د کورونو مالکانو او کرایه کوونکو ترمنځ د قانوني اړیکو سند ته د کرایې تړون ویل کېږي – نو ځکه مهمه ده چې دا تړون له لاسلیک کولو مخکې په دقت ولوستل شي. دلته به پوه شئ چې د کور د کرایې په تړون کې باید کومو شیانو ته پام وکړئ.
د کور د کرایې تړون یو لیکلی سند دی چې معمولا د کور د مالکانو او کرایه کوونکو تر منځ لاسلیکېږي. دا تړون روښانه کوي چې تاسو اړوند اپارتمان یا په ګډ کور کې په یوه خونه کې اوسېدلی شئ. که دا لنډمهاله کور وي، نو په کرایي تړون کې دا هم ذکر کیږي چې کور یا خونه تر کومې مودې پورې په کرایه نیول شوې ده. په کرایي تړون کې لاندې مهم معلومات راتللی شي:
- د کور مالک او کرایه کوونکو په اړه معلومات (نوم او پته)
- د کور یا اپارتمان دقیقه پته
- که اپارتمان په څو پوړیزه ودانۍ کې وي، نو دقیق موقعیت (لکه دویم پوړ، چپ یا ښي لاس ته)
- د کرایې اندازه
- د خدماتو او لګښتونو په اړه معلومات
- دا چې کرایه کوم وخت ادا کیږي (لکه "کرایه باید د میاشتې تر دریمې کاري ورځې مخکې ورکړل شي")
- په کرایو کې د بدلونونو په اړه معلومات، لکه د توافق شوي کرایې تړونونه
- د کرایې موده (د یوې ټاکلې مودې لپاره یا نامعلوم )
- د اپارتمان/کور اندازه په مربع متر باندې
- اپارتمان پورې اړوند خونو تشریح (لکه زېرخانه، ګراج، بالکني)
- د اپارتمان/کور د استعمال قواعد، لکه: د کور دننه د څاروي یا تمباکو څکولو اجازه
پاملرنه: په ډیرو کرایي تړونونو کې د کور قواعد هم شامل وي. دا قواعد د دې لپاره دي چې ټول کرایه کوونکي په ارامه فضا کې ژوند وکړي. په دغه قواعدو کې ممکن د ارامۍ د وختونو، د دهلیز د پاکولو او استعمال په اړه لارښوونې وي. که د کور قواعد په کرایي تړون کې شامل وي، نو کله چې تړون لاسلیک کوئ، دا هم لاسلیک کړئ. ځینې وختونه دا قواعد په دهلیزونو کې ځوړند وي، که داسې وي، دا قواعد پرته له لاسلیک څخه هم پلي کېږي. د کرایي کور له قواعدو تکراري سرغړونه کولی شي ستاسو د کرایې د تړون د ختمیدو سبب شي.
یادونه: دا ډیره مهمه ده چې تړون په دقت سره ولولئ. که تاسو شک لرئ، د کرایه کوونکو د محافظت له ټولنې یا اتحادیې سره مشوره وکړئ. دا سازمانونه قانوني مشورې درکولی شي. که یې مشورې ته اړتیا لرئ لومړی یې باید غړیتوب تر لاسه کړئ او په کلنۍ توګه ۵۰ یورو فیس ورکړئ. کولی شئ خپل کور ته نږدې د کرایه کوونکو د محافظت ټولنه په mieterbund.de کې پیدا کړئ.
د کرایې لګښتونه په دوه برخو ویشل کیږي: خالصه کرایه (سړه کرایه) او عمومي کرایه (توده کرایه). خالصه کرایه یوازې د اپارتمان/کور د اصلی کرایې په اړه وي. له دې سربیره، خدماتي لګښتونه هم پکې شامل دي، لکه د اوبو لګښتونه، د کثافاتو ټولول، او ډیر وخت د تودوخې او ورته نور لګښتونه. نو، هغه څه چې ستاسو لپاره مهم دي، عمومي یا توده کرایه ده، ځکه چې دا په حقیقت کې هغه اندازه ده چې تاسو یې باید ادا کړئ. د کرایې لګښتونه باید په کرایي تړون کې په تفصیل سره وویشل شوي او ذکر شوي وي.
پاملرنه: په دغه لګښتونه کې د اپارتمان/کور د بریښنا لګښتونه نه ذکر کېږي او ځینې وختونه د ګاز لګښتونه هم نه پکې راځي که چېرې د اپارتمان/کور د پخلي او/یا تودوخې لپاره ګاز کاروئ. تاسو باید د بریښنا او ممکنه ګاز لپاره جلا تړونونه/قراردادونه وکړئ او دا اضافي لګښتونه په جلا توګه ورکړئ. همدارنګه دا قاعده د ټلیفون او انټرنټ په اړه هم پلي کېږي.
د کرایې بیلابیل ډولونه شته او هر ډول یې د تړون/قراردا د شرایطو سره ممکن توپیر ولري، په ځانګړي توګه د کرایې زیاتوالي په اړه. په کرایي تړون کې ذکر شوي چې کوم ډول کرایه په اپارتمان یا ګډ کور کې تطبیق کیږي. د کرایې مهم ډولونه په لاندې ډول دي:
عادي کرایه (Reguläre Miete): دا د کرایې تر ټولو عام ډول دی. کرایه معمولا ثابته پاتې کېږي، خو د قانوني شرایطو لاندې زیاتیدلی شي، لکه د محلي کرایې شاخص سره سمون یا ممکن د کور/اپارتمان له بیا رغونې وروسته کرایه لوړه شي. هر ډول زیاتوالی محدود دی او باید د کور د مالک له خوا توجیه شي.
شاخصه کرایه (Indexmiete): په شاخصه کرایه کې، کرایه د عمومي بیې له کچې سره تړلې ده، کوم چې د مصرفي بیې شاخص (CPI) له مخې ټاکل کیږي. که د ژوند لګښتونه زیات شي، د کور مالکین کولی شي کرایه په هر کال کې یو ځلي لوړه کړي. زیاتوالی یوازې هغه وخت جواز لري، چې شاخص په واقعي مانا تغییر کړی وي.
درجه بندي شوې کرایه (Staffelmiete): د درجه بندي شوې کرایې په تړون کې، د ټاکل شوي کرایې زیاتوالی د ځانګړي مودې لپاره ټاکل شوي دي (لکه، هر کال). په دې ډول، له پیل څخه پوهیږئ چې کله او څومره کرایه زیاتیږي. دا زیاتوالی باید په تړون کې په واضح ډول لیکل شوی وي او د دې توافقونو پرته اضافي زیاتوالی قانونينه دی.
فرعي کرایه (Untermiete): په فرعي کرایه کې، د اپارتمان یوه برخه یا ټول اپارتمان د اصلي کرایه کوونکي لخوا فرعي کرایه کوونکي ته په کرایه ورکول کیږي. دا ممکن په ګډ کور (WG) کې انفرادي خونو پورې اړه ولري او یا هم د ټول اپارتمان لپاره د فرعي کرایه په توګه، البته دا کار هغه وخت ممکن دی چې اصلي کرایه کوونکي ته د لنډمهال لپاره کور/اپارتمان په کرایه نه وي ورکړل شوی. د فرعي کرایې ورکولو لپاره، معمولا د کور مالکین اجازه ورکوي. اصلي کرایه کوونکی د اپارتمان لپاره مسوول پاتې کیږي، او فرعي کرایه کوونکي کرایه اصلي کرایه کوونکي ته ورکوي.
هر ډول کرایه ځانګړي ګټې او زیانونه لري. نو، دا مهمه ده چې د کرایي تړون شرایط په سمه توګه زده کړئ.
د خدماتو یا عملیاتي لګښتونه هغه اضافي لګښتونه دي چې له اصلي کرایې (سړې کرایې) سربیره شته دي. دا لګښتونه معمولا د یو استوګنیزې ودانۍ د چلولو او ساتلو لپاره وي. دا لګښتونه معمولا په میاشت کې د یوې مجموعې په توګه له اصلي کرایې سره ورکول کېږي، د هر کال په پآی کې د خدماتو لګښتونه محاسبه کیږي. د خدماتو عادي لګښتونه:
- اوبه او فاضله
- د کثافاتو ټولول
- د سړک پاکول
- د کور ساتونکي خدمات
- د ودانۍ بیمه
- تودوخه او ګرمې اوبه (که په توده کرایه کې شامل وي)
- شریکه بریښنا (د دهلیز، زېرخانه، بیروني څراغ)
ځینې وختونه تودوخه او ګرمې اوبه جلا حسابیږي، په ځانګړې توګه که تاسو د بریښنا او/یا ګاز لپاره خپل تړونونه د یو بل شرکت سره لاسلیک کوی. په داسې حالتونو کې، دا لګښتونه په خدماتو کې شامل نه دي او تاسو په مستقیمه توګه هماغه شرکت ته پیسې ورکوی. دا اړینه ده چې په کرایي تړون کې روښانه کړئ چې کوم لګښتونه په خدماتو کې شامل دي.
کوڅيون هغه تضمیني پیسې دي چې تاسو یې د کرایه کوونکي په توګه د کرایي تړون په پیل کې د کور مالک ته ورکوئ. دا پیسې د کور مالک د تضمین په توګه اخلي، که چېرې د کرایې په موده کې اپارتمان/کور ته زیان ورسیږي او یا هم که کرایه په ټاکلي وخت نه وي ورکړل شوې هماغه د تضمین پیسې د کور مالک کارولی شي. کوڅيون باید له درې میاشتو سړې کرایې څخه زیات نه وي. د ډیپازټ دقیق مقدار او د هغه حساب چې دا پیسې په کې جمع کیږي، په کرایې تړون کې ذکر شوي وي. تاسو کولی شئ ډیپازټ په درې میاشتني قسطونو کې ورکړئ، چې لومړنی قسط یا ټول کوڅيون کور ته د ننوتلو په وخت کې ورکول کیږي.
که تاسو د کرایي مودې په پای کې کور مالک ته سالم سپارئ، نو کوڅيون یا د ضمانت پیسې باید بیرته درکړل شي. د کور مالک یوازې هغه وخت حق لري چې د کوڅيون یوه برخه یا ټول پیسې درنه وګرځوي چې قانع کوونکي دلایل ولري، لکه کور ترمیم ته اړتیا ولري او یا یې هم کرایه درباندې پاتې وي. د کوڅيون د بېرته ورکولو پر مهال د ځنډ په اړه نور معلومات په Tagesschau.de کې موندلی شئ.
یو یا څو کسان د کرایې په تړون کې د کرایه کوونکو په توګه ذکر کېدلی شي، لکه تاسو او ستاسو ملګری. دواړه په ګډه د کرایې مسوولیت لري. دا مهمه ده چې ټول هغه کسان چې په اپارتمان/کور کې ژوند کوي په کرایي تړون کې یې باید نومونه ذکر شي. دوی په ګډه او بېله توګه د کرایې لپاره مسوول دي – یعنې که یوازې یو کس کرایه ورنه کړي، ټول کسان چې نومونه یې په تړون کې دي، د بشپړې کرایې لپاره مسوول دي. د تړون ختمولو حق هم په ګډه تطبیقیږي.
کوچني ماشومان د تړون د لاسلیک لپاره مسوول نه دي، نو ضرور نه ده چې هغوی تړون لاسلیک کړي او نوم یې پکې ذکر شي. خو د ماشومانو شمېر ممکن په تړون کې یاد شي.
پاملرنه: که تاسو د کور مالک له اجازې پرته نورو کسانو ته په کور/اپارتمان کې ځای وکړئ، ممکن اخطاریه درکړي یا هم ممکن ځینې وخت مو د کرایې د تړون د لغوه کېدو سبب شي.
- کرایه او د خدماتو لګښتونه (Miete und Nebenkosten): آیا کرایه او د خدماتو لګښتونه واضح او منصفانه دي؟
- ډیپازټ یا د تضمین پیسې (Kaution): ډیپازټ څومره لوړ دی؟ دا باید د درې میاشتو کرایې څخه زیات نه وي.
- د خبرتیا موده (Kündigungsfrist): د خبرتیا موده څومره ده؟
- ځانګړي شرایط (Besonderheiten): آیا کوم ځانګړي مقررات یا شرطونه (لکه د ترمیم مسوولیتونه) پکې ذکر شوي دي؟
پاملرنه: دا خورا مهمه ده چې تړون په دقت سره ولولئ. دا پرتله کړئ چې د اپارتمان/کور کرایه د سیمه ییزې اوسط کرایې په نسبت څومره لوړه ده. ډیری د کور مالکان د نويو کرایه کوونکو لپاره کرایه ډېره لوړه حسابوي. د دې لپاره چې د کورونو کرایه کولد خلکو له توان څخه بهر نه شي، د کرایې لوړیدو قانون چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې په ډیرو جرمني ښارونو کې پلي کېږي، د نوي قراردادونو لپاره د کرایې زیاتوالی ۱۰٪لوړ د سیمه ییزې اوسط کرایې څخه لوړ حسابېدلی شي. خو، په دې قانون کې ډیری استثناوې شته. په حقیقت کې، یو تحقیق چې په ۲۰۲۴ کال کې شوی، د کرایې د لوړیدو په قانون یې لږ اغېز کړئ.همدارنګه، تاسو باید ځان ډاډه کړئ چې ستاسو د کور مالک دا قانون عمليکوي.
که غواړئ پوه شئ چې آیا ستاسو په ښار کې د کرایې د زیاتوالي قانون پلي کېږي کنه، د Finanztipویبپاڼه وګورئ. همدارنګه کولی شئ د کرایه کوونکو د محافظت ټولنې یا اتحادیې سره مشوره وکړئ – نه یوازې د کرایې د قانون په اړه بلکې ستاسو د کور د کرایي تړون په اړه هرې بلې پوښتنې ته ځواب او په اړه یې مالومات درکولی شي. دا ټولنې په قانوني توګه خلکو ته مشورې ورکوي او په دې برخه کې ورسره مرسته کوي. دغه ټولنې ته تر مراجعې مخکې یې باید غړیتوب تر لاسه کړئ او کلنی فیس یې چې ۵۰ یورو دی ورکړئ. تاسو کولی شئ خپل کور ته نږدې د کرایه کوونکو د محافظت ټولنه په mieterbund.de کې پیدا کړئ.
د اوسیدونکو د ثبت دفتر Einwohnermeldeamt کې ځان ثبتول: په دوو اونیو کې دننه باید خپله نوې پته د اوسیدونکو د ثبت دفتر کې راجسټر کړئ. دا دفتر اکثره وخت د Bürgeramt یا Bürgerbüro په نامه یادیږي. لکه څنګه چې وخت موندل ورسره ستونزمن دي، نو باید ځان ډاډه کړئ چې مخکې له مخکې ورسره نوبت ونیسئ. د ثبتېدو په اړه نور معلومات په "په جرمني کې ثبتېدل" څپرکي کې لوستلی شئ.
د پتې د بدلون خبرتیا: د خپلې نوې پته په اړه ژر تر ژره د کډوالو چارو ادارې(Ausländerbehörde) ته خبر ورکړئ. که تاسو لا هم د پناه غوښتنې په پروسه کې یاست، نو باید سمدلاسه BAMF ته هم خبر ورکړئ، که نه ممکن مهم پوسټونه له لاسه ورکړئ. همدارنګه، ټولو اړوندو ادارو لکه جابسنټر، د ټولنیزو چارو دفتر، د مالیاتو دفتر، او نور)، خپل بانک، د کار مالک او همدارنګه د بېمې شرکت ته مو د پتې د بدلون په اړه خبر وکړئ.
د خدماتو تړونونه/قراردادونه وکړئ: که ګاز او بریښنا د کور مالک له خوا نه درکول کېږي، نو باید له نورو شرکتونو سره تړونونه وکړئ تر څو تاسو ته بریښنا او ګاز درکړي. په دې اړه نور معلومات په "د کرایيکور موندلو" په چپټر کې لوستلی شئ.
د کرایې پیسې تنظیم کړئ: په ټاکلي وخت سره د کرایې د ورکولو په اړه باید ځان ډاډ کړئ، د بېلګې په توګه په بانکي اکونټ کې مو باید داسې د کور کرایه تنظیم کړئ چې د میاشتې په پای کې په اتوماته بڼه کرایه د کور د مالک اکونټ ته ولېږل شي.
د پوسټ خدمات: که غواړئ چې کوم پوسټ له لاسه ور نه کړئ باید په Deutsche Post کې د Pin Mail AG په نوم خدمات فعال کړئ، دا خدمتونه معمولا فیس لري.
د نشراتو فیس (Rundfunkbeitrag) لپاره د ځان ثبتول: د دولتي نشراتو فیس په مستقیمه توګه تاسو ته د کور په اساس محاسبه کیږي. کله چې ځان د استوګن کس په توګه راجسټر کړئ، نو د نشراتي خدمتونو څخه به یو پوسټ تر لاسه کړئ تر څو له هغوی سره هم ځان ثبت کړئ په دې اړه لا ډېر مالومات په (د عامه خپرونو پیسې) کې لوستلی شئ.
د کرایې اندازه، د کرایې د لوړېدو اندازه، موده، د خبرتیا موده او د ډیپازټ یا ضمانت د پیسو د تفصیلي ذکر سربېره لاندې شیان هم ممکن په کرایي تړون کې ذکر شي او ډېر مهم دي:
- د ترمیم او ساتنې مسوولیتونه: په کرایې تړون کې باید دا مشخص شي چې د اپارتمان/کور د ساتنې مسوولیت د چا پر غاړه دی. د کور مالک عموماً د لویو ترمیمونو/بیارغونو مسوول دی. خو، ممکن ځینې شرطونه هم وي چې "ظاهري ترمیم" په اړه وي، لکه د کور منظم رنګول ځینې وخت د کرایه کوونکي پر غاړه وي خو باید ځان ډاډ کړئ چې دا شرطونه عادلانه او قانوني دي.
- د کور قوانین: ډیری کرایي تړونونه د کور قواعد هم لري، چې په کور کې دننه د ګډ ژوند لپاره مقررات پکې ذکر کېږي. ځینې یې ممکن په دې ډول وي:
- د ارامۍ وختونه
- د پاکولو دندې (لکه د زینو یا لارو پاکول)
- د ګډو ځایونو کارول (لکه د کالو مینځلو خونه، زېرخانه)
- فرعي کرایه: که غواړئ چې اپارتمان یا یوه کوټه په فرعي کرایه ورکړئ، عموماً باید د کور د مالک اجازه واخلئ. د کور مالک یوازې په ځانګړو حالاتو کې کولی شي دا اجازه رد کړي – د بیلګې په توګه که فرعي کرایه د خلکو ډیرښت سبب شي. په هر ایالت کې د ډیرښت لپاره ځانګړي معیارونه پلي کېږي. عمومي قانون داسې دی چې د هر بالغ کس او دوه ماشومانو لپاره چې عمرونه یې له ۱۳ کلونو څخه کم وي لږ تر لږه باید په کور کې ورته ۱۲ متر مربع ځای وي.که د فرعي کرایې حق په کرایې تړون کې په ښکاره توګه نه وي ذکر شوی، نو تاسو باید په لیکلي ډول غوښتنه وکړئ. همدارنګه کولی شئ د دې غوښتنې فورمه د برلین د کرایه کوونکو ټولنې (Berliner Mieterverein) پر ویبپاڼه ومومئ. ستاسو د کور مالک ممکن د فرعي کرایې لګښت په هغه صورت کې زیات کړي چې د ودانۍ په عمومي لګښتونو لکه (بریښنا، د کثافاتو ټولولو، او نور) کې زیاتوالی راشي.
پاملرنه: که د کورنۍ غړي مو لکه ښځه/مېړه، ماشومان یا والدین په خپل کور کې استوګن کړئ دا په فرعي کرایه ورکولو کې نه حسابېږياو اړتیا نشته چې د کور له مالک څخه اجازه تر لاسه کړئ.
- د کورنیو حیواناتو ساتنه:. په ډېری کرایي تړونونو کې واضح لیکل شوي وي، چې په اپارتمان/کور کې کوم ډول کورنيحیوانات ساتلی شئ. معمولا د لویو حیواناتو لکه سپي او پیشو د ساتلو لپاره د کور د مالک اجازې ته اړتیا لرئ. تر دې کوچنیو حیواناتو لکه کبانو د ساتلو لپاره د کور د مالک اجازې ته اړتیا نه لرئ.
په عموم کې، د یو کرایي کوونکي په توګه تاسو کولی شئ په هر وخت د کرایي تړون پای ته ورسوئ، خو باید درې میاشتې وړاندې د کور مالک ته خبر ورکړئ (Kündigungsfrist). دا خبرتیا باید په لیکلي بڼه وي باید په لیکلې بڼه د کور مالک ته ولیکئ چې تاسو غواړئ په ټاکل شوې نېټه له کور/اپارتمان څخه ووځئ او لاندې باید لیک لاسلیک کړئ. لاسلیک شوی لیک باید د میاشتې د درېیمې کاري ورځې تر پایه د کور مالک ته ورسېږي، کومه چې د درېیو میاشتو لومړۍ میاشت ګڼل کېږي. په ځینو حالتونو کې، د خبرتیا موده لنډه وي. دا چې ستاسو لپاره دا موده څومره ده ستاسو د کور د کرایې په تړون کې ذکر شوې ده، کولی شئ په Immobilienscout ویبپاڼه کې په وړیا د کرایي تړون د پای رسولو لیک تر لاسه او جوړ کړئ.
یادونه: که چېرې ستاسو کرایي تړون د ټاکلې مودې لپاره وي (د ټاکل شوې مودې تړون)، نو معمولا نه شئکولی له ټاکلې مودې مخکې یې د پای ته رسېدو غوښتنه وکړئ. د ټاکل شوې مودې اکثر تړونه قانوني اعتبار نه لري، په داسې حالت کې کېدلی شي د پای ته رسېدو موده دری میاشتې مخکې وټاکئ او تړون پای ته ورسوئ. دا چې د محدود وخت تړون مو قانوني دی او که نه، د مصرفوونکو مرکز او یا د کرايه کوونکو د خونديتوب ټولنه درته ویلی شي. د کرايه کوونکو د خونديتوب ډېری ټولنې د غړيتوب فيس غواړي څو مشوره درکړي او ملاتړ مو وکړي. په خپله سيمه کې دا ډول ټولنې پر (mieterbund.de) موندلی شئ.
په جرمني کې کرایه کوونکي د ځانګړو حقونو درلودنکي دي. د کور مالک باید د کرایې د تړون د پای ته رسېدو لپاره یو قانع کوونکی دلیل ولري. یوازې په لاندې حالتونو کې د کور مالک ستاسو د کرایې تړون پای ته رسولی شي:
- شخصي استعمال (Eigenbedarf): که چېرې د کور مالک غواړي په خپله په کور/اپارتمان کې استوګن شي بیا هم باید د دې کار لپاره کره ثبوت وړاندې کړي. خو که چېرې تاسو د پاتې کېدو لپاره قوي دلیل ولري د بېلګې په توګه سخت ناروغه یاست د کور مالک ستاسو تړون پای ته نه شي رسولی. که غواړئ له کور/اپارتمان څخه ووځئ نو د کور خاوند باید په کافي اندازه وخت درکړي تر څو تاسو بل مناسب ځای پیدا کړئ دا موده معمولا د کرایې په مودې پورې اړه لري.
- د ودانۍ ویجاړول: که مالک پلان لري چې ودانۍ ونړوي، بیا هم باید تاسو ته کافي وخت درکړي تر څو ځانته مناسب ځای پیدا کړئ.
- د کرایې نه ورکول: که تاسو دوه میاشتې کرایه نه وي ورکړې، مالک کولای شي له خبرتیا پرته تړون پای ته ورسوي. دا پدې مانا ده، چې دوی سمدلاسه له تاسو د کور د پرېښودلو غوښتنه کولی شي.
- د ارامۍ ګډوډول: که تاسو په وار وار ارامي ګډوډه کړې وي (لکه: ګاونډیان ځورول یا توهین کول)، مالک باید لومړی یو رسمي خبرداری درکړي. که بیا هم ستونزه حل نه شي، مالک کولی شي تړون له خبرتیا پرته پای ته ورسوي.
- له اجازې پرته په فرعي توګه د کور په کرایه ورکول: که تاسو اپارتمان/کور د کور د مالک له اجازې پرته په کرایه ورکړئ او د کور مالک ثبوت وړاندې کړي بیا هم له خبرتیا پرته د کرایې تړون پای ته رسولی شي.
که د کور مالک مو د کرایې تړون لغوه کړئ وي، مشورتيمرکزونو ته ورشئ او دا مو حق دی چې په قانوني توګه له خپل حق څخه دفاع وکړئ ځکه اکثره وخت د کرایي د تړونونو لغوه کول قانوني نه وي. تاسې کولی شئ د مصرفوونکو له مرکز څخه مشوره ترلاسه کړئ. همدا شان کولی شئ د کرایه کوونکي د خوندیتوب د ټولنې غړیتوب تر لاسه کړئ او په قانوني توګه ترې مشوره او مرسته وغواړئ چې کلنۍ فیس یې شاوخوا ۵۰ یورو دی. کولی شئ خپل کور ته نږدې د کرایه کوونکيد خوندیتوب ټولنې mieterbund.de کې ومومئ.
که د کرایې د تړون له لاسلیک کولو مخکې مشورې ته اړتیا لرئ یا هم فکر کوئ چې د کرایې تړون مو ناعادلانه دی، کولی شئ د کرایيکوونکي د خوندیتوب له ټولنې څخه مرسته او مشوره تر لاسه کړئ. عموما یې باید لومړی غړیتوب تر لاسه کړئ او کلنۍ فیس اخلي چې شاوخوا ۵۰ یورو دی. همدرانګه کولی شئ خپل کور ته نږدې د کرایه کوونکيد خوندیتوب ټولنې mieterbund.de ته ورشئ.
د کرایې له تړون مخکې هېڅ چا پیسې مه ورکوئ، همدارنګه د تړون له لاسلیک مخکې وګورئ چې ټول شرایط یې سم دي بیا یې لاسلیک کړئ