې مشخصې دندې لپاره اجازه نه ده. په داسې حال کې چې د ماهر کارګر په توګه ستاسو د استوګنې اجازه یوازې د مشخصې دندې لپاره ده. همدارنګه دا هم باید مالومه کړئ چې په حقیقي مانا د یوه ماهر کارګر په توګه کار کولی شئ او که نه، ځکه معمولا په جرمني کې د سندونو رسمي کول اسانه نه دي. د سندونو د رسمي کولو لپاره زموږ د بهرنیو سندونو رسمي کول څپرکی ولولئ.
که د محکمې له خوا مو د پناه غوښتنه نه وي رد شوې او جرمني ته د ۲۰۲۳ز کال د مارچ میاشتې له ۲۹مې نېټې مخکې راغلي یاست (او د استوګنې قانون د ۱۸a او ۱۸b مادې له مخې د ماهر کارکوونکي شرطونه او یا هم د § 19 c Abs. 2 i.V.m BeschVO له مخې د کار شرطونه پوره کولی شئ) بيا هم د تګلوري د بدلون غوښتنه کولی شئ.
له همدې کبله، که د پناغوښتنې پروسه دوام هم ولري، د تګلوري د بدلون غوښتنه کولی شئ. که د پنا غوښتنه مو د بمف له خوا رد هم شي، بیا هم د پناهغوښتنې غوښتنلیک لغوه کولی شئ او د تګلوري د بدلون غوښتنه کولی شئ. د دې کار لپاره باید پر وخت د رد ځواب پر وړاندې اعتراض وکړئ او د قانون له مخې باید د اعتراض موده پای ته نه وي رسېدلې. ځکه تاسې د دوی پرېکړه ننګوئ. حتا د حکم له صادرولو وروسته (په معمول توګه تر یوې میاشتې پورې) د پناغوښتنه د بیا ځلي اعتراض د مودې په جریان کې لغوه کولی شئ. په یاد مو وي چې په دې حالت کې باید لومړی د پنا غوښتنه د بمف په فدرالي اداره کې لغوه شي، ځکه که یوازې د بیاځلي کتنې یا هم اعتراض غوښتنه له محکمې څخه بېرته واخلئ، نو اصلي رد یا منفي ځواب معتبر ګڼل کېږي او که غواړئ چې د تګلوري د بدلون غوښتنه وکړئ، باید دا کار ونه شي.
حتا که د پناهغوښتنه مو د بېبنسټه (offensichtlich unbegründet) قضيې په توګه رد شوې وي او وورستۍ پرېکړه نه وي شوې، بیا هم د پنا غوښتنه لغوه کولی شئ. البته په ځینو حالاتو کې (د بېلګې په توګه د هویت په اړه چل او فریب) يوازې دا ځانګړتيا شته چې کولی شئ يوازې د استوګنې قانون د ۱۸a او ۱۸bمادو له مخې د استوګنې اجازه بدله کړئ (يعني تاسې په جرمني کې د سندونو رسمي کولو ته اړتيا لرئ). دا په دې پورې اړه لري، چې د رد دلیل په واضح توګه بېبنسټه وي. که تاسې له داسې حالت سره مخ ياست، باید له يوه وکیل او مشورتي ادارو سره په اړیکه کې شئ.
يادونه: که شرطونه پوره شي، د استوګنې قانون د ۱۸a او ۱۸bمادو له مخې د مسير بدلون(یعنې هغه دندې چې دوه کلن زدکړییز پروګرام، یو ټاکلی معاش او په جرمني کې منل شوی مسلکي سند لري) اسانه دی. تاسې د قانون له مخې د دې ډول استوګنې اجازې ترلاسه کولو حق لرئ. په ټولو نورو دندو کې (د § 19 c Abs. 2 i.V.m. BeschVO له مخې د استوګنې په اجازه کې هم) باید ځانګړې پاملرنه وکړئ. دا ځکه چې دا د بهرنیانو د ادارې په واک کې ده چې تاسې ته د استوګنې دا ډول اجازه درکوي او که نه.
که د پناهغوښتنه مو رد شوې وي، د لا ډېرو مالوماتو لپاره زما د پناه غوښتنه رد شوې څپرکی لوستلی شئ. تر ځانګړو شرایطو لاندې د استوګنې لاندې اجازې ترلاسه کولی شئ، کاري ډولډونګ، د حرفوي زده کړو لپاره د استوګنې اجازه، اوسبیلډونګ ډولډونګ او د استوګنې ازمايښتي اجازه.
د مسلکي وړتیاو د پیژندلو په اړه نور مالومات دلته ترلاسه کړئ.