Klassenraum mit gestapelten Tischen und Stühlen, Schultüte und Rucksack vor einer Tafel.

په برېمن ايالت کې له لومړني ښوونځي وروسته له درې ډوله ښوونځيو يو ټاکلای شئ: Oberschule, Werkschule  او  Gymnasium.

د ښوونځيو سيستم
لومړنی ښوونځی (Grundschule)

په برېمن کې د لومړني ښوونځي بشپړول څلور کاله وخت نيسي. له لومړني ښوونځي وروسته د ماشومانو ميندې او پلرونه پرېکړه کوي چې ماشومان يې له درې ډوله ښوونځيو کوم يوه ته ولاړ شي. په معمول ډول د لومړنيو ښوونځيو د مسؤولينو له لوري هم د وړ ښوونځي د ټاکلو په اړه مشوره ورکول کيږي. په برېمن کې د درې‌ډوله منځنيو ښوونځيو ډولونه دا دي:

  • اوبرشولهOberschule
  •  وېرک‌شولهWerkschule
  •  ګېمنازيوم Gymnasium
Oberschule

دا ډول ښوونځي له پينځم ټولګي پیل کيږي او په لسم يا ديارلسم ټولګي پای ته رسيږي. که څه هم په دې ښوونځيو کې د ځينو مضامينو لپاره دوه کورسونه لوستل کيږي چې بېل شرايط لري؛  زده‌کوونکي د فراغت د سند له په پام کې نيولو پرته په يو ډول ټولګيو کې ګډون کوي.

د دې ښوونځي له پای ته رسولو وروسته زده‌کوونکي کولای شي د فراغت دوه‌ ‌ډوله سندونه ترلاسه کړي: د لسم ټولګي له بشپړولو ورسته د Berufsbildungsreife يا erweiterte Berufsbildungsreife  سند او له ديارلسم ټولګي وروسته ابيتور سند. په ځينو ښوونځيو کې له دوولسم ټولګي تر فراغت وروسته هم ابيتور سند ترلاسه کېدای شي. د دې درې واړو سندونو په ترلاسه کولو زده‌کوونکي کولای شي حرفوي زدکړې (Ausbildung) پیل کړي خو د ابيتور  سند په درلودلو د پوهنتون او حرفوي زده‌کړو تر منځ يو ټاکلای شئ.

Werkschule

دا ښوونځی له نهم ټولګي پیل کيږي او په يوولسم پای ته رسيږي. په وېرک‌شوله کې زيات تمرکز په عملي روزنه کيږي او زده‌کوونکي خ‍پل راتلونکي مسلکي ژوند ته تياروي. د دې ښوونځي له لسم ټولګي تر فراغت وروسته زده‌کوونکي (Berufsbildungsreife) سند او له لسم ټولګي وروسته (Erweiterte Berufsbildungsreife) سند ترلاسه کوي. د اوبرشوله پر خلاف دلته د (Erweiterte Berufsbildungsreife) لپاره زيات وخت زده‌کړو ته اړتيا نشته. د دې سندونو په ترلاسه کولو زده‌کوونکي کولای شي حرفوي زدکړې (Ausbildung) پیل کړي.

Gymnasium

په ګېمنازيوم کې له دوولسم ټولګي وروسته ستاسې بچيان د ابيتور سند ترلاسه کوي. په دې ښوونځي کې شاملېدونکي زده‌کوونکي بايد ډېر زيارکښ وي او سخت کوښښ وکړي. په ګېمنازيوم کې بايد زده‌کوونکي دوې بهرنۍ ژبې زده کړي. ډېر ګېمنازيمونه د ساينس، موزيک، هنر، ژبو او سپورت په شان په مشخصو څانګو تمرکز کوي. هر ګمنازيوم د داخلې لپاره خپل معيارونه لري. هغه ماشومان چې د دې ښوونځي له نهم يا لسم ټولګي نه فارغيږي؛ په اتومات ډول د (Mittleren Schulabschluss) يا (erweiterte Berufsbildungsreife) سند ترلاسه ګوي. زده‌کوونکي د ابيتور  سند په ترلاسه کولو د پوهنتون او حرفوي زده‌کړو تر منځ يو ټاکلای شئ.

څنګه کولای شم خپل بچيان په ښوونځي کې شامل کړم؟
د مهاجرو ماشومان په کوم عمر کې ښوونځيو ته په تللو مکلف دي؟

د استوګنې د لومړنيو کمپونو له پرېښودلو وروسته بايد ستاسې ماشومان ښوونځي ته ولاړ شي. ستاسې د اړوند ښوونځي مسؤولين به تاسې ته د ټولو ضرروري مالوماتو په ګډون د شاملېدو د وخت په اړه يو ليک وليږي. هغه ماشومان چې په جرمني ژبه نه پوهيږي؛ لومړی د جرمني ژبې په کورسونو کې اچول کيږي.

ستاسې د اوسېدو د ځای يا کمپ کارکوونکي به له تاسې سره د شاملولو په پروسه کې مرسته وکړي.

کله او چېرته خپل بچيان په ښوونځي کې داخلولای شم؟

ماشومان بايد د جنوري په مياشت کې په اړونده لومړنيو ښوونځیو کې ثبت شي. پر دې مهال به تاسې د ښوونځي د مسؤولينو له لوري د ټولو اړينو مالوماتو تر څنګ يو ليک ترلاسه کړئ چې په هغه کې به تاسې ته د ماشوم د شاملولو لپاره وخت ټاکل شوی وي. تاسې بايد په خپله خپل ماشوم په ټاکلي وخت ثبت کړئ. ماشوم به په ښوونځي کې د شاملېدو پر مهال د يوه ډاکټر له لوري وکتل شي او د جرمني ژبې مهارتونه به يې وارزول شي.

که ماشوم مو تر اوسه په وړکتون کې و؛ د همدې وړکتون مسؤولين به له تاسې سره د ښوونځي په نوم‌ليکنه کې مرسته وکړي.

په دې اړه لا ډېر مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (ْښوونځي ته شاملېدل) کې ولولئ. 

د ښوونځو په اړه عمومي مالومات

دا مالومات او مقرارت په ټولي فدرالي ایالتونو کې  یو شان پلي کېږي.

په جرمني کې د ښوونځيو سيستم

په جرمني کې د ښوونځيو سيستم
د جرمني د ښوونځيو سيستم څه ډول دی؟

د جرمني په ټولو فدرالي ايالتونو کې د ښوونځيو سيستم يو له بل سره توپير لري.

د جرمني په ټولو فدرالي ايالتونو کې د ښوونځيو سيستم يو له بل سره توپير لري. له دې سره سره د جبري زدکړو سيستم په هر چا پلی کيږي او د درجو سيستم يو شان دی. د هر ايالت د ښوونځي د فراغت سندونه په ټول جرمني کې منل کيږي.