د کډوالو لپاره روغتيايي خدمتونه

د کډوالو لپاره روغتيايي خدمتونه
د روغتيا قوانين او زما حقونه څه دي؟

په جرمني کې هر څوک بنسټيزو روغتيايي آسانتياوو ته د لاسرسي حق لري. البته د دوی لپاره د روغتيايي خدمتونو دايره او د درملنې کچه په جرمني کې ستاسې د اوسېدو له مودې او د استوګنې د اجازې له ډول سره اړه لري. قبول شوي کسان په معمول ډول د روغتيايي بيمې درلودلو حق هم ترلاسه کوي او د بيمې له يوه شرکت سره ثبتيږي. د روغتيايي بيمې په اړه نور مالومات زموږ د روغتيايي بيمه په څپرکي کې لوستلای شئ.

هغه کسان چې سوسيالي مرسته ترلاسه کوي؛ د (AsylbLG) قانون له مخې روغتيايي خدمتونه ته لاسرسی لري. البته د دوی لپاره روغتيايي خدمتونه محدود دي او ډېر وخت يې درملنه د اړونده چارواکو له لوري کيږي. په دې کته‌ګورۍ کې هغه کسان راځي چې د پناغوښتنې پروسه يې روانه وي؛ ډولډونګ ولري او يا هم له پولې د تېرېدلو سرټيفیکېټ (Grenzübertrittsbescheinigung) ولري. له دې ډلې دوه ډوله کسان لرو: لومړی هغه چې په جرمني کې يې له ۳۶ مياشتو کم وخت کيږي او دوهم هغه چې په جرمني کې يې له ۳۶ مياشتو ډېر وخت تېر کړی وي.

يادونه: د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ په مياشت کې د پناغوښتونکو د امتیازاتو په قانون کې د تعديل له مخې د انتظار وخت له ۱۸ میاشتو څخه ۳۶ میاشتو ته زیات شوی دی.  البته د هغو کسانو لپاره چې د دې نوي قانون تر نافذیدو مخکې ۱۸ میاشتې په جرمني کې وو، د (Bestandsschutz) په نوم استثنا شته او دوی اړ نه دي چې ۳۶ میاشتې انتظار وکړي. دوی کولی شي د دولتي روغتیايي بیمې خدمات ترلاسه کړي.

په جرمني کې هر څوک بنسټيزو روغتيايي آسانتياوو ته د لاسرسي حق لري. البته د دوی لپاره د روغتيايي خدمتونو دايره او د درملنې کچه په[...]

په جرمني کې اروايي او ذهني روغتيا ته پاملرنه

په جرمني کې اروايي او ذهني روغتيا ته پاملرنه
زما اروایي حالت ښه نه دی. څوک مرسته راسره کولی شي؟‌

زموږ او ستاسې له ډلې ډېرو سخت حالتونه تجربه کړي دي او ځيني کسان ښايي اوس له فشار، ډار، تاوتريخوالۍ يا بې‌وسۍ سره مخ وي. دا حالت ښايي په اصلي هېواد، پر لار او يا هم په جرمني کې رامنځته شي. له دې تجربو او احساساتو سره مخ کېدل او مبارزه اسانه نه دي. په داسې حالت کې د ستړيا او اظطراب په شان حالت بيخي عادي دی خو مهمه دا ده چې په ښه توګه د ځان ساتنه وکړو او د اړتيا پر مهال د خپلو تجربو او شونو رامنځته کېدونکو ستونزو د شريکولو لپاره مرسته وغواړو.

دلته به د ټولنيزې- ارواپوهنيزې مرستې ترلاسه کولو په اړه ټول مالومات ترلاسه کړئ.

زموږ او ستاسې له ډلې ډېرو سخت حالتونه تجربه کړي دي او ځيني کسان ښايي اوس له فشار، ډار، تاوتريخوالۍ يا بې‌وسۍ سره مخ وي. دا حالت[...]

په جرمني کې بېړنی حالت

په جرمني کې بېړنی حالت
په بېړنيو حالتونو کې له چا سره اړيکه نيولای شم؟

بېړني حالتونه هر وخت او په هر ځای کې رامنځته کېدای شي. که چېرې خلک، ژوي او يا بل څه له ګواښ سره مخ وي، بېړنی حالت (Notfall) ورته ويل کيږي. خو پوښتنه دا ده چې په بېړنيو حالتونو کې له چا سره اړيکه نيولای شم؟ څوک له موږ سره مرسته کوي؟ دلته په دې اړه مالومات درکوو. د يادونې وړ ده چې د بېړنيو حالتونو د اړيکو څانګې کارکوونکي په جرمني ژبه خبرې کوي خو ځينې په انګليسي او نورو ژبو هم خپله ستونزه حلولای شئ. البته د دې خبرې ضمانت نشته او ښايي مقابل کس يوازې په جرمني ژبه خبرې وکړي. که په خپله په جرمني ژبه نه پوهېږئ، په شاوخوا کې له بل داسې چا مرسته وغواړئ چې په جرمني ژبه پوهيږي او وکړای شي د بېړنيو حالتونو مرکزونو ته زنګ ووهي.

د بېړنيو حالتونو پر مهال بايد د د دې مرکزونو کارکوونکو ته لاندې مالومات ورکړل شي:

-       بېړنی حالت چېرته رامنځته شوی دی؟

-       څه پېښ شوي دي؟

-       څو کسان ټپي شوي يا خوږ شوي دي؟

-       ټپونه څه ډول دي؟

-       چا د بېړنيو حالتونو مرکز ته  زنګ وهلی دی؟

بېړني حالتونه هر وخت او په هر ځای کې رامنځته کېدای شي. که چېرې خلک، ژوي او يا بل څه له ګواښ سره مخ وي، بېړنی حالت ورته ويل کيږي. خو[...]

په جرمني کې روغتيايي بيمه

په جرمني کې روغتيايي بيمه
څنګه کولای شم روغتيايي بيمه ترلاسه کړم؟

روغتيايي بيمه په جرمني کې جبري ده. کله چې په جرمني کې د استوګنې د اجازې غوښتنه کوئ، بايد د روغتيايي بيمې غړيتوب ولرئ. د جرمنيانو په ګډون هر هغه څوک چې په جرمني کې اوسيږي، اړ دي چې روغتيايي بيمه ولري. د روغتيايي بيمې شرکتونه د ډاکټر د کتنې فيس، په روغتون کې د بسترېدو او د ډېری درملو لګښتونه پر غاړه اخلي. ځينې وخت ښايي دوی د ټولو درملو پیسې ورکړي.

که د چا د پناغوښتنې قضيه روانه وي يا ډولډونګ يا د استوګنې بل لنډمهالی سند ولري، کولای شي اړوند مالومات د (کډوالو لپاره روغتيايي خدمتونه) په څپرکي کې په دې اړه ډېر مالومات ومومي.

کله چې په جرمني کې د استوګنې اجازه ترلاسه کړئ؛ بايد د روغتيايي بيمې په يوه چوکاټ کې هم ځان شامل کړئ. د جرمنيانو په ګډون هر هغه څوک[...]

په جرمني کې پالنه او پرستاري

په جرمني کې پالنه او پرستاري
که څوک په جرمني کې زوړ شي او له کاره ولويږي؛ څه به کوي؟

سخته ناروغي؛ ټکر کول او يا ډېر عمر کولای شي يو څوک د مينځلو، اخلي پخلي، پېر او پلور يا روغتيايي پاملرنې په شان له ورځنيو چارو وغورځوي. له نېکه مرغه په جرمني کې دا کسان يوازې نه پرېښودل کيږي او مرسته ورسره کيږي. که څوک د دې کارونو لپاره له شپږو مياشتو د ډېر وخت لپاره مرستې ته اړتيا ولري؛ په جرمني کې د پالنې د مرستې ترلاسه کولو مستحق ګڼل کيږي. په داسې حالت کې له دې کس سره د پالنې د بيمې (Pflegeversicherung) له لوري کومک او مالي مرسته کيږي.

سخته ناروغي؛ ټکر کول او يا ډېر عمر کولای شي يو څوک د مينځلو، اخلي پخلي، پېر او پلور يا روغتيايي پاملرنې په شان له ورځنيو چارو[...]