په بادن ورتمبرګ ايالت کې له لومړني ښوونځي وروسته له پينځه ډوله ښوونځيو يو ټاکلای شئ: منځنی ښوونځی (Hauptschule)، ريالشوله (Realschule)، اوبرشوله (Oberschule)، ګېماينشفټشوله (Gemeinschaftsschule) او ګېمنازيوم (Gymnasium).
په نیدرزاکسن ايالت کې د لومړني ښوونځي بشپړول څلور کاله وخت نيسي. له دې وروسته ميندې او پلرونه پرېکړه کوي چې بچيان يې کوم ښوونځي ته ولاړ شي. د لومړني ښوونځي ښوونکي به له دوی سره د ښوونځي په غوره کولو کې مرسته وکړي. دا ماشومان له لومړني ښوونځي وروسته له پينځه ډوله ښوونځيو يو ټاکلای شي:
- منځنی ښوونځی (Hauptschule)
- ريالشوله (Realschule)
- اوبرشوله (Oberschule)
- ګېماينشفټشوله (Gemeinschaftsschule)
- ګېمنازيوم (Gymnasium)
منځنی ښوونځی (Hauptschule) له پينځم ټولګي پیل کيږي او په نهم يا لسم ټولګي پای ته رسيږي. دا ښووځی ماشومان د کار د بازار لپاره تياروي. ماشومان کولای شي د منځنی ښوونځی له نهم يا لسم ټولګي څخه تر فارغېدو وروسته د دې ښوونځي د فراغت سند (Hauptschulabscluss) ترلاسه کړي او يا کولای شي له لسم ټولګي وروسته Realschulabschluss سند ترلاسه کړي. دوی همدا شان د erweiterten Sekundarabschluss I سند هم ترلاسه کولای شي؛ د کوم په مرسته چې ګمنازيوم ته تلای شي. د دې سندونو په ترلاسه کولو زدهکوونکي کولای شي حرفوي زدکړې (Ausbildung) پیل کړي. که څوک ښې نمرې ولري؛ کولای شي زدهکړو ته دوام ورکړي او ابيتور ترلاسه کړي.
په نيدرزاکسن کې ريالشوله هم له پينځم ټولګي پیل کيږي او په نهم يا لسم ټولګي پای ته رسيږي. له لسم ټولګي تر فراغت وروسته کولای شئ د (Realschulabschluss) سند ترلاسه کړئ خو کولای شئ له نهم يا لسم ټولګي بشپړولو وروسته د (Hauptschulabschluss) هم ترلاسه کړئ. دوی همدا شان د erweiterten Sekundarabschluss I سند هم ترلاسه کولای شي؛ د کوم په مرسته چې ګمنازيوم ته تلای شي. د دې سندونو په ترلاسه کولو زدهکوونکي کولای شي حرفوي زدکړې (Ausbildung) پیل کړي. که څوک ښې نمرې ولري؛ کولای شي زدهکړو ته دوام ورکړي او ابيتور ترلاسه کړي.
دا ډول ښوونځي له پينځم ټولګي پیل کيږي او په لسم ټولګي پای ته رسيږي. په دې ښوونځيو کې ماشومان مخکې له مخکې د لوړو زدهکړو او کار بازار لپاره چمتو کوي. د دې ښوونځي له پای ته رسولو وروسته زدهکوونکي کولای شي Realschulabschloss سند ترلاسه کړي. همدا شان کولای شي له نهم يا لسم ټولګي تر فراغت وروسته Hauptschulabschluss سند ترلاسه کړي. دوی همدا شان د erweiterten Sekundarabschluss I سند هم ترلاسه کولای شي؛ د کوم په مرسته چې ګمنازيوم ته تلای شي. د دې سندونو په ترلاسه کولو زدهکوونکي کولای شي حرفوي زدکړې (Ausbildung) پیل کړي. که څوک ښې نمرې ولري؛ کولای شي زدهکړو ته دوام ورکړي او ابيتور ترلاسه کړي.
ګېزمتشوله له پينځم ټولګي پیل کيږي او په لسم، دوولسم يا ديارلسم ټولګي پای ته رسيږي. دا ښوونځی دوه ډولونه لري: کوپراتيف ګېزامت شوله او انټيګريټن ګيزامت شوله.
- په Kooperativen Gesamtschule کې د فعاليت درې کچې شته: د هافټشوله کچه، د ريالشوله کچه، د ګمنازيوم کچه. زدهکوونکي کولای شي خپلو نمرو او فعاليت ته په کتو د دې درې ډولونو تر منځ يو بل ته بدل شي.
- په Integrierten Gesamtschule کې تر لسم ټولګي پورې زدهکوونکي د فراغت د سند له په پام کې نيولو پرته يو ځای زدهکړه کوي خو د هر مضمون لپاره سخت او آسانه کورسونه شته. زدهکوونکي کولای شي خپل فعاليت ته په کتوله دواړو يو وټاکي.
د د دې ښوونځی له نهم يا لسم ټولګي څخه تر فارغېدو وروسته د (Hauptschulabschluss) سند ترلاسه کړي او يا کولای شي له لسم ټولګي وروسته د (Realschulabschluss) سند ترلاسه کړي. همدا شان له ديارلسم ټولګي تر فراعت وروسته د ابيتور سند ترلاسه کولای شي. د دې ټولو سندونو په ترلاسه کولو زدهکوونکي کولای شي حرفوي زدکړې (Ausbildung) پیل کړي. د ابيتور سند په درلودلو د پوهنتون او حرفوي زدهکړو تر منځ يو ټاکلای شئ.
ګېمنازيوم له پينځم ټولګي پیل کيږي او په ديارلسم ټولګي پای ته رسيږي. په دې ښوونځي کې شاملېدونکي زدهکوونکي بايد ډېر زيارکښ او ځيرک وي او ډېر کوښښ وکړي. په ګېمنازيوم کې بايد زدهکوونکي دوې بهرنۍ ژبې زده کړي. د ګېمنازيوم له نهم يا لسم ټولګي بشپړولو وروسته لږ تر لږه د Hauptschulabschluss يا Realschulabschluss سندونه ورکول کيږي. د دې ښوونځي له بشپړولو وروسته د ابيتور سند ورکول کيږي او د دې سند په درلودلو د پوهنتون او حرفوي زدهکړو تر منځ يو ټاکلای شئ.
په جرمني کې د استوګنې د لومړنيو کمپونو له پرېښودلو وروسته بايد ستاسې ماشومان ښوونځي ته ولاړ شي. هغه ماشومان چې په جرمني ژبه نه پوهيږي؛ لومړی د جرمني ژبې په ځانګړو کورسونو کې اچول کيږي.
ستاسې د اوسېدو د ځای يا کمپ کارکوونکي به له تاسې سره د شاملولو په پروسه کې مرسته وکړي.
په جرمني د ښوونځيو له پیل ۱۵ مياشتې وړاندې به تاسې د ښوونځي د مسؤولينو له لوري د ټولو اړينو مالوماتو تر څنګ يو ليک ترلاسه کړئ چې په هغه کې به تاسې ته د ماشوم د شاملولو لپاره وخت ټاکل شوی وي. تاسې بايد په خپله خپل ماشوم په ټاکلي وخت ثبت کړئ. هر لومړنی ښوونځي چې ستاسې کور ته نږدې وي؛ هماغه ستاسې د ماشومانو مسؤول دی. که مو کوم ليک نه وي ترلاسه کړی؛ په خپل شاوخوا کې تر ټولو نږدې لومړني ښوونځي ته ورشئ. ماشوم به په ښوونځي کې د شاملېدو پر مهال د يوه ډاکټر له لوري وکتل شي او د جرمني ژبې مهارتونه به يې وارزول شي.
که ماشوم مو تر اوسه په وړکتون کې و؛ د همدې وړکتون مسؤولين به له تاسې سره د ښوونځي په نومليکنه کې مرسته وکړي.
په دې اړه لا ډېر مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (ْښوونځي ته شاملېدل) کې ولولئ.
دا مالومات او مقرارت په ټولي فدرالي ایالتونو کې یو شان پلي کېږي.
په جرمني کې د ښوونځيو سيستم
د جرمني په ټولو فدرالي ايالتونو کې د ښوونځيو سيستم يو له بل سره توپير لري.