په جرمني کې د حرفوي يا لوړو زدهکړو بشپړول ستاسې لپاره د کار غوره چانسونه رامنځته کوي. البته له بهر څخه ډېر وخت په جرمنيکې د اوسبيلډونګ يا لوړو زدهکړو د ځای موندل اسان نه دي. د دې کار لپاره د استوګنې قانون د ۱۷مې مادې له مخې د ويزې اخستل او بيا په جرمني کې د اوسېدو لپاره د استوګنې اجازه ترلاسه کول اړين دي. له دې اجازې سره په قانوني ډول په جرمني کې اوسېدای شئ او دلته د ځان لپاره يو اوسبيلدونګ يا د لوړو زدهکړو ځای پلټلی شئ. دلته به د اوسبيلدونګ يا لوړو زدهکړو د ځای موندلو لپاره د استوګنې اجازې ترلاسه کولو د شرطونو په اړه بشپړ مالومات ترلاسه کړئ.
د ۲۰۲۴ز کال له مارچ میاشتې څخه د استوګنې قانون ۱۷مه ماده په لاندې شرایطو پلي کېږي:
۱. د استوګنې اجازې د اخیستلو لپاره مو باید عمر حد اکثر ۳۵ کاله وي.
۲. د جرمني ژبې د زده کړې B1سند بسنه کوي، چې پخوا B2 غوښتل کېدو.
۳. د استوګنې د اجازې موده ۹ میاشتې شوې ده.
۴. کولی شئ، په اوونۍ کې ۲۰ ساعته کار وکړئ او د کار ازمایښتي موده دوه اوونۍ ده.
۵. د استوګنې اجازې موخه بدلول د بلې ويزې له غوښتلو پرته شوني دي. د بېلګې په توګه که څوک د ( §§ 16 a, b, 19 c Abs. 2 und § 18 a, b und g AufenthG) له مخې مسلکي دنده پيل کړي.
که څوک د خپل وطن د ښوونځيو د فراغت داسې سند ولرئ چې په وسيله يې په پوهنتون کې د زدهکړو اجازه او د ژبې د زدهکړې اړين سند ولرئ، کولی شئ په جرمني کې د اوسبیلډونګ موندلو لپاره د ويزې غوښتنه وکړئ. د دې تر څنګ مو عمر بايد له ۲۵ کالونو لوړ نه وي. د ۲۰۲۴ کال د مارچ مياشتې له ۲۵مې نېټې وروسته د تر ټولو ډېر عمر اندازه ۳۵ کالونو ته لوړيږي.
مهم: د جرمني د D ویزې له مخې تاسو جرمني ته راتلی شئ او وروسته بیا د استوګنې د اجازې غوښتنه کولی شئ. ویزې ته د اپلای لپاره باید په خپل هېواد یا هم نږدې ګاونډیو هېوادنو کې د جرمني سفارتونو ته مراجعه وکړئ. په جرمني کې د ډېر وخت پاتې کېدو لپاره باید د استوګنې اجازه ولرئ. د دې کار لپاره د کډوالو چارو ادارې ته ورشئ، یوازې هلته د استوګنې د اجازې غوښتنه کولی شئ.
د پوهنتون د پیلولو لپاره هم د جرمني ویزه اخیستلی شئ، که له ښوونځی د فراغت سند ولرئ یا هم په جرمني پوهنتون یا کالج کې مو د داخلېدو شرایط پوره کړي وي او همدارنګه باید د ژبې د زده کړې سند هم ولرئ. دغه ډول ویزې ته د اپلای کولو لپاره د عمر کوم خاص محدودیت نشته، خو په یاد مو وي، چې ځینې پوهنتونونه د عمر لپاره ځانګړي شرایط لري.
مهم: که ستاسو د هېواد د ښوونځي سند په جرمني کې پوهنتون ته د داخلېدو لپاره کافي نه وي، نو Studienkolleg کالج هم یو ښه انتخاب کېدلی شي چې بیا وروسته په جرمني کې پوهنتون ته لاره موندلی شئ. Studienkolleg په جرمني کې د لوړو زده کړو لپاره د تیاري دوره ده، چې معمولا د پوهنتونو او یا هم ځینې نورو بنسټونو له خوا زده کوونکو ته وړاندییز کېږي. چې په دغه موده کې په جرمني کې له بهرنیو زده کوونکو سره د هغوی د ژبې، ځانګړو مضامینو او همدارنګه د هغوی په ټولنیزو وړتیاوو کار کېږي تر څو د پوهنتون پیلولو ته تیار شي.
که د جرمني ويزې ته اړتيا لرئ، بايد خپل هېواد يا سيمه کې د جرمني سفارت يا کنسولګرۍ سره وخت واخلئ او د ورتګ پر مهال اړين سندونه له ځان سره يوسئ. په ياد مو وي چې د ويزې ترلاسه کول ښايي ډېر وخت ونيسي.
که ويزې ته اړتيا نه لرئ، جرمني ته له راتګ وروسته بايد د بهرنيانو چارو په اړونده اداره (Ausländerbehörde) کې د اوسبيلډونګ يا لوړو زدهکړو د لټون لپاره د استوګنې د اجازې غوښتنه وکړئ.
مهم: دا چې د کومو هېوادونو وګړي جرمني ته د تګ لپاره ويزې ته اړتيا لري، د جرمني د بهرنيو چارو وزارت پر وېبسایټ (auswaertiges-amt.de) يې کتلای شئ.
د لوړو زدهکړو يا اوسبيلډونګ د موندلو ويزه اوږدمهاله يا (Nationalen Visums Typ D) ويزه ده. د دې ويزې ترلاسه کولو لپاره بايد اړين سندونه او نور اضافي سندونه وړاندې کړئ. زموږ په بل څپرکي (د جرمني اوږدمهاله ويزه) کې د ټولو هغو سندونو لړ موندلای شئ چې د جرمني د ويزې ترلاسه کولو لپاره ورته اړتيا ده.
د اوسبيلډونګ د لټون د ويزې ترلاسه کولو لپاره لاندې اضافي سندونه هم بايد ولرئ:
- د جرمني له بهرنيو ښوونځيو او يا له خپل هېواد څخه د ښوونځيو د فراغت داسې سند ولرئ چې په وسيله يې پوهنتون ته تلای شئ (لکه د دوولسم ټولګي شهادتنامه)؛
- د جرمني ژبې د زدهکړې سند درلودل؛ د دې کار لپاره بايد لږ ترلږه د جرمني ژبې B2 سند ولرئ. د ۲۰۲۴ کال د مارچ له مياشتې وروسته B1 سند هم کفايت کوي.
- د دې اثبات چې تاسو په جرمني کې د اوسېدو پر مهال خپل لګښتونه په خپله پوره کولی شئ. ځکه په دغه موده کې د اوسني قانون له مخې تاسو د کار اجازه نه لرئ. دا سند د بلاک اکونټ جوړول یا هم د بل چا لخوا د لګښتونو د ورکولو سند يا ژمنتيا چې په جرمني کې ژوند او کار کوي، کېدلی شي. کولی شئ له دې اکونټ څخه په میاشتنۍ توګه تر ۱۰۲۷ یورو پورې مصرف کړئ. که څه هم چې باید د لګښتونو د پوره کولو لپاره کار وکړئ، د استوګنې قانون د ۱۷مې مادې د ۳ بند له مخې دا اجازه د ۲۰۲۴ز کال له مارچ میاشتې څخه لرئ چې په اوونۍ کې ۲۰ ساعته کار وکړئ. په دې ډول ستاسې ستاسې د ژوند لګښتونه ډېر کمېدلی شي: بافوګ (421 bzw. 452 € (§ 13 BAFÖG) + 10 % (§ 2 Abs. 3 S. 6 i.V.m. S. 5 AufenthG).
یادونه: په جرمني کې د زده کړو د دوام لپاره باید بلاک اکونټ ولرئ، تر څو ثابته شي چې تاسو د زده کړو پر مهال خپل لګښتونه په خپله ورکولی شئ. په میاشتنۍ توګه باید لږ تر لږ ۱۰۲۷ یورو په اکونټ کې ولرئ، تر څو په دغه موده کې چې تاسو دلته د پوهنتون یا هم نورو زده کړو په لټه کې یاست د خپل ژوند لګښتونه ورباندې پوره کړئ. دا پیسې ستاسو په اکونټ کې تر هغه وخت پورې بلاک کېږي، تر څو چې جرمني ته رارسېږئ بیا په میاشت کې یوازې ۱۰۲۷ یورو تر اخیستلی شئ، چې خپل لګښتونه پرې پوره کړئ.
که لاندې سندونه ولرئ، د زدهکړو د لټون ویزې ته هم اپلای کولی شئ:
- له ښوونځي څخه د فراغت سند، چې په جرمني پوهنتون یا هم Studienkolleg کې د نوملیکنې پر شرایطو برابر وي. د ANABIN پر ویبپاڼې خپل د زده کړو سند ارزولی شئ چې ایا ستاسې د فراغت سند د جرمني پوهتون پر شرایطو برابر دی کنه.
- د ژبې د زده کړې سند، دا چې څه ډول سند باید وړاندې کړئ معمولا یې د جرمني سفارتونه او استازي تاسو ته په اړه مالومات درکولی شي.
- د دې اثبات چې تاسو په جرمني کې د اوسېدو پر مهال خپل لګښتونه په خپله پوره کولی شئ. ځکه په دغه موده کې د اوسني قانون له مخې تاسو د کار اجازه نه لرئ. دا سند د بلاک اکونټ جوړول یا هم د بل چا لخوا د لګښتونو د ورکولو سند چې په جرمني کې ژوند او کار کوي، کېدلی شي. په میاشتنۍ توګه باید ترې ۱۰۲۷ یورو مصرف کړئ. که څه هم چې باید د لګښتونو د پوره کولو لپاره کار وکړئ، د استوګنې قانون د ۱۷مې مادې د ۳ بند له مخې دا اجازه د ۲۰۲۴ز کال له مارچ میاشتې څخه لرئ چې په اوونۍ کې ۲۰ ساعته کار وکړئ. په دې ډول ستاسې ستاسې د ژوند لګښتونه ډېر کمېدلی شي: بافوګ (421 bzw. 452 € (§ 13 BAFÖG) + 10 % (§ 2 Abs. 3 S. 6 i.V.m. S. 5 AufenthG).
جرمني ته له راتګ وروسته بايد د دريو مياشتو په موده کې د بهرنيانو چارو په اړونده اداره (Ausländerbehörde) کې ځان ثبت کړئ او د استوګنې د اجازې غوښتنه وکړئ. د دې کار لپاره بايد د پورته يادو شوو سندونو تر څنګ، په جرمني کې د ثبت او کرايي کور د سندونو په ګډون ټول سندونه له ځان سره ولرئ. په ياد مو وي چې د دې ادارې کارکوونکي ستاسې غوښتنه ارزوي او دا ارزونه ښايي څو مياشتې وخت ونيسي.
اوس مهال د لوړو زدهکړو د لټون لپاره ويزه د ۹مياشتو لپاره ورکول کيږي. د اوسبيلډونګ د لټون لپاره دا موده ۶ مياشتې ده. د ۲۰۲۴ کال له مارچ مياشتې وروسته د اوسبيلدونګ په لټون پسې راغلي خلک هم په جرمني کې د ۹مياشتو پاته کېدلو اجازه لري. په دې موده کې د خپلې خوښې او وړ اوسبيلډونګ يا د لوړو زدهکړو لپاره د پوهنتون پلټنه وکړئ. کله چې وړ اوسبيلډونګ يا پوهنتون ومومئ، بايد له اوسلنډربېهورده ادارې څخه د اوسبيلډونګ يا لوړو زدهکړو لپاره د استوګنې اجازه (Aufenthaltserlaubnis zum Zweck der Ausbildung oder des Studiums) وغواړئ. دا غوښتنه د خپلې سيمې د اوسلنډربېهورده له ادارې څخه کولی شئ. د دې اجازې له ترلاسه کولو وروسته کولای شئ په جرمني کې اوسبيلډونګ ترسره کړئ او يا لوړې زدهکړې وکړئ. البته که يوه مسلکي دنده (§18a, §18b AufenthG) او يا اوسبيلډونګ (§16a AufenthG) ومومئ، کولی شئ د خپلې استوګنې د اجازې موخه هم بدله کړئ.
د زده کړو د دوام لپاره د مناسب پوهنتون د موندلو لپاره Hochschulkompass ویبپاڼه وګورئ. همدارنګه زموږ پر ویبپاڼه باندې ښوونيز اوسبيلډونګ په څپرکي کې هم په دې اړه لا ډېر مالومات لوستلی شئ.
مهم: جرمني ته تر راتګ وروسته باید د درېیم هېواد د اوسېدونکي په توګه د کډوالو چارو ادارې ته ورشئ او د استوګنې د اجازې د الکترونیکي کارټ غوښتنه وکړئ. دا کارټ په جرمني کې ستاسو د پاتې کېدو په حالت پورې اړه لري او د هغه قانون له مخې درکول کېږي، چې تاسو یې له مخې جرمني ته راغلي یاست.
د استوګنې قانون د ۱۷ مادې له مخې، اوس مهال د لوړو زدهکړو يا اوسبيلډونګ د لټون له اجازې سره د کار اجازه نه لرئ.
د استوګنې قانون د ۱۷ مادې د ۳م بند له مخې چې د ۲۰۲۴ز کال له مارچ میاشتې څخه به پلي کېږي، په اوونۍ کې د ۲۰ ساعته کار اجازه لرئ. همدارنګه د استوګنې قانون ۱۷ مادې د ۱ او ۲ بند له مخې د ازمایښتي دورې په توګه دوه اوونۍد کار اجازه هم لرئ.
که د ټاکل شوو شپږو يا نهو مياشتو په موده کې اوسبيلډونګ يا پوهنتون ونه مومئ، بايد جرمني پرېږدئ او خپل هېواد ته ولاړ شئي. د بلې ويزې ترلاسه کولو لپاره بايد په خپل وطن کې شپږ مياشتې انتظار وکړئ. له دې مودې تېرېدو وروسته، د اوسبيلدونګ يا پوهنتون د لټون لپاره د جرمني له سفارت څخه د بلې ويزې ترلاسه کولو غوښتنه کولای شئ.
البته که يوه مسلکي دنده (§18a, §18b AufenthG) او يا اوسبيلډونګ (§16a AufenthG) ومومئ، کولی شئ د خپلې استوګنې د اجازې موخه هم بدله کړئ. غوره به وي چې د ټاکل شويوخت له ختمېدو وړاندې يو داسې کار ومومئ چې د فراغت له سندونو او مسلک سره مو جوړ وي.
مهم: د جرمني د D ویزې له مخې تاسو جرمني ته راتلی شئ او وروسته بیا د استوګنې د اجازې غوښتنه کولی شئ. ویزې ته د اپلای لپاره باید په خپل هېواد یا هم نږدې ګاونډیو هېوادنو کې د جرمني سفارتونو ته مراجعه وکړئ. په جرمني کې د ډېر وخت پاتې کېدو لپاره باید د استوګنې اجازه ولرئ. د دې کار لپاره باید د کډوالو چارو ادارې ته ورشئ، یوازې هلته د استوګنې د اجازې غوښتنه کولی شئ.
د اوسبيلډونګ په اړه نور مالومات زموږ په نورو مالوماتي څپرکيو (د ښوونځيو اوسبيلډونګ) او (دوهګونی اوسبيلډونګ) کې لوستلای شئ.
د جرمني د ويزې ترلاسه کولو د شرطونو په اړه دلته بشپړ مالومات موندلای شئ.