آيا غواړئ بکس مو وتړئ او کوم ځای ته سفر وکړئ؟ که څوک په جرمني کې کډوال وي او د دندې اړوند په سفر او يا هسې په رخصتيو بهر ته تلل غواړي؛ بايد د دې کار اجازه ولري. دلته تاسې ته په دې اړه مالومات درکوو.
په جرمني کې مېشت بهرنيان په عمومي ډول اړ دي چې يو معتبر پاسپورت او يا د هغه بديل ولري. د اړوند هېواد سفارتونه يا کنسولګرۍ د دې پاسپورتونو د ترلاسه کولو يا تمديدولو مسؤوليت لري. البته ځينې کسان چې د پاسپورت بديل سند (خړ يا شين پاسپورت) ترلاسه کوي، له دې حکم څخه استنثا دي.
- هغه کسان چې په جرمني کې يې پنا منل شوي وي او يا د جينوا د کډوالو کنوانسيون له مخې مهاجر پېژندل شوی وي.
- هغه کسان چې وطن يې نامالوم وي.
- هغه کسان چې فرعي خونديتوب ولري.
- هغه کسان چې د ډيپورټ ملي بنديز (nationales Abschiebungsverbot) سند ولري او د خپل وطن د پاسپورت ترلاسه کولو شونتيا ونه لري.
دې کسانو ته د اصولو له مخې دجرمني چارواکو له لوري بديل پاسپورت ورکول کيږي. دا پاسپورتونه په درې ډوله دي:
- د کډوالو لپاره د سفر سند (Reiseausweis) يا (شينپاسپورت)
- د بېوطنه کسانو لپاره د سفر کولو سند (Reiseausweis)
- د بهرنيانو لپاره د سفر کولو سند (Reiseausweis)
کډوالو ته پاسپورتونه په عمومي ډول د بهرنيانو چارو ادارې (Ausländerbehörde) له لوري د استوګنې له اجازې سره يوځای ورکول کيږي. په دې اړه زيات مالومات زموږ د شنه پاسپورت په څپرکي کې لوستلای شئ. د بېوطنه او يا هغه بهرنيان چې فرعي خونديتوب يا د ډيپورټ ملي بنديز يې ترلاسه کړی وي؛ کولای شي د بېوطنه کسانو لپاره د سفر د سند يا خړ پاسپورت غوښتنه وکړي. دا غوښتنه په خپل شاوخوا کې د بهرنيانو ادارې له تر ټولو نږدې ادارې څخه کولای شئ. البته دا بايد ثابته کړئ چې د خپل هېواد له سفارت يا نورو استازوليو د خپل وطن پاسپورت نه شئ ترلاسه کولای.
يادونه: اوس مهال د بهرنيانو چارو اداره يا (Ausländerbehörde) ځينو افغانانو ته چې افغان پاسپورت او د کار له مخې په جرمني کې د استوګنې اجازه لري؛ خپل وطن ته د تګ اجازه ورکوي. نور کسان ښايي له اجازې پرته وطن ته له تګ سره له ستونزو سره مخ شي. همدا شان که د چا د کورنۍ نږد غړي ډېر ناروغ وي او يا وفات شوي وي؛ کېدای شي له اوسلنډربېهورده څخه وطن ته د څو ورځو تګ اجازه ترلاسه کړای شئ. ستاسې اړوند اوسلندربېهورده اداره پر (bamf.de) وېبسایټ موندلای شئ.
د شنه پاسپورت لرونکو لپاره ټول اړين مالومات زموږ په بل څپرکي (شين پاسپورت) کې لوستلای شئ.
د اصولو له مخې د بېوطنه او بهرنيانو لپاره د سفر په سند يا (خړ پاسپورت) بهر ته سفر کولای شئ. البته ډېرو بهرنيو هېوادونو ته د سفر لپاره ويزې ته اړتيا ده. دا هم په ياد لرئ چې ټول هېوادونه دا پاسپورت په رسميت نه پېژني. دا چې هغه هېواد چې تاسې ورته سفر کول غواړئ؛ دا پاسپورت په رسميت پېژني او ويزه درکوي که نه؛ د هماغه هېواد له سفارت يا کنسولګرۍ وپوښتئ. د کډوالو لپارو د ملګرو ملتونو عالي کميسيون له لوري په خپره شوې پاڼه کې هغه هېوادونه موندلای شئ چې خړ پاسپورتونه په رسميت پېژني.
د ويزې ترلاسه کولو لپاره ستاسې چانس ستاسې له اصلي هېواد، په جرمني کې ستاسې د ژوند له حالت او مليت په شان ځينو شرطونو سره اړه لري. دا چې چا ته ويزه ورکول کيږي او چا ته نه؛ مخکې له مخکې يې ویل سخت دي.
البته د شېنګن اړوند ټولو هېوادونو ته له ويزې پرته تګ ممکن دی. د دې هېوادونو لړ پر (auswaertiges-amt.de) وېبسایټ موندلای شئ.
البته په ياد مو وي چې دې هېوادونو ته له ويزې پرته سفر يوازې هغه وخت ممکن دی چې په دې هېوادونو کې له درې مياشتو زيات پاته کېدل نه غواړئ او هلته د کار کولو اراده ونه لرئ.
يادونه: که څوک د فرعي خونديتوب او يا د ډيپورټ مليبنديز له مخې د استوګنې په جرمني کې د استوګنې اجازه ولري؛ خپل هېواد ته د تلو اجازه نه لري. که دا کار وکړي او د بهرنيانو چارو اداره خبره شي؛ ښايي په جرمني د استوګنې حق له لاسه ورکړي.
مهم: شېنګن هېوادونه په اروپا کې هغه هېوادونه دي چې په خپل منځ کې يې سرحدونه پرانستي دي. په دې مانا چې د دې هېوادونو وګړي يو د بل هېواد ته له پاسپورت او ويزې پرته تلای شي. په دې ډول تاسې هم د سياحت لپاره دې هېوادونو ته د ۱۸۰ ورځو په موده کې د درې مياشتو لپاره تلای شئ. په ياد مو وي چې ټول اروپايي هېوادونه د شېنګن غړيتوب نه لري. ځينې هېوادونه خپل سرحدونه کنټرولوي. له همدې کبله له سفر وړاندې په دې اړه ځان ښه پوه کړئ. که پوښتنه لرئ، کولای شئ د ټوګېدر اېن جرمني پر پلټفورم يې وپوښتئ.
که څوک د فرعي خونديتوب او يا د ډيپورټ مليبنديز له مخې په جرمني کې د استوګنې اجازه ولري او د دې تر څنګ د خپل هېواد معتبر پاسپورت ولري؛ کولای شي بهر ته سفر وکړي او له بېرته د خپلې استوګنې د اجازې په وسیله جرمني ته راشي. دا چې کوم هېوادونه تاسې ته ويزه درکوي؛ ستاسې له اصلي هېواد سره تړلې ده.
يادونه: که څوک د فرعي خونديتوب او يا د ډيپورټ مليبنديز له مخې د استوګنې په جرمني کې د استوګنې اجازه ولري؛ خپل هېواد ته د تلو اجازه نه لري. که دا کار وکړي او د بهرنيانو چارو اداره خبره شي؛ ښايي په جرمني د استوګنې حق له لاسه ورکړي.
که د چا د پناغوښتنې پروسه لا هم روانه وي او يا د زغمل شوې استوګنې اجازه (ډولډونګ) ولري، نه شي کولای له جرمني بهر بل هېواد ته سفر وکړي. که څوک دا کار وکړي، په جرمني کې د اوسېدو لنډمهالې اجازه يا ډولډونګ له لاسه ورکوي او بيا حق نه لري چې جرمني ته راشي.
يادونه: هغه زدهکوونکي چې د ښوونځيو له لوري بهر ته وړل کيږي، مستثنا دي او کولای شي د بهرنيانو چارو له ادارې د سفر اجازه ترلاسه کړي. همدا شان نور هغه کسان چې د واده کولو يا خپل چا د مړينې په شان مهم دليل ولري، کولای شي بهر ته د سفر غوښتنه وکړي. د دې کار لپاره هر څومره ژر چې کولای شئ، له خپلې اړوند اوسلډربېهوردې څخه اجازه وغواړئ؛ ځکه د اجازې ورکول ښايي ډېر وخت ونيسي. ستاسې اړوند اوسلندربېهورده اداره پر (bamf.de) وېبسایټ موندلای شئ.
د استوګنې سند بديل وخت ورکول کيږي، کله چې د يو چا د استوګنې سند د ورکړې په اړه وروستۍ پرېکړه نه وي شوې. د بېلګې په توګه که څوک د استوګنې سند ترلاسه کولو او يا د وخت غځولو غوښتنه وکړي، ښايي د اصلي سند تر ورکړې پورې د (§ 81 Abs. 4 AufenthG) يا (§81 Absatz 3 AufenthG) مادو له مخې فيکڅيون بېشاينيګونګ ورکړل شي. که څو د استوګنې قانون د ۸۱مې مادې، څلورم بند له مخې دا سند ترلاسه کړي، له کولای شي له معتبر پاسپورت يا د سفر له سند سره د شېنګن هېوادونو ته سفر وکړي. شرط دا دی چې د رسمي سند د کارولو تر څنګ بايد د دې سند په درېيمه پاڼه دريمه خانه هم ټېکمارک شوې وي. بهر ته د تلو او راتلو ټاپې هم په اصلي پاسپورت کې لګول کيږي. دا قانون د (§81 Absatz 3 AufenthG.) له مخې د اخستل شوي بديل سند لپاره نه پلي کيږي.
د استوګنې قانون د يواتيايمې مادې درېيم بند له مخې بديل سند هغه مهال ورکول کيږي چې يو څوک لا هم د استوګنې اجازه ونه لري او يا يې هويت لا هم تاييد شوی نه وي. له دې ډول سند سره په جرمني کې ګرځېدای شئ خو بهر ته سفر نه شئ کولای. ځينې وخت هلته (gilt nicht für Auslandsreisen) هم ليکل کيږي چې بهر ته د تګ د ممنوعيت په مانا ده.
که فکر کوئ چې د استوګنې بديل سند مو د ناسمې مادې له مخې درکول شوی دی او سمون غواړي، له خپلې اوسلنډربېهورده ادارې سره اړيکه ونيسئ.
مهم: که ډاډه نه ياست چې بديل سند مو د کومې مادې له مخې دی، له خپلې اوسلنډربېهوردې ادارې وپوښتئ چې بهر ته د تګ او بېرته جرمني ته د راتګ اجازه لرئ او که نه. که له شېنګن سيمې بهر تلل غواړئ، د هماغه هېواد له اړونده ادارو وپوښتنئ چې هلته د ورتګ او بېرته راتګ اجازه درکوي او که نه.
يادونه: ځينې وخت ښايي د استوګنې له بديل سند سره د سفر پر مهال د ويزې اړتيا هم وي. که ډاډه نه ياست چې د سفر لپاره مو ويزې ته اړتيا ده او که نه، کولای شئ زموږ پر ټولنيز پلټفورم ټوګېدر اېن جرمني وپوښتئ او ځواب ترلاسه کړئ.
د سفر روغتيايي بيمه (Reisekrankenversicherung) د سفر پر مهال د درملنې لګښتونه ورکوي. د جرمني روغتيايي بيمه په بهر کې د درملنې ډېر لږ يا هېڅ لګښت پر غاړه اخلي؛ له همدې کبله غوره ده چې بهر ته د سفر پر مهال يوه بله روغتيايي بيمه واخستل شي. د دا ډول بيمو اخستلو پر مهال ټول مالومات ولولئ او په شرطونو ځان ښه وپوهوئ.
که د بورګرګېلډ په شان د جابسنټر مرسته او يا نورې ټولنيزې پیسې (Sozialleistungen) ترلاسه کوئ، بايد له سفر مخکې جابسنټر ته خبر ورکړئ. په داسې حالت کې خپل اړوند جاسنټر خبر کړئ او د ناسوبتيا (Ortsabwesenheit) د ثبت غوښتنه وکړئ. دا کار په انلاين ډول هم کولای شئ. کله چې جابسنتر ستاسې ناسوبتيا ومني، د دې مودې لپاره مو پیسې او روغتيايي بيمه نه بنديږي. که څوک له درې اونيو زيات وخت بهر تېروي او يا هم د جابسنټر اړيکو ته ځواب ورنه کړي، ورکول کېدونکې پیسې او روغتيايي بيمه يې بنديږي.
که چا په جرمني کې پنا ترلاسه کړې وي؛ د کډوال په توګه پېژندل شوی وي؛ فرعي خونديتوب يې ترلاسه کړی وي او يا يې د ډيپورټ د ملي بنديز حکم ولري؛ بايد خپل هېواد ته سفر ونه کړي. که د بهرنيانو چارو يا بمف ادارې خبرې شي؛ کېدای شي درکړل شوې پنا لغوه شي او په جرمني کې د استوګنې اجازه بېرته درنه واخستل شي.
۰۶۹۲۰۳۱۴۲۴۲
د حقوقي لارښوونو او مشورو لپاره د پرو ازول بنسټ له پورتنۍ شمېرې سره اړيکه ونيسئ.
زموږ د پلټونکي ماشين په مرسته په خپله سيمه کې يو وکيل يا مشورتي مرکز موندلای شئ. هلته د خپلې سيمې نوم او (Asyl, Aufenthaltsrecht oder Rechtsberatung) توري وليکئ او پلټنه وکړئ.
د قانوني مشورې لپاره په خپل شاوخوا کې د مهاجرو له فدرالي ادارې سره اړيکه نيولای شئ.