په زاکسن انهالت ايالت کې له لومړني ښوونځي وروسته له څلور ډوله ښوونځيو يو ټاکلای شئ: ، سیکونډرشوله (Sekundarschule)، ګېزامتشوله (Gesamtschule)، ګېماينشفټشوله (Gemeinschaftsschule) او ګېمنازيوم (Gymnasium).
په زاکسن انهالت ايالت کې د لومړني ښوونځي بشپړول څلور کاله وخت نيسي. له دې وروسته ميندې او پلرونه پرېکړه کوي چې بچيان يې کوم ښوونځي ته ولاړ شي. د لومړني ښوونځي ښوونکي به له دوی سره د ښوونځي په غوره کولو کې مرسته وکړي. دا ماشومان له لومړني ښوونځي وروسته له پينځه ډوله ښوونځيو يو ټاکلای شي:
· ګېزامتشوله (Gesamtschule)
· سیکونډرشوله (Sekundarschule)
· ګېماينشفټشوله (Gemeinschaftsschule)
· ګېمنازيوم (Gymnasium)
دا ښوونځی له پينځم ټولګي پیل کيږي او په نهم يا لسم ټولګي پای ته رسيږي. دا ښوونځي ماشومان د کار او دندو د مارکېټ لپاره تياروي. ماشومان کولای شي د د دې ښوونځی له نهم يا لسم ټولګي څخه تر فارغېدو وروسته د (einfachen Hauptschulabschluss يا qualifizierten Hauptschulabschluss) سند ترلاسه کړي او يا کولای شي له لسم ټولګي وروسته د (einfachen Realschulabschluss يا erweiterten Realschulabschluss) سند ترلاسه کړي. زدهکوونکي باي د دې سندونو د ترلاسه کولو په اړه په اووم ټولګي کې پرېکړه وکړي. د دې سندونو په ترلاسه کولو زدهکوونکي کولای شي حرفوي زدکړې (Ausbildung) پیل کړي. که څوک د erweiterten Realschulabschluss سند ولري؛ کولای شي ګېمنازيوم ته ځان بدل کړي.
ګېزمتشوله له پينځم ټولګي پیل کيږي او په لسم، دوولسم يا ديارلسم ټولګي پای ته رسيږي. دا ښوونځی د هافټشوله، ريالشوله او ګمنازيوم مېکس دی او دوه ډولونه لري: کوپراتيف ګېزامت شوله او انټيګريټن ګيزامت شوله.
- په Kooperativen Gesamtschule کې د فعاليت درې کچې شته: د هافټشوله کچه، د ريالشوله کچه، د ګمنازيوم کچه. زدهکوونکي کولای شي خپلو نمرو او فعاليت ته په کتو د دې درې ډولونو تر منځ يو بل ته بدل شي.
- په Integrierten Gesamtschule کې زدهکوونکي د فراغت د سند له په پام کې نيولو پرته يو ځای زدهکړه کوي خو د هر مضمون لپاره سخت او آسانه کورسونه شته. زدهکوونکي کولای شي خپل فعاليت ته په کتوله دواړو يو وټاکي.
د د دې ښوونځی له نهم يا لسم ټولګي څخه تر فارغېدو وروسته د (einfachen Hauptschulabschluss يا qualifizierten Hauptschulabschluss) سند ترلاسه کړي او يا کولای شي له لسم ټولګي وروسته د (einfachen Realschulabschluss يا erweiterten Realschulabschluss) سند ترلاسه کړي. همدا شان له ديارلسم ټولګي تر فراعت وروسته د ابيتور سند ترلاسه کولای شي. د دې ټولو سندونو په ترلاسه کولو زدهکوونکي کولای شي حرفوي زدکړې (Ausbildung) پیل کړي. د ابيتور سند په درلودلو د پوهنتون او حرفوي زدهکړو تر منځ يو ټاکلای شئ.
دا ښوونځي هم له پينځم ټولګي پیل کيږي او په نهم، لسم، دوولسم يا ديارلسم ټولګي پای ته رسيږي. په دې ښوونځي کې زدهکوونکي د دوی د فراغت د سند له په پام کې نيول پرته په يو ډول ټولګيو کې ګډون کوي او تر اتم ټولګي پورې د فراغت د سند په اړه پرېکړې کولو ته نه اړ کيږي. دلته له نهم ټولګي تر فراغت وروسته د (einfachen Haptschulabschluss يا qualifizierenden) سند او له يا لسم ټولګي بشپړولو وروسته د د د دې ښوونځی له نهم يا لسم ټولګي څخه تر فارغېدو وروسته د (einfachen Hauptschulabschluss يا qualifizierten Hauptschulabschluss) سند ترلاسه کړي او يا کولای شي له لسم ټولګي وروسته د (einfachen Realschulabschluss يا erweiterten Realschulabschluss) سند ترلاسه کړي. همدا شان له دوولسم يا ديارلسم ټولګي تر فراعت وروسته د Allgemeine Hochschulreife يا ابيتور سند ترلاسه کولای شي. د دې ټولو سندونو په ترلاسه کولو زدهکوونکي کولای شي حرفوي زدکړې (Ausbildung) پیل کړي. د Allgemeine Hochschulreife يا ابيتور سند په درلودلو د پوهنتون او حرفوي زدهکړو تر منځ يو ټاکلای شئ.
ګېمنازيوم له پينځم ټولګي پیل کيږي او په دوولسم ټولګي پای ته رسيږي. په دې ښوونځي کې شاملېدونکي زدهکوونکي بايد ډېر زيارکښ او ځيرک وي او ډېر کوښښ وکړي. په ګېمنازيوم کې بايد زدهکوونکي دوې بهرنۍ ژبې زده کړي. د ګېمنازيوم له نهم يا لسم ټولګي بشپړولو وروسته لږ تر لږه د Hauptschulabschluss يا Realschulabschluss سندونه ورکول کيږي. د دې ښوونځي له بشپړولو وروسته د ابيتور سند ورکول کيږي او د دې سند په درلودلو د پوهنتون او حرفوي زدهکړو تر منځ يو ټاکلای شئ.
په جرمني کې د استوګنې د لومړنيو کمپونو له پرېښودلو وروسته بايد ستاسې ماشومان ښوونځي ته ولاړ شي. تاسې به د پوهنې له سيمهييزې ادارې (Landesschulamt) څخه د ټولو جزياتو او ضروري مالوماتو درلودونکی ليک ترلاسه کړئ په کوم کې چې د ړوند ښوونځي پته او د اړيکې شمېره ليکل شوې وي. هغه ماشومان چې په جرمني ژبه نه پوهيږي؛ لومړی د جرمني ژبې په کورسونو کې اچول کيږي.
ستاسې د اوسېدو د ځای يا کمپ کارکوونکي به له تاسې سره د شاملولو په پروسه کې مرسته وکړي.
تاسې به د پوهنې له سيمهييزې ادارې (Landesschulamt) څخه د ټولو جزياتو او ضروري مالوماتو درلودونکی ليک ترلاسه کړئ په کوم کې چې د ړوند ښوونځي پته او د اړيکې شمېره ليکل شوې وي. ستاسې سیمې ته تر ټولو نږدې ښوونځی ستاسې د ماشومانو مسؤول دی. ماشوم به په ښوونځي کې د شاملېدو پر مهال د يوه ډاکټر له لوري وکتل شي او د جرمني ژبې مهارتونه به يې وارزول شي.
که ماشوم مو تر اوسه په وړکتون کې و؛ د همدې وړکتون مسؤولين به له تاسې سره د ښوونځي په نومليکنه کې مرسته وکړي.
په دې اړه لا ډېر مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (ْښوونځي ته شاملېدل) کې ولولئ.
دا مالومات او مقرارت په ټولي فدرالي ایالتونو کې یو شان پلي کېږي.
په جرمني کې د ښوونځيو سيستم
د جرمني په ټولو فدرالي ايالتونو کې د ښوونځيو سيستم يو له بل سره توپير لري.