چېرته او څنګه ځان ثبتولای شم؟
The entrance of a "Bürgeramt" in Berlin

په اصل کې هر هغه څوک چې جرمني ته راځي او غواړي له دريو مياشتو زيات پاته شي، بايد په دوو اونيو کې د ننه له اړونده ادارو سره د اوسېدو د ځای پته او خپلې ځانګړنې ثبت (Anmeldung) کړي. همدا شان هغه کسان چې په جرمني کې له يوه ځايه بل ته کډه کوي، بايد د خپل اوسېدو د ځای پته ثبت کړي.

د استوګنې د ثبت سند د بېلګې په توګه هغه وخت مهم وي کله چې تاسو نوې پېژندپاڼه یا پاسپورټ ترلاسه کوئ، د اوسېدو اجازه‌لیک غواړئ یا تمدیدوئ، بانکي حساب پرانیزئ یا کور کرایه کوئ. دغه سند د ماشومانو پیسو یا د واده لپاره د نوم لیکنې پر مهال هم غوښتل کيږي.، کارګمارونکي، ښوونځي او ادارې هم ډیری وخت د دې سند غوښتنه کوي. دلته به د کور يا استوګنځي پتې د ثبتولو يا لغوه کولو په اړه مالومات ولولئ.

مهم: دا ثبتېدل د پناغوښتنې له پروسې سره اړه نه لري او پناغوښتونکي بايد پر دې ثبتېدلو د پاسه ځانونه د مهاجرو په اداره (Ausländerbehörde) کې هم ثبت کړي. د کډوالو د ثبت د پروسې په اړه نور مالومات (د پناغوښتونکي په توګه ثبتېدل) په څپرکي کې ولولئ.

لومړنۍ نوم‌ليکنه او د استوګنې ځای ثبتول
څوک او څه وخت بايد ځان ثبت کړي؟

ټول هغه کسان چې جرمني ته راکډه کيږي او يا په جرمني کې د ننه له یوه ښاره يا سيمې بل ځای ته کډه کوي، بايد د وګړو د ثبت په اداره (Einwohnermeldeam,Bürgeram  يا Bürgerbüro) کې خپله پته او ځانکړنې ثبت کړي. دا نوم ثبتول جرمني ته د راتلو په لومړيو دوو اونيو يا د اوسېدو د پتې د بدلون پر مهال قانوني مکلفيت دی. که ځان ثبت نه کړئ او يا يې ناوخته ثبت کړئ، ښايي د جريمې ورکولو ته اړ شئ. له ثبت وروسته هر چا ته د ثبت رسمي سند (Amtliche Meldebestätigung) ورکول کيږي. دا سند په ښه توګه له ځان سره وساتئ. د ثبت د دې سند په وسيله، له اوسوايس پرته هم ثابتولای شئ چې په جرمني کې ثبت ياست او په يوه ځانګړي ځای کې استوګنه لرئ. 

مهم: په لویو ښارونو کې ډېر وخت سخته وي چې د کور د ثبت لپاره پر وخت ملاقات ترلاسه کړئ. که په دوو اونیو کې دننه ځان ثبت نه کړئ، او یا د وګړو د ثبت ادارې څخه وخت ترلاسه نه کړئ، يوازې د ترمين اخستل بسنه کوي ترڅو د ثبت اړتیا پوره کړئ.

د ځان ثبتولو لپاره کومو شيانو ته اړتيا ده؟

په جرمني کې د ثبتېدلو لپاره بايد په خپله د وګړو د ثبت ادارو (Einwohnermeldeam) يا بورګرامتونو ته ورشئ. د دې ادارو پتې پر (melderegister-auskunft.de) وېبسایټ موندلای شئ.

 د ثبت لپاره بايد لاندې سندونه له ځان سره ولرئ:

۱د پېژندنې ثبوت

  • د جرمني تابعیت لرونکو لپاره: پېژندپاڼه، پاسپورټ، د ماشوم پاسپورټ.
  • د بهرنیو اتباعو لپاره: ملي پاسپورټ او د اوسېدو اجازه‌لیک.

مهم: تاسې باید د ټولو هغو کسانو ټول موجود اسناد له ځان سره ولرئ، کوم چې کور ته کډه کوي.

۲د نوم لیکنې فورمه

  • د جوړو یا دوهکسیزو کورنیو لپاره یوه فورمه کافي ده.
  • که له دوو زیات کسان وي، نو بلې اضافي فورمې ته اړتیا ده.

مهم: تاسو کولی شئ فورمه د خپل اړوند استوګنځای ادارې (Einwohnermeldeamt) له  ویب‌سایټ څخه چاپ کړئ یا يې شخصاً د اړوند استوګنځای‌ له ادارې څخه ترلاسه کړئ.

 

۳د شخصي وضعیت سند

  • که دا ستاسو لومړی ځل وي چې نوم لیکنه کوئ، ممکن له تاسې د واده یا زیږون سند وغوښتل شي. سپارښتنه:ټول موجود سندونه د احتیاط لپاره له  ځان سره راوړئ.

 

۴د کور ورکوونکي تایید (Wohnungsgeberbestätigung)

  • ستاسو د کور خاوند باید په دوه اونیو کې دننه په لیکلي ډول ستاسې د کډه کولو تصدیق وکړي.
  • دغه تایید باید د کور د خاوند نوم او پته، د کډه کولو نیټه، د کور پته او د ټولو کډه کوونکو نومونه ولري.

مهم: یوازې د کور د کرايې تړون کافي نه دی.

 

۵د والدینو موافقه (که اړتیا وي)

  • که تاسو له ۱۸ کلنۍ څخه په ټيټ عمر کې یاست،  باید له له مور يا‌پلار څخه موافقه راوړئ.
  • همدارنګه د والدینو د  پېژندپاڼې یوه کاپي راوړل هم  اړین دی.
د وګړو د ثبت اداره (Meldsamt) کوم مالومات خوندي کوي؟

د وګړو د ثبت سيمه‌‌ييزه اداره (Einwohnermeldeamt) ستاسې شخصي مالومات خوندي کوي. دا مالومات ستاسې بشپړ نوم، اوسنۍ پته، د زېږېدو نېټه او مدني حالت دي.

پاملرنه: که نه غواړئ چې ستاسې شخصي مالومات نورو ته ورکړل شي، کولی شئ د مالوماتو د بندیز  (Auskunftssperreغوښتنه وکړئ. دا بندیز به لامل شي چې ستاسې پته یا د اوسېدو ځای پته د چارواکو له خوا نورو ته ورنه کړل شي. دا بنديز په ځانګړې توګه هغه وخت مهم دی چې تاسې ګواښ احساسوئ یا اړتیا لرئ چې له ځورونو څخه خوندي پاتې شئ. د مالوماتو بندیز په ثبت اداره کې غوښتل کیږي، چې بیا ارزوي چې ایا دا بندیز قانوني دی  او که نه. د بندیز پر مهال، ستاسې بند شوي مالومات نورو ته نه ورکول کیږي. تاسې کولی شئ د دې په اړه نور معلومات په هغه برخه کې ولولئ چې وایي: "ایا کولی شم د خپل اوسېدو ځای د پټ پاتې کېدو غوښتنه وکړم؟"

د اوسېدلو ځای د بدلون پر مهال باید څه وکړم؟

که چېرې تاسې په جرمني کې د اوسېدو ځای بدلوئ، بايد نوی ځای مو د ثبت په اړونده سيمه‌ييزه اداره يا بورګرامت کې ثبت کړئ. دا کار بايد له بېځايه کېدلو وروسته د دوو اونيو په موده کې وکړئ. په داسې حالت کې تاسې ته دثبت نوی سند درکول کيږي. ستاسې نوې پته به هم ستاسې په اړونده سندونو (د استوګنې اجازه يا اوسوايس) کې وليکل شي. 

له ثبت وروسته د ثبت اداره يا بورګرامت ستاسې اړونده پخوانۍ ادارې ته ستاسې د نوې پتې په اړه خبر ورکوي. له همدې کبله اړتيا نشته چې د ثبت پخوانۍ ادارې ته په خپله ورشئ. 

ښايي تاسې له يوه په ډېرو کورونو کې واوسئ. که داسې وي نو بايد سيمه‌ييزې ادارې ته ووایئ چې کوم يو مو اصلي کور (Hauptwohnsitz) او کوم يو مو فرعي کور (Nebenwohnsitz) دی. مهم: که تاسې په خپله دوه کورونه لرئ او په دواړو کې اوسېږئ، نو باید یو کور د دوهم کور په توګه ثبت کړئ (نه د فرعي کور په توګه). په ځینو ښارونو کې به بیا د دوهم کور مالیه هم ورکړئ.

يادونه: که جرمنی پرېږدئ او خپل ځان له ثبت څخه ونه باسئ، ښايي مالي پایلې ولري. د بېلګې په توګه، حتی که په جرمني کې نه اوسېږئ، بيا هم ښايي د روغتیايي بیمې او د خپرونو پیسې وغوښتل شي. مهمه دا ده چې یوازې له ثبت ادارې څخه ځان ونه باسئ، بلکې په لیکلې بڼه له خپلې روغتیايي بیمې او نورو ادارو یا خدمت وړاندې کوونکو سره هم اړیکه ونیسئ. دا ځکه چې د ثبت اداره په اتومات ډول دغو ځایونو ته مالومات نه ورکوي.

د اوسېدو ځای الکترونیکي ثبت څه دی؟

له ۲۰۱۸ کال راهیسې، په ځینو فدرالي ایالتونو لکه بایرن، بادن-وورتمبرګ او نورد راین-ویستفالن، برلين (۲۰۲۴) کې د اوسېدو ځای الکترونیکي ثبت (elektronische Wohnsitzanmeldung) ترسره کيږيپه دې ډول، پرته له دې چې اړوندې ادارې ته ولاړ شئ، کولی شئ خپل استوګنځی انلاین ثبت کړئ. که غواړئ پوه شئ چې ستاسې په ښار کې دغه خدمت شته او که نه، له خپلې ثبت ادارې سره اړیکه ونیسئ. دا ثبتول انلاین ترسره کېږي، چېرې چې تاسې خپله پېژندنه په خوندي ډول تاییدوئ او د خپلې پتې د بدلون سند ترلاسه کوئ. دا بهیر، ثبتول اسانه او چټکوي.په الکترونیکي بڼه د اوسېدو ځای ثبت په اړه نور مالومات د "Bundesministerium des Inneren und für Heimat" پر ویب‌پاڼه ترلاسه کړئ.

يادونه: دا خدمت یوازې هغه وخت کارولای شئ، کله چې ستاسې د پېژندپاڼې انلاین بڼه فعاله وي، او په جرمني کې د لومړي ځل ثبتېدو لپاره باید په شخصي توګه هلته حاضر شئ.

 

په ياد مو وي چې د کور بدلولو پر مهال د خپل موټر د ثبت ادارو، د شرکت اړوند سوداګريزو او ثبت ادارو، د بيمو شرکتونو او نورو اړوند ادارو ته خبر ورکړئ او خپلې نوې پته ورسره ثبت کړئ.

د ثبت اداره څه دندې لري؟

په جرمني کې له ۵زره څخه زيات د ثبت دفترونه (Meldeamt يا  Bürgeramt) کار کوي او مختلفې دندې مخته وړي. دا ادارې د نوم ثبتولو، کور او پتې بدلولو، د شخصي او ماشومانو د پېژندنې د کارتونو د ورکولو او نورې اړوند چارې تر سره کوي. د دې تر څنګ دا ادارې دنده لري چې د غوښتنې پر مهال وګړو ته د هغوی په اړه ټول مالومات ورکړي. دا ډول غوښتنه ښايي هغه وخت ګټوره تمامه شي؛ که تاسې د خپلې کورنۍ کوم غړی، ملګری، مشتري يا قرضدار موندل غواړئ.

 البته شخصي کسان هم دا ډول خدمتونه د پیسو په بدل کې وړاندې کوي. تاسې کولای شئ دلته د باور وړ خصوصي خدماتو نوم‌لړ وګورئ. د وګړو د ثبت په اداره کې هم د دې خدمت په بدل کې پیسې غوښتل کيږي خو له یوې ښاروالۍ تر بلې توپير کوي. البته په یاد مو وي که چېرې ستاسې د نظر وړ کس ونه موندل شي؛ بيا هم باید پیسې ورکړئ. د موندلو وخت هم له یوه دفتره تر بله توپير کوي. کله ښايي دا کار په څو ورځو کې وشي خو بل ځای ښايي څو اونۍ وخت ونيسي.

که تاسې د ورک شویو خپلوانو په لټه کې یاست، د جرمني سره صلیب د پلټنې خدمت (DRK Suchdienstهم له تاسې سره مرسته کولای شي.

آيا کولای شم د خپلې پتې پټ ساتلو غوښتنه وکړم؟

تاسې کولای شئ د ثبت د فدرالي قانون د ۵۱مې مادې له مخې د وګړو د ثبت له ادارې وغواړئ چې ستاسې شخصي مالومات پټ وساتي. د دې کار لپاره بايد ثابته کړئ چې ستاسې د ثبت شوو مالوماتو ښکاره کېدل تاسې ته خطر زېږولای شي. د بېلګې په ډول که تاسې په داسې ځای کې کار يا ژوند کوئ چې خلک (د نژادي تبعيض له مخې) تهديديږي يا څارل کيږي. مالومات د دوو کالو لپاره پټېدلای شي او دا موده د غوښتنې پر مهال تمديديږي. د وګړو د ثبت اداره د دې مودې له ختمېدو وړاندې تاسې ته خبر درکوي.

د ثبت نورې کومې ادارې شته؟

د ثبت د شخصي ادارو تر څنګ، په هره داري سيمه کې د سوداګريز ثبت دفترونه هم شته. تاسې کولای شئ د ثبت شوو سيمه‌ييزو شرکتونو په اړه مالومات تر لاسه کړئ. که تاسې کوم تجارت پر مخ وړئ يا شخصي کاروبار کوئ؛ کولای شئ ځان د سوداګريزې ثبتونې په دفتر کې ثبت کړئ.

مهم

که تاسې تر څار لاندې ياست او يا داسې دنده لرئ چې تاسې ته ترې خطر پېښېدای شي؛ کولای شئ د ثبت د فدرالي قانون د ۵۱مې مادې له مخې د وګړو د ثبت له ادارې وغواړئ چې ستاسې شخصي مالومات پټ وساتي. په دې ډول ستاسې پته پټه پاته کيږي او بل څوک يې نه شي کتلای.