Klassenraum mit gestapelten Tischen und Stühlen, Schultüte und Rucksack vor einer Tafel.

په تورینګن ايالت کې له لومړني ښوونځي وروسته له څلور ډوله ښوونځيو يو ټاکلای شئ: رېګال‌شوله (Regelschule)، ګېزامت‌شوله (Gesamtschule)، ګېماينشفټ‌شوله (Gemeinschaftsschule) او ګېمنازيوم (Gymnasium).

د ښوونځيو سيستم
لومړنی ښوونځی (Grundschule)

په تورینګن ايالت کې د لومړني ښوونځي بشپړول څلور کاله وخت نيسي. دا ماشومان له لومړني ښوونځي وروسته له څلور ډوله ښوونځيو يو ټاکلای شي:

  •   رېګال‌شوله (Regelschule)
  •   ګېزامت‌شوله (Gesamtschule)
  •  ګېماينشفټ‌شوله (Gemeinschaftsschule)
  •  ګېمنازيوم (Gymnasium)

د ګمنازيوم پیل کولو لپاره بايد ماشومان ښې نمرې او لومړني ښوونځي سپارښتليک ولري. له دې پرته بايد هلته د داخلېدو لپاره ازموينه ورکړي.

Regelschule

دا ښوونځي له پينځم ټولګي پیل کيږي او په نهم يا لسم ټولګي پای ته رسيږي. دا ښوونځی هافت‌شوله او ريال‌شوله له ترکيبه جوړ شوی او ماشومان د هغوی د مسلکي ژوند لپاره تياروي. ماشومان کولای شي د د دې ښوونځی له نهم ټولګي څخه تر فارغېدو وروسته د einfachen Haptschulabschluss  يا qualifiyierenden Haptschulabschluss د فراغت سند او له لسم ټولګي څخه تر فراغت وروسته Realschulabschluss سند ترلاسه کوي. د دې سندونو په ترلاسه کولو زده‌کوونکي کولای شي حرفوي زدکړې (Ausbildung) پیل کړي. که څوک د Realschulabschluss ښې نمرې ولري؛ کولای شي ګېمنازيوم ته ولاړ شي او ابیتور ترلاسه کړي.

Gesamtschule

دا ښوونځي هم له پينځم ټولګي پیل کيږي او په نهم، لسم يا ديارلسم ټولګي پای ته رسيږي. په دې ښوونځي کې زده‌کوونکي د دوی د فراغت د سند له په پام کې نيول پرته په يو ډول ټولګيو کې ګډون کوي او تر اتم ټولګي پورې د فراغت د سند په اړه پرېکړې کولو ته نه اړ کيږي. دلته له نهم ټولګي تر فراغت وروسته د (einfachen Haptschulabschluss  يا  qualifizierenden) سند او له يا لسم ټولګي بشپړولو وروسته د (Realschulabschluss) سند ترلاسه کيږي. همدا شان د دوولسم ټولګي له پای ته رسولو وروسته د  Abiturسند ترلاسه کولای شئ. دا درې‌واړه سندونه د حرفوي زده‌کړو د پیل لپاره د باور وړ دي. د ابيتور سند په ترلاسه کولو د حرفوي زده‌کړو تر څنګ په پوهنتون کې هم لوړې زده‌کړې‌ کولای شئ.

Gemeinschaftsschule

دا ښوونځي هم له پينځم ټولګي پیل کيږي او په نهم، لسم يا دوولسم ټولګي پای ته رسيږي. په دې ښوونځي کې زده‌کوونکي د دوی د فراغت د سند له په پام کې نيول پرته په يو ډول ټولګيو کې ګډون کوي او تر اتم ټولګي پورې د فراغت د سند په اړه پرېکړې کولو ته نه اړ کيږي. دلته له نهم ټولګي تر فراغت وروسته د (einfachen Haptschulabschluss  يا  qualifizierenden) سند او له يا لسم ټولګي بشپړولو وروسته د (Realschulabschluss) سند ترلاسه کيږي. همدا شان د دوولسم ټولګي له پای ته رسولو وروسته د  Abiturسند ترلاسه کولای شئ. دا درې‌واړه سندونه د حرفوي زدکړو د پیل لپاره د باور وړ دي. د ابيتور سند په ترلاسه کولو د حرفوي زده‌کړو تر څنګ په پوهنتون کې هم لوړې زده‌کړې‌ کولای شئ.

Gymnasium

ګېمنازيوم له پينځم ټولګي پیل کيږي او په دوولسم ټولګي پای ته رسيږي. په دې ښوونځي کې شاملېدونکي زده‌کوونکي بايد ډېر زيارکښ او ځيرک وي او ډېر کوښښ وکړي. په ګېمنازيوم کې بايد زده‌کوونکي دوې بهرنۍ ژبې زده کړي. د ګېمنازيوم له نهم يا لسم ټولګي بشپړولو وروسته لږ تر لږه د Hauptschulabschluss  يا Realschulabschluss سندونه ورکول کيږي. د دې ښوونځي له بشپړولو وروسته د ابيتور سند ورکول کيږي او د دې سند په درلودلو د پوهنتون او حرفوي زده‌کړو تر منځ يو ټاکلای شئ.

څنګه کولای شم خپل بچيان په ښوونځي کې شامل کړم؟
د مهاجرو ماشومان په کوم عمر کې ښوونځيو ته په تللو مکلف دي؟

د لومړنيو کمپونو له پرېښودلو وروسته بايد ستاسې ماشومان ښوونځي ته ولاړ شي. هغه ماشومان چې په جرمني ژبه نه پوهيږي؛ لومړی د جرمني ژبې په کورسونو کې اچول کيږي. ستاسې د اوسېدو د ځای يا کمپ کارکوونکي به له تاسې سره د شاملولو په پروسه کې مرسته وکړي

کله او چېرته خپل بچيان په ښوونځي کې داخلولای شم؟

په جرمني کې ستاسې د اوسېدو په لومړيو مياشتو کې به تاسې د ښوونځي د مسؤولينو له لوري د ټولو اړينو مالوماتو تر څنګ يو ليک ترلاسه کړئ چې په هغه کې به تاسې ته د ماشوم د شاملولو لپاره وخت ټاکل شوی وي. هر لومړنی ښوونځي چې ستاسې کور ته نږدې وي؛ هماغه ستاسې د ماشومانو مسؤول دی. ماشوم به په ښوونځي کې د شاملېدو پر مهال د يوه ډاکټر له لوري وکتل شي او د جرمني ژبې مهارتونه به يې وارزول شي.

که ماشوم مو تر اوسه په وړکتون کې و؛ د همدې وړکتون مسؤولين به له تاسې سره د ښوونځي په نوم‌ليکنه کې مرسته وکړي.

په دې اړه لا ډېر مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (ْښوونځي ته شاملېدل) کې ولولئ. 

د ښوونځو په اړه عمومي مالومات

دا مالومات او مقرارت په ټولي فدرالي ایالتونو کې  یو شان پلي کېږي.

په جرمني کې د ښوونځيو سيستم

په جرمني کې د ښوونځيو سيستم
د جرمني د ښوونځيو سيستم څه ډول دی؟

د جرمني په ټولو فدرالي ايالتونو کې د ښوونځيو سيستم يو له بل سره توپير لري.

د جرمني په ټولو فدرالي ايالتونو کې د ښوونځيو سيستم يو له بل سره توپير لري. له دې سره سره د جبري زدکړو سيستم په هر چا پلی کيږي او د درجو سيستم يو شان دی. د هر ايالت د ښوونځي د فراغت سندونه په ټول جرمني کې منل کيږي.