په زاکسن ايالت کې له لومړني ښوونځي وروسته له دوه ډوله ښوونځيو يو ټاکلای شئ: اوبرشوله (Oberschule) او ګېمنازيوم (Gymnasium).
په زاکسن ايالت کې د لومړني ښوونځي بشپړول څلور کاله وخت نيسي. له لومړني ښوونځي وروسته د ماشومانو ميندې او پلرونه پرېکړه کوي چې ماشومان يې له درې ډوله ښوونځيو کوم يوه ته ولاړ شي. په معمول ډول د لومړنيو ښوونځيو د مسؤولينو له لوري هم د وړ ښوونځي د ټاکلو په اړه مشوره ورکول کيږي. په برانډنبرګ کې د دوه ډوله منځنيو ښوونځيو ډولونه دا دي:
- اوبرشوله (Oberschule)
- ګېمنازيوم (Gymnasium)
په پينځم او شپږم ټولګي کې ماشومان کولای شي د دې ښوونځيو له ډلې له يوه نه بل ته په آسانۍ تبديل شي.
دا ډول ښوونځي له پينځم ټولګي پیل کيږي او په نهم يا لسم ټولګي پای ته رسيږي. په دې ښوونځيو کې ماشومان مخکې له مخکې د حرفوي زدهکړو لپاره چمتو کوي. د دې ښوونځي له پای ته رسولو وروسته زدهکوونکي کولای شي einfachen Hauptschulabschloss يا qualifizierenden Hauptschulabschloss او یا هم Realschulabschloss سندونه ترلاسه کړي. د دې درې واړو سندونو په ترلاسه کولو زدهکوونکي کولای شي حرفوي زدکړې (Ausbildung) پیل کړي. د Realschulabschluss سند په ترلاسه کولو ماشومان کولای شي د حرفوي زدهکړو په عالي ښوونځي (Beruflische Gymnasium) يا د تطبيقي ساينس په پوهنتون (Fachhochschule) کې زدهکړو ته دوام ورکړي.
په ګېمنازيوم کې له دوولسم ټولګي وروسته ستاسې بچيان د ابيتور سند ترلاسه کوي. په دې ښوونځي کې شاملېدونکي زدهکوونکي بايد ډېر زيارکښ وي او سخت کوښښ وکړي. هغه ماشومان چې د دې ښوونځي له نهم يا لسم ټولګي نه فارغيږي؛ په اتومات ډول دeinfachen Hauptschulabschloss يا qualifizierenden Hauptschulabschloss او یا هم Realschulabschloss سندونه ترلاسه کوي. زدهکوونکي د ابيتور سند په ترلاسه کولو د پوهنتون او حرفوي زدهکړو تر منځ يو ټاکلای شئ.
د استوګنې د لومړنيو کمپونو له پرېښودلو وروسته بايد ستاسې ماشومان ښوونځي ته ولاړ شي. له کمپونو وتلو وروسته به د زاکسن د د ښوونځيو او رونې ادارې مسؤولين تاسې ته د مشورې لپاره وخت درکړي او يوه ښوونځي ته به مو معرفي کړي. هغه ماشومان چې په جرمني ژبه نه پوهيږي؛ لومړی د جرمني ژبې په کورسونو کې اچول کيږي.
ستاسې د اوسېدو د ځای يا کمپ کارکوونکي به له تاسې سره د شاملولو په پروسه کې مرسته وکړي.
ماشومان بايد د ښوونځيو له پیل وړاندې د اګست او سپتمبر په مياشتو کې په اړونده لومړنيو ښوونځیو کې ثبت شي. پر دې مهال د ځينيو ښوونځيو د مسؤولينو له لوري د ټولو اړينو مالوماتو تر څنګ يو ليک ترلاسه کوئ خو ځينې نور بيا دا کار نه کوي. تاسې بايد په خپله له دې ښوونځي سره اړيکه ونيسئ. ماشوم به په ښوونځي کې د شاملېدو پر مهال د يوه ډاکټر له لوري وکتل شي او د جرمني ژبې مهارتونه به يې وارزول شي.
که ماشوم مو تر اوسه په وړکتون کې و؛ د همدې وړکتون مسؤولين به له تاسې سره د ښوونځي په نومليکنه کې مرسته وکړي.
په دې اړه لا ډېر مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (ْښوونځي ته شاملېدل) کې ولولئ.
دا مالومات او مقرارت په ټولي فدرالي ایالتونو کې یو شان پلي کېږي.
په جرمني کې د ښوونځيو سيستم
د جرمني په ټولو فدرالي ايالتونو کې د ښوونځيو سيستم يو له بل سره توپير لري.