په جرمني کې هر څوک بنسټيزو روغتيايي آسانتياوو ته د لاسرسي حق لري. البته د دوی لپاره د روغتيايي خدمتونو دايره او د درملنې کچه په جرمني کې ستاسې د اوسېدو له مودې او د استوګنې د اجازې له ډول سره اړه لري. قبول شوي کسان په معمول ډول د روغتيايي بيمې درلودلو حق هم ترلاسه کوي او د بيمې له يوه شرکت سره ثبتيږي. د روغتيايي بيمې په اړه نور مالومات زموږ د روغتيايي بيمه په څپرکي کې لوستلای شئ.
هغه کسان چې سوسيالي مرسته ترلاسه کوي؛ د (AsylbLG) قانون له مخې روغتيايي خدمتونه ته لاسرسی لري. البته د دوی لپاره روغتيايي خدمتونه محدود دي او ډېر وخت يې درملنه د اړونده چارواکو له لوري کيږي. په دې کتهګورۍ کې هغه کسان راځي چې د پناغوښتنې پروسه يې روانه وي؛ ډولډونګ ولري او يا هم له پولې د تېرېدلو سرټيفیکېټ (Grenzübertrittsbescheinigung) ولري. له دې ډلې دوه ډوله کسان لرو: لومړی هغه چې په جرمني کې يې له ۳۶ مياشتو کم وخت کيږي او دوهم هغه چې په جرمني کې يې له ۳۶ مياشتو ډېر وخت تېر کړی وي.
يادونه: د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ په مياشت کې د پناغوښتونکو د امتیازاتو په قانون کې د تعديل له مخې د انتظار وخت له ۱۸ میاشتو څخه ۳۶ میاشتو ته زیات شوی دی. البته د هغو کسانو لپاره چې د دې نوي قانون تر نافذیدو مخکې ۱۸ میاشتې په جرمني کې وو، د (Bestandsschutz) په نوم استثنا شته او دوی اړ نه دي چې ۳۶ میاشتې انتظار وکړي. دوی کولی شي د دولتي روغتیايي بیمې خدمات ترلاسه کړي.
هغه پنا غوښتونکي او ډولډونګ لرونکي چې په جرمني کې يې له ۳۶ مياشتو لږ وخت تېر کړی وي؛ يوازې بېړنيو روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی لري. د دې مانا دا ده يوازې په سختو حالاتو کې د دوی درملنه کيږي او په معمول ډول د مزمنو ناروغيو درملنه نه کيږي. البته د امېدوارو مېرمنو لپاره ځينې استثناوې په پام کې نيول کيږي او دوی د امېدوارۍ او زېږون پر مهال ټولو د ښځو لپاره ټولو وړاندې کېدونکو روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی لري. د دې تر څنګ ټول کسان په جرمني کې واکسين ترلاسه کولای شي.
که په جرمني کې مو له ۳۶ مياشتو کم وخت کيږي؛ هر ځل ډاکټر ته له تګ مخکې بايد له اړونده چارواکو د ناروغۍ تاييدليک يا (Krankenschein) ترلاسه کړئ. د اړونده کمپونو مامورين او يا د سوسيال په اداره کې ستاسې اړوند مامور په هرو درې مياشتو کې د دې ليکونو يو څو او يا د هرې ناروغۍ پر مهال يو درکوي؛ څو بيا يې ډاکټر ته د تګ پر مهال له ځان سره يوسئ. په ياد مو وي چې دا ليکونه يوازې درې مياشتې اعتبار لري او له هغه وروسته بايد نوي ترلاسه کړئ. په ځينو ايالتونو کې د دې تاييدليکونو د ترلاسه کولو لپاره د پېچلې بيروکراتيکي پروسې يا کاغذپرانۍ پر ځای روغتيايي کارتونه ورکول کيږي. ډولډونګ لرونکي او پناغوښتونکي کولای شي له دې کارتونو سره پرته له دې چې مامورينو ته ورشي؛ ډاکټر ته ولاړ شي. البته له دې کارتونو سره هم يوازې بېړنۍ درملنه ترسره کيږي. ګټه يې يوازې دا ده چې د پېچلې بيروکراتيکي پروسې مخه نيول کيږي.
په نورمال ډول هغه درمل چې ډاکټر يې ليکي؛ بايد خپله له يوه درملتون څخه ترلاسه کړئ. درملتون په خپله خوښه ټاکلای شئ. په معمول ډول د درملو پیسې تاسې نه ورکوئ او پر ځای يې نسخه له دوی سره پرېږدئ. وروسته بيا درملتون پیسې له سوسيال څخه ترلاسه کوي. په خپل شاوخوا کې يو درملتون له (aponet.de) څخه موندلای شئ.
تاسې کولی شئ په ځینو حالاتو کې فزیوتراپي یا د مصنوعي غړو (Orthesen) په شان مرستندویه وسایل (Orthesen) ترلاسه کړئ. خو د ټولنیزو خدماتو اداره (Sozialamt) بايد مخکې له مخکې موافقه وکړي. که چیرې په روغتون کې پاتې کیدل هم ضروري وي، باید مخکې له مخکې د ټولنیزو خدماتو اداره موافقه وکړي. البته دا شرط په بیړنيو حالتونو کې نه تطبیقیږي.
هغه کسان چې د پناغوښتنې پروسه يې روانه وي او يا ډولډونګ ولري او په جرمني کې يې له ۳۶ مياشتو زيات وخت کيږي؛ په ټول جرمني کې د کډوالو لپاره روغتيايي کارت (Gesundheitskarte für Flüchtlinge) ترلاسه کوي. د دې کارت په مرسته، اړونده مامورينو يا ادارو ته له تګ پرته روغتيايي خدمتونه ترلاسه کولای شئ. هغه کسان چې په دې ډله کې راځي؛ له اوږدمهاله روغتيايي پاملرنې پرته، د روغتيايي بيمې له منظمو خدمتونو برخمن کيږي. اوس د دولتي روغتیايي بیمې د ځينو خدماتو لپاره اضافي لګښتونه هم ورکول کيږي. البته دوی به د دولتي روغتيايي بيمې غړيتوب ونه لري خو يو ډول اړيکه به ورسره ولري. د روغتيايي بيمې شرکتونه ستاسې د درملنې اړوند پیسې له دولتي ادارو ترلاسه کوي. البته دا بيا تاسې ټاکلای شئ چې د بيمې له کومې ادارې سره ځان ثبتوئ. له دې کمپنيو سره د ثبت پروسه به د اړونده ادارې له لوري ترسره شي. په دې اړه بشپړ مالومات زموږ د روغتيايي بيمو په څپرکي کې موندلای شئ.
يادونه: د کډوالو لپاره روغتيايي کارتونه کټ مټ د روغتيايي بيمې د نورمال کارتونو په شان دي خو يو توپير لري: د دوی د کارتونو پر شا د اروپايي روغتايي بيمې د کارتونو (EHIC) نښه نشته. د دې کارتونو اړوند ټول مالومات خوندي کيږي خو دا هم د نورمالو کارتونو د مالوماتو له خونديتوب سره توپير لري. د کډوالو روغتيايي کارتونه يوه ځانګړې نښه لري او ډاکټران يې له مخې پوهيږي چې دا کسان د روغتيايي بيمې دايمي غړي نه دي.
جرمني ته له راتګ وروسته به تاسې په يوه لومړني کمپ کې ځای پر ځای شئ. په دې کمپونو کې لومړني روغتيايي خدمتونه او بېړنۍ درملنه ترسره کيږي. که د ناروغۍ احساس کوئ؛ د کمپ له يوه مامور سره خبرې وکړئ.
په جرمني کې ځینې ډاکټران يوازې د هغو کسانو درملنه کوي چې د شخصي کمپنيو بيمه ولري. دا ډاکټران له ناروغانو سملاسي پیسې ترلاسه کوي او وروسته بيا دا پیسې بېرته د بيمې د کمپنۍ له لوري ناروغ ته ورکول کيږي. که خپله شخصي بيمه نه لرئ، بايد داسې ډاکټر پيدا کړئ نور ناروغان هم ګوري.
په خپل شاوخوا کې يو ډاکټر د فدرالي ډاکټرانو د اتحاديې پر وېبسایټ (bundesaerztekammer.de) موندلای شئ. پر دې وېبسایټ لومړی خپل ايالت وټاکئ او بيا په (Erweiterte Suche) کلېک وکړئ. البته کولای شئ هلته ځينې داسې ډاکټران هم ومومئ چې ستاسې په ژبه خبرې کوي. که د خپلې ژبې اړوند ډاکټر ونه مومئ او جرمني ژبه مو هم نه وي زده؛ کولای شئ له ځان سره يو ژباړن راولئ. د ژباړن موندلو لپاره د خپل کمپ له مامورينو مرسته غوښتلای شئ. ځينې مشورتي مرکزونه هم کولای شي د روغتيايي ستونزو پر مهال مرسته وکړي. په خپل شاوخوا کې يو مشورتي مرکز د مهاجرو شورا پر وېبسایټ (fluechtlingsrat.de) موندلای شئ.
د دې تر څنګ له دې انلاين روغتيايي سيندګي هم ګټه اخستلای شئ. د دې سيندګي په مرسته کولای شئ ډاکټر ته وواياست چې کومه ناروغي لرئ.
د ډولډونګ سند لرونکي او د پناغوښتنې د پروسې په دوران کې کډوال کولای شي د رواني درملنې لپاره له سوسيال څخه مرسته وغواړي. د دې کار لپاره په خپل کمپ کې له ټولنيزو کارکوونکو او يا د مشورتي مرکزونو له مامورينو سره اړيکه ونيسئ. په خپل شاوخوا کې يو مشورتي مرکز د مهاجرو شورا پر وېبسایټ (fluechtlingsrat.de) موندلای شئ. که غوښتنه مو سملاسي رد نه شي؛ د سوسيال امت له لوري يو ګومارل شوی ډاکټر به يې وګوري او وارزوي. البته له دې ډلې ډېری غوښتنې نه منل کيږي. ځکه دولتي ادارې نه غواړي د هغو کسانو د درملنې پیسې ورکړي چې په جرمني کې يې د استوګنې حالت نامالوم دی. د داسې کسانو لپاره بيا ځينې نور ځايونه شته چې په وړيا ډول د کډوالو درملنه کوي. البته په دې مرکزونو کې د ځای د کموالي له کبله ښايي د درملنې ترلاسه کول سخت وي. د دې مرکزونو پتې د کډوالو او تاوتريخوالي د قربانيانو لپاره دفدرالي ډاکټرانو د اتحاديې پر وېبسایټ (bundesaerztekammer.de)موندلای شئ.
که څوک په جرمني کې هېڅ قانوني سندونه ونه لري؛ بيا هم د کډوالو د قانون (AsylbLG) له مخې د بېړنيو روغتيايي خدمتونو مستحق ګڼل کيږي او د دوی لپاره د درملنې فرصتونه شته. په داسې حالاتو کې بايد مخکې له مخکې د سوسيال له ادارې څخه د درملنې لپاره يو ليک ترلاسه کړئ. له دې ليک پرته ډاکټر ستاسې درملنه نه کوي. البته سوسيال امت به ستاسې د استوګنې په اړه د بهرنيانو چارو ادارې (Ausländerbehörde) ته هم خبر ورکړي.
ځينې بنسټونه د بېاسنادو کسانو درملنه کوي او هويت يې پټ ساتي. د دې ادارو خدمتونه وړيا دي او سوسيال امت يا د بهرنيانو چارو ادارې ته يې په اړه خبر نه ورکول کيږي. له خپل شاوخوا کې د (Maltester) او يا (Medibüros) دفتر له همدې لېنکونو موندلای شئ.
يادونه: روغتونونه او ډاکټران اجازه نه لري چې ستاسې مالومات نورو ادارو ته ورکړي. همدا شان د بېړنيو حالاتو پر مهال روغتون، امبولانس او يا ژغورندويو خدمتونو ته له زنګ وهلو مه وېرېږئ.
د بېړنيو روغتيايي حالتونو پر مهال د ژغورنې خدمتونو له ۱۱۲ شمېرې سره په جرمني ژبه اړيکه نيولای شئ. له دې شمېرې سره اړيکه وړيا ده. له دې پرته د هر روغتون له بېړنۍ شمېرې سره هم اړيکه نيولای شئ. البته کېدای شي ځينې وخت د دې خدمتونو د مامورينو رارسېدل ډېر وخت وغواړي.
که څوک مسموم شوي وي؛ کولای شئ پر (bvl.bund.de) وېبسایټ په خپل شاوخوا کې د مسموميت يو بېړنی مرکز ومومئ. د مسموميت بېړني مرکزونه شپه او ورځ فعال دي.
که د شپې يا رخصتيو په ورځو کې مو درمل په کار شي؛ کولای شئ يو نوکريوال درملتون ته ورشئ. د ( aponet.de) پر وېبسایټ په خپل شاوخوا کې د هرې ورځې نوکريوالي درملتون موندلای شئ.
ډاکټران اجازه نه لري چې ستاسې له اجازې پرته بل کس يا ادارې ته ستاسې اړوند مالومات ورکړي. دې مخنيوي ته طبي محرموالی (ärztliche Schweigepflich) وايي.
له کومه ځايه درمل ترلاسه کولای شم؟ درمل څو بيه لري؟ دلته دې ډول پوښتنو ته په ۱۲ ژبو ځوابونه موندلای شئ.
د روغتيا وزارت د روغتيا د بېلابېلو مسايلو په اړه په ۴۰ ژبو مالومات وړاندې کوي.
د روغتيا وزارت د روغتيا په اړه په پښتو ژبه عمومي مالومات چمتو کړي دي..
په هامبورګ او شاوخوا سيمو کې د کډوالو لپاره رواني مشوره او مرسته
د کډوالو او شکنجې د قربانيانو لپاره د رواني ټولنيزو مرکزونو کاري ټولنه
روغتيا د ټولو لپاره يوه ټولنه ده چې د هغو کسانو لپاره روغتيايي خدمتونه برابروي، کوم چې بيمه او يا هم دې خدمتونو ته لاسرسی نه لري.