Klassenraum mit gestapelten Tischen und Stühlen, Schultüte und Rucksack vor einer Tafel.

په زارلنډ ايالت کې له لومړني ښوونځي وروسته له دوه ډوله ښوونځيو يو ټاکلای شئ: ګېماينشفټ‌شوله (Gemeinschaftsschule) او ګېمنازيوم (Gymnasium).

د ښوونځيو سيستم
لومړنی ښوونځی (Grundschule)

په زارلنډ ايالت کې د لومړني ښوونځي بشپړول څلور کاله وخت نيسي. دا ماشومان له لومړني ښوونځي وروسته له دوه ډوله ښوونځيو يو ټاکلای شي:

  • ګېماينشفټ‌شوله (Gemeinschaftsschule)
  • ګېمنازيوم (Gymnasium)

د ګمنازيوم پیلولو لپاره ماشومان بايد د لومړني ښوونځي سپارښت‌ليک ولري. که غواړي له سپارښت‌ليک پرته ښوونځي ته ولاړ شي؛ بايد د انتقال په پروسه (Übergangsverfahren) کې برخه واخلي کومه چې د څلورم ټولګي په دوهم نيمايي کې پیليږي

Gemeinschaftsschule

دا ښوونځي هم له پينځم ټولګي پیل کيږي او په نهم، لسم يا ديارلسم ټولګي پای ته رسيږي. په دې ښوونځي کې زده‌کوونکي د دوی د فراغت د سند له په پام کې نيول پرته په يو ډول ټولګيو کې ګډون کوي او تر اتم ټولګي پورې د فراغت د سند په اړه پرېکړې کولو ته نه اړ کيږي. دلته له نهم ټولګي تر فراغت وروسته د (Hauptschulabschluss) سند او له يا لسم ټولګي بشپړولو وروسته د (Mittlerer Schulabschluss) سند ترلاسه کيږي. همدا شان د د یارلسم ټولګي له پای ته رسولو وروسته د  Abiturسند ترلاسه کولای شئ. دا درې‌واړه سندونه د حرفوي زده‌کړو د پیل لپاره د باور وړ دي. د ابيتور سند په ترلاسه کولو د حرفوي زده‌کړو تر څنګ په پوهنتون کې هم لوړې زده‌کړې‌ کولای شئ.

Gymnasium

ګېمنازيوم له پينځم ټولګي پیل کيږي او په دوولسم ټولګي پای ته رسيږي. په دې ښوونځي کې شاملېدونکي زده‌کوونکي بايد ډېر زيارکښ او ځيرک وي او ډېر کوښښ وکړي. په ګېمنازيوم کې بايد زده‌کوونکي دوې بهرنۍ ژبې زده کړي. د ګېمنازيوم له نهم يا لسم ټولګي بشپړولو وروسته لږ تر لږه د Hauptschulabschluss  يا Mittlerer Schulabschluss سندونه ورکول کيږي. د دې ښوونځي له بشپړولو وروسته د ابيتور سند ورکول کيږي او د دې سند په درلودلو د پوهنتون او حرفوي زده‌کړو تر منځ يو ټاکلای شئ.

څنګه کولای شم خپل بچيان په ښوونځي کې شامل کړم؟
د مهاجرو ماشومان په کوم عمر کې ښوونځيو ته په تللو مکلف دي؟

په زارلند ايالت کې کډوال له رارسېدلو سملاسي وروسته ښوونځی پیلوي. هغه ماشومان چې په جرمني ژبه نه پوهيږي؛ لومړی د جرمني ژبې په کورسونو کې اچول کيږي.

ستاسې د اوسېدو د ځای يا کمپ کارکوونکي به له تاسې سره د شاملولو په پروسه کې مرسته وکړي.

کله او چېرته خپل بچيان په ښوونځي کې داخلولای شم؟

تاسې به د ماشومانو له اړوند ښوونځي څخه د مالوماتو او په نښه شوي وخت لرونکی ليک ترلاسه کړئ. تاسې باید په ټاکلې نېټه خپل ماشومان په نښه شوي ښوونځي کې په خپله ثبت کړئ. ماشوم به په ښوونځي کې د شاملېدو پر مهال د يوه ډاکټر له لوري وکتل شي او د جرمني ژبې مهارتونه به يې وارزول شي. که دا ليک مو ترلاسه نه کړ؛ له تر ټولو نږدې لومړني ښوونځي سره اړيکه ونيسئ.

که ماشوم مو تر اوسه په وړکتون کې و؛ د همدې وړکتون مسؤولين به له تاسې سره د ښوونځي په نوم‌ليکنه کې مرسته وکړي.

په دې اړه لا ډېر مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (ْښوونځي ته شاملېدل) کې ولولئ. 

د ښوونځو په اړه عمومي مالومات

دا مالومات او مقرارت په ټولي فدرالي ایالتونو کې  یو شان پلي کېږي.

په جرمني کې د ښوونځيو سيستم

په جرمني کې د ښوونځيو سيستم
د جرمني د ښوونځيو سيستم څه ډول دی؟

د جرمني په ټولو فدرالي ايالتونو کې د ښوونځيو سيستم يو له بل سره توپير لري.

د جرمني په ټولو فدرالي ايالتونو کې د ښوونځيو سيستم يو له بل سره توپير لري. له دې سره سره د جبري زدکړو سيستم په هر چا پلی کيږي او د درجو سيستم يو شان دی. د هر ايالت د ښوونځي د فراغت سندونه په ټول جرمني کې منل کيږي.