په جرمني کې د زدهکړو او ګډون لپاره مالي مرسته
د ښوونځيو اړوند په علمي يا تفريحي سفر کې ګډون، د موسيقۍ د يوې وسيلې زدهکړه، په سپورتي کلب کې ګډون او دې ته ورته نور فعاليتونه پیسو ته اړتيا لري او ډېرې کورنۍ يې لګښتونه نه شي پوره کولای. د دې لپاره چې د لږ عايد لرونکې کورنۍ د ښوونځيو او ازادو وختونو په فعاليتونو کې ګډون وکړای شي، د زدهکړو اوګډون بسته (Bildungs- und Teilhabepaket) شته. له دې بستې سره د جرمني دولت، د ښوونځيو او هورت د غرمنيو خوړو، د زدهکړو لپاره خصوصي مرستې (Nachhilfe)، په سپورتي کلبونو يا د موزيک په ټولنو کې د ګډون په شان د ښوونځيو او ازادو وختونو په ځانګړو فعاليتونو کې د ګډون ملاتړ کوي.
په جرمني کې د ښوونځيو سيستم
د جرمني په ټولو فدرالي ايالتونو کې د ښوونځيو سيستم يو له بل سره توپير لري. له دې سره سره د جبري زدکړو سيستم په هر چا پلی کيږي او د درجو سيستم يو شان دی. د هر ايالت د ښوونځي د فراغت سندونه په ټول جرمني کې منل کيږي. دلته د جرمني د ښوونځيو د سيستم، شخصي تدريس او په ښوونځيو کې د ځورونې (Mobbing) په اړه مالومات ترلاسه کولای شئ.
په جرمني کې وړکتون – کيتا يا کينډرګاټن
په جرمني کې وړکتونونو يا کيتا ته د ماشومانو لېږل جبري نه دي. البته ماشومان کولای شي کيتا يا وړکتون ته له تګ سره هلته ملګري ومومي، لوبې وکړي او زدهکړه وکړي. همدا شان دوی هلته جرمني ژبه او نور اساسي مهارتونه زده کولای شي. د دې تر څنګ به ماشومان د ښوونځيو لپاره هم تيار شي. په دې ډول، وړکتون ته د ماشومانو له لېږلو سره تاسې توانېږئ چې په خپل انټګراڅيون کورس، لوړو زدهکړو يا اوسبیلډونګ تمرکز وکړئ.
په جرمني کې ښوونځي ته د ماشومانو شاملول
د ښوونځي لومړۍ ورځ ښايي ځينو ماشومانو ته د ژوند سخته او ځينو ته خوشالوونکې ورځ وي. په ښوونځي کې ماشومان د لوستلو، ليکلو او حساب تر څنګ ډېر ملګري هم مومي. له همدې کبله ډېر ښوونځي او کورنۍ د ښوونځي د لومړی ورځ په بېلابېلو مراسمو پيلوي. البته له دې ورځې مخکې هم بايد ځينې تيارۍ ونيول شي. دلته به ولولئ چې ماشومان کله بايد په ښوونځيو کې شامل شي او د دې کار لپاره بايد څه وشي.
د يادونې وړ ده چې ښوونځي ته له تګ وړاندې د ښوونځيو د شاملېدو ازموينه (Schuleingangsuntersuchung) هم ترسره کيږي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي کې ولولئ.
ښوونځيو ته د شاملېدو ازموينه
په جرمني کې ټول ماشومان په ۶ يا اووه کلنۍ کې ښوونځي ته ځي. دا چې ماشوم کله ښوونځی پيل کړي، ډېر وخت د ماشوم ميندې او پلرونه پرېکړه کوي او دا پرېکړه اسانه نه وي. له همدې کبله د ماشومانو ډاکټرانو له والدينو سره په دې برخه کې مرسته کوي. دوی ماشومان معاينه کوي او ګوري چې هغوی ښوونځي ته د تګ لپاره تيار دي او که يو کال نور هم بايد انتظار وکړي. دې معايناتو ته ښوونځيو ته د ورتګ يا شاملېدو ازموينه (Schuleingangsuntersuchung) وايي. دا ازموينه د ټولو ماشومانو لپاره وړيا او ښوونځيو ته له تګ وړاندې جبري ده.