بېلابېل جنسيتي هويتونه (LGBTQIA+)

بېلابېل جنسيتي هويتونه (LGBTQIA+)
په جرمني کې د مختلفو جنسيتي هويتونو د لرونکو کسانو حقونه څه دي؟

په جرمني کې جنسي لېوالتيا او جنسي هويت شخصي موضوعات دي او دولت د خلکو د شخصي ټاکنې د درناوي او خونديتوب دنده پر غاړه لري. دا په دې مانا ده چې د لويانو تر منځ په خپله خوښه د همجنسبازۍ يا نورو جنسي اړيکو اړوند کړنو تر سره کول جرم نه ګڼل کيږي. د دې لپاره چې د مختلفو جنسیتي هويتونو لرونکو کسانو روغتيا خوندي وساتل شي، د جرمني دولت په دې اړه ځينې قوانين تصويب کړي دي. له دې سره سره اوس هم له دې کسانو سره په ځينو برخو کې تبعيض کيږي. دلته د دوی د حقونو په اړه مالومات او د تبعيض پر وړاندې د غبرګون لارې چارې موندلای شئ.

په جرمني کې جنسي لېوالتيا او هويت شخصي موضوعات دي او دولت د خلکو د شخصي ټاکنې د درناوي او خونديتوب دنده پر غاړه لري. دا په دې مانا[...]

د جرمني اساسي قانون (Grundgesetz)

د جرمني اساسي قانون (Grundgesetz)
زه د اساسي قانون له مخې کوم حقونه لرم؟

*** د ۲۰۲۴ کال د مۍ په ۲۳ نیټه به د جرمني اساسي قانون ۷۵ کلن شي. دا قانون په ازاد او دموکراتیک قانوني دولت کې زموږ د همغږۍ بنسټ دی. د جرمني اساسي قانون په  ۱۹۴۹ کال کې تصويب شو. د ملي سوسیالیستي استبداد د وحشتناکو جنایتونو له امله د اساسي قانون بنسټ ایښودونکو پریکړه وکړه چې انساني کرامت باید په قانون کې لومړیتوب ولري؛ تر څو په جرمني کې بیا داسې څه تکرار شي. تاسو کولی شئ زموږ په ویډیويي لړۍ کې د اساسی قانون د منځپانګې او ارزښتونو په اړه نور مالومات هم ترلاسه کړئ: "څه به وشي که؟"**

د جرمني اساسي قانون (Das Grundgesetz) نوميږي. په دې قانون کې د هېوادوالو د ګډ ژوند لپاره چوکاټونه او مادې ځای پر ځای شوې دي. په جرمني کې بايد بل قانون له اساسي قانون سره په مخالفت يا تناقض کې نه وي. د بېلګې په توګه د پناغوښتنې يا سزا قوانين نبايد له اساسي قانون سره ټکر ولري. اساسي قانون تر ټولو مهم قانون ګڼل کيږي او پر نورو ټولو قوانينو د‌ پاسه دی.

د جرمني اساسي قانون له ۱۴۶ برخو جوړ دی. هره برخه د مادې (Artikel) په نوم ياديږي. لومړۍ ۱۹ مادې بنسټيز حقونه (Grundrechte) جوړوي. بنسټيز حقونه، د دولت او خلکو تر منځ تر ټولو مهم حقونه دي. دا حقونه خلک د دولت له لوري له استبداد، بې‌عدالتۍ او زورزياتي څخه ساتي. د دې حقونو يوه برخه په جرمني کې د چا د استوګنې د ډول یا سند په پام کې نيولو پرته، د هر چا لپاره ده. دا برخه بشري حقونه (Menschenrechte) هم بلل کيږي. د بنسټيزو حقونه بله برخه بيا يوازې د هغه چا لپاره ده چې د جرمني تابعيت ولري. دې برخې ته مدني حقونه يا (Bürgerrechte) وايي.

اساسي قانون په ۱۹۴۹ کال کې په لويديځ جرمني کې تصويب شو او په ۱۹۹۰ کال کې د ختيځ او لويديځ جرمني له یوځای کېدلو وروسته په ټول هېواد کې پلی کيږي. د ۱۹۳۳ او ۱۹۴۵ کالونو تر منځ د جرمني ملي ټولنيزې ديکتاتورۍ د ډېرو خلکو بشري حقونه تر پښو لاندې کړي وو؛ له همدې کبله په اساسي قانون کې داسې مادې ځای پر ځای شوې دي چې د دې ډول شرايطو د بيا رامنځته کېدو مخنيوی کوي. له همدې کبله بنسټيز حقونه په اساسي قانون کې مهم رول لري.

د اساسي قانون فدرالي محکمه د اساسي قانون له پلي کېدلو څارنه کوي. دولت نه شي کولای په اسانۍ هغه تعديل کړي.

د جرمنی په اساسي قانون کې د هېوادوالو د ګډ ژوند لپاره چوکاټونه او مادې ځای پر ځای شوې دي. په جرمني کې بايد بل قانون له اساسي قانون[...]

د جرمني د ټاکنو سيستم

د جرمني د ټاکنو سيستم
جرمنی کوم ډول ټاکنيز سيستم لري؟

په ديموکراسۍ کې ازادې ټاکنې اړينې دي. د ټاکنو له لارې ټول ګډونوال کولای شي په سياسي پروسه کې ګډون وکړي او په سياسي پرېکړو اغېز وکړي. هغه ګوندونه چې د ډېری خلکو له خوا رايه ورکول کيږي؛ کولای شي د يوې ټاکلې مودې لپاره حکومت جوړ کړي. که د هېواد اوسېدونکي د سياستوالو له کړنو راضي نه وي؛ کولای شي په بل ځل ټاکنو کې د خپلې خوښې ګوند يا کسانو ته رايه ورکړي.

په ديموکراسۍ کې ازادې ټاکنې اړينې دي. د ټاکنو له لارې ټول ګډونوال کولای شي په سياسي پروسه کې ګډون وکړي او په سياسي پرېکړو اغېز وکړي[...]

د جرمني سياسي ګوندونه

د جرمني سياسي ګوندونه
په جرمني کې کوم سياسي ګوندونه فعاليت کوي؟

سياسي گوند د هغو خلکو يو ټولی دی چې يو ډول سياسي سياسي موخې لري او غواړي د يوه هېواد په سياسي برخليک کې شريک شي. هر ګوند يو ځانګړی پروګرام لري چې له مخې يې څرګندوي چې دوی د کومو موخو لپاره مبارزه کوي.

د جرمني په فدرالي او ايالتي ټاکنو کې د ګډون لپاره يو ګوند بايد ثابته کړي چې باثباته دی؛ ډېر غړي لري او په عام محضر کې حضور لري. که دا شرطونه پوره شي؛ ګوند کولای شي د ټاکنو له فدرالي ادارې سره ځان ثبت کړي. که کوم ګوند شپږ پرلپسې کالونه په فدرالي يا ايالتي ټاکنو کې برخه وانخلي؛ د‌ ګوند په توګه خپل اعتبار له لاسه ورکوي.

په جرمني کې ګڼ سياسي ګوندونه شته. له دې ډلې تر ټولو مهم اووه يې لاندې درپېژنو. له دې ګوندونو هر يو يې په يوه مخفف نامه پېژندل کيږي او هر يو يو ځانګړی رنګ لري. ډېر وخت د ګوندونو په اړه د خبرو پر مهال يوازې د هغوی د مخفف نوم او رنګ يادونه کيږي. د جرمني د ټولو ګوندونو لېست پر (wikipedia.de.) موندلای شئ.

سياسي گوند د هغو خلکو يو ټولی دی چې يو ډول سياسي سياسي موخې لري او غواړي د يوه هېواد په سياسي برخليک کې شريک شي. هر ګوند يو ځانګړی[...]

د ښځو حقونه

د ښځو حقونه
په جرمني کې ښځې کوم حقونه لري؟

په ډېرو هېوادونو کې قوانين د ښځو حقونه تضمينوي خو په زياتو ټولنو کې لا هم ښځو ته برابر حقونه نه ورکول کيږي. په جرمني کې په ځانګړي ډول د سياسي او سوداګريزو فرصتونو په برخه کې دا نابرابري څرګنده ده. په دې برخه کې جنسي زورزياتی، کورنی تاوتريخوالی او په نړيواله کچه د ښځو قاچاق نورې جدي مسلې دي. که څه هم د نورو هېوادونو په پرتله په جرمني کې ښځې په ټولنه کې زياتې فعالې دي خو د برابرۍ لپاره د ښځو خوځښت خپل هدف ته د رسېدو لپاره لا هم ډېره لاره په مخکې لري.

په ډېرو هېوادونو کې قوانين د ښځو حقونه تضمينوي خو په زياتو ټولنو کې لا هم ښځو ته برابر حقونه نه ورکول کيږي. په جرمني کې په ځانګړي[...]

په جرمني کې کورنی تاوتريخوالی

په جرمني کې کورنی تاوتريخوالی
د کورني تاوتريخوالي پر مهال څه کولای شم؟

که چېرې مو د کورنۍ غړي، خپلوان، دوستان، د ژوند ملګرې/ی، پلار، ورور، يا بل څوک چې تاسې ژوند ورسره کوئ يا مو پخوا ژوند ورسره کړی وي؛ په فزيکي، جنسي يا ذهني توګه تاسې ځوروي؛ دې کار ته کورنی تاوتريخوالی ويل کيږي. کورنی تاوتريخوالی په معمول ډول د کور د ننه ترسره کيږي خو ښايي له دې پرته بل ځای هم ترسره شي. ډېر کسان د کورني تاوتريخوالي پر مهال د فزيکي يا جنسي زورزياتي يا وهلو ټکولو په فکر کې کيږي خو له دې پرته د کورني تاوتريخوالي نور شکلونه هم شته: که چاته سپکاوی يا ګواښ وشي؛ له بد چلند سره مخ شي او يا کنټرول شي؛ له کورني تاورتريخوالي سره مخ ګنل کيږي. همدا شان مخنيوی، څارل او تعقيبول د کورني تاوتريخوالي نورې بڼې دي.

په جرمني کې د تاوتريخوالي هره بڼه سزا لري. د دې مانا دا ده چې که پوليس تاسې په دې حالت کې وويني او يا شاهد ولري؛ مداخله به وکړي.

که تاسې د کورني تاوتريخوالي قرباني ياست، يوازې نه ياست. څېړنې ښيي چې په جرمني کې هرې څلورمې ښځې کورنی تاوتريخوالی تجربه کړی دی. ډېرو قربانيانو ته سخته ده چې له پوليسو يا مشورتي مرکزونو سره حال شريک کړي. ډېر قربانيان بيا شرميږي او يا په دې تمه وي چې حالت به بدل شي. دوی فکر کوي چې ځوروونکی کس به سم او چلند به بدل کړي. په ځينو حالتونو کې بيا د وخت په تېرېدلو د تاوتريخوالي شدت زياتيږي او د تکرار وختونه يې لنډيږي.

په جرمني کې د تاوتريخوالي له قربانيانو سره د مرستې لپاره ‌ډېر مرکزونه شته او که څوک له ورته حالت سره مخ وي، بايد ونه شرميږي او له وېرې پرته د دې مرکزونو له ډلې له يوه سره اړيکه ونيسي.

که چېرې مو د کورنۍ غړي، خپلوان، دوستان، د ژوند ملګرې/ی، پلار، ورور، يا بل څوک چې تاسې ژوند ورسره کوئ يا مو پخوا ژوند ورسره کړی وي؛[...]