په جرمني کې بایسکل چلول

په جرمني کې بایسکل چلول
د بایسکل چلولو پر مهال څه ته بايد پام وکړم؟

بایسکل چلول د روغتيا او چاپېريال لپاره ښه دي او خوند کوي. د جرمني په اکثرو ښارونو کې د بایسکلونو ځانګړې لارې شته چې په ډاډه زړه بایسکل ورباندې زغلولای شئ. همدا شان په کليو او بانډو کې هم بایسکل له يوه ځای څخه بل ځای ته د تګ لپاره غوره وسیله ده او ډېر کارول کيږي.

 

بایسکل چلول د روغتيا او چاپېريال لپاره ښه دي او خوند کوي. د جرمني په اکثرو ښارونو کې د بایسکلونو ځانګړې لارې شته چې په ډاډه زړه[...]

د جرمني ترانسپورتي سيستم

د جرمني ترانسپورتي سيستم
څنګه کولای شم له خپل موټر پرته سفر وکړم؟

په جرمني کې د سفر لپاره خامخا موټر يا لېسنس درلودل اړين نه دي. نورې ډېرې وسيلې شته چې تاسې يې په مرسته له يوه ځايه بله ته تللای شئ. دا چې څه ډول دا وسيلې موندلای شو؛ ټکټونه څنګه پېرلای شو او داسې نور مالومات دلته ولولئ.

مهم: د۲۰۲۳ کال دمې مياشتې له لومړۍ نېټې په ټول جرمني کې ۴۹ يورويي مياشتنی ټکټ کارولای شئ. دا ټکټونه د ټکټونو په ماشينونو او د ټکټ په نورو پلورنځيو کې ترلاسه کولای شئ. د دې ټکټ‌ وسيله له IC/EC, ICE او فلېکس ټرېن يا بسونو پرته په نورو ډېری ټرېنونو کې سفر کولای شئ. په ياد مو وي چې هره مياشت نوی ټکټ واخلئ. د دې تر څنګ له شپږو کالونو د پورته عمر لرونکي بايد بېل ټکت واخلي.

په جرمني کې د سفر لپاره خامخا موټر يا لېسنس درلودل اړين نه دي. نورې ډېرې وسيلې شته چې تاسې يې په مرسته له يوه ځايه بله ته تللای شئ[...]

د جرمني د موټر چلولو لاېسنس

د جرمني د موټر چلولو لاېسنس
څنګه کولای شم په جرمني کې موټر وچلوم؟

په خپلواک ډول او آسانۍ هر ځای ته تګ  راتگ ژوند آسانوي او د دندې په پيدا کولو کې اغېزناک دي. که په داسې لرې پرته سيمه کې اوسئ چې د ټرېن او بس په شان عمومي ترانسپورتي وسايل ونه لري؛ ښايي د موټر چلولو لېسنس ته اړتيا ولرئ. دلته به د جرمني د لېسنس، د خپل هېواد د لېسنس د بدلولو او او لېسنس د ورکېدلو د مخنيوي د لارو چارو په اړه ډېر مالومات ولولئ.

په خپلواک ډول او آسانۍ هر ځای ته تګ  راتگ ژوند آسانوي او د دندې په پيدا کولو کې اغېزناک دي. که په داسې لرې پرته سيمه کې اوسئ چې د[...]

په جرمني کې د کډوالو شين پاسپورت

په جرمني کې د کډوالو شين پاسپورت
شين يا آسماني پاسپورت څه ته وايي؟

که څوک په جرمني کې د کډوال يا پناغوښتونکي په توګه ومنل شي؛ د کډوالو لپاره د سفر سند يا شين پاسپورت ورکول کيږي. د مهاجرو لپاره د سفر سندونه د هغو هېوادونو د پاسپورت پر ځای کاريږي؛ له کومه چې اړوند کسان راغلي وي او مخکې يې د هغې هېواد رسمي تابعيت درلود. دې ډول پاسپورټونو ته کنوانسيوني پاسپورت هم وايي. په جرمني کې ډېر وخت هغه ته د پوښ د رنګ له کبله آسماني پاسپورت (Blauer Pass) وايي خو دا پاسپورت د کنوانسيون په ټولو غړو هېوادونو کې آسماني رنګ نه لري.

يادونه: د قبول شوي مهاجر يا کډوال په توګه تاسې د خپل هېواد د پاسپورت ترلاسه کولو اجازه نه لرئ. که څوک د خپل هېواد پاسپورت ترلاسه کړي او يا د خپل هېواد سفارت ته ولاړ شي؛ د اصولو له مخې دلته خپله قبولي او د استوګنې اجازه له لاسه ورکوي. 

که څوک په جرمني کې د کډوال يا پناغوښتونکي په توګه ومنل شي؛ د کډوالو لپاره د سفر سند يا شين پاسپورت ورکول کيږي. د مهاجرو لپاره د سفر[...]

په جرمني کې سفر کول

په جرمني کې سفر کول
څنګه کولای شم له خپل موټر پرته سفر وکړم؟

جرمني ستر هېواد دی او ډېر ښکلي ښارونه او سيمې لري چې‌ په کتلو ارزي. له نېکه مرغه دلته له خپل شخصي موټر پرته هم د سفر کولو ګڼې اسانتياوې شته چې دلته يې په اړه مالومات درکوو.

مهم: اوس مهال په ټول جرمني کې ۴۹ يورويي مياشتنی ټکټ کارولای شئ. دا ټکټونه په انلاين ډول او يا د اورګاډي له اړوند شرکتونو ترلاسه کولای شئ. د دې ټکټ‌ وسيله له IC/EC, ICE او فلېکس ټرېن يا بسونو پرته په نورو ډېری ټرېنونو کې سفر کولای شئ. په ياد مو وي چې هره مياشت نوی ټکټ واخلئ. د دې تر څنګ له شپږو کالونو د پورته عمر لرونکي بايد بېل ټکت واخلي.

جرمني ستر هېواد دی او ډېر ښکلي ښارونه او سيمې لري چې‌ په کتلو ارزي. له نېکه مرغه دلته له خپل شخصي موټر پرته هم د سفر کولو ګڼې[...]

کډوال له جرمني بهر سفر کولای شي؟

کډوال له جرمني بهر سفر کولای شي؟
آيا زه له جرمني بهر ته د سفر اجازه لرم؟

 

آيا غواړئ بکس مو وتړئ او کوم ځای ته سفر وکړئ؟ که څوک په جرمني کې کډوال وي او د دندې اړوند په سفر او يا هسې په رخصتيو بهر ته تلل غواړي؛ بايد د دې کار اجازه ولري. دلته تاسې ته په دې اړه مالومات درکوو.

په جرمني کې مېشت بهرنيان په عمومي ډول اړ دي چې يو معتبر پاسپورت او يا د هغه بديل ولري. د اړوند هېواد سفارتونه يا کنسولګرۍ د دې پاسپورتونو د ترلاسه کولو يا تمديدولو مسؤوليت لري. البته ځينې کسان چې د پاسپورت بديل سند (خړ يا شين پاسپورت) ترلاسه کوي، له دې حکم څخه استنثا دي.

  • هغه کسان چې په جرمني کې يې پنا منل شوي وي او يا د جينوا د کډوالو کنوانسيون له مخې مهاجر پېژندل شوی وي.
  • هغه کسان چې وطن يې نامالوم وي.
  • هغه کسان چې فرعي خونديتوب ولري.
  • هغه کسان چې د ډيپورټ ملي بنديز (nationales Abschiebungsverbot) سند ولري او د خپل وطن د پاسپورت ترلاسه کولو شونتيا ونه لري.

دې کسانو ته د اصولو له مخې دجرمني چارواکو له لوري بديل پاسپورت ورکول کيږي. دا پاسپورتونه په درې ډوله دي:

  • د کډوالو لپاره د سفر سند (Reiseausweis) يا (شين‌پاسپورت)
  • د بې‌وطنه کسانو لپاره د سفر کولو سند (Reiseausweis)
  • د بهرنيانو لپاره د سفر کولو سند (Reiseausweis)

کډوالو ته پاسپورتونه په عمومي ډول د بهرنيانو چارو ادارې (Ausländerbehörde) له لوري د استوګنې له اجازې سره يوځای ورکول کيږي. په دې اړه زيات مالومات زموږ د شنه پاسپورت په څپرکي کې لوستلای شئ. د بې‌وطنه او يا هغه بهرنيان چې فرعي خونديتوب يا د ډيپورټ ملي بنديز يې ترلاسه کړی وي؛ کولای شي د بې‌وطنه کسانو لپاره د سفر د سند يا خړ پاسپورت غوښتنه وکړي. دا غوښتنه په خپل شاوخوا کې د بهرنيانو ادارې له تر ټولو نږدې ادارې څخه کولای شئ. البته دا بايد ثابته کړئ چې د خپل هېواد له سفارت يا نورو استازوليو د خپل وطن پاسپورت نه شئ ترلاسه کولای.

يادونه: اوس مهال د بهرنيانو چارو اداره يا (Ausländerbehörde) ځينو افغانانو ته چې افغان پاسپورت او د کار له مخې په جرمني کې د استوګنې اجازه لري؛ خپل وطن ته د تګ اجازه ورکوي. نور کسان ښايي له اجازې پرته وطن ته له تګ سره له ستونزو سره مخ شي. همدا شان که د چا د کورنۍ نږد غړي ډېر ناروغ وي او يا وفات شوي وي؛ کېدای شي له اوسلنډربېهورده څخه وطن ته د څو ورځو تګ اجازه ترلاسه کړای شئ.  ستاسې اړوند اوسلندربېهورده اداره پر (bamf.de) وېبسایټ موندلای شئ.

ایا د یوه کډوال په توګه له جرمني بهر د سفر کولو اجازه لرم؟ په دې اړه بشپړ مالومات همدلته لوستلی شئ.