Klassenraum mit gestapelten Tischen und Stühlen, Schultüte und Rucksack vor einer Tafel.

په بايرن ايالت کې له لومړني ښوونځي وروسته له درې ډوله ښوونځيو يو ټاکلای شئ: منځنی ښوونځی (Mittelschule)، ريال‌شوله (Realschule)، او ګېمنازيوم (Gymnasium).

د ښوونځيو سيستم
لومړنی ښوونځی (Grundschule)

په بايرن ايالت کې د لومړني ښوونځي بشپړول څلور کاله وخت نيسي. دا ماشومان له لومړني ښوونځي وروسته له درې ډوله ښوونځيو يوه ته تلای شي:

  •    منځنی ښوونځی (Mittelschule)،
  •    ريال‌شوله (Realschule)،
  •    ګېمنازيوم (Gymnasium).

ريال‌شوله يا ګېمنازيوم ته د بدلېدو لپاره د نمرو يو مشخص اوسط په کار دی. د لږو نمرو لرونکي ماشومان بايد په درې‌ ورځنيو ازمايښتي ټولګيو کې ګډون وکړي او تر څنګ يې بايد تحريري او تقريري ازموينه ورکړي. که په دې ازموينو کې لږترلږه ۴ نومرې ترلاسه کړای شي؛ کولای شي د خپلې خوښې ښوونځي ته ولاړ شي.

Mittelschule

دا ښوونځي له پينځم ټولګي پیل کيږي او په نهم يا لسم ټولګي پای ته رسيږي. دا ښوونځي ماشومان هغوی په لويوالي کې د کار د بازار لپاره تياروي. ماشومان کولای شي د د دې ښوونځي له نهم يا لسم ټولګي څخه تر فارغېدو وروسته د (Erfolgreichern Abschluss der Mittelschule or Qualifizierenden Abschluss der Mittelschule) سند او له لسم ټولګي څخه تر فراغت وروسته د (Mittleren Schulabschluss) سند ترلاسه کوي. د دې درې واړو سندونو په ترلاسه کولو زده‌کوونکي کولای شي حرفوي زدکړې (Ausbildung) پیل کړي. د (Mittleren Schulabschluss) ترلاسه کووني کولای شي زده‌کړو ته دوام ورکړي او ابيتور سند ترلاسه کړي.

Realschule

په بايرن ايالت کې ريال‌شوله له پينځم ټولګي پیل کيږي او په لسم ټولګي پای ته رسيږي. له لسم ټولګي تر فراغت وروسته کولای شئ د (Realschulabschluss) سند ترلاسه کړئ خو کولای شئ له نهم يا لسم ټولګي بشپړولو وروسته د (Erfolgreichern Abschluss der Mittelschule  يا  Qualifizierenden Abschluss der Mittelschule) هم ترلاسه کړئ. په دې ښوونځيو کې له اووم ټولګي وروسته زده‌کوونکي کولای شي د اقتصاد، ژبې، ساينس او ټکنالوژي په شان په ځانګړو مضامينو تمرکز وکړي. له ريال‌شوله څخه تر فراغت وروسته کولای شئ حرفوي زده‌کړې ترلاسه کړئ. که څوک د ريال‌شوله د فراغت سند په ښو نمرو ترلاسه کړي؛ کولای شي د يوز ازموينې له ترسره کولو وروسته بيا ګېمنازيوم ته شامل شي.

Gymnasium

ګېمنازيوم له پينځم ټولګي پیل کيږي او په دوولسم يا ديارلسم ټولګي کې د ابيتور په ترلاسه کولو پای ته رسيږي. په دې ښوونځي کې شاملېدونکي زده‌کوونکي بايد ډېر زيارکښ او سخت کوښښ وکړي. په ګېمنازيوم کې بايد زده‌کوونکي دوې بهرنۍ ژبې زده کړي. د ګېمنازيوم له نهم يا لسم ټولګي بشپړولو (Qualifizierenden Abschluss der Mittelschule  او  Realschulabschluss) سندونه ورکول کيږي. د دې ښوونځي له بشپړولو وروسته د ابيتور سند ورکول کيږي او د دې سند په درلودلو د پوهنتون او حرفوي زده‌کړو تر منځ يو ټاکلای شئ.

څنګه کولای شم خپل بچيان په ښوونځي کې شامل کړم؟
د مهاجرو ماشومان په کوم عمر کې ښوونځيو ته په تللو مکلف دي؟

جرمني ته له رارسېدو درې مياشتې وروسته بايد ستاسې ماشومان ښوونځي ته ولاړ شي خو که لا هم د منلو په لومړنيو کمپونو کې ژوند کوئ؛ د اجباري زدکړو سيستم نه درباندې پلی کيږي. په دې موده کې به تاسې ته د يوه ليک په وسيله د اړونده ښوونځيو د پتو او د شاملېدو د پروسې په اړه مالومات درکړل شي. هغه ماشومان چې په جرمني ژبه نه پوهيږي؛ لومړی د جرمني ژبې په کورسونو کې اچول کيږي.

ستاسې د اوسېدو د ځای يا کمپ کارکوونکي به له تاسې سره د شاملولو په پروسه کې مرسته وکړي.

کله او چېرته خپل بچيان په ښوونځي کې داخلولای شم؟

ماشومان بايد تر اپرېل په مياشت پورې په اړونده لومړنيو ښوونځیو کې ثبت شي. په جرمني کې ستاسې د اوسېدو په لومړيو مياشتو کې به تاسې د ښوونځي د مسؤولينو له لوري د ټولو اړينو مالوماتو تر څنګ يو ليک ترلاسه کړئ چې په هغه کې به تاسې ته د ماشوم د شاملولو لپاره وخت ټاکل شوی وي. تاسې بايد په خپله خپل ماشوم په ټاکلي وخت ثبت کړئ. هر لومړنی ښوونځي چې ستاسې کور ته نږدې وي؛ هماغه ستاسې د ماشومانو مسؤول دی. که مو کوم ليک نه وي ترلاسه کړی؛ په خپل شاوخوا کې تر ټولو نږدې لومړني ښوونځي ته ورشئ. ماشوم به په ښوونځي کې د شاملېدو پر مهال د يوه ډاکټر له لوري وکتل شي او د جرمني ژبې مهارتونه به يې وارزول شي.

که ماشوم مو تر اوسه په وړکتون کې و؛ د همدې وړکتون مسؤولين به له تاسې سره د ښوونځي په نوم‌ليکنه کې مرسته وکړي.

په دې اړه لا ډېر مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (ْښوونځي ته شاملېدل) کې ولولئ.

د ښوونځو په اړه عمومي مالومات

دا مالومات او مقرارت په ټولي فدرالي ایالتونو کې  یو شان پلي کېږي.

په جرمني کې د ښوونځيو سيستم

په جرمني کې د ښوونځيو سيستم
د جرمني د ښوونځيو سيستم څه ډول دی؟

د جرمني په ټولو فدرالي ايالتونو کې د ښوونځيو سيستم يو له بل سره توپير لري.

د جرمني په ټولو فدرالي ايالتونو کې د ښوونځيو سيستم يو له بل سره توپير لري. له دې سره سره د جبري زدکړو سيستم په هر چا پلی کيږي او د درجو سيستم يو شان دی. د هر ايالت د ښوونځي د فراغت سندونه په ټول جرمني کې منل کيږي.