په راينلند فالڅ ايالت کې له لومړني ښوونځي وروسته له درې ډوله ښوونځيو يو ټاکلای شئ: ريالشوله فلوس (Realschule plus)، انټګريرته ګزامتشوله (integrierte Gesamtschule) او ګېمنازيوم (Gymnasium).
په راينلند فالڅ ايالت کې د لومړني ښوونځي بشپړول څلور کاله وخت نيسي. له لومړني ښوونځي وروسته د ماشومانو ميندې او پلرونه پرېکړه کوي چې ماشومان يې له درې ډوله ښوونځيو کوم يوه ته ولاړ شي. په معمول ډول د لومړنيو ښوونځيو د مسؤولينو له لوري هم د وړ ښوونځي د ټاکلو په اړه مشوره ورکول کيږي. په دې ايالت کې د درې ډوله منځنيو ښوونځيو ډولونه دا دي:
ريالشوله فلوس (Realschule plus)
انټګريرته ګزامتشوله (integrierte Gesamtschule)
ګېمنازيوم (Gymnasium)
دا ډول ښوونځي له پينځم ټولګي پیل کيږي او په نهم يا لسم ټولګي پای ته رسيږي. د دې ښوونځي له پای ته رسولو وروسته زدهکوونکي کولای شي له له نهم يا لسم ټولګي تر فراغت وروسته د Berufsreife (Hauptschulabschluss) سند ترلاسه کړي. همدا شان له لسم ټولګي تر فراغت وروسته د Mittler Reife (the qualifizierter Sekundarabschluss) سند ترلاسه کولای شي.
دا ښوونځي دوه ډوله دي: په کوپراتپف ريالشوله کې ماشومان له دوه کاله زدهکړو وروسته په دوو ټولګيو وېشل کيږي. دا دوه کلنه دوره د لوري موندلو دوره ګڼل کيږي ځکه په شپږم ټولګي کې دوی پرېکړه کولای شي چې له فراغت وروسته Berufsreife که Mittler Reife سند ترلاسه کړي. په انټګريرته ريالشوله کې ټول زدهکوونکي د فارغت د سند له په پام کې نيولو پرته په يوه ښوونځي کې زدهکړې کوي. ځکه نو دوی اړ نه دي چې مخکې له مخکې د فراغت د سند په اړه پرېکړه وکړي.
د دې دواړو سندونو په ترلاسه کولو زدهکوونکي کولای شي حرفوي زدکړې (Ausbildung) پیل کړي. د Mittler Reife سند په ترلاسه کولو او ښو نمرو ماشومان کولای شي ځانونه ګمنازيوم ته بدل کړي.
دا ښوونځي هم له پينځم ټولګي پیل کيږي او په نهم، لسم يا ديارلسم ټولګي پای ته رسيږي. په دې ښوونځي کې زدهکوونکي د دوی د فراغت د سند له په پام کې نيول پرته په يو ډول ټولګيو کې ګډون کوي او د فراغت د سند په اړه پرېکړې کولو ته نه اړ کيږي. دلته له نهم ټولګي تر فراغت وروسته د Berufsreife (Hauptschulabschluss) سند او له يا لسم ټولګي بشپړولو وروسته د Sekundarabschluss I (Realschulabschluss) سند ترلاسه کيږي. همدا شان د دوولسم ټولګي له پای ته رسولو وروسته د Fachabitur یا Abiturسند ترلاسه کولای شئ. دا ټول سندونه د حرفوي زدکړو د پیل لپاره د باور وړ دي. د ابيتور سند په ترلاسه کولو د حرفوي زدهکړو تر څنګ په پوهنتون کې هم لوړې زدهکړې کولای شئ.
ګېمنازيوم له پينځم ټولګي پیل کيږي او په ديارلسم ټولګي کې د ابيتور په ترلاسه کولو پای ته رسيږي. په دې ښوونځي کې شاملېدونکي زدهکوونکي بايد ډېر زيارکښ او ځيرک وي او ډېر کوښښ وکړي. په ګېمنازيوم کې بايد زدهکوونکي دوې بهرنۍ ژبې زده کړي. د ګېمنازيوم له نهم يا لسم ټولګي بشپړولو وروسته لږ تر لږه د Berufsreife يا qualifizierten Sekundarschule I سندونه ورکول کيږي. د دې ښوونځي له بشپړولو وروسته د ابيتور سند ورکول کيږي او د دې سند په درلودلو د پوهنتون او حرفوي زدهکړو تر منځ يو ټاکلای شئ.
د استوګنې د لومړنيو کمپونو له پرېښودلو وروسته بايد ستاسې ماشومان ښوونځي ته ولاړ شي. هر لومړنی ښوونځي چې ستاسې کور ته نږدې وي؛ هماغه ستاسې د ماشومانو مسؤول دی.دښوونځي مسؤولين به تاسې ته د ټولو ضروري مالوماتو په اړه يو ليک وليږي. هغه ماشومان چې په جرمني ژبه نه پوهيږي؛ لومړی د جرمني ژبې په کورسونو کې اچول کيږي.
ستاسې د اوسېدو د ځای يا کمپ کارکوونکي به له تاسې سره د شاملولو په پروسه کې مرسته وکړي.
په جرمني کې د ښوونځيوله پیل وړاندې کال کې به تاسې د ښوونځي د مسؤولينو له لوري د ټولو اړينو مالوماتو تر څنګ يو ليک ترلاسه کړئ چې په هغه کې به تاسې ته د ماشوم د شاملولو لپاره وخت ټاکل شوی وي. هر لومړنی ښوونځي چې ستاسې کور ته نږدې وي؛ هماغه ستاسې د ماشومانو مسؤول دی. ماشوم به په ښوونځي کې د شاملېدو پر مهال د يوه ډاکټر له لوري وکتل شي او د جرمني ژبې مهارتونه به يې وارزول شي.
که ماشوم مو تر اوسه په وړکتون کې و؛ د همدې وړکتون مسؤولين به له تاسې سره د ښوونځي په نومليکنه کې مرسته وکړي.
په دې اړه لا ډېر مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (ْښوونځي ته شاملېدل) کې ولولئ.
دا مالومات او مقرارت په ټولي فدرالي ایالتونو کې یو شان پلي کېږي.
په جرمني کې د ښوونځيو سيستم
د جرمني په ټولو فدرالي ايالتونو کې د ښوونځيو سيستم يو له بل سره توپير لري.