زما اروایي حالت ښه نه دی. څوک مرسته راسره کولی شي؟‌
Das Bild zeigt eine Psychologin, die mit ihrer Patientin spricht.

زموږ او ستاسې له ډلې ډېرو سخت حالتونه تجربه کړي دي او ځيني کسان ښايي اوس له فشار، ډار، تاوتريخوالۍ يا بې‌وسۍ سره مخ وي. دا حالت ښايي په اصلي هېواد، پر لار او يا هم په جرمني کې رامنځته شي. له دې تجربو او احساساتو سره مخ کېدل او مبارزه اسانه نه دي. په داسې حالت کې د ستړيا او اظطراب په شان حالت بيخي عادي دی خو مهمه دا ده چې په ښه توګه د ځان ساتنه وکړو او د اړتيا پر مهال د خپلو تجربو او شونو رامنځته کېدونکو ستونزو د شريکولو لپاره مرسته وغواړو.

دلته به د ټولنيزې- ارواپوهنيزې مرستې ترلاسه کولو په اړه ټول مالومات ترلاسه کړئ.

په څه بايد ځان وپوهوم؟
څه ډول خپل رواني حالت ښه کولی شم؟‌

ستونزې د ژوند برخه دي، ځینې کېدای شي دا ستونزې موږ ته په فرصتونو بدلې شي.‌ هر څوک له سختو شرایطو سره د مخې کېدو پر مهال له بېلابېلو لارو چارو کار اخلي او دا یوه طبیعي چاره ده. له ستونزو سره د مخ کېدو پر مهال تر ټولو ښه حلاره دا ده،‌ چې د هغوی په منلو کې انسان پر ځان ډاډه وي، چې په اروا پوهنه کې دې ته مقاومت هم ویل کېږي.‌ د ستونزو پر وړاندې مو مقاومت پیاوړی کولی شئ. په دې اړه بشپړ مالومات په جرمني ژبه باندې therapie.de ویبپاڼه کې موندلی شئ. د رواني روغتیا د درمنلې لپاره بېلابېلې لارې چارې شته.‌

د بېلګې په توګه خوب، ورزش او ارامتیا د رواني روغتیا لپاره ډېر مهم دي.‌ همدارنګه‌ په ژوند کې د خوښۍ له ځینو شېبو خوند اخیستل هم ډېر ګټور تمامېدلی شي د دې تر څنګ پلي تګ یا هم په زرغونه سیمه کې استراحت کول ستاسي رواني روغتیا ته ډېره ګټه رسولی شي. همدارنګه یوګا، مدیتیشن هم ګتور تمامېدلی شي. ټولنیز فعالیتونه او له خلکو سره په ځینو پروګرامونه کې ونډه اخیستنه مو سټریس کمولی شي د سټریس او ژور خپګان لپاره ورزش ډېره ګټه کوي. د دې ټولو تر څنګ د داسې کارونو کول چې ستاسو فکر په بله خوا کولی شي، لکه چکر، اشپزي، د موسیقي د یوې الې زده کړه او نقاشي هغه کارونه دي چې د اروایي روغتیا په برخه کې ډېره مرسته درسره کولی شي. په ټوله کې باید داسې کارونه وکړئ چې تاسو ته ښه احساس درکړي. باید پر ځان مو پام وکړئ او خپل احساسات جدي ونیسئ. په یاد ولرئ چې هر څوک په رواني ناروغۍ اخته کېږي که پوه شوئ چې ښه احساس نه کوئ په دې برخه کې له مشاورینو او مسلکي کسانو سره حتمن مشوره وکړئ.

یادونه: هغه کسان چې د پناه غوښتنه کوي اکثره وخت له سټریس او ژور خپګان څخه ځورېږي، په دې اړه لا ډېر مالومات په انګلیسي، عربي، فارسي ژبه باندې په ALMHAR ویبپاڼه کې ولولئ.

څنګه پوه شم چې حالت مې ښه نه دی؟‌

د ژوند لوړې او ژورې ځینې وخت د دې سبب کېږي چې پر موږ ډېر فشار راولي.‌ له دغه ستونزو سره جنګېدل او پرې غالب کېدل په ځینو انسانانو د تروما سبب ګرځي. ورځنی ژوند هم موږ اکثره وخت له ستونزو سره مخ کولی شي. د کورنۍ ستونزې، په کار ځای کې ستریس، د فزیکي یا رواني ځورونې تجربې،‌ روغتیایي یا هم مالي ستونزې اکثر وخت د دې سبب کېږي‌ چې موږ په رواني ناروغیو اخته شو.‌

مهمه دا ده، چې خپل احساسات باید جدي وګڼو، له خپل رواني حالت څخه پوهېږي او همدارنګه د خپل چلند له مخې هم پر ځان پوهېدلی شو چې رواني حالت مو ښه نه دی.

هغه علایم چې زما د ناارامۍ ښکارندویي کوي:

د سټریس لومړی نښې د انسان له خوب څخه ښکاري، چې اکثره وخت په نیمه شپه له خوبه راپاڅېږي او یا هم خوب په بشپړه توګه نامنظم کېږي،‌ د دې تر څنګ د سر او ملا درد هم له لومړنۍ نښې کېدلی شي.‌ سټریس نور هم ډېرې نښې لري، لکه په دوامداره توګه د خستګۍ احساس، د معدې درد او یا د په سینه کې د فشار احساس دا ټولې هغه نښې دي چې په ژور خپګان یا هم سټریس باندې اخته کسان یې درلودلی شي. د دې ټولو نښو تر څنګ ممکن ځینې کسان بل ډول نښې ولري،‌ لکه بې حده غوسه کېدل، د غوسې په شان احساساتي کېدل او ویره هم کېدلی شي د سټریس نه نښو څخه یوه وي.‌ همدارنګه د سټریس له امله کېدی شي ځینې وخت زموږ چلند هم بدل شي،‌ د بېلګې په توګه، ځینې وخت ډېر په چټکۍ عکس العمل ښکاره کوو، بل چاته د خبرو اجازه نه ورکوو او خپله خبره لومړی غواړو وکړو او د دې څنګ ممکن زموږ ځینې نور چلندونه هم همداسې بدل شي. د سټریس له امله کېدای شي زموږ ورځني پروګرامونه ټول بدل شي لکه ممکن ورزش ونه شو کړئ، اشتها مو کمه شي یا هم ځینې کسان ممکن د سټریس له امله له حده زیاته ډوډۍ وخوري. نور علایم ممکن د خپلې ارامتیا لپاره ډېر سګریټ یا هم الکول وڅښو چې حالت مو ښه شي خو په اصل کې دا د سټریس یوه بله نښه ده.‌

ښه احساس نه کوم، څه وکړم؟‌

که ښه احساس نه کوئ او فکر کوم چې د ژوند چارې په نورماله توګه مخکې نه ځي پدې باید پوه شئ چې تاسو یوازې نه یاست بلکې د مرستې لپاره مو یو څوک شته. هغه کسان چې له داسې حالت سره مخ کېږي ډېري مشورتي ادارې شته چې مرسته ورسره وکړي.‌ له مسلکي مشاورینو سره د خپلو ستونزو په اړه خبرې وکړئ هغه که د هر څه په اړه وي، مشاورین په دې برخه کې درسره مرسته کوي. مشاورین حق نه لري په هغه صورت کې چې ستاسو شخصي مالومات ورکړئ په کوم بل ځای کې یې خپاره کړي یا یې هم په اړه خبرې وکړي.‌

که ډېر بد احساس کوئ او په ژور خپګان اخته یاست دا هغه ناروغۍ دي چې درملنه یې کېږي، مسلکي مشاروین د همدې لپاره دي چې تاسو سره د ژوند په دغه سخت حالت کې مرسته وکړي. ډېرې داسې ناروغۍ لکه تروما یا ژور خپګان شته دي چې شدیدا یې د درمنلې توصیه کېږي.

زما حالت ښه نه دی، څوک مرسته کولای شي؟

دا ډېر طبیعي خبره ده، چې له یوې بدې تجربې وروسته ښه احساس ونه کړئ، یا هم د ستونزو په اړه سټریس ولرئ او مرستې ته اړتیا ولرئ. تاسو کولی شئ په انلاین یا هم د موبایل له لارې په وړیا توګه مشوره تر لاسه کړئ.‌

  • په ipso-care کې په انلاین، وړیا او ناپېژانده تګه کولی شئ له مسلکي مشارونیو څخه د خپل حالت په اړه مشوره وغواړئ. د دې ادارې کارکوونکي، په جرمني، انګلیسي،‌ فرانسوي، ترکي، روسي، اوکرایني، سومالیایي، ایټالیایي، فارسي، دري، عربي، تیګرینیا، پښتو او برمي ژبه خبرې کوي دا اداره په وړیا توګه مشوره ورکوي.‌
  • که عاجلې مرستې ته اړتیا لرئ او په جرمني ژبه باندې خبرې کولی شئ،‌ د ټولنیز او رواني ستونزو د مشورتي مرکز Telefon-Seelsorge  به شماره 1110111/0800 په خپله سیمه کې پیدا کړئ‌ او ورسره په اړیکه کې شئ. په 821 09 35 44 030 شمېره کولی شئ په عربي،‌ ترکي او اردو ژبه باندې (د مسلمانانو لپاره اروایي مشوره) له مسلکي مشاروینو سره په اړیکه کې شئ.‌
  • همدارنګه 821 09 03 44 30 49+ کولی شئ په روسي ژبه باندې مشوره تر لاسه کړئ.‌ دا پاسنۍ درې واړه د اړیکو شمېرې ۲۴ ساعته فعاله وي.‌ او خدمتونه یې وړیا دي. همدارنګه کولی شئ له هغه کلینیکونو سره هم په اړیکه کې شئ چې اروایي ډاکټران ولري د اوسېدو سیمو ته مو نږدې د دې کلینیکونو پتې psychenet.de ویبپاڼه موندلی شئ.
  • د Refugee-trauma.help په عربي، جرمني،‌ انګلیسي، فارسي، اسپانیایي،‌ تیګرینیایي او اوکرایني ژبو باندې د اروایي ناروغیو په اړه باندې ډېر مهم مالومات خپروي، چې تاسو یې د دوی په ویبپاڼه کې لوستلی شئ.‌ په دغه ویبپاڼه کې د دې په اړه مالومات لوستلی شئ‌ چې اروایي زیانونه څه شی دي او د بدن عکس العمل یې پر وړاندې څه دی.  همدارنګه په دغه ویبپاڼه کې د تروما او اروایي زیانونو په اړه جالب او ګټور تمرینونه زده کولی شئ.
  • د ځاني مرستې ډلې () هم د ځينو کسانو لپاره ګټورې تمامېدای شي. په دې ګروپونو کې له هغو کسانو سره مخ کېږئ چې ورته ستونزې لري. دا ډلې بيا د يوه درملګر/درملګرې له لوري رهنمايي کيږي. پر (nakos.de) وېبسایټ د دې ډلو په اړه مالومات پلټلای شئ. دا ډلې له جرمني ژبې پرته په نورو ژبو هم شته.
هغه اروایي ناروغۍ چې درملنه یې کېږي

د اروایي ناروغۍ درملنه په اصل کې ستاسو د روح درملنه ده. د اروایي ناروغۍ ډاکټر له تاسو سره مرسته کولی شئ د بېلګې په توګه که ډېر خپه، ناارامه یاست. د اروایي ناروغۍ او همدارنګه د درملنې یې بېلابېل ډولونه شته، د درمنلې په اړه تاسو د خپلو ستونزو په اړه چې په ژوند کې ورسره مخ شوي یاست خبرې کوئ له ټولو سره په درناوي چلند کېږي او درملنه یې جدي نیول کېږي.‌

مهم: د اروایي ناروغیو ډاکټران تاسو ته د ژور خپګان د ضد دوا نه درکوي، دلته د اروایي ډاکټرانو، همدارنګه ارواپوهانو او نورو په اړه بشپړ مالومات لوستلی شئ.

ځینې معمولې اروایي ناروغۍ:‌

د ځینو معمولو اروایي ناروغیو لکه ژور خپګان، سټریس او تراوما په درملنه کې اروایي درملنه مرسته کولی شي. د روغتونونو د اروایي ناروغیو د درملنې د مرکزونو څانګې په therapie.de ویبپاڼه کې موندلی شئ.

مهم: لاندې د ځینو پېژندل شویو اروایي ناروغیو بېلګې دي چې د دې تر څنګ نورې اروایي ناروغۍ هم شته چې درملنه یې یوازې د متخصیصو ډاکټرانو له خوا کېدلی شي.‌

ژور خپګان:

ژور خپګان ډېره خوره ناروغي ده دا په بشپړه توګه طبیعي خبره ده، چې انسان ځینې وخت د خپګان احساس وکړي.‌ که ډېری وخت له خپګان څخه ځورېږئ‌ نو شک پرته چې د ژور خپګان په ناروغۍ اخته یاست.‌ ژور خپګان د درملنې وړ دی، د دې لپاره چې پوه شئ چې په ژور خپګان اخته یاست کنه، له ځانه وپوښتئ چې ایا اکثره وخت خپه وئ؟‌ ایا د ځینو خاصو شیانو پر وړاندې مو علاقه له لاسه ورکړې ده؟ ایا له ځانګړو فعالیتونو څخه خوند نه اخلئ؟ ایا ورځني کارونه راباندې زیات دي؟‌ ایا اکثره وخت خسته یاست؟

ښایي نور تمرکز ونه شئ کړئ یا ممکن بد او د بې ارزښتۍ احساس وکړئ. حتا دا هم ممکن ده، چې ځینې وخت داسې فکر وکړئ چې ستاسو ژوند هېڅ مانا نه لري، دا د ژور خپګان ړښې دي چې باید ژر تر ژره د مرستې په لټه کې شئ.

د ژور خپګان د نښو او درملنې په اړه لا ډېر مالومات د ÄZQ پر ویبپاڼه باندې په جرمني، انګلیسي، فرانسوي،‌اسپانیایي، روسي او ترکي ژبو لوستلی شئ.

ویره او سټریس:

په اکثرو حالاتو کې ویره بېخي یوه طبیعي چاره ده. په ځینو خطرناکو حالتونو کې وېره موږ ته دا فرصت په لاس راکوي چې د ځان ساتنه وکړو. ځینې وخت سټریس او وېره کېدلی شي یوه اروایي‌ ناروغي‌ وي. وېره او سټریس هغه وخت اروایي ناروغي بلل کېدای شي، کله چې د وېرې او سټریس لپاره هېڅ دلیل موجود نه وي او په ورځني ژوند کې د ستونزو سبب شي. سټریس او ویره ځینې وخت کېدای شي فزیکي نښې او نښانې هم ولري، لکه د زړه شدیده درزا،‌ نفس تنګي، او داسې نور...

د دې ناروغۍ د نښو او درملنې په اړه لا ډېر مالومات د ÄZQ پر ویبپاڼه باندې په جرمني،عربي، انګلیسي، فرانسوي،‌اسپانیایي، روسي او ترکي ژبو لوستلی شئ.

اعتیاد:

اعتیاد هغه شیانو ته تمایل چې معمولا د کنټرول وړ نه وي، اکثر وخت کېدای شي نشه اور توکي وي، خو ځینې وخت چلند هم کېدای شي. اعتیاد له روحي او جسمي پلوه انسان وابسته کوي.‌ نشه اور توکي او چلندونه موږ ته ښه احساس راکوي او په مغز کې مو مثبت محرکونه فعالوي.‌ له دغه مثبت محرک پرته موږ د تمایل احساس کوو او نه شو کولی هغه کنټرول کړو.‌ خو هغه ټول شیان چې اعتیاد رامنځته کوي مضر دي او زموږ د ناروغۍ سبب کېدلی شي. د روږدوالي وړ توکي کېدای شي الکل، نیکوتین، یا په دوا اعتیاد کېدل، یا هم په نورو نشه يي‌ توکو لکه کوکایین، هرویسن یا هم حشیش.‌

هغه چلندونه چې اعتیاد شمېرل کېږي، د بېلګې په توګه، په لوبو، اینټرنټ، کار، ورزش، موبایل او جنسي اړیکه ده، همدارنګه د خوړولو اختلال ته هم اعتیاد ویلی شو، چې اکثره کسان له ضرورت ډېره ډوډۍ او ځینې یې ممکن له ضرورت کمه وخوري‌ دا هم د اعتیاد له ډولونو څخه یو دی.‌

تراوما (Trauma) څه ته وايي؟

تراوما يوه احساسي، ذهني يا اروايي ضربه ده. زموږ د بدن په شان، زموږ ذهن يا روان هم ښايي د ځينو پېښو له کبله زيانمن شي. له تاوتريخوالی سره جرم، طبيعي پېښې، جګړه، تېښته، شکنجه، زورزياتی، جنسي تېری، سخت ټکر، د وهلو ټکولو تهديد، د نږدې چا مړينه او سخته ناروغي هغه معمول پېښنې دي چې ښايي له کبله يې تراوما رامنځته شي.

دا پېښې په اړوند کس فشار راوړي او د ماتې، وېرې او بې‌وسۍ احساس ورکوي. دا غبرګونونه او احساسات ښايي‌ د اوږده مهال لپاره پاته شي او د ناکرارۍ، بې‌خوبۍ، لړزې، خولې کېدو، کانګو، سرګرځي، سابندۍ، په تمرکز کې د ستونزې، د ګنا احساس، غمګينۍ، غوسې، وېرې او نورو سبب شي. ډېر کسان چې له بدو حالتونو تېريږي، نه شي کولای د هغو په اړه فکر کول پريږدي. په داسې حالت کې د ځينو تجربو هېرېدل او د ځينو ډېر روښانه‌ په ياد پاته کېدل هم طبيعي دي.

تراوما څومره دوام کوي؟

ډېر وخت ناخوښ غبرګونونه له څو ساعتونو يا ورځو وروسته کميږي. دا کار هغه وخت کيږي چې ترواما راوړونکی حالت د لنډ وخت لپاره وي او اړوند کس وکړای شي په اسانۍ د پېښې څخه ځان وباسي.

که څوک له دردوونکي حالت سره مقابله ونه کړای شي او له بل چا څخه مرسته ترلاسه نه کړي، ښايي له پېښې وروسته د فشار اختلالاتو، ژور خپګان، روږدتيا، اظطراب او نورو سره مخ شي. يوازې ډاکټران دا تشخيص کولای شي چې څوک له تراوما وروسته فشار او اختلالاتو سره مخ دي او که نه. البته ځينې نښې هم دا خبره روښانولای شي. پر (psychenet.de) وېبسایټ خپله يوه داسې ازموينه ترسره کولای شئ چې حالت مو روښانه کړي.

که له دردناکې پېښې ډېر وروسته هم د هغې له پايلو ځورېږئ، غوره ده چې له يوه ارواپوه سره خبرې وکړئ. ډېر وخت درملنه بستري کېدو ته اړتيا نه لري او يوازې په اونۍ کې يو يا دوه ځله ډاکټر ته ورغوښتل کېږئ. د دغه ناروغۍ په اړه لا ډېر مالوماتو د (Ethno-Medizinische Zentrum Hannover e.V.) موسسې پر ویبپاڼه باندې په بېلابېلو ژبو لکه جرمني، فارسي، هسپانوي،‌ عربي، انګلیسي، فرانسوي، کردي، ترکي او کرواتي لوستلی شئ.

په ماشوم کې د تراوما تشخيص څه ډول کيږي او څنګه يې مرسته کولای شو؟

که کوم ماشوم يو دردوونکی حالت تجربه کړي او له حالت څخه د وتلو لار ونه مومي، په معمول ډول اونۍ وروسته لاندې نښې پکې راڅرګنديږي:

  • ماشوم د مور او پلار له بېلېدو او يا يوازې کېدو وېره لري.
  • له دليل پرته ژاړي او يا رېږدي.
  • ډېر وخت ځواب نه ورکوي.
  • خپل عمر ته کتو وده نه کوي.
  • ډېر وېريږي.
  • له نورو ماشومانو لرې ګرځي.
  • ډېر وخت خواشينی يا اندېښمن ښکاري.
  • ډېره بداخلاقي کوي.
  • وارخطا وي.
  • ناکراره وي.
  • ډېر وخت زورزياتی کوي.

په داسې وخت کې مهمه ده چې اوس مو ماشوم ته ډاډ ورکړئ او ورځنی حالت په ښه او روښانه توګه سمبال کړئ. دوديز تدبيرونه مرسته درسره کولای شي. خپله او د کورنۍ نور غړي مو بايد له ماشوم سره ډېر وخت تېر کړئ او له د هغو حالتونو له رامنځته کولو ډډه وکړئ چې پر ماشوم اضافي فشار راوړي.

په ياد مو وي چې که ماشوم د پورته يادو شوو نښو ډېرې او د اوږدې مودې لپاره څرګندې کړي، بايد تخصصي مرسته ترلاسه کړئ او د ماشوم درملنه وکړئ.

مهم: د رواني درملنې فدرالي اداري د هغو ماشومانو لپاره چې د تېښتې پر مهال اندېښمن کېږي او ضربه ویني یو لارښود جوړ کړئ چې په جرمني،‌ اوکرایني او روسي ژبو یې لوستلی شئ.

چېرته او څه ډول یې مناسبه درملنه وکړو؟

د اروایي درملنې مشورتي دورې

د اروایي درملنې د مشورتي دورې د پیل لپاره چې ټول لګښتونه یې باید ستاسو د روغتیایي بېمې شرکت ورکړي لومړی تاسو باید له یوه ارواپوه سره په دې اړه مشورتي دوره پیل کړئ.‌ په مستقمیه توګه له ارواپوه سره په اړیکه کې کېدلی شئ، د روغتیاي بېمې د ډاکټرانو د انجمن پر ویبپاڼه باندې Kassenärztlichen Vereinigung په مستقیمه توګه باندې وخت نیولی شئ، په جرمني ژبه باندې باید Online-Formula فورم ډک کړئ یا هم له ۱۱۷ ۱۶۶ شمېرې سره په مستقیمه توګه په اړیکه کې شئ، د دې برخې کارکوونکي په انګلیسي او جرمني ژبه باندې خبرې کوي او د نوبت په ورځ باید د بېمي کارټ له ځان سره ولرئ.

د اروایي درملنې پر مهال باید د تشخیص داسې یو لیک له ډاکټر څخه واخلئ چې تاسو د اروایي درملنې مشورتي دروې پوره کولو ته اړتیا لرئ تر څو مو حالت ښه شي، معمولا په دغه پاڼه کې تاسو ته د نوبت درکولو نېټه هم مشخصه شوې وي خو که هلته په نږدې راتلونکي کې وخت نه وي کولی شئ بل ځای هم نوبت واخلئ؛ همدارنګه په خپله هم په نوبت پسې ګرځېدلی شئ‌ او د روغتیایي بېمې د ډاکټرانو له انجمن څخه هم د مرستې غوښتې د Online-Formula انلاین فورم له لارې کولی شئ. یا هم له ۱۱۷ ۱۶۶ شمېرې سره په مستقیمه توګه په اړیکه کې شئ، د دې برخې کارکوونکي په انګلیسي او جرمني ژبه باندې خبرې کوي او د نوبت په ورځ باید د بېمي کارټ له ځان سره ولرئ.

وروسته بیا د دې چانس لرئ چې له ارواپوه سره معرفي شئ او کولی شئ‌ څو ازمایښتي جلسې ورشئ که چېرې تاسو له هغه سره د درملنې پر مهال د ارامۍ احساس ونه کړئ کولی شئ د ځان لپاره بل ارواپوه هم خوښ او پسې وګرځئ.

ترمین څه ډول پیدا کړو؟

له ډاکټر سره د وخت پیدا کول هېڅ کله اسانه نه دي، ځینې ډاکټر نوي ناروغان نه مني یا هم په نږدې راتلونکي کې نوبت نویو ناروغانو ته نه شي ورکولئ. د اروایي درملنې لپاره د وخت موندل په جرمني کې وخت او څېړنې ته اړتیا لري.‌ د دې لپاره چې دا لاره درته اسانه شي، لاندې څو لارښوونې باید په نظر کې ونیسئ تر څو د ترمین په پیدا کولو کې درسره مرسته وکړي:‌

  • له کورني ډاکټر مو وپوښتئ: کورني ډاکټران د پیل لپاره تر ټولو ښه سرچینه کېدلی شي.‌ هغوی هر وخت درته لومړنۍ لارښوونې کولی شي او یا هم کېدای شي تاسو د ارواپوهنیزو مسایلو متخصیص ته وروپېژني.‌

مهم: د اروایي‌ درملنې یا مشورې لپاره کولی شئ له کورني ډاکټر څخه خط واخلئ‌ خو دا کار حتمي نه دی کولئ شئ په مستقیمه توګه هم ورسره په اړیکه کې شئ.

  • انلاین پلټنه وکړئ: د استوګنې ځای ته مو نږدې کولی شئ په انلاین بڼه هم د اروایي ناروغیو د ډاکټرانو پلټنه وکړئ، که چېرې پلټنه هم کوئ د خپلې استوګنې ځای، وخت او د خپلې ستونزې په نظر کې نیولو سره د پلټنې پر مهال له ځینو فیلټرونو څخه کار واخلئ. همدارنګه ډېرې داسې ویبپاڼې شته چې تاسو د اروایي ناروغیو د ډاکټرانو پلټنه پکې کولئ شئ.‌ د بېلګې په توګه ویب‍باڼې Psychotherapeuten-Vereinigung، psych-info.de یا bptk.deشته.‌
  • د اروایي‌ ناروغیو انجمن: په جرمني کې د اروایي‌ناروغیو انجمن شته چې هغوی په جرمني کې د مشهورو ډاکټرانو لېست لري د خپلې استوګنې د سیمې په نظر کې نیولو سره کولی شئ‌ د هغه لېست له لارې په اسانۍ ځانته ډاکټر پیدا کړئ د اروایي ناروغیو د انجمن په ویبپاڼه Bundeskammer der Psychotherapeut*innen کې دا کار کولی شئ.
  • مشورې:  د کورنۍ له غړیو، ملګرو او همکارانو څخه هم د مرستې او مشورې غوښتنه کولی شئ، هغوی چې مخکې له مخکې له دغه پړاو څخه تېر شوي وي.‌
  • د بېمې له شرکت سره اړیکه ونیسئ: د بېمې شرکت مو هم د ارواپوهانو او ډاکټرانو په اړه مالومات درکولی شئ. ځینې د بېمې شرکتونه د ډاکټرانو بېلابېلو لېستونه لري کولی شئ د هغو له لارې په اسانۍ ځانته د اړتیا وړ ډاکټر ومومئ.
  • د psychotherapiesuche.de له کارکوونکو سره اړیکه ونیسئ: د دغه ادارې کارکوونکي له تاسو سره مرسته کوي چې د له ډاکټرانو سره په جرمني کې وخت ونیسئ له دوی سره کولی شئ 030 / 2 09 16 63 30   شمېرې له لارې هم په اړیکه کې شئ، هغوی ته د خپلې پتې او ستونزې په اړه مالومات وکړئ نو بیا درسره مرسته کولی شي چې په خپله سیمه کې نږدې مناسب داکټر درته پیدا کړي؟
په جرمني کې د درملنې کومې لارې چارې شته؟

په جرمني کې بېلابېلې ناروغۍ دي چې د بېمې د شرکت له خوا یې لګښتونه په قانوني توګه ورکول کېږي کله، روغتیایي چلند، اروایي درملنه چې ارواپوهنیزې مشورې ته پکې اړتیا وي،‌ تحلیلي اروایي درملنه،‌ سیستماتیکه درملنه، د اختلال او اضطراب درملنه چې له ناوړه پېښې وروسته انسان ته پېښېږي.‌

په یاد ولرئ، چې بریالۍ درملنه نه یوازې په طریقه بلګې ستاسو او د ارواپوه تر منځ په اړیکه او یو بل په درک پورې هم اړه لري.

 د درملنې لارې چارې چې د بیمې شرکتونه یې معمولا لګښتونه پر غاړه اخلي:‌

  • روغتیایي چلند Die Verhaltenstherapi: د روغتایي درملنې هغه بڼه چې په امریکا کې پراختیا موندلې ده. موخه یې دا ده، چې شخصي چلندونه د زده کړې وړ دي او هر څوک یې زده کولی شي.‌ دا درملنه نه یوازې په بهرني چلند پورې اړه لري، بلکې احساسات، افکار او د ځان او چاپیریال په اړه هر ډول ارزونه تر نظر لاندې نیسي. په دغه روغتیایي‌ چلند کې تاسو له یوه ارواپوه سره کار کوئ تر څو ستونزه جوړونکي چلندونه وپېژنئ او درک یې کړئ او وروسته د وخت په تېرېدو سره مثبت چلندونه زده کړئ. دا درملنه د بېلابېلو اروایي شکایتونو لپاره ګټور دی او ستاسو د بېمې شرکت یې لګښتونه ورکوي. د دې درملنې بریالیتوب له لږ مودې وروسته په خپله ډاکټرانو ته ښکاري.‌
  • اروایي درملنه چې په ارواپوهنیزه مشوره ولاړه وي: دا د رواني درملنې یوه ځانګړې بڼه ده چې د غیر شعوري شخړو پر بنسټ ولاړه ده چې په رواني ستونزو کې مهم رول لوبوي. په دې ډول درملنه کې، معالجین ډیری وختونه ستاسو سره د نښې نښانې په ښه پوهیدو کې ستاسو سره ګوري. د رواني تحلیل برعکس، د داخلي ارواپوهنې پر بنسټ رواني درملنه په یو ځانګړي شخړه تمرکز کوي او روښانه اهداف ټاکي چې تاسو یې ترلاسه کول غواړئ. ناستې معمولا د ناستې موقعیت کې ترسره کیږي او ستاسو معالج په خبرو اترو کې ډیر فعال برخه اخلي. دا درملنه د وخت په شرایطو کې هم خورا محدوده ده، معمولا په اونۍ کې یو ځل او اعظمي 100 ناستې.
  • رواني تحلیل، د درملنې برسیره (In der Psychoanalyse): د یو شخص شخصیت څنګه کار کوي په اړه نظریه رامینځته کول. رواني تحلیل تشریح کوي چې څنګه زموږ په ذهن کې غیر شعوري شیان کولی شي زموږ په فکر، عمل او احساس کولو اغیزه وکړي او د داخلي شخړو لامل شي. دا تیوري دا هم ګوري چې رواني ناروغۍ څنګه رامینځته کیږي، د بیلګې په توګه د شخړو، ستونزو او صدمو تجربو له لارې. د رواني تحلیل په جریان کې ، تاسو ډیری وختونه په تخته پروت یاست پداسې حال کې چې رواني پوه د ناروغ شاته ناست وي. د درملنې دا بڼه بیرته سیګمنډ فرویډ ته ځي او رواني ناروغۍ د فشار شوي احساساتو او تیرو شخړو پایله ده چې د صحي پرمختګ مخه نیسي. هدف دا دی چې دا غیر شعوري شخړې کشف او حل کړي. معالجین په رواني تحلیل کې خوندي رول په غاړه لري، لږ خبرې کوي او ځینې وختونه ناروغ ته نه لیدل کیږي. په دې ډول درملنې کې، تاسو د امکان تر حده د امکان تر حده غیر اغیزمن یاست او په آزاده توګه د هغه څه په اړه خبرې کوئ چې ستاسو په ذهن کې دي. دې مسلې ته "آزاده ټولنه" ویل کیږي. عموما، په اونۍ کې تر 3 ناستې وړاندې کیږي او ټوله درملنه تر 300 غونډو پورې دوام کولی شي.

مهم: حتی که روغتیایی بیمه د ټولو کورسونو لپاره تادیه کولو ته لیواله وي، دا پدې معنی ندي چې د درملنې هر کورس باید دومره اوږد وي.

  • سیسټمیک درملنه (Die Systemische Therapie) په 1950 لسیزه کې د کار او کورنۍ شرایطو څخه راڅرګند شو. د دوی اصلي نظر دا دی چې ډیری ستونزې یوازې په یو کس کې نه دي، بلکې په کورنۍ یا ټولنیز چاپیریال کې دي. دا ډول درملنه د ستونزو له امله د اغیزمنو خلکو ترمنځ اړیکو تمرکز کوي او مختلف تخنیکونه کاروي لکه د اړیکو ښودلو لپاره د خونې شاوخوا د کورنۍ غړي ځای پرځای کول. ناستې ممکن غیر منظم وي او د ناروغ اړتیاو پورې اړه لري. د 2020 تر جولای پورې، د سیسټمیک درملنې میتود د آلمان د قانوني روغتیا بیمې شرکتونو خدماتو لیست کې د رواني درملنې پیژندل شوي لارښود په توګه شامل شوی. د درملنې سیسټمیک میتود د مختلفو رواني ناروغیو لکه اضطراب، خپګان، شیزوفرینیا، روږدي کیدو او د خوړو اختلالاتو لپاره ثابت شوی.
  • د درملنې میتود (EMDR-Therapie): دا هغه طریقه ده چې د ټپي شوي خلکو سره مرسته کوي. د درملنې د نورو ډولونو په څیر، ناروغان اړتیا نلري چې د دې ویرونکي تجربې څخه تیریږي. پرځای یې، په EMDR کې، فشار لرونکي یادونه د سترګو د چټک حرکت یا نورو میتودونو له لارې پروسس کیږي. پداسې حال کې چې معالج دا میتودونه کاروي، ناروغان د فشار لرونکي پیښې په اړه فکر کوي. هدف د دردناک یادونو درملنه او د دوی سره تړلي شدید احساسات کمول دي. دا مهمه ده چې دا ډول درملنه د تجربه لرونکو معالجانو لخوا ترسره شي او درملنه د ناروغ اړتیاوو سره سمون ولري.

سربیره پردې ، نور تخلیقي میتودونه لکه د هنر درملنه ، میوزیک درملنه ، د حرکت درملنه ، حرفوي درملنه یا د آرام کولو تخنیکونه (لکه یوګا) اکثرا د رواني درملنې برنامو کې شامل دي.

د دې او د درملنې نورو ډولونو سره ، ډاکټران کولی شي درمل هم وړاندیز کړي لکه د فشار ضد درمل او نور.

په ورته وخت کې، ټپي شوي کسان د درملنې په جریان کې مرسته او ملاتړ ترلاسه کوي. د مثال په توګه، د ورځني فعالیتونو، کاري شرایطو یا په کورنۍ کې د ستونزو سره مرسته.

زه په خپله ژبه کې د درملنې کورس څنګه موندلی شم؟

د ډیری خلکو لپاره، د رواني درملنې سره کار کول اسانه دي څوک چې په مورنۍ ژبه خبرې کوي. که تاسو نشئ کولی په خپله ژبه کې سم معالج ومومئ، تاسو کولی شئ د ژباړونکي څخه مرسته ترلاسه کړئ. که تاسو پخپله عاید نه لرئ، د ټولنیزې هوساینې دفتر (Sozialamt) یا د کار مرکز به ژباړونکي ته پیسې ورکړي. د دې لپاره، تاسو اړتیا لرئ د کار مرکز یا ټولنیز ته غوښتنه واستوئ. دا غوره ده چې په دې قضیه کې د مشورې مرکز څخه مرسته ترلاسه کړئ. د مثال په توګه، تاسو کولی شئ د پناه غوښتنې شورا fluechtlingsrat.de یا beratung@proasyl.de له لارې مشوره او مرسته ترلاسه کړئ. د پناه غوښتنې شورا په fluechtlingsrat.de کې له تاسو سره د مرستې او مشورې ورکولو مسؤل ومومئ. د proasyl.de سره د خبرو اترو لپاره، تاسو کولی شئ په انګلیسي او جرمني کې beratung@proasyl.de ته ولیکئ. تاسو کولی شئ د proasyl.de یا زموږ د ځایی معلوماتو برخې له لارې هم تاسو ته نږدې د مشورې ورکولو مرکزونه وپلټئ.

مهم: د ژباړونکي فیس د روغتیا بیمې شرکتونو لخوا نه پوښل کیږي.

د درملنې لګښتونه څوک ورکوي؟

د درملنې لګښتونه له دې سره اړه لري چې څوک روغتيايي بيمه لري او که نه:

د روغتيايي بيمې لرونکي: په عمومي توګه روغتيايي بيمه د درملنې پیسې ورکوي. که څوک دولتي بيمه ولري، بايد فکر مو وي چې درملګر يا ارواپوه مو (Kassenzulassung) ولري. د درملنې د پيل لپاره لومړی بايد ډاکټر يا ارواپوه مشکوک تشخيص (Verdachtsdiagnose) ترسره کړي. د تشخيص دا سند بيا د بيمې دفتر ته لېږل کيږي او هغوی بيا د درملنې تاييد ورکوي. ښه به وي چې په دې اړه لومړی خپل کورني يا عمومي ډاکټر سره خبرې وکړئ.

که څوک لا هم روغتيايي بيمه ونه لري: که څوک لا هم بيمه ونه لري او د بېلګې په توګه د پنا غوښتنې پروسه يې روانه وي، د درملنې لګښتونه يې سوسيال‌امت ورکوي. ښه به وي چې په دې اړه د خپل استوګنځای له ټولنيزو کارکوونکو پوښتنه وکړئ. په خپله سيمه کې د مهاجرو شورا او يا هم د پروازول له ادارو څخه مرسته او مشوره ترلاسه کولای شئ. د مهاجرو شورا نږدې څانګه پر (fluechtlingsrat.de) موندلای شئ او له پروازول سره پر (beratung@proasyl.de) برېښناليک اړيکه نيولای شئ. له دې پرته پر (proasyl.de) او يا هم زموږ د سيمه‌ييز لټون پر ماشين يوه مشورتي اداره موندلای شئ.

د يادونې وړ ده چې سوسيال‌امت‌‌ ډېر وخت دا ډول غوښتنې ردوي ځکه نه غواړي په هغو کسانو پیسې ولګوي چې لا يې هم د استوګنې د اجازې حالت نامالوم وي. که ستاسې غوښتنه سملاسي رد نه شي، د سوسيال‌امت د ډاکټرانو له لوري يې ارزونه کيږي او هغوی پرېکړه کوي چې سوسيال امت د درملنې لګښتونه ورکړي او که نه.

که د سوسيال امت له لوري ستاسې غوښتنه رد شي، کولای شئ د درملنې له وړيا فرصتونو ګټه واخلئ. په جرمني کې د کډوالو لپاره د درملنې په ځانګړو مرکزونو کې د درملنې شونتيا شته خو هلته د يوه ځای ترلاسه کول سخت دي او دا ځکه چې د دې مرکزونو شمېر کم دی. د دې مرکزونو پتې پر (www.baff-zentren.org.) وېبسایټ موندلای شئ. دا وېبسایټ په جرمني او انګليسي ژبو دی. د خالي ځايونو او ژبې په اړه پوښتنې بايد په خپله له دې مرکزونو وکړئ.

يو داسې چا ته اړتيا لرم چې خبرې راسره وکړي، څه کولای شم؟

که يوازې داسې چا ته اړتيا لرئ‌ چې خبرې مو واوري او يا خبرې درسره وکړي، کولای شئ د (virtualsupporttalks.de) له کارکوونکو سره اړيکه ونیسئ. د دې ادارې کارکوونکي په جرمني، انګليسي، روسي او اوکراييني ژبو خبرې کوي او ستاسې خبرو ته غوږ نیسي. له دوی سره د برېښناليک له اړيکه نيولای شئ او دوی بيا په ۲۴ ساعتونو کې تاسې ته زنګ وهي. د دې ادارې خدمتونه هم وړيا دي.

همدا شان د (Muslimische Seelsorgetelefon) ادارې ته هم په (۰۳۰۴۴۳۵۰۹۸۲۱) شمېره زنګ وهلای او په عربي، ترکي او اردو مشوره ترلاسه کولای شئ. د دې ادارې کارکوونکي شپه او ورځ ستاسې په خدمت کې دي او مشوره يې وړيا ده. د دې تر څنګ کولای شئ (Telefon-Seelsorge) ادارې ته په (۰۸۰۰۱۱۱۰۱۱۱) شمېره زنګ ووهئ او وړيا مشوره ترلاسه کړئ. دوی ته زنګ وهل او خبرې کول ټول وړيا دي.

له بل چا سره له کومې لارې مرسته کولای شو؟

په عمومي توګه هر څوک د يو چا خبرو ته په غوږ اېښودلو او له هغوی سره په شتون مرسته وکړي خو لومړی بايد ځان وپوهوئ.

  • د (IOM) پر وېبسایت د اروايي مرستې د لومړيو ګامونو په اړه يوه مالوماتي پاڼه موندلای شئ. دا پاڼې په جرمني، انګليسي، اوکراييني او روسي ژبو دي. د نورو شیانو تر څنګ، د زیانمنو کسانو سره د چلند د څرنګوالي او د باډي ‌لنګوچ په اړه مهمې لارښوونې موندلای شئ.
  • پر (mhfa-ersthelfer.de) هم په جرمني، انګليسي، اوکراييني او روسي ژبو د هغو کسانو لپاره ۲۰ لارښوونې موندلای شئ، کوم چې د مهاجرو پالنه کوي. که خپله هم کډوال ياست، دا لارښوونې په ورځني ژوند کې له نورو سره د چلند پر مهال مرسته کولای شي.
  • پر (Refugio München) وېبسایټ له نورو سره د مرستې او ځان ته د پاملرنې په اړه مهم مالومات ترلاسه کولای شئ.
  • د کډوالو او شکنجې د قربانيانو لپاره د فدرالي درملنې د ټولنې پر پاڼه له زيانمنو کسانو سره د چلند يو بشپړ لارښود (Praxisleitfaden) ترلاسه کولای شئ.
  • د (United at Ipso) پروژې په غونډو کې هم ګډون کولای او د تراوما په اړه ډېر مالومات ترلاسه کولای شئ. په دې غونډو کې د ګډون لپاره (ipsocontext.org) وېبسایټ پرانيزئ.
مهم

مرسته غوښتل د کمزورتيا نښه نه ده. بالعکس، د مرستې غوښتل د ځواکنمنتيا نښه ده.