څوک د کورونو د مرستې پیسې ترلاسه کولی شي؟
Person sitzt an einem Tisch und füllt Formular aus.

د کورونود مرستې پیسې يا وونګېلډ (Wohngeldیوه ټولنیزه مرسته ده چې د ټیټ عاید لرونکو کسانو ته ورکول کيږي. دا مرسته د کرایې لګښتونو په پوره کولو کې مرسته کوي. دلته موږ روښانوو چې د کورونو مرستې پیسې څه دي، څوک يې مستحق دي، څومره ترلاسه کولی شئ او څنګه یې بايد غوښتنه وشي.

په څه بايد وپوهېږم؟
د کورونو د مرستې پیسې يا وونګېلډ څه دي؟

د کورونو د مرستې پیسې ستاسې د کرایې لپاره مالي مرسته ده. دا یو ډول اضافي مرسته ده چې بیرته نه غوښتل کیږي. هغه کسان چې کافي عاید نه لري څو د خپل کور يا په کمپ کې د خونې کرایه پوره کړي، کولی شي دا مرسته ترلاسه کړي. له همدې امله هغه خلک دا مرسته نه ترلاسه کوي، کوم چې دولت يې د کورونو کرايه ورکوي. دا په ځانګړې توګه د هغو کسانو په اړه صدق کوي چې د دولتي مرستو لکه د جاب‌سنټر (Bürgergeldد محصلینو لپاره د مالي ملاتړ (BAföG)، ټولنیزې مرستې (Sozialhilfe د عمر او معلولیت لپاره د اساسي مرستې (Grundsicherung او د کډوالو لپاره د مرستو قانون (Asylbewerberleistungsgesetz) لاندې ژوند کوي.

د کورونو او ښار جوړونې وزارت دلته د وونګېلډ په اړه مهمې پوښتنې او ځوابونه برابر کړي دي. نور مالومات د مصرفوونکو مرکز (Verbraucherzentrale)او د ټولنیزو خدماتو ټولنې (Sozialverband Deutschland)څخه هم ترلاسه کولای شئ.

څوک د کورونو د مرستې پیسې ترلاسه کولی شي؟

اوس مهال لاندې کسان د کورونو د مرستې پیسې ترلاسه کولو مستحق دي:

  • هغه کسان چې لږ عاید لري او خپله کرایه په بشپړه توګه خپله ورکوي.

  • هغه متقاعدین چې لږ تقاعد ترلاسه کوي.

  • هغه کسان چې د زړو کسانو په پالنځايونو یا د نرسنګ په کورونو کې ژوند کوي او ټیټ عاید لري.

  • هغه محصلین چې دBAföG مستحق نه دي او له خپلو والدینو سره نه اوسیږي.

  • هغه زده‌کوونکي چې د مسلکي زده‌کړې لپاره مرسته نه ترلاسه کوي او له خپلو والدینو سره ژوند نه کوي.

  • د بیکارۍ لومړي ډول مرستې (Arbeitslosengeld I) ترلاسه کوونکي.

  • هغه کسان چې د لنډمهاله کار لپاره پیسې (Kurzarbeitergeld) ترلاسه کوي.

زه څومره وونګېلډ ترلاسه کولی شم؟

د وونګېلډ اندازه په انفرادي ډول د هر کس لپاره محاسبه کیږي. دا اندازه له دې سره اړه لري چې ستاسې سره څومره کسان په کور کې ژوند کوي، ستاسې کرایه څومره ده، عايد مو څومره دی او ستاسې د اوسیدو په سیمه کې د کرایې کچه څومره ده.
تاسې کولی شئ د کورونو او ښار جوړونې وزارت لخوا چمتو شوی وونګېلډ حسابګر وکاروئ څو اټکل وکړئ چې څومره مرسته ترلاسه کولی شئ. که ډاډه نه یاست چې تاسې د دې مرستې مستحق یاست، بیا هم د وونګېلډ غوښتنه وکړئ. د غوښتنې ردېدل کوم زیان نه لري.
په عمومي توګه: هر څومره چې ستاسې عاید ټیټ او کرایه مو لوړه وي، هغومره ډېر وونګېلډ ترلاسه کولی شئ. په همدې حال کې، د کرایې او عاید لپاره ځانګړی حد شته چې ستاسې د اوسیدو په ځای پورې اړه لري.
یادونه: د ۲۰۲۳ کال د جنوري په لومړۍ نېټه د وونګېلډ-پلس اصلاحات (Wohngeld-Plus-Reform) نافذ شول، چې له مخې یې ډېر کسان د وونګېلډ ترلاسه کولو مستحق شول. د دې اصلاحاتو په اړه د کورونو او ښار جوړونې وزارت یوه پاڼه (Flyer) چمتو کړې ده. د دې اصلاحاتو له مخې د وونګېلډ اندازه په اوسط ډول دوه برابره شوه او اوس هره میاشت له ۱۹۰ یورو څخه ۳۷۰ یورو ته پورته شوې ده. دا زیاتوالی د دې له امله دی چې د وونګېلډ لپاره د عاید حد لوړ شوی او همدارنګه دا مرسته اوس د تودوخې لګښت (Heizkostenkomponente) هم لري.
په دې کې د ځينو کورونو لپاره اقليمي مرسته (Klimakomponente) هم شته. دا د هغه کورونو لپاره ده چې له اقلیمي بیارغونې سره د کرایې لوړېدو لامل شوي دي. په دې حالت کې، تاسې ته د هر متر مربع لپاره ۴۰ سینټه اقلیمي مرسته اضافه کیږي.
د ۲۰۲۵ کال د جنوري په لومړۍ نېټه به یو ځل بیا د وونګېلډ اندازه لوړه شي او حکومت پلان لري چې دا مرسته په اوسط ډول ۳۰ یورو زیاته کړي.

چېرته د وونګېلډ غوښتنه کولی شم؟

تاسې کولی شئ د خپلې سيمې په اړونده اداره کې د وونګېلډ غوښتنه وکړئ. دا اداره په هر ایالت کې بېلابېل نومونه لري، لکه (Wohngeldamt, Wohngeldstelle, Wohngeldbehörde). دا اداره اکثره په ښاروالیو یا د وګړو خدمتونو دفتر (Bürgeramt) کې موقعیت لري. ډېری ادارې اوس مهال د وونګېلډ غوښتنلیکونه په انلاين ډول هم مني.
تاسوېکولی شئ د انټرنیټ په مرسته خپله نږدې اداره پیدا کړئ. د لټون په بکس کې "Wohngeldstelle" او د خپل ښار نوم ولیکئ. بله لاره دا ده چې په فدرالي پورټال (Bundesportal) کې وګورئ او هلته "Wohngeld beantragen" ولیکئ او د خپل ایالت ورکړئ.
خپل غوښتنلیک هر څومره ژر چې کولی شئ، وړاندې کړئ، ځکه چې د پروسې بشپړیدل ممکن څو اونۍ وخت ونیسي.
يادونه: که تاسې د پناه غوښتونکو لپاره د مرستو قانون (Asylbewerberleistungsgesetz) لاندې مرستې ترلاسه کوئ، نو یوازې په ځانګړو حالاتو کې د وونګېلډ مستحق یاست.

د وونګېلډ ترلاسه کولو لپاره بايد کوم سندونه وړاندې کړم؟

د وونګېلډ غوښتنلیک وړاندې کولو لپاره لاندې اسناد اړین دي:

  • د پېژندپاڼې کارت یا پاسپورټ 

  • د کور کرایې قرارداد کاپي

  • د کرایې تصدیق (Mietbescheinigung)، چې ستاسې د کور د اندازې او د جوړېدو کال په اړه مالومات ولري

  • د کرایې د اندازې ثبوت (لکه د بانک رسیدونه یا د کرایې تصدیق)

  • د وونګېلډ بشپړ ډک شوی غوښتنلیک

  • د استوګنې د ثبت سند (Meldebescheinigung)، چې تاییدوي تاسې په اوسني ځای کې ژوند کوئ (تاسې کولی شئ دا سند وړیا ترلاسه کړئ. په فدرالي پورټال کې په دې اړه نور معلومات ومومئ.

  • د عاید ثبوتونه (لکه د کار یا اوسبيلډونګ تړون، د معاش رسیدونه، د متقاعدۍ سند)

  • د کور اړوند اضافي لګښتونو ثبوت (Nachweis über Nebenkosten)، البته که دا جلا ورکول کیږي


البته ستاسې د ژوند له شرایطو سره سم، ممکن نور اسناد هم اړین وي، لکه د مالیې سندونه، د ماشومانو يا والدينو مرستې يا کينډرګېلډ، اېلټرن‌ګېلډ سندونه او داسې نور.
یادونه: د بریښنا، ګاز او تودوخې لګښتونه د وونګېلډ په حساب کې شامل نه دي، ځکه نو د دې لګښتونو لپاره د ثبوت وړاندې کولو ته اړتیا نشته. د۲۰۲۳ کال د جنوري لومړۍ نېټې راهيسې د تودوخې لګښت لپاره یو ځانګړی جز      (Heizkostenkomponente) اضافه شوی دی او اړتیا نشته چې جلا غوښتنه وکړئ. د دې ځانګړې برخې اندازه په دې پورې اړه لري چې څومره کسان په کور کې ژوند کوي.

د وونګېلډ اداره کولی شي زما د بانکي حسابونو رسیدونه وګوري؟

هو، د وونګېلډ اداره کولی شي د بانکي حسابونو د رسیدونو (Kontoauszügen) غوښتنه وکړي، ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې ستاسې د عاید او لګښتونو مالومات سم دي. دا غوښتنه د دې لپاره ده چې وکتل شي چې په رښتیا د وونګېلډ مستحق یاست او که نه. تاسې کولی شئ ځینې شخصي لګښتونه پټ کړئ، خو ټول اړوند عاید باید څرګند وي.

د وونګېلډ لنډمهاله پرېکړه (vorläufiger Wohngeldbescheid) څه ته وايي؟

د وونګېلډ لنډمهاله پرېکړه (vorläufiger Wohngeldbescheidهغه وخت کیږي، کله چې ټول اسناد لا نه وي وړاندې شوي، یا که ستاسې عاید په راتلونکي کې بدلون موندلی شي. دا لنډمهالې پرېکړه په دې مانا ده چې تاسې به د لنډې مودې لپاره وونګېلډ ترلاسه کړئ، څو چې وروستۍ پرېکړه وشي. کله چې ټول مالومات وړاندې شي، وروستۍ پرېکړه به وشي. د وروستۍ پرېکړې سره به کېدای شي اضافي پیسې درکړل شي او یا به بیرته د ورکول شوو پیسو غوښتنه وشي.

وونګېلډ څومره ژر ورکول کیږي؟

د وونګېلډ د غوښتنلیک پروسه په ښار او سیمه پورې اړه لري. په عمومي ډول، دا پروسه له څلور تر شپږ اونیو وخت نیسي، څو ستاسې غوښتنلیک وڅېړل شي. په لویو ښارونو لکه هامبورګ، برلین، کولن یا مونیخ کې ښايي څو میاشتې وخت ونیسي.
کله چې غوښتنلیک تایید شي، نو وونګېلډ به د غوښتنلیک د وړاندې کولو له میاشتې څخه درکړل شي.

وونګېلډ څومره وخت لپاره ورکول کیږي؟

وونګېلډ معمولا د ۱۲ میاشتو لپاره تاییديږي او د غوښتنلیک وړاندې کولو له میاشتې پیلېږي. البته که ستاسې د ژوند شرایط یو شان پاتې شي، نو وونګېلډ د ۲۴ میاشتو لپاره هم تاییدېدای شي.
که غواړئ چې د وونګېلډ د ترلاسه کولو لپاره په راتلونکي کې هم وړ پاتې شئ، نو اړتیا ده چې د ټاکل شوې مودې له پای ته رسېدو مخکې نوی غوښتنلیک وړاندې کړئ، څو د پیسو په ورکړه کې ځنډ رانشي. غوره به وي چې نوی یا د مودې د غځېدو غوښتنلیک، د ټاکل شوې مودې له پای څخه څه ناڅه دوې میاشتې مخکې وړاندې کړئ.

وونګېلډ کرایه ورکوونکي ته ورکول کیږي؟

نه، وونګېلډ معمولا مخکې له مخکې کرایه کوونکي ته ورکول کیږي. البته ځینې وونګېلډ ترلاسه کوونکي غواړي چې دا پیسې مستقیم کرایه ورکوونکي ته ورکړل شي. که د وونګېلډ ترلاسه کوونکی په لیکلي ډول موافقه وکړي، دا کار شونی دی. په ځینو استثنايي حالاتو کې، پرته له موافقې هم ممکنه ده چې پیسې مستقیم کرایه ورکوونکي ته ورکړل شي.

د وونګېلډ ادارې ته بايد د کومو بدلونونو په اړه خبر ورکړم؟

د وونګېلډ اداره بايد د ټولو هغو بدلونونو په اړه خبره کړئ چې ستاسې د وونګېلډ په مستحقتوب اغېز کولی شي. دا بدلونونه، د بېلګې په توګه عبارت دي له:

  • د عاید بدلونونه (لکه د معاش ۱۵ سلنه زیاتوالی، دندې له لاسه ورکول)

  • د کرایې بدلونونه (لکه د کرایې ۱۰ سلنه زیاتوالی)

  • د کورنۍ د غړو په شمېر کې بدلون (لکه د چا راتګ یا وتل، د ماشوم زېږېدنه)

که دا بدلونونه رامنځته شي، ستاسې د وونګېلډ مستحقتوب يا حالت هم بدلېدلای شي. د بدلون پر بنسټ وونګېلډ زیاتیدلی، کمیدلی یا په بشپړ ډول لغوه کېدلی شي. پر وخت خبرولو سره،  کولی شئ له بیرته غوښتنې یا جریمو څخه ځان وساتئ.
که نوي کور ته کډه کوئ، نو سملاسي باید د نوي کور لپاره د وونګېلډ غوښتنه وکړئ.

مهم

که ستاسې د ژوند شرایط بدل شي، لکه د نوي کار ترلاسه کول یا د کورنۍ د غړو بېلېدل؛ باید ژر تر ژره خپلې اړوند وونګېلډ ادارې ته خبر ورکړئ. دا به له تاسې سره مرسته وکړي چې له جریمو او د پیسو له بیرته غوښتلو څخه ځان وساتئ. که نوي کور ته کډه کوئ، نو سملاسي باید د نوي کور لپاره د وونګېلډ غوښتنه وکړئ.