Klassenraum mit gestapelten Tischen und Stühlen, Schultüte und Rucksack vor einer Tafel.

په برلين ايالت کې له لومړني ښوونځي وروسته له درې ډوله ښوونځيو يو ټاکلای شئ: integrierte Sekundarschule, Gymnasium  او  Gemeinschaftsschule.

د ښوونځيو سيستم
لومړنی ښوونځی (Grundschule)

په برلين ايالت کې د لومړني ښوونځي بشپړول شپږ کاله وخت نيسي. هغه ماشومان چې غواړي د ژبو کلاسيکو عالي ښوونځيو Altsprachiges Gymnasium  يا لاتيني او د پخواني يوناني ژبو ښوونځيو ته ولاړ شي؛ بايد له څلورم ټولګي وروسته لومړنی ښوونځی پرېږدي. استثنايي ځيرک زده‌کوونکي کولای شي لومړنی ښوونځی په څلورم يا پينځم ټولګي کې پرېږدي او منځنی ښوونځی پیل کړي. هغه ماشومان چې د لومړني ښوونځي په لومړيو دوو کالونو کې ستونزې ولري؛ ښايي دا ښوونځی له نورو څخه يو کال زيات ولولي.

له لومړني ښوونځي وروسته د ماشومانو ميندې او پلرونه پرېکړه کوي چې ماشومان يې له درې ډوله ښوونځيو کوم يوه ته ولاړ شي. په معمول ډول د لومړنيو ښوونځيو د مسؤولينو له لوري هم د وړ ښوونځي د ټاکلو په اړه مشوره ورکول کيږي. په برلين کې د درې‌ ډوله منځنيو ښوونځيو ډولونه دا دي:

  •   انټګريرته‌شوله (integrierte Sekundarschule)،
  •  ګمنازیوم (Gymnasium)،
  •   ګېماینشفټ‌شوله (Gemeinschaftsschule).
Integrierte Sekundarschule

دا ډول ښوونځي له اووم ټولګي پیل کيږي او په نهم، لسم يا ديارلسم ټولګي پای ته رسيږي. دا د ټولې ورځې ښوونځي دي او زده‌کوونکي له سهاره د مازديګر تر ۴ بجو هلته پاته کيږي. دوی د غرمې ډوډۍ هم همالته خوري او له ماسپښين ورسته بيا زده‌ګړو ته ادامه ورکوي. له دې ښوونځي نه تر فراغت وروسته زده‌کوونکي له لاندې دريو سندونو يو ترلاسه کوي: له نهو کالو وروسته Berufsbildungsreife  يا erweiterte Berufsbildungsreife؛ له لسو کالو وروسته Mittleren Schulabschluss او له ديارلس کالو زده‌کړو وروسته ابيتور (Abitur). د دې درې واړو سندونو په ترلاسه کولو زده‌کوونکي کولای شي حرفوي زدکړې (Ausbildung) پیل کړي خو د ابيتور  سند په درلودلو د پوهنتون او حرفوي زده‌کړو تر منځ يو ټاکلای شئ.

Gemeinschaftsschule

دا ډول ښوونځي له پينځم ټولګي پیل کيږي او په نهم، لسم يا ديارلسم ټولګي پای ته رسيږي. په دې ښوونځيو کې تر لسم ټولګي پورې ټول زده‌کوونکي د فراغت د سند له په پام کې نيولو پرته په يو ډول ټولګيو کې ګډون کوي. د دې ښوونځيو د فراغت د بېلابېلو سندونو ترلاسه کولو لپاره بېړې ته اړتيا نشته ځکه ماشومان به درې ټاکنې ولري: له نهم ټولګي وروسته (Berufsbildungsreife  يا  erweiterte Berufsbildungsreife) سند، له لسم ټولګي وروسته (Mittleren Schulabschluss) او له ديارلسم ټولګي وروسته ابيتور (Abitur) سند ترلاسه کولای شي. د دې درې واړو سندونو په ترلاسه کولو زده‌کوونکي کولای شي حرفوي زدکړې (Ausbildung) پیل کړي. هغه ماشومان چې د (Mittleren Schulabschluss) سند او ښې نمرې ترلاسه کوي؛ کولای شي ګېمنازيوم ته ځان بدل کړي خو يوازې د ابيتور  سند په درلودلو کولای شي پوهنتون ته ولاړ شي

Gymnasium

په برلين کې ګېمنازيوم له اووم ټولګي پیل کيږي او پينځه کاله دوام کوي. له دوولسم ټولګي وروسته به ستاسې بچيان د ابيتور سند ترلاسه کړي. په دې ښوونځي کې شاملېدونکي زده‌کوونکي بايد ډېر زيارکښ او سخت کوښښ وکړي. په ګېمنازيوم کې بايد زده‌کوونکي دوې بهرنۍ ژبې زده کړي. ډېر ګېمنازيمونه د ساينس، موزيک، هنر، ژبو او سپورت په شان په مشخصو څانګو تمرکز کوي. هغه ماشومان چې د دې ښوونځي له نهم يا لسم ټولګي نه فارغيږي؛ په اتومات ډول د (Berufsbildungsreife) يا (erweiterte Berufsbildungsreife) سند ترلاسه ګوي. زده‌کوونکي د ابيتور  سند په ترلاسه کولو د پوهنتون او حرفوي زده‌کړو تر منځ يو ټاکلای شئ.

څنګه کولای شم خپل بچيان په ښوونځي کې شامل کړم؟
د مهاجرو ماشومان په کوم عمر کې ښوونځيو ته په تللو مکلف دي؟

د پنا له غوښتنې وروسته که مثبت ځواب يا ډولډونګ ترلاسه کړئ؛ بچيان مو بايد ښوونځي ته ولاړ شي. تاسې بايد لومړی د خپلې سيمې د پوهنې له ادراې (Schulamt) سره په همغږۍ خپل بچيان ثبت کړئ. په دې وېبسایټ کې د خپلې حوزې پوهنيزه اداره موندلای شئ. دا اداره به پرېکړه وکړئ چې ستاسې ماشومان په کوم ښوونځي يا ټولګي کې ګډون وکړي. دوی د ماشوم د عمر، ژبې او روغتيايي ازموينو پر بنسټ پرېکړه کوي. کله چې د دوی د پرېکړې تصديق ترلاسه کړئ؛ کولای شئ سملاسي خپل ماشومان په ټاکل شوي ښوونځي کې شامل کړئ. هغه ماشومان چې په جرمني ژبه نه پوهيږي؛ لومړی د ژبې کورسونو ته لېږل کيږي.

د کمپونو مامورين ستاسې سره د ثبت په پروسه کې مرسته کوي.

کله او چېرته خپل بچيان په ښوونځي کې داخلولای شم؟

تاسې بايد د اکتوربر په لومړيو دوو اونيو کې په خپله خپل ماشومان په اړونده لومړنيو ښوونځیو کې ثبت کړئ. ماشوم به په ښوونځي کې د شاملېدو پر مهال د يوه ډاکټر له لوري وکتل شي او د جرمني ژبې مهارتونه به يې وارزول شي.

که ماشوم مو تر اوسه په وړکتون کې و؛ د همدې وړکتون مسؤولين به له تاسې سره د ښوونځي په نوم‌ليکنه کې مرسته وکړي.

په دې اړه لا ډېر مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (ْښوونځي ته شاملېدل) کې ولولئ. 

د ښوونځو په اړه عمومي مالومات

دا مالومات او مقرارت په ټولي فدرالي ایالتونو کې  یو شان پلي کېږي.

په جرمني کې د ښوونځيو سيستم

په جرمني کې د ښوونځيو سيستم
د جرمني د ښوونځيو سيستم څه ډول دی؟

د جرمني په ټولو فدرالي ايالتونو کې د ښوونځيو سيستم يو له بل سره توپير لري.

د جرمني په ټولو فدرالي ايالتونو کې د ښوونځيو سيستم يو له بل سره توپير لري. له دې سره سره د جبري زدکړو سيستم په هر چا پلی کيږي او د درجو سيستم يو شان دی. د هر ايالت د ښوونځي د فراغت سندونه په ټول جرمني کې منل کيږي.